ترکمنستان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
بيرغ نښان
Location of  ترکمنستان  (سور رنګ)
نخشه
موقعيت
Location of  ترکمنستان  (سور رنګ)
حکومت
 -  ولسمشر قربان قلی بردی محمدوف
 -  د ترکمنستان د پارلمان ریس آقجا نوربردیوا
Legislature د ترکمنستان ولسی جرګه
جوړښت
 -  خانات خیوه ۱۵۱۱ 
 -  شوروی ترکمنستان ۳۰ افریل۱۹۱۸ 
 -  شوروی ترکمنستان ۱۳ مي ۱۹۲۵ 
 -  د بنسټ ایښودنی اعلان ۲۲ اګست ۱۹۹۰ 
 -  له شوروی نه خپلواکی شوروی ۲۷ اکتوبر ۱۹۹۱ 
 -  په رسمیت پیژندل شوی ۲۶ ډسمبر ۱۹۹۱ 
 -  د اساسي قانون تصویر ۱۸ مي ۱۹۹۲ 
ارتوالی
 -  ټولټال ۴۹۱٬۲۱۰ کيلومتر2 [۱](53rd)
۱۸۸٬۴۵۶ sq mi 
 -  اوبه (%) ۴٫۹
د وگړو شمېر
 -  ۲۰۱۴ estimate 5,171,943[۲] (117th)
 -  گڼه گونه ۱۰٫۵/km2 (221st)
۲۷٫۱/sq mi
نا خالص داخلي تولید (PPP) ۲۰۱۶ اټکل
 -  ټولټال $۹۳٫۲۷۱ میلیارد[۳] 
 -  پر کس $17,072[۳] 
GDP (nominal) ۲۰۱۶ اټکل
 -  ټولټال $۳۵٫۳۹۸ میلیارد[۳] 
 -  پر کس $6,479[۳] 
بشري پرمختيا (۲۰۱۴) ۰٫۶۸۸ (۱۰۹ مین)
د وخت سيمه (UTC+۵)
د موټر چلولو سمت ښوی
د انټرنټ مخکښ شپول .tm
پيل گڼ +۹۹۳

ترکمنستان په لویدیځه اسیا کې په وچه کې را ایسار هېواد دی، چې شمال لویدیځ ته یې قزاقستان او شمال ختیځ ته یې اوزبیکستان، سویل ختیځ ته یې افغانستان، سویل او سویل لویدیځ ته یې ایران او لویدیځ ته یې کسپین یا خزر سیند موقعیت لري. د دغه هېواد پلازمېنه او لوی ښار عشق آباد دی. د مرکزي اسیا په هېوادونو کې کم نفوس لرونکی هېواد دی چې د وګړو شمېرو یې ۶ میلیونه کسو ته رسېږي. ترکمنستان په اسیا کې تر ټولو لږ وګړي لري. وګړي یې د  ترکمنانو په توګه پېژندل کېږي (چې د قومیت پر ځای یې په تابعیت ټینګار شوی دی).[۴][۵]کينډۍ:R/superscript[۶]

دغه سیمه چې اوس مهال د ترکمنستان په نوم پېژندل کېږي، له ډېر مهاله یې د ګڼ شمېر نورو ملتونو او کلتورونو د لارې په توګه عمل کړی. مروه یې د منځنۍ آسیا یو له پخوانیو آبادو ښارونو او د نړۍ یو له لویو ښارونو نه دی. په منځنیو پېړیو کې مروه د اسلامي نړۍ یو له لویو ښارونو او د ورېښمو لارې له مهمو تم ځایونو نه وه. ترکمنستان چې په ۱۸۸۱ ز کال کې د روسي سترواکۍ یوه برخه شو، خو وروسته یې په مرکزي اسیا کې په بلشویک ضد خوځښت کې مهم رول ولوباوه. په ۱۹۲۵ ز کال کې د شوروي اتحاد د بنسټ اېښودونکي جمهوریت په توګه په ترکمن شوروي سوسیالیست جمهوریت ((Turkmen SSR واوښت. دغه هېواد په ۱۹۹۱ ز کال کې د شوروي اتحاد له شیندل کېدو وروسته خپلواک شو.[۷][۸][۹][۵]

ترکمنستان د طبیعي ګازو د زېرمو له مخې د نړۍ څلورم هېواد دی. د دغه هېواد ډېره برخه د قرا قروم یا تورې شګلنې دښتې په واسطه چاپېر شوی دی. له ۱۹۹۳ ز کال نه تر ۲۰۱۷ ز کال پورې، د دغه هېواد وګړو د دولت له خوا په وړیا ډول برېښنا، اوبو او طبیعي ګازو ته لاسرسی درلود.[۱۰][۱۱]

دغه هېواد د کمو بشري حقونو له امله په ځانګړې توګه له لږه کیو سره دچلند، مطبوعاتو د آزادۍ او مذهبي ازادیو په برخو کې له پراخو نیوکو سره مخامخ شوی دی. په ۱۹۹۱ ز کال کې، له شوروي اتحاد نه له خپلواکۍ وروسته، د ترکمنستان خپلواک دولت د دوو ځپونکو توتالیتر رژیمونو له خوا اداره کېږي. سفر مراد نیازوف (چې د ترکمن باشي یا «د ترکمنانو مشر» په توګه پېژندل کېږي)، تر ۲۰۰۶ ز کاله یعنې تر مړینې پورې یې د دغه هېواد ولسمشر و. په ۲۰۰۷ ز کال کې د غیر دیموکراتیکو ټاکنو په پایله کې قربان علي بردي محمدوف (نوموړی لومړی د ولسمشر مرستیال او بیا د ولسمشرۍ سرپرست(واکیال) شو) د دغه هېواد ولسمشر شو. د اعدام سزا په رسمي ډول، په ۲۰۰۸ ز کال کې په دغه هېواد کې منع شوه.[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

سیاست

ترکمنستان له یوې پېړۍ نه د زیات وخت لپاره د روس د سترواکۍ د یوې برخې او وروسته د شوروي اتحاد د غړي په توګه (۶۷ کاله د شوروي اتحاد متحد جمهوریت و) د شوروي اتحاد له شیندل کېدو وروسته، د ۱۹۹۱ ز کال د اکتوبر په ۲۷ مه خپلواکي اعلان کړه.[۱۶]

د شوروي اتحاد د کمونیست ګوند پخواني غړي سفر مراد نیازوف، له ۱۹۸۵ ز کال راهیسې، هغه مهال چې د شوروي اتحاد د کمونیست ګوند مشر شو، تر ۲۰۰۶ ز کال پورې هغه مهال چې مړ شو، په ترکمنستان واکمني وکړه. د شوروي اتحاد له شیندل کېدو وروسته ،هغه په بشپړ ډول په هېواد کنترول وساته. د ۱۹۹۹ ز کال د دسمبر په ۲۸ مه د دغه هېواد مجلس (پارلمان) نیازوف د ټول عمر لپاره د ولسمشر په توګه اعلان کړ، هغه پارلمان چې یوه اونۍ وړاندې د رایو پر بنسټ ټاکل شوی و او یوازې هغو کسانو ورته ځانونه نوماند کړي وو، چې د ولسمشر نیازوف له خوا انتخاب شوي وو او د اپوزیسیون هېڅ نوماند ته په کې اجازه ور نه کړل شوه.

د ۲۰۰۶ ز کال په دسمبر کې د نیازوف له مړینې راهیسې، د ترکمنستان ادارې د هېواد د پرانستلو په موخه یو لړازمېښتي ګامونه پورته کړل. د هغه ځای ناستي ولسمشر قربان علي بردي محمدوف، د نیازوف یو شمېر حیرانوونکې پریکړې، لکه: د اوپرا او سرکس ممنوعیت، لغوه کړې، په داسې حال کې چې یو شمېر نور قوانین، لکه: له سپینو موټرو پرته ،د نورو موټرو ممنوعیت وروسته رامنځته شو. د زده کړو په برخه کې د بردي محمدوف ادارې، لومړنۍ زده کړې له ۹ کلونو نه ۱۰ کلونو او لوړې زده کړې یې له ۴ کلونو نه ۵ کلونو ته زیاتې کړې. د دې په څنګ کې یې، له هغو لویدیځو هېوادونو سره چې د ترکمنستان د طبیعي ګازو سرچینو ته یې له لاسرسي سره لېوالتیا لرله، اړیکې پراخې کړې.[۱۷][۱۸]

د ترکمنستان سیاست د ولمسشریز جمهوریت په اډانه کې جوړېږي چې ولسمشر د دولت او حکومت دواړو په سر کې ځای لري. د نیازوف تر واکمنۍ لاندې، ترکمنستان یو ګوندي نظام درلود، په داسې حال کې چې د ۲۰۰۸ ز کال په سپتمبر میاشت کې د خلکو شورا هغه پرېکړه لیک صادر کړچې، له مخې یې نوی اساسي قانون تصویب شو. اساسي قانون، د ۲۰۰۸ ز کال په دسمبر میاشت کې د خلکو شورا د له منځه تلو او د پارلمان په کچه کې د پراختیا لامل وګرځېد او د ګڼ شمېر سیاسي ګوندونو د جوړېدو اجازه یې ورکړه.[۱۹]

پخوانی کمونیست ګوند، چې اوس مهال د ترکمنستان د دیموکراتیک ګوند په توګه پېژندل کېږي، د دغه هېواد مخکښ ګوند دی. دویم ګوند یې د صنعتګرو او کارجوړوونکو ګوند دی چې د ۲۰۱۲ ز کال په اګست میاشت کې جوړ شو. په دغه هېواد کې سیاسي لویې غونډې ناقانونه دي، یوازې هغه مهال چې دولت تحریم شي. په ۲۰۱۳ ز کال کې د لومړي ځل لپاره، په دغه هېواد کې څو ګوندي پارلماني ټاکنې ترسره شوې دي.[۲۰][۲۱]

مقننه قوه

د ۲۰۲۰ ز کال په سپتمبر میاشت کې د ترکمنستان پارلمان د اساسي قانون اصلاحیه تصویب کړه چې له مخې یې د مشرانو جرګه رامنځته او پارلمان یې په دوو جرګو ووېشه. د مشرانو جرګې ته یې ولسي جرګه (په ترکمني کې: ولس مصلحتي) ویل کېږي چې ۵۶ غړي لري، ۴۸ یې د رایو پر بنسټ ټاکل کېږي او ۸ نور یې د ولسمشر له خوا انتصاب کېږي. له پخواني یوې جرګې لرونکي پارلمان سره، دغه مجلس یا ولسي جرګه ۱۲۵ چوکۍ لري، پارلمان ته اوس ملي شورا ویل کېږي (په ترکمني کې: Milli Geňeş) د مشرانو جرګې ټاکنې یې د ۲۰۲۱ ز کال د مارچ په ۲۸ مه نېټه او د ولسي جرګې وروستۍ ټاکنې یې، د ۲۰۱۸ ز کال د مارچ په ۲۵ مه ترسره شوې.[۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

بهرنۍ اړیکې

د ترکمنستان«د ناپېلتوب دایمي اعلامیه» په ۱۹۹۵ ز کال کې د ملګرو ملتونو سازمان له خوا په رسمیت وپېژندل شوه. پخواني ولسمشر سفر مراد نیازوف څرګنده کړې وه چې: ناپېلتوب په هر ډول څو ګوني دفاعي بنسټونو کې د ترکمنستان د ورګډ ېدلو مخه نیسي، خو اجازه لري چې پوځي همکارۍ ترلاسه کړي. ناپېیلی بهرنی سیاست، د دغه هېواد په اساسي قانون کې مهم ځای لري. ترکمنستان له ۱۳۹ هېوادونو سره دیپلوماتیکې اړیکې لري، چې مهم متحدین یې افغانستان، ارمنستان، ایران او روس دي. ترکمنستان د ملګرو ملتونو سازمان، د پیسو نړیوال صندوق، نړیوال بانک، اقتصادي همکاریو سازمان، د اروپا د امنیت او همکاریو د سازمان، اسلامي همکاریو سازمان، اسلامي پراختیايي بانک، اسیایي پراختیايي بانک، د بیارغونې او پرمختګ لپاره اروپايي بانک، د خوړو او کرنې سازمان او د ترکي کلتور د نړیوال سازمان غړیتوب لري.[۲۷][۲۸]

اقتصاد

ترکمنستان په نړۍ کې د طبیعي ګازود لرلو له امله څلورم ځای لري او د نفتو د پام وړ زېرمې لري. دغه هېواد د خپلو اقتصادي اصلاحاتو په موخه له احتیاطي چلن نه کار اخلي او تمه لري چې د ګازو او پنبې د پلور له مخې خپل اقتصاد وساتي. په ۲۰۱۴ ز کال کې په دغه هېواد کې د بېکارۍ کچه ۱۱٪ وه.[۲۹][۳۰]

د ۲۰۰۳ ز کال د اګست په ۱۴ مه د ولسي جرګې د پریکړې له مخې، په پام کې وه چې تر ۲۰۳۰ ز کال پورې ټولو وګړو ته د برېښنا، طبیعي ګازو، اوبو او مالګې په برخه کې سبسایډي ورکړل شي. دغې پریکړې ته د اړوندو اجرائیوي مقرارتو پر بنسټ، د دغه هېواد هر وګړي په هره میاشت کې ۳۵ کیلو واټه برېښنا او ۵۰ متر مکعبه طبیعي ګاز ته په وړیا ډول لاسرسی درلود. دولت ۲۵۰ لیتره (۶۶ ګیلنه) اوبه په ورځ کې ورته برابرولې، خو د ۲۰۱۹ ز کال په جنوري میاشت کې ټولې دغه سبسایډۍ لغوه شوې.[۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵]

تاریخ

کلتور

جغرافیه

اقتصاد

  1. Государственный комитет Туркменистана по статистике: Информация о Туркменистане : О Туркменистане: Туркменистан — одна из пяти стран Центральной Азии, вторая среди них по площади (491,21 тысяч км2), расположен в юго-западной части региона в зоне пустынь, севернее хребта Копетдаг Туркмено-Хорасанской горной системы, между Каспийским морем на западе и рекой Амударья на востоке.
  2. Department of Economic and Social Affairs Population Division (2009) (PDF). World Population Prospects, Table A.1. 2008 revision. United Nations. http://www.un.org/esa/population/publications/wpp2008/wpp2008_text_tables.pdf. Retrieved 12 March 2009. 
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ ۳٫۲ ۳٫۳ "Turkmenistan". International Monetary Fund. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ جون ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Clark, Larry (1998). Turkmen Reference Grammar (په انګلیسي ژبه کي). Wiesbaden: Harrassowitz Verlag. د کتاب پاڼې 50. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ "Turkmenistan". The World Factbook. United States Central Intelligence Agency. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ نومبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Turkmenian". Ethnologue (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۳ ډيسمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Turkmenistan", The World Factbook (په انګلیسي ژبه کي), Central Intelligence Agency, 19 October 2021, د لاسرسي‌نېټه ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۱ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "State Historical and Cultural Park "Ancient Merv"". UNESCO-WHC. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Tharoor, Kanishk (2016). "LOST CITIES #5: HOW THE MAGNIFICENT CITY OF MERV WAS RAZED – AND NEVER RECOVERED". The Guardian. Once the world's biggest city, the Silk Road metropolis of Merv in modern Turkmenistan destroyed by Genghis Khan's son and the Mongols in AD1221 with an estimated 700,000 deaths. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Turkmen ruler ends free power, gas, water – World News". Hürriyet Daily News. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "BP Statistical Review of World Energy 2019" (PDF). د کتاب پاڼې 30. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. (په 20 June 2003 باندې). Russians 'flee' Turkmenistan. BBC News.
  13. (په 3 November 2015 باندې). Kerry reassures Afghanistan's neighbors over U.S. troop drawdown. Reuters.
  14. Turkmenistan's Constitution of 2008. constituteproject.org
  15. . Asia-Pacific – Turkmenistan suspends death penalty. BBC News.
  16. Turkmenistan Country Study Guide Volume 1. Washington DC: International Business Publications. 2011. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781438749082. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Editor (7 January 2018). "Turkmenistan's road police detain vehicles of all colours except white". Chronicles of Turkmenistan (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۴ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: نص إضافي: قائمة المؤلفون (link)
  18. (په 12 January 2018 باندې). Turkmenistan Bans All Non-White Cars From Capital. motor1.com
  19. "Turkmenistan Politics". The Economist Intelligence Unit. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "Turkmenistan". 8 September 2014. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ فبروري ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. (په 22 May 2017 باندې). {{{title}}}. carnegie.ru.
  22. (په 25 September 2020 باندې). President For Life? Turkmen Leader Signs Mysterious Constitutional Changes Into Law. RFE/RL
  23. (په 28 March 2021 باندې). Turkmen Voters Given Two Hours To Cast Ballots In Senate Election. RFE/RL
  24. (په 28 March 2021 باندې). Туркменистан впервые в истории избрал верхнюю палату парламента. Deutsche Welle
  25. (په 26 March 2018 باندې). Turkmenistan votes for a new 'rubber-stamp' parliament. bne IntelliNews
  26. (په 22 March 2018 باندې). Turkmen Elections Look Like Next Step Toward Dynasty. RFE/RL
  27. "A/RES/50/80. Maintenance of international security". un.org. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. "Diplomatic relations". Mfa.gov.tm. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۴ مارچ ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ فبروري ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. "BP Statistical Review of World Energy 2019" (PDF). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. "Turkmenistan". The World Factbook. United States Central Intelligence Agency. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ نومبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Türkmenistanyň Ýyllyk Statistik Neşiri 2019 Ýyl (په التركمانية و الروسية و انګرېزي ژبه کي). Ashgabat: State Committee of Statistics of Turkmenistan. 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link)
  32. "Country risk of Turkmenistan: Economy". Societe Generale. Export Enterprises SA. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. Hess, Maximilian (16 June 2020). "Central Asian Gas Exports to China: Beijing's Latest Bargaining Chip?". Foreign Policy Research Institute. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. (په 22 January 2021 باندې). Turkmenistan: Big on gas, short on options. Eurasianet
  35. (په 29 January 2021 باندې). Turkmen Buy Foreign Currency On Black Market As Manat Falls Sharply. RFE/RL