دسلجوقیانو واکمني

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د دسلجوقیانو واکمني
نخشه
موقعيت

دسلجوقیانو ستره واکمني په اسلامي نړۍ کي یوله هغه واکمنیو څخه ګڼل کیږي چي په یوولسمه زیږدیزه پېړۍ کي یې دافغانستان له هندوکش څخه نیولې بیاتر فارس خلیج، منځني ختیځ او اناطولي (اسیايي ترکیه) پوري سیمي په لاس کي درلودې .

دسلجوق اصل او نسب[سمول]

سلجوقیان په اصل کي دغز له ترکانوڅخه ګڼل کیږي[۱] اود لسمي زیږدیزي پېړۍ په پای کي یې له آرال بحیرې اوشاوخوا سیموڅخه افغانستان اوبیاهمداسي لویدیځي اسلامي نړۍ ته وکوچېدل . ددوی لمړئ نیکه چي سلجوق بن دقاق نومېدی دخپل پلار ترمرګ وروسته یې په ماوراءالنهر کي ژوندکاوه خوکله چي دهغه ځای ترکمنانو پردوی باندي فشار راوړ سلجوق مجبوره سوچي مخ دافغانستان په لوري ولاړسي .

دسلجوقیانو تاریخ[سمول]

له ماوراءالنهر څخه ترتګ وروسته سلجوقیان په افغانستان کي دغزنوي واکمنۍ په لوري ولاړل اوهلته یې اوسېدل غوره کړه خودغزنوي سلطنت واکمن (محمودغزنوي) له دوی څخه په وېره کي وو اوله همدې کبله يې ددوی مشر (اسرائیل بن سلجوق) دهندوستان دکالنجر په کلاکي زنداني کړ . داسرائیل ترزنداني کېدلو وروسته دسلجوقیانوپاته ډله دایران په لوري ولاړه اوهلته یې دطغرل بېګ په مشرۍ باندی حکومت جوړکړ چي دغه حکومت ورځ تربلي دځواک په لوري روان وو اوپه ۱۰۴ز کال کي یې دسلطان محمود ترمرګ وروسته سلطان مسعودته ماته ورکړه اودافغانستان لوی شمېر سیمي یې لاندي کړي . دسلجوقیانو دغه جګړه چی د دندانقان په نامه یادیږي ددوی واک یې په سیمه کي وغوړاوه اوتردې وروسته یاده قبیله په اذربایجان، ایران، عراق اوشاوخوا سیمو کي دیوستر ځواک په توګه راڅرګنده سول . طغرل بېګ دخپلو جګړو اوفتوحاتوپه مټ وتوانېدی چي تربغداد پوري لويي سیمي لاندي کړي اوپه ۱۰۵۵ز کال کي یې دعباسي خلیفه څخه دسلطان لقب لاسته راوړ، نوموړی په ۱۰۶۳زکال کي وفات اوپرځای باندي یې زوی چی الپ ارسلان نومېدی کښېناست . الپ ارسلان هم دپلار غوندي ډېرتکړه اونامتو جنګیالئ وو اودخپل واک په موده کي یې داناطولي سربېره دمنځني ختیځ سیمي او ښارونه هم په لاس راوړه، اوپه ۱۰۷۱زکال کي یې دروم لوی لښکرته دملاذکرد په جګړه کي شرموونکې ماته ورکړه چي په دې سره رومیان له اناطولي څخ پرشا اوسیمه مسلمانانوته پاته سول .

دملاذکرد ترجګړې وروسته په راتلونکو شلوکلونو کي سلجوقیانوپاته ښارونه هم یوپه بل پسې لاندي کړه اوپه هغه ځای کي یې دعیسایان واک ته دپای ټکئ کښېښود خودغه پیښي دالپ ارسلان په زمانه کي نه وې بلکي هغه په ۱۰۷۲زکال کي دیوې جګړې پرمهال دکوم سیمه ییز امیرله لوري په یوناڅاپي بریدکي ووژل سو اوپرځای یې زوی دملک شاه په نوم دسلجوقیان واک ته ورسېدی . ملک شاه چي دنظامي پوهي سربېره یې په سلطنتي اوعلمي چاروهم سرخلاصېدی دخپلي واکمنۍ پروخت یې سلجوقي سلطنت ډېرلوی مقام ته ورساوه اوپه ټوله اسلامي نړۍ کي دسلجوقیانو علمي واک پرمسلمانانوباندی لوړ سو . دنوموړي دواک پروخت سلجوق سلطنت دمساحت له پلوه یمن، عمان، مصر وا داستانبول ترڅنډي پوري ورسېدی اودواکمنۍ پلازمینه یې دایران اصفهان ښار وټاکل سو .

دملک شاه تروفات وروسته په سلجوقي سلطنت کی دزوال نښي راښکاره سوې اودغه واکمني چي لسګونه کاله یې پراسلامي نړۍ خپل برم ساتلی وو کرار کرار دپرځېدوپه لوري ولاړه څوچي په اخرکي دمغولو په راتګ سره پای ته ورسېدل .

  1. تاریخ مختصر ترک. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)