باکو

Permanently protected article
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
باکو
Bakı
باکو
Baku montage. Clicking on an image in the picture causes the browser to load the appropriate article.اسماعیلیه ماڼۍPhilharmony Fountain in front of the Magomayev Philharmonic Hallد باکو خلیجد باکو میدان
ساعت: توضیحات د فهیلار مونی منظره اسماعیلیه ماڼۍ، مسلم ماقمایف د آذر بایجان فهیلار مونیک آیالات، په سمندر کې کشتی ، باکو خلیج د ښار افقی خط، لور قلعه – تصویر

City of Winds
د باکو ښار نقشه
د باکو ښار نقشه
د باکو ښار نقشه

Map
کورډېناټونه: ۴۰°۲۲′۰۰″شمال ۴۹°۵۰′۰۷″ختیځ / 40.366655555556°شمال 49.835183333333°ختيځ / 40.366655555556; 49.835183333333  د (P625) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ[۱]
د رامنځته کېدو نېټه 1 پيړۍ  د (P571) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
اداري وېش
هیواد  آذربايجان
پلازمینه د:
آزربایجان (۳۰ اگسټ ۱۹۹۱–)  د (P1376) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
حکومت
 • ښاروال حاجی‌بالا ابوطالبوف
پراخوالی[۲]
 • ښار ۳٫۱۲۵ کلوميټر٢ (۱٫۲۰۷ میله  مربع)
لوړوالی −۲۸ ميټره (−۹۲ فوټ)
نفوس شمېرنه (۲۰۱۲)[۴]
 • مدينة ۳٬۲۰۲٬۳۰۰
 • د نفوسو کثافت ۹۹۶٫۳۸/کلوميټر٢ (۲٬۵۸۰٫۶/ميله مربع)
 • ښاري سیمه ۳,۵۲۵,۰۰۰[۳]
 • ستره ښاري سيمه ۴٬۳۰۸٬۷۴۰
د گڼه گوڼې نوم Bakuvian[۵]

کينډۍ:Lang-az

وروستي مالومات
وخت زون AZT (ه.ن.و+۴)
رسمي ژبه آزربايجاني  د (P37) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوستی کوډ AZ1000
سيمه ييز د زنګ کوډ (+۹۹۴) ۱۲
جيو کوډ 587081[۶]  د (P1566) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
آی اېس او 3166 AZ-BA[۷]  د (P300) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
موټر پلېټ 10–90 AZ
خورلڼې ښارونه
رسمي وېبپاڼه کينډۍ:نښان وبسایټ
یادښتونه
Official name: Walled City of Baku with the شروان‌ شاهان ماڼۍ او لور قلعه
ډول:کلتوری
معیار اصول:iv
نومول:2000 (24th یونسکو د نړیوالو میراثونو کمیټه)
سرچينې نمبر:958
په خطر کې د نړیوالو تاریخي میراثونو نوملړ:۲۰۰۳–۲۰۰۹
هیواد:آذربایجان جمهوریت
Region:په اروپا کې د یونسکو نړیوالو میراثونو نوملړ
باکو

باکو د آذربایجان هيواد پلازمينه او يو له سترو ښارونو څخه دی.

باکو (متحده ایالتونه: /bɑːˈkuː, ˈbɑːkuː/، بریټانیا: /bæˈkuː, ˈbækuː/، آذربایجاني: Bakı [bɑˈcɯ]) د آذربایجان پلازمینه او ترټولو لوی ښار او همدارنګه د کسپین سمندر او قفقاز سیمې ترټولو لوی ښار دی. باکو د سمندر له سطحې ۲۸ متره (۹۲ فوټه) ټیټ واقع شوی چې هغه په نړۍ کې ترټولو ټیټ پلازمینې په توګه او همدارنګه په نړۍ کې د سمندر له سطحې ټیټ ترټولو لوی ښار باندې بدلوي. باکو د آبشرون ټاپو په سویلي ساحل او د باکو خلیج څنګ کې ځای نیولی. د ۲۰۰۹م کال په پیل کې، د باکو ښاري نفوس له ۲ میلیونو زیات اټکل شوی وو. په رسمي توګه، د دې هېواد ۲۵ سلنه وګړي د باکو په ښاري سیمه کې ژوند کوي. باکو د آذربایجان یوازینی لوی ښار دی.[۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

باکو په دولسو ادري برخو او ۴۸ ښارګوټو وېشل شوی دی. د دې ښارګوټو په ډله کې د باکو ټاپوګان، او د باکو په ۶۰ کیلومټرۍ (۳۷ مایله) کې، د نفتي ډبرو ښار چې د کسپین سمندر پر پایو جوړ شوی، شامل دي. د باکو د ننه ښار سره د شیروانشاه ماڼۍ او د نجلۍ قلعه په ۲۰۰۰م کال کې د یونسکو نړیوال میراث په توګه ثبت شول. د Lonely Planet د درجه بندۍ په اساس، باکو هم د هغو لسو غوره نړیوالو مقصدونو څخه دی چې خلک یې د شپني ښاري ژوند لپاره ټاکي.[۲۴]

دا ښار د آذربایجان علمي، فرهنګي او صنعتي مرکز دی. د آذربایجان ډېری لویې موسسې په هغه کې مرکزي دفترونه لري. د باکو نړیوالې سوداګرۍ بندر کولی شي په کلني ډول دوه میلیون ټنه عمومي او وچو موادو کارګوګانې ځای پرځای کړي. په وروستیو کلونو کې، باکو د نړیوالو پېښو په مهم مرکز بدل شوی دی. په ۲۰۱۲م کال کې د یوروویژن سندرو ویلو سیالۍ، په ۲۰۱۵م کال کې د اروپایي لوبو، د اسلامي هېوادونو د پیوستون سیالۍ، په ۲۰۱۶م کال کې د اروپا غوره ډالۍ، له ۲۰۱۷م کال راهیسې د آذربایجان غوره ډالۍ کوربه پاتې شوی، همدارنګه یې د ۲۰۱۸-۱۹ کال اروپا لیګ پای لوبې کوربه توب کړی او د یوفا یورو ۲۰۲۰ لوبو یو له کوربه ښارونو څخه وو.[۲۵]

دا ښار د خپلو سختو بادونو له امله نامتو ده، چې له همدې کبله ورته د «د بادونو ښار» لقب هم ورکړل شوی.

ریښه پېژندنه

باکو د اوږدې مودې لپاره د فارسي عربي (باکو) په نوم تایید شوی دی. د عربي لومړنیو سرچینو هم دا ښار د باکوه او باکویه په نوم ذکر کړی او داسې ښکاري چې دا ټول له یوه فارسي نوم څخه اخیستل شوي دي. لا نوره ریښه پېژنده یې ښکاره نده.[۲۶]

په ۱۹مه پېړۍ کې مشهوره ریښه پېژنونه هغه د فارسي بادکوبه (‌Bad-Kube یانې د باد وهلي ښار، چې د باد او کوبه له ترکیب څخه جوړ شوی، او د ځپلو په فعل کې ریښه لري، اخیستل شوی، له همدې کبله هغه ځای ته اشاره کوي چې هلته سخت او تیز باد چلېږي، لکه باکو په شان، چې د اوړي سخت واورین طوفانونه او تیز بادونه تجربه کوي).  دا مشهور نوم (Badkube په عصري آذربایجاني لیک کې) تر نولسمې پېړۍ د ښار لقب په توګه وټاکل شو (د بېلګې په توګه په آکینچي، ۱ جلد، ۱ شمېره، ۱ پاڼه کې کارول شوی)، او همدارنګه د ښار عصري لقب «د بادونو ښار» (په آذربایجاني کې: Küləklər şəhəri ) سره هم نږدې والی لري. بله عامه او لږ احتمالي ریښه پېژنونه دا نوم له باغکوی څخه اخیستل شوي ویي په توګه، چې د «د خدای ښار» معنا ورکوي، توضیح کوي. باګا (اوس باغ یا Bagh) او کوی د «خدای» او «ښار» لپاره د زړې فارسي ژبې ویۍ دي؛ کولی شو د باغکوی نوم له بغداد («خدای – ورکړي») سره پرتله کړو چې په هغه کې داد په زړه فارسي کې د ورکړې په معنا ده.[۲۷][۲۸]

د شوروي حکومت په وخت کې، دا ښار په سیریلیک آذربایجاني لیک کې د "Бакы" په توګه لیکل کېده (په داسې حال کې چې روسي لیک یې "Баку" باکو وو او لا هم دی). د آذربایجاني عصري لیک کې، چې له ۱۹۹۱م کال راهیسې له لاتین الفباوو څخه کار اخلي، Baki دی؛ د فارسي-عربي حرف و (ū) څخه د سیریلیک "ы" ته بدلون او وروسته د لاتین "ı" حرف بدلون کولی شو د نورو آذربایجاني وییو سره پرتله کړو (د بېلګې په توګه قاپو qāpū چې د زړې فارسي-عربي املا کې قاپي او په عصري آذربایجاني کې د qapi «دور» په بڼه لیکل کېږي) یا په وروستاړو کې، څنګه چې و ډېری وخت په آذربایجاني کې د غږ هارموني لپاره (چې په عثماني ترکي کې هم دود وو) کارول کېده. (همدارنګه آذربایجاني الفبا ته مراجعه وکړئ).

تاریخچه

لرغونتوب

کابو ۱۰۰۰۰۰ کاله پخوا، له شنو بوټو او ځناورو ډکې سوانا د باکو سیمه او نننی آبشرون پوښلي وو. د انسان د اوسېدو نښې د ډبرې عصر ته ورګرځي. د برونز عصر پورې اړوند د ډبرو حکاکي بایل ته نږدې او د یوه کوچني ماهي برونزي مجسمه د زوړ ښار په سیمه کې کشف شوې ده. دا د دې لامل شوي چې د ښار په قلمرو کې ځینې برونز عصر د میشت ځایونو شتون مطرح کړي. نارداران ته نږدې، د امید ګایا په نوم یو ځای له تاریخ څخه مخکې فضایي مرکز درلودونکی دی چې په هغه کې د لمر او بېلابېلو ستورو انځورونه له ابتدایي نجومي جدول سره په ډبره کې کښل شوي دي. لا ډېرو لرغونپوهنیزو کیندنو، له تاریخ څخه مخکې بېلابېل میشت ځایونه، اصلي معبدونه، مجسمې، او نور لرغوني اثار د عصري ښار په قلمرو او شاوخوا کې په ډاګه کړل.[۲۹][۳۰]

له میلاد څخه مخکې لومړۍ پېړۍ کې، رومیانو دوه قفقازي لښکرکشي تنظیم کړې او باکو ته ورسېدل. ښار ته نږدې، په ګوبوسټان کې، ۸۴ تر ۹۶م کلونو پورې اړوند رومي لیکنې پاته دي – د باکو لپاره د ترټولو لرغونو شواهدو یو له سندونو څخه.[۳۱]

د شیروانشاهانو ظهور او صفوي دوره

باکو په اتمې میلادي پېړۍ کې د شیروانشاهانو سیمه وه. دا ښار څو ځلې د خازار (پیل له ۱۰مې پېړۍ څخه) او روسانو تر برید لاندې راغی. شیروانشاه لومړي اخسیټان په باکو کې یو سمندري ځواک جوړ کړ او په بریالیتوب سره یې په ۱۱۷۰م کال کې د روسانو برید څخه دفاع وکړه. له زورورې زلزلې وروسته چې شامخي، د شیروان پلازمینه یې وځپله، د شیروانشاه دربار په ۱۱۹۱م کال کې باکو ته ولېږدول شو.[۳۲]

د شیروان دورې پر باکو او نور ننني آذربایجان باندې ډېره اغیزه وغورځوله. د ۱۲مې او ۱۴مې پېړۍ په منځ کې، په باکو او شاوخوا ښارونو کې لویې قلعې جوړې شوې. د باکو خلیج په ټاپو کې د نجلۍ قلعه، د رامانا برج، نارداران قلعه، د شاګان قلعه، د مردکان قلعه، ګرده قلعه او همدارنګه د سابایل نامتو قلعه همدې دورې اړوند دي. د باکو‌ ښاري دیوالونه هم بیاورغول شول او پیاوړي شول.

سرچينې

  1.   د (P402) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ "د باکو اړوند په اوپن‌سټرېټ‌مېپ کي". OpenStreetMap. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ مارچ ۲۰۲۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); تحقق من التاريخ في: |تاريخ الوصول= (مساعدة)
  2. "Administrative, density and territorial units and land size by economic regions of Azerbaijan Republic for January 1. 2007". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۴ نومبر ۲۰۰۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ جولای ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Demographia: World Urban Areas – Demographia, 2016
  4. The State Statistical Committee of the Republic of Azerbaijan, 2.5 Population by sex, economic and administrative regions, urban settlements at the beginning of 2012, retrieved on October 2, 2012 Archived 23 October 2012 at the Wayback Machine.کينډۍ:تړون
  5. Thomas de Waal (2010). The Caucasus: An Introduction. Oxford University Press. د کتاب پاڼې 16. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-19-975043-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. پیوستون : 587081  — منښتلیک: Creative Commons Attribution 3.0 Unported
  7. پیوستون : aa1bf92c-0274-4a39-91d4-a450f2f5a54a  — خپرونکی: MetaBrainz Foundation
  8. http://baku-ih.gov.az/page/26.html
  9. http://azerbaijans.com/content_1719_az.html
  10. https://www.izmir.bel.tr/tr/KardesKentler/62
  11. https://baku-ih.gov.az/az/page/26.html
  12. https://kvs.gov.spb.ru/en/agreements/
  13. https://old.kyivcity.gov.ua/files/2018/2/15/Mista-pobratymy.pdf
  14. https://kyivcity.gov.ua/kyiv_ta_miska_vlada/pro_kyiv/mista-pobratimi_z_yakimi_kiyevom_pidpisani_dokumenti_pro_poridnennya_druzhbu_spivrobitnitstvo_partnerstvo/
  15. http://mail.camara.rj.gov.br/APL/Legislativos/contlei.nsf/50ad008247b8f030032579ea0073d588/3f4147a57ed8aa3483257e8800663664?OpenDocument
  16. http://baku-ih.gov.az/az/page/26.html
  17. https://tbilisi.gov.ge/img/original/2018/6/12/tbilisiinfigures.pdf
  18. https://www.azerbaijans.com/content_1719_az.html
  19. https://www4.honolulu.gov/docushare/dsweb/Get/Document-114443/98-206.pdf
  20. کينډۍ:Cite American Heritage Dictionary
  21. کينډۍ:Cite Oxford Dictionaries
  22. "Seven astounding facts about the city of Baku". مؤرشف من الأصل في ۳۰ سپټمبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ سپټمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. "Population by economic and administrative regions, urban settlements at the beginning of the 2009". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۴ نومبر ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ نومبر ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. (په 13 November 2009 باندې). Travel Picks: Top 10 cities to party the night away. Reuters.
  25. "Port of Baku". World Port Source. مؤرشف من الأصل في ۲۱ جولای ۲۰۱۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ ډيسمبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Dunlop, D.M.; Bennigsen, A.; Bosworth, C.E. (2007). Bosworth, C. Edmund (المحرر). Historic Cities of the Islamic World (PDF). Leiden & Boston: Brill. د کتاب پاڼې 47. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۰ سپټمبر ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ ډيسمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. "The origin and etymology :: Baku". bakucity.preslib.az. مؤرشف من الأصل في ۱۶ جنوري ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. "Culture & Religion on Podium: Politicizing Linguistics". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۳ اکتوبر ۲۰۰۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ جولای ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Город Баку... Archived 19 March 2014 at the Wayback Machine. Retrieved on 24 June 2006
  30. Ancient Observatory of Absheron. Gobustan, No 3 (1973)
  31. "Azerbaijan – Walled City of Baku with the Shirvanshah's Palace..." د اصلي آرشيف څخه پر ۰۲ جنوري ۲۰۰۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ اکتوبر ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. "Ичери Шехер": быть или не быть Retrieved on 25 June 2006 Archived 20 June 2008 at the Wayback Machine.