ښاري سیمه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی

ښاري سیمه یا له ودانیو ډکه سیمه د انسانانو هغه مېشت‌ځای ته ویل کېږي چې ګڼ نفوس او د انسان په لاس جوړې شوې زېربناوې ولري. ښاري سیمې د ښاري کېدو له لارې رامنځته کېږي او د ښاري مورفولوژۍ له مخې د ښارونو، ښارګوټو یا ښاري اطرافو په توګه ډلبندي کېږي. په ښاریتوب یا اربنېزم کې دا اصطلاح له کلیوالي سیمو لکه کلیو او بانډو سره متضاده ده؛ همدا راز په ښاري ټولنپېژندنه او ښاري انسان‌پېژندنه کې له طبیعي چاپېریال سره متضاده ده. د ښاري انقلاب په جریان کې د لومړنیو مخکښانو له‌خوا د ښاري سیمو د جوړېدو له امله د مدرنو ښارونو لرونکی انساني تمدن رامنځته شو چې د طبیعي زېرمو د کارولو تر څنګ پر چاپېریال د انساني اغېزو لامل شو. [۱]

په ۱۹۵۰ کال کې د نړۍ ښاري نفوس ۷۴۶ میلیونه و چې په را وروسته لسیزو کې ۳.۹ میلیارد کسانو ته پورته شوی دی. په ۲۰۰۹ کال کې د ښارمېشتو سیمو نفوس (۳.۴۲ میلیارده) و چې تر کلیوال‌مېشتو سیمو (۳.۴۱ میلیارده) لوړ شو، له هغه مهاله را وروسته نړۍ تر ډېره د ښاري کېدو خوا ته مخه کړې ده. په ۲۰۱۴ کال کې د ځمکې پر مخ ۷.۳ میلیارده وګړي اوسېدل چې له دې ډلې ۳.۹ میلیارده ښارمېشتي وو. هغه مهال د ملګرو ملتونو د اقتصادي او ټولنیزو چارو ادارې وړاندوېینه وکړه چې تر ۲۰۵۰ کال پورې به ښاري نفوس ۶.۴ میلیاردو ته لوړ شي چې د دغې ودې ۳۷ سلنه به له درېیو هېوادونو چین، هند او نایجریا څخه وي.[۲][۳][۴][۵]

ختيځه اسیا[سمول]

چین[سمول]

له ۲۰۰۰ کال راهیسې د چین ښارونه هر کال په اوسط ډول ۱۰ سلنه پراخ شوي دي. اټکل کېږي چې د چین ښاري نفوس به تر ۲۰۵۰ کال پورې ۲۹۲ میلیونو ته ورسېږي او دا به داسې مهال وي چې د چین ښارونه به په ټولیز ډول یو میلیارد نفوس ځای کړي. د ۱۹۷۸ او ۲۰۰۹ کلونو تر منځ د دغه هېواد د ښاري کېدو کچه له ۱۷.۴ سلنې څخه ۴۶.۶ سلنې ته لوړه شوې ده. له ۱۵۰ تر ۲۰۰ میلیونه کاریګر په لویو ښارونو کې نیمه وخت کار کوي او بیا له خپلو ګټلو پیسو سره په دوره‌يي ډول کلیو ته ګرځي.[۶][۷][۸][۹]

سوېلي اسیا[سمول]

هند[سمول]

په ۲۰۱۱ کال کې د هند د سرشمېرنې لپاره د ښاري سیمې په تعریف کې هر هغه ځای شامل دی چې په هر کیلومتر مربع یا ډېره سیمه کې لږ تر لږه ۵۰۰۰ نفوس ولري او تراکم یا ګڼوالی یې ۴۰۰ کسان وي، همدا راز تر ۷۵ سلنه ډېر نرینه کاریګر یې په غیر کرنیزو کارونو کې بوخت وي. هغه ځایونه چې د ښاروالۍ کوم شرکت، کانټون پلاوی یا د هغې سیمې د اطلاع‌رسونې کمېټه یې اداره کوي، هم د ښاري سیمو په توګه پېژندل کېږي.[۱۰][۱۱]

پاکستان[سمول]

په پاکستان کې هغه سیمه اصلي ښار او ښاروالي ده چې د سرشمېرنې د پایلو له مخې تر ۱۰۰،۰۰۰ ډېر وګړي پکې مېشت وي. په پاکستان کې ښاریتوب د خپلواکۍ له وخته را وروسته ډېر شوی او بېلابېل دلایل لري. د پاکستان د سوېل ډېری نفوس د سېند رود پر غاړه ژوند کوي. تر ټولو ګڼ‌نفوسه ښار یې کراچۍ دی. د دغه هېواد په شمال کې ډېری نفوس په هغه دایره کې مېشت دی چې لاهور، فیصل اباد، راولپنډۍ، اسلام اباد، ګجرانوالې، سیالکوټ، ګجرات، جهلم سرګوډا، شیخ‌پورې، نوښار، مردان او پېښور ښارونو جوړه کړې ده. له ۱۹۹۰ څخه تر ۲۰۰۸ کال پورې د پاکستان ۳۶ سلنه وګړي ښارمېشتي وو چې په دې توګه په سوېلي اسیا کې تر ټولو ښارمېشتی هېواد کېږي. پر دې سربېره، ۵۰ سلنه پاکستانیان په ۵۰۰۰ کسیزو ښارونو کې ژوند کوي. د ۲۰۱۷ کال د سرشمېرنې له مخې کراچۍ د پاکستان تر ټولو ګڼ‌نفوسه ښار دی او تر هغه وروسته لاهور دی.[۱۲][۱۳]

اروپا[سمول]

فنلنډ[سمول]

د اروپا په شمال کې د نورو هېوادونو په څېر په فنلنډ کې هم باید یوه ښاري سیمه لږ تر لږه په هرو ۲۰۰ مترو کې یوه وداني او لږ تر لږه دوه سوه کسان نفوس ولري. د دې لپاره چې یو ښار یا ښارګوټی د سرشمېرنې لپاره په پام کې ونیول شي، باید لږ تر لږه ۱۵۰۰۰ نفوس ولري. دا باید د ښار یا ښارګوټي له هغه نامه سره غلط نه‌شي چې ښاروالۍ یې کاروي.[۱۴][۱۵]

نیدرلنډ[سمول]

نیدرلنډ یا هالنډ د نړۍ دېرشم ګڼ‌نفوسه هېواد دی. په هر کیلو متر کې یې ۴۰۴.۶ کسان، یا که یوازې د ځمکې مساحت یې په پام کې ونیسو، په هر کیلومتر کې ۴۹۷ کسان دي. د ښارونو تر ټولو ستره نیښتنه یې رنډستاد دی چې په لوېديځ کې پروت دی او څلور لوی ښارونه پکې دي: امسټرډام، روټرډام، دن هاخ او اوترېخت. رنډستاد ۷ میلیونه نفوس لري او په اروپا کې شپږمه لویه ښاري سیمه ده.

روسیه[سمول]

مسکو د روسیې پلازمېنه او تر ټولو لوی ښار دی، شاوخوا ۱۲.۴ میلیونه نفوس یې د ښار په محدوده کې مېشت دی. په داسې حال کې چې په نورو ښاري برخو کې یې ۱۷ میلیونه وګړي اوسېږي او څه باندې ۲۰ میلیونه یې هم په میټروپولیټن سیمه کې مېشت دي. دغه ښار د نړۍ د تر ټولو لویو ښارونو له ډلې دی چې په اروپا کې تر ټولو لوی ښار کېږي، همدا راز په اروپا کې تر ټولو ګڼ‌نفوسه سیمه هم ده، په اروپا کې تر ټولو ګڼ‌نفوسه ښاري سیمه هم ده او د اروپا په لویه وچه کې د مساحت له نظره هم تر ټولو لوی ښار دی. فرهنګي پلازمېنه سنټ پټرزبورګ دویم تر ټولو لوی ښار دی چې شاوخوا ۵.۴ میلیونه نفوس لري. نورې اصلي ښاري سیمې یکاټرینبورګ، نووسیبرسک، کازان، نيژني نووګارډ او چلیا بیسنک دي.[۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

اقیانوسیه[سمول]

استرالیا[سمول]

د استرالیا د شمېرو اداره ښاري سیمې د ښاري مرکزونو په توګه پېژني او عموماً یې د ۱۰۰۰ کسیزو ډلو په توګه تعریفوي. اسټرالیا د نړۍ یو تر ټولو ښاري هېواد دی چې څه باندې ۵۰ سلنه نفوس یې په درېیو لویو ښاري مرکزونو کې مېشت دی.[۲۱]

نیوزیلنډ[سمول]

د نیوزیلنډ د شمېرو اداره په نیوزیلنډ کې هغه سیمې ښاري بولي چې له اداري برخو څخه خپلواکې وي قانوني بنسټ ونه‌لري. د ښاري سیمو درې ډلبندۍ لري: اصلي ښاري سیمې ۱۷ سیمې دي چې ۳۰،۰۰۰ یا تر هغه ډېر نفوس لري. بیا ۱۴ نورې ښاري سیمې دي چې ۱۰،۰۰۰ یا تر هغه ډېر خو تر ۳۰،۰۰۰ کم نفوس لري. همدا راز ۱۰۳ فرعي ښاري سیمې دي چې تر ۱۰۰۰ ډېر خو تر ۱۰،۰۰۰ کم نفوس پکې مېشت دی. په نیوزیلنډ کې تر هرې سرشمېرنې وروسته ښاري سیمې ډلبندي کېږي، پر دې بنسټ د سرشمېرنو تر منځ د نفوس بدلون د ښاري سیمو ډلبندي نه بدلوي.[۲۲]

سوېلي امریکا[سمول]

ارجنټاین[سمول]

ارجنټاین په لوړه کچه ښاري هېواد دی. لس لویې ښاري سیمې یې نیمايي نفوس جوړوي او د کلیوال‌مېشتو سیمو کچه یې هم په هرو لسو کسانو کې تر یوه کمه ده. په بونوس ایرس ښار کې یې شاوخوا ۳ میلیونه وګړي ژوند کوي او د بونوس ایرس لویه ښاري سیمه بیا په ټولیز ډول شاوخوا ۱۵ میلیونه نفوس لري چې په نړۍ کې یوه لویه ښاري سیمه کېږي چې ټول نفوس یې ۱۸ میلیونه دی.[۲۳][۲۴]

د کورډوبا په ښاري سیمه کې یې شاوخوا ۱.۵ میلیونه وګړي مېشت دي؛ په داسې حال کې چې روزاریو، منډوزا او ټوکومان هر یو ۱.۲ میلیونه نفوس لري او د لاپلاټا، مار دل پلاټا، سالټا او سانټافه نفوس په وار سره لږ تر لږه پنځوس پنځوس زره کسان دی.[۲۵]

سرچينې[سمول]

  1. Baten, Joerg (2003). "Creating Firms for a New Century: Determinants of Firm Creation around 1900". European Review of Economic History 7 (3): 301–329. doi:10.1017/S136149160300011X. https://academic.oup.com/ereh/issue.. 
  2. . City population to reach 6.4bn by 2050. Herald Globe.
  3. "United Nations Population Division – Department of Economic and Social Affairs". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Urban population growth". World Health Organization. د اصلي آرشيف څخه پر March 8, 2012 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. . Current world population. United Nations, Department of Economic and Social Affairs
  6. (په 3 February 2008 باندې). Migrants are China's 'factories without smoke'. CNN
  7. Tschang, Chi-Chu (4 February 2009). "A Tough New Year for China's Migrant Workers". Business Week. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ مارچ ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "China urbanization (PDF)" (PDF). World Bank Institute. 2011. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر 15 جنوري 2013 باندې. د لاسرسي‌نېټه 12 دسمبر 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Preparing for China's urban billion". McKinsey Global Institute. فبروري 2009. د اصلي آرشيف څخه پر 24 دسمبر 2012 باندې. د لاسرسي‌نېټه 12 دسمبر 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Urban Agglomeration". Arthapedia (په انګلیسي ژبه کي). India Economic Service. 10 April 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Provisional Population Totals Urban Agglomerations and Cities, Data Highlights" (PDF). Census of India 2011. 13 February 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. (په 2 June 2008 باندې). The Urban Frontier—Karachi. National Public Radio
  13. Jason Burke (په 17 August 2008 باندې). Pakistan looks to life without the general. The Guardian.
  14. "Locality – Concepts". Statistics Finland. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Alueluokkien kuvaukset". Ymparisto. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "RUSSIA: Central'nyj Federal'nyj Okrug – Central Federal District". City Population.de. August 8, 2020. د لاسرسي‌نېټه September 1, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "Demographia World Urban Areas" (PDF). Demographia. د لاسرسي‌نېټه July 22, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Alexander Akishin (August 17, 2017). "A 3-Hour Commute: A Close Look At Moscow The Megapolis". Strelka Mag. د لاسرسي‌نېټه May 23, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "Moscow, a City Undergoing Transformation". Planète Énergies. September 11, 2017. د لاسرسي‌نېټه May 27, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "RUSSIA: Severo-Zapadnyj Federal'nyj Okrug: Northwestern Federal District". City Population.de. 8 August 2020. د لاسرسي‌نېټه October 24, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "Australian Statistical Geography Standard (ASGS)". د لاسرسي‌نېټه ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "Urban area: Definition". Statistics New Zealand. د اصلي آرشيف څخه پر 13 نومبر 2013 باندې. د لاسرسي‌نېټه 10 دسمبر 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. "Field listing – Urbanization". The World Factbook. CIA. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "Major Cities". Government of Argentina. مؤرشف من الأصل في ۱۹ سپټمبر ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. "Ubicación de la ciudad de salta" (په هسپانوي ژبه کي). Directorate-General of Tourism, Municipality of the City of Salta. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۷ جنوري ۲۰۱۰ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)