هونولولو

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د هاوایي هونولولو د امریکا د هاوایي د ایالت خورا پراخ ښار دی چې په آرام سمندر کې پروت دی. دا د هونولولو ادغام شوي ښار اوناحېې یوازينۍ پاتې جلا سیمه او د امریکا خورا لېرې لويدیځ او سهیل ته پروت عمده ښار دی. هونولولو نړۍ ته دهاوایي د نښلېدو عمده ور دی او په ایالتې او اقیانوسیه کچه د کار وبار، پانګونې، میلمه پالنې  او نظامي دفاع عمده مرکز دی. دا ښار  لکه څنکه چې د دې ښار په ډول ډول ټولنه پېژندنې ، پخلي او رسومو کې منعکس کیږي  د آسیایي، سهیلي او آرام سمندر د کلتورونو له ترکیب څخه پېژندل کیږي.  [۱]

د هونولولو معنی  په ها وایې کې خوندي یا آرام بندر دی چې زوړ نوم یې کو Kou و چې د نوآنو Nuʻuanu له واټ تر الاکي Alakea سړک او د هوټل له سړک Hotel Street د ملکې سړک Queen Street پورې سیمه چې د اوسنۍ ښار په مرکز کې پرته سیمه ده احاطه کوي. د یو بندر په توګه د دې ښار وړوالی د دې ښار د تاریخې ودې او د هاوایی د جزیرود مجموعې او د اقیانوس د پراخې سیمې اهمیت په ګوته کوي. هونولولو له ۱۸۴۵ ز کال را پدېخوا  د هاوایي جزیرو پلازمېنه ده چې په پیل کې خپلواک هاوایاني سلطنت و او له ۱۸۹۸ ز کال را پدېخوا په امریکا پورې اړوند او د هاوایی ایالت شو. دې ښار د پیرل بندر ته په نژدې سیمه د جاپان له حملې څخه وروسته د ۱۹۴۱ ز کال د دسمبر په ۷  نړیواله پېژندنه ترلاسه کړه چې دویمې نړیوالې جګړې ته د امریکا پرېکنده داخلیدل یې وهڅول، دا بندر د امریکا د سمندري ځواکونو عمده مرکز په توګه پاتې شوی چې په آرام سمندر کې د امریکا یي بېړیو چې د نړۍ  د سترو سمندرې قوماندې ځای دی کوربه توب کوي [۲][۳][۴][۵]

دا چې هاوایي یوازينی داسې ایالت دی چې د ولسوالۍ په کچه ناثبت شوې سیمې نه لري، نو د امریکا د احصایې دفتر داسیمه د هونولولو په نامه پېژني نه داچې د ښار او ولسوالۍ په توګه.  د امریکا د ۲۰۲۰ زکال د سرشمېرنې له مخې، د هونولولو د وګړیو شمېر ۳۵۰.۹۶۴ تنه او د ښاري سیمې ۸۰۲.۴۵۹ تنه و دهونولولو د پلازمېنې اړوند احصایوي ښاري سیمې د اوسیدونکو شمیر په ۲۰۲۰ ز کال کې  ۱.۰۱۶.۵۰۸ تنه و. د څه د پاسه ۳۰۰.۰۰۰ تنو وګړو په درلودلو سره هونولولو له اوسترالاسیا Australasia څخه بهر د ډېرو وګړو لرونکی اقیانوسیه ښار دی.  [۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

د هونولولو مساعد ګرم سیر اقلیم،غني طبعی منظرو او پراخو ساحلونو داښار د نړیوالو ګرځندویانو لپاره یوه مشهوره موخه ګرځولې ده. د ۲۰۲۱ ز کال له مې میاشتې راهیسې، هاوایي ښار ۷۰۰۰د لیدونکو یو ستره :کتله چې په ورځ کې له ۷۰۰۰ تر ۱۱۰۰۰  لیدونکي کيږي ځان ته جلب کړي ده چې دا په ۲۰۱۹  ز کال کې  ښار ته درارسیدونکو مسافرو له شمېرې چې په ورځ کې له ۱۰۰۰۰ تر ۱۵۰۰۰ پورې کېده کمه ده . [۱۲]

تاریخ[سمول]

په هونولولو کې د لومړۍ میشتې شواهد مجمع الجزایرته د پلنیزی Polynesian  د اصلی مهاجرو ورتګ ته ورګرځي چې سرچینه يې شفاهی تاریخ دی او جوړې شوې خبرې دي. دا شواهد ښیي چې په ۱۱ پېړۍ کې په هغه ځای کې مېشتېدنه وه چې اوس هلته هونولولو پروت دی. له هغه وروسته چې لومړي کامیها میها Kamehameha I ( د هاوایي د سلطنت  لومړنی واکمن او فاتح )   په نوآني پالي Nuʻuanu Pali کې د نوآنو Nuʻuanu له جګړې اوآهو Oʻahu ونیو، نو هغه په ۱۸۰۴ ز کال کې شاهي محکمه د هاوایي له جزیرې څخه وای کیکی Waikīkī ته ولېږدوله. په ۱۸۰۹ ز کال کې د هغه محکمه  هغه ځای ته بې ځایه شوه چې اوس د هونولولو ښار مرکزي سیمه ده. پلازمېنه په ۱۸۱۲ یوځل بیا کایلوآ کونا Kailua-Kona ته ولېږدول شوه. [۱۳]

د ۱۷۹۴ زکال کې، د سترې برتانیا کپيتان ویلیم بروان William Brown لومړنی بهرنی و چې تر هغه ځايه چې اوس د هونولولو بندردی سمندري سفر وکړ. نورو بهرنیوبېړیو له همدې سفر نه په پېروۍ د هونولولو بندر د تجارتي بېړیو چې د شمالي امریکا او آسیا تر منځ یې سفر کاوه یو مرکژی نقطه وټاکله.  مېشتېدنه له محدود شمېر  کورونو څخه د ۱۹ پېړۍ په پیل کې پیل شوه اود ښارپه ډول مېشتېدنې ته هغه وخت وده وکړه چې دا ځای د وایکيکی په ځای د لومړي کامیها میها Kamehameha I له خوا په ۱۸۱۰ زکال کې هستوګنځي وټاکل شو. [۱۴][۱۵]

په ۱۸۵۰ زکال کې، دریم Kamehameha د هاوایانی سلطنت مرکز له لاهاینا Lahaina چې په ماوي Maui پروت و هونولولو ته ولېږداوه. هغه او هغو پاچاهانو چې ده پسې راغلل هونولولو په یوه عصري پلازمېنه باندې واړوله چې ګڼ شمېر تعمیرونه لکه سینت اندریو کلیسا، د لولانی ماڼۍ او د الی اولاني  Aliʻiōlani Hale ودانۍ پکې جوړې شوې. په همدې وخت کې هونولولو په دې جزیرو کې د تجارت مرکز شو چې د هونولولو په مرکزي سیمه کې د امریکایی مبلغینو نسلونو عمده کار اوبارونه پیل کړل.[۱۶][۱۷]

د ۱۹ پېړۍ په وروستیو او د ۲۰ په پیل کې له ګډوډیو ډک تاریخ سره سره لکه په ۱۸۹۳ د هاوایانی سلطنت ړنګېدل، په ۱۸۹۸ کې د امریکا له خوا امریکا سره د ها وایی ملحق کول او په ۱۹۰۰کال کې ستره اورلګېدنه، په ۱۹۴۱ ز کال کې د پیرل په بندر Pearl Harbor باندې  دجاپان حمله، هونولولود هاوایی مرکز، ستر ښار، عمده هواد ډګر او د هاوایی جزیرو سمندري بندرپه توګه پاتې شو. اقتصادي او د توریزم برخو غوړېدل چې له ثبات وروسته رامنځ ته شول هونولولو او هاوایی ته چټکه اقتصادي وده ورپه برخه کړه. عصری هوایي سفرونه له ۲۰۰۷ ز کال څخه را په دېخوا هر کال ۷.۶ میلیونه لیدونکي جزیرو ته رابولي چې ۶۲.۳ سلنه یې د هونولولو هوایي ډګر له لارې هاوایي ته داخلیږي. نن ورځ هونولولو یو عصری ښار دی چې چې ګڼ شمیر لوړپوړې ودانۍ لري او وایکیکی Waikīkī په هاوایی کې د ګرځندوی دصنعت مرکز دی چې هلته د هوټلونو په زرونو خونې فعالیت کوي. [۱۸][۱۹]

جغرافیه[سمول]

د امریکا د احصایې د دفتر د معلوماتو له مخې، د هونولولو ښارې سیمه ۶۸.۴ میل مربع ( ۱۷۷.۲ کیلومتر مربع) پراخوالی لري چې ۷.۹ میل مربع ( ۲۰.۵ کیلومتر مربع) يې چې ۱۱.۵۶ سلنه  د ټول پراخوالي برخه کیږي اوبه ده. هونولولو د ا مریکا ترټول لیرې ښار او په نړۍ کې هم یو له خورا لرو ښارو څخه دی. هونولولو ته دامریکا د وچه نژدې سیمه پوینت ارېنا Point Arena ښار کې د سمندرې څراغ سیمه ده چې شمالي کالیفورنیا ته ۲.۰۴۵ سمندرې میل ( ۳.۷۸۷۹ کیلومتره) واټن کې پرته ده. ( د واټن سمندري وسیله یو څه اضافي واټن ته اړتیا لري چې د ماکاپو پاینت Makapuʻu Point ( د هاوایي خورا لېرې شرقي سیمه ده ) پورې دوره وکولای شي. هونولولو ته خورا نژدې ښار د کالیفورنیا د سانفرانسیسکو ښار دی چې ۲۳۰۰ میل یا ۳.۷۰۱ کیلومتره واټن کې له هولونونو څخه لېرې پروت دی خو د مکسیکو د غاړې جزیرې او د الاسکا د آلوتین جزیرې Aleutian Islands د امریکا  دنورو وچو سیمو په پرتله هونولولو ته نژدې سیمې دي. دهونولولو اورغورځوونکې ساحه څه ناڅه د همدې ښار په مرکزي برخه موقعیت لري. [۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

سیمې، حوزې او ناحیې[سمول]

  • د هونولولو مرکزي برخه د هاوایی مالي، تجارتي او دولتي مرکز دی. د اوبو مخې ته د آلوهه برج پروت دی چې دډېرو کلونو لپاره په هاوایي کې له لوړو ودانیو بلل کېده . اوسمهال خورا لوړه ودانې د لومړی هاوایانی مرکز First Hawaiian Center دی چې ۴۳۸ فوته ( ۱۳۴ متره) لوړ دی او د پاچا  او اسقف سرکونو ته نژدې پروت دی . د هاوایی پاسیفیک پوهنتون محوطې مرکزې برخه هم همدلته موقعیت لري.
  • ·د هونولولو د هنرونو ناحیه یا The Arts District Honolulu د ښار مرکزي او چینا تاون کې پرته سیمه ده چې ډیره برخه یې د چینا ټاون په ختیځه څنډه کې موقعیت لري. دا یوه ۱۲ بلاکه ساحه ده چې د بیتیل او سمیت سړکونو، نیمیتز لویې لارې او بریتانیا سړک له خوا احاطه شوې او ګڼ شمېر هنري بنسټونو کور دی. دا د چینا ټاون په تاریخي ناحیه پرته سیمه ده چې پخوانی Hotel Street Vice District هم پکې پروت دی.  [۲۴]
  • د کاپیتول ناحیه د هونولولو د مرکزي ښار په ختیځه برخه کې پرته ده. دا د هاوایي اوسنی او تاریخي ایالتي حکومت مرکز دی چې د هاوایی ستيت کاپیتولHawaiʻi State Capitol، لولانی ماڼۍ Iolani Palace، د هونولولو د ښار هال، دولتي کتابتون او د پاچا لومړي کامیها میها Kamehameha Iمجسمه اونورودولتي ودانېو ته یې ځای ورکړی دی.
  • کاکاآکو Kakaʻako د سپکو صنایعو یوه ناحیه ده چې د ښار د مرکز او وایکیکی Waikīkī ترمنځ پرته ده چې په تېرو لسیزو کې یې د پرمختګ ډیرې هڅې لیدلی دي. دا دوو مهو پېر اوپلور Ward Warehouse او Ward Center سیمو کور بلل کیږي.  [۲۵]

سرچينې[سمول]

  1. Dictionary Reference
  2. "About the City". Honolulu.gov. د اصلي آرشيف څخه پر February 1, 2015 باندې. د لاسرسي‌نېټه October 21, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "etymonline.com entry for Honolulu". د لاسرسي‌نېټه August 27, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "This Is Your City and County of Honolulu Government". honolulu.gov. د اصلي آرشيف څخه پر October 12, 2004 باندې. د لاسرسي‌نېټه May 22, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Commander, U.S. Pacific Fleet". www.cpf.navy.mil (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه December 14, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Census of Population and Housing, 2000 [United States]: Summary File 2, Hawaii". ICPSR Data Holdings. March 19, 2002. Retrieved December 14, 2020.
  7. "2010 Census – Honolulu CCD Population". United States Census Bureau, Population Division. April 1, 2010. د اصلي آرشيف څخه پر October 21, 2013 باندې. د لاسرسي‌نېټه May 21, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Profile of General Population and Housing Characteristics: 2010 Demographic Profile Data (DP-1): Urban Honolulu CDP, Hawaii". United States Census Bureau. د لاسرسي‌نېټه May 25, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "2020 Population and Housing State Data". United States Census Bureau, Population Division. August 12, 2021. د لاسرسي‌نېټه August 14, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Ash, Russell (1998). The top 10 of everything. د کتاب پاڼې 100. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Long-Range Futures Research: An Application of Complexity Science, Robert Samet, 2009, 272
  12. "Daily Passenger Counts". dbedt.hawaii.gov (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه December 14, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Honolulu History –". Hellohonolulu.com. د اصلي آرشيف څخه پر January 4, 2013 باندې. د لاسرسي‌نېټه May 22, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Kuykendall, Ralph S. (June 1923). "A Northwest Trader at the Hawaiian Islands". The Quarterly of the Oregon Historical Society. Oregon Historical Society. 24 (2): 121. JSTOR 20610240. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Daws, Gavan (1967). "Honolulu in the 19th Century: Notes on the Emergence of Urban Society in Hawaii". The Journal of Pacific History. Taylor & Francis. 2: 77–78, 83. doi:10.1080/00223346708572103. JSTOR 25167896. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Daws, Gavan (1967). "Honolulu in the 19th Century: Notes on the Emergence of Urban Society in Hawaii". The Journal of Pacific History. Taylor & Francis. 2: 77–78, 83. doi:10.1080/00223346708572103. JSTOR 25167896. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "About the City, Official Web Site for The City and County of Honolulu". .honolulu.gov. د اصلي آرشيف څخه پر October 12, 2004 باندې. د لاسرسي‌نېټه May 22, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Honolulu History". Honolulu-city.com. December 7, 1941. د اصلي آرشيف څخه پر March 18, 2016 باندې. د لاسرسي‌نېټه May 22, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "2007 Annual Visitor Research Report" (PDF). Department of Business, Economic Development, and Tourism, State of Hawaii. July 1, 2008. د لاسرسي‌نېټه May 30, 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "Geographic Identifiers: 2010 Demographic Profile Data (DP-1): Urban Honolulu CDP, Hawaii". United States Census Bureau. د لاسرسي‌نېټه May 25, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Microsoft Streets and Trips 2007 Software, Copyright 2006 by Microsoft Corp. et al.
  22. Gill, Nicholas (August 19, 2015). "Where is the world's most remote city?". The Guardian (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه December 14, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Stearns, Harold T.; Vaksvik, Knute N. (1935). "Geology and ground-water resources of the island of Oahu, Hawaii". Maui Publishing Company, Limited. د کتاب پاڼې 536. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "Artsdistricthonolulu.com". Artsdistricthonolulu.com. د اصلي آرشيف څخه پر May 20, 2012 باندې. د لاسرسي‌نېټه May 22, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. "Hawaii's Premier Shopping, Entertainment, and Dining Destination". Ala Moana Center. د لاسرسي‌نېټه May 22, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)