ټولنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په پرله پسې ټولنيز تعامل کې د ښکېلو کسانو ټولګه، ټولنه بلل کېږي يا یوه ستره ټولنيزه ټولګه ده چې په یوې ګډې سيمه ييزې يا ټولنيزې سيمې کې سره شريک وي او عادتاً د يوه سياسي واک او واکمنو کلتوري هیلو تابع وي. د ټولنو پېژندنه د هغو افرادو تر منځ د اړیکو (ټولنيزو اړيکو) د بېلګو پر بنسټ کېږي، د کومو تر منځ چې ځانګړی کلتور او منل شوي دودونه شريک وي. شونې ده چې يوه ټولنه د همدې ټولنې د دا ډول اړيکو د ټولګې له مخې وپېژندل شي. د ټولنيزو علومو له مخې، يوه ستره ټولنه په فرعي ډلو کې د ډلبنديو  يا نفوذ د صفاتو ښودنه کوي.

د ځانګړو کارونو يا مفاهيمو د منلو وړ یا نه منلو وړ په ګرځولو سره، ټولنې خپله تګلاره جوړوي. په یوه ځانګړې ټولنه کې د چلند دا ډولونه د ټولنيزو معيارونو (اخلاقو) په نامه پېژندل کېږي. ټولنې او د دوی معيارونه له تدریجي او دايمي بدلون سره مخامخ وي.

له دې امله چې ټولنه د ګډې همکارۍ پر بنسټ ولاړه وي، یوه ټولنه کولای شي، خپل غړي په داسې لارې د ګټې تر لاسه کولو وړ وګرځوي، چې له دې پرته په بله لاره يا په انفرادي ډول به ستونزمن و. په همدې بنسټ د فردي او ټولنيزو (شريکو) ګټو تر منځ توپير کېدای شي، يا په ډېرو حالتونو کې دا ګټې يو په بل کې سره نغښتې دي. شونې ده چې، ټولنه د يو ډول ذهنيت لرونکو خلکو نه جوړه وي چې په یوه ستره واکمنه ټولنه کې د دوی د خپلو معيارونو او ارزښتونو له خوا اداره کېږي. کله ناکله دې ته فرعي کلتور ويل کېږي، دا هغه اصطلاح ده چې په پراخه کچه د جرم پېژندنې او د يوې پراخې ټولنې په ټاکلو فرعي برخو عملی کېږي. 

په پراخه پيمانه او په ځانګړي ډول په جوړوونکي نظرکې، یوه ټولنه د يوه اقتصادي، ټولنيز، صنعتي او کلتوري جوړښت په توګه انځورېدای شي، چې د بېلا بېلو افرادو له ټولګې او په عين وخت کې يو له بل نه توپير لرونکو ډلو نه جوړه شوې وي. په دې اړوند، ټولنه له مادي نړۍ او د خلکو تر منځ د عیني اړیکو معنا لرلای شي، نه د هغو نورو خلکو سره چې د فرد او د دوی د خپل ټولنيز چاپېريال له کړۍ نه بهر وي.

رېښه او کارونه[سمول]

د ټولنې « society» ټکی، د دولسمې پېړۍ د فرانسوي ټکي « société» نه اخیستل شوی چې معنا يې ده (شرکت). دا ټکی بيا د لاتيني ټکي « societas» نه اخیستل شوی او لاتيني ژبې ته د « socius» ټکي نه راغلی و چې معنا يې ده (انډيوال، ملګری، ملاتړ، صفتي حالت يې دی ټولنيز)، د دوو ملګرو ډلو تر منځ د اړيکو يا تعامل لپاره کارېده، يا لږ تر لږه د متمدن لپاره. له کوم شرط پرته، دا اصطلاح ټول انسانیت ته هم کارېدای شي (په عمومّ توګه ټولنه»، «په ټوله کې ټولنه»، ياداسې نور)، خو هغه څوک چې د نورې ټولنې په نسبت ملګري يا متمدن نه دي، هغوی «ناټولنيز» بلل کېدای شي. په ۱۹۳۰ز لسيزه کې دا ټکی، هغو ته وکارېده،«څوک چې په ګانډیتوب او تعامل کې سره تړلي وي او په يوه منظمه ټولنه کې له ګډ ژوند نه ښه خبر وي»، خو په اتلسمه پېړۍ کې سکاټلينډي اقتصاد پوه ادم سميت څرګنده کړه چې، یوه ټولنه «شونې ده، له جلا جلا خلکو نه جوړه شي، لکه: د بېلا بېلو سوداګرو تر منځ چې خپله ګټه حس کوي، بې له دې چې دوه اړخيزه مينه يا ميلان ولري، خو دا هغه مهال ټولنه بلل کېدای شي، کله چې دوی يو بل ته له زيان رسولو ډډه وکړي».  [۱][۲]

کله چې د ملګرتيا په احساس سره وکارول شي، نو ټولنه د افرادو هغه ټولګه ده، چې له يو بل سره د فعال تړون په پولو کې څرګندېږي. شونې ده، له داسې ځانګړتياوو جوړه وي، لکه ملي يا کلتوري پېژندګلوي، ټولنيز يووالی، ژبه، يا مراتبو سلسله  یي جوړښت.

مفاهيم[سمول]

په ټوليز ډول، ټولنه دې حقيقت ته پاملرنه کوي، چې یو فرد د يوې ځانګړې خپلواکې هستې په توګه په پرتليز ډول د محدودو سرچينو څښتن دی. لوی شاديان د تل لپاره تر ډېره بريده (بونوبو، هومو، پان) يا تر کمه بريده (ګوريلا، پونګو) ټولنيز حيوانات وو، په همدې بنسټ د رابينسن کروزو په څېر حالات يا خيالي کيسې دي، يا د انسانانو د ټولنيز خپراوي لپاره څو اړخيزې پېښې دي، کوم چې د حيواناتو د چلند د مطالعې په ډلبندۍ کې له ټولنې نه د مخکې او حيواني ټولنې تر منځ حالت کې راځي.

د يوې پراخې تګلارې يا اخلاقو په توګه، د کلتورونو په اړوند کلتوري اړيکو (د دوی د مادي کلتور/ټيکنالوژي او ټولنيز نظم په ګډون) تر ډېره بريده، د «لومړنيو» ښه/بد يا «پرمختګ» د مفاهيمو ځای نيولی دی.

د انسان پېژندونکی موريس ګودلی په وينا: د انسانانو د تر ټولو نژدې ژونديو ملګرو (چامپانزي او بونوبوس) په خلاف، په ټولنه کې يو مهم نوښت د نارینه وو له خوا د پلارتوب دندې فرض کول دي، چې د اټکل له مخې، زموږ په نژدې اړوندو (ملګرو/خپلوانو) کې به نه وي، د چا لپاره چې په عمومي توګه د پلارتوب ټاکنه نه شي کېدای. [۳][۴]

په سياسي علومو کې[سمول]

په سياسي بنسټ هم ټولنې جوړېدای شي. د اندازې او پېچلتيا زياتېدو ته په کتنې سره، ډلې، قبيلې، مشرتوب او دولتي ټولنې شته. کلتوري، جغرافيايي او تاريخي چاپېريال ته په کتنې سره شونې ده چې دا جوړښتونه د سياسي اقتدار مختلفې مرتبې ولري، له کومو سره چې دا ټولنې اړ دي، مقابله وکړي. په همدې بنسټ، يوه ځانله شوې ټولنه، چې د ټيکنالوژۍ او کلتور کچه يې له نورو ټولنو سره برابره وي، د پايښت شونتيا يې د هغو په پرتله زياته وي، چې له نورو ټولنو سره نژدې اوسېږي او ممکنه وي چې، د هغې په سرچينو يرغل وکړي. هغه ټولنه چې خپلې سيالې ټولنې ته د اغېزناک ځواب ويلو وړتيا نه لري، په عمومي توګه د خپلې سيالې ټولنې په کلتور کې ورکېږي.

په ټولنپېژندنه کې[سمول]

ټولنپېژندونکي پيټر ال. برګر، ټولنه په دې ډول تعريف کړې ده :«..د انسان توليد، د انسان له توليد پرته بل هېڅ نه، چې په ورته وخت کې په پرله پسې ډول د خپلو پیدا کوونکو په اړوند عمل کوي». د هغه په باور: ټولنه انسانانو جوړه کړې وه، خو دا پنځونه په شا ځي او هره ورځ انسانان زېږوي. [۵]

ټولنپېژندپوه ګرهارد لنسکي ټولنې د دوی د ټيکنالوژۍ، اړيکو او اقتصاد پر بنسټ وېشلي دي: (۱) ښکاريان او راټولېدونکي، (۲) ساده کرنه، (۳) پرمختللې کرنه، (۴) صنعتي او (۵) ځانګړې (د بېلګې په ډول: د کبانو د ښار ټولنې يا سمندري ټولنې). دا هغه نظام ته ورته دي چې تر دې وړاندې انسان پېژندونکي د لانجمنو اندونو وړاندې کوونکي مورټن ايچ. فريډ او د ادغام اندونو وړاندې کوونکي ايلمان سرويس جوړ کړی و، دوی په ټولو انساني کلتورونو کې د ټولنيزې نابرابرۍ او دولت د اغېز پر بنسټ ،د ټولنو د ډلبندۍ يو نظام جوړ کړی و. د ډلبندۍ دا نظام څلور ټولي لري: [۶]

  • د ښکاريانو راټولېدونکې ډلې (د دندو او مسئوليتونو ډلبندي). له دې وروسته د کرنې ټولنه ده.
  • قبايلي ټولنې، په کومو کې چې د ټولنيزې مرتبې او حيثيت يو لړ محدودې بېلګې شته.
  • په طبقو وېشل شوي جوړښتونه، چې ملکانو يې مشري کوله.
  • د پېچلي ټولنيزې طبقه بندۍ او منظم اداري حکومت لرونکي تمدنونه.

پر دې سربېره لاندې برخې هم شته:

  • انسانيت، انسان، پر کوم چې د ټولنې د عقايدو په ګډون د ټولنې ټول عناصر ولاړ دي.
  • مجازي تولنه، هغه ټولنه چې پر ليکه پېژندګلوي ولاړه وي، کوم چې د معلوماتو په زمانه کې د بدلون په حال کې ده.

د وخت په تېرېدو سره ځينې کلتورونه، د نظم او واکمنۍ د لا زياتو پېچلو ډولونو پر لور ولاړل. دا کلتوري بدلون، د ټولنې پر بېلګو ژور اغېز لري. ښکاري راټولېدونکې قبيلې، د موسمي خوراکي توکو پر شا او خوا مېشتې شوې، تر څو په کروندګرو کليو بدل شي. کلي پراخ شول ، ښارګوټي او ښارونه ځينې جوړ شول. ښارونه بيا په ښاري دولتونو او ملي دولتونو بدل شول.[۷]

ډېرې ټولنې د يوه کس يا د خلکو د يوې لويې ډلې په لارښوونه د سخا وېش کوي. دا ډول سخاوت، په ټولو پېژندل شويو ټولنو کې لېدل کېدای شي، په عام ډول، سخاوتمند کس يا ډله وقار او نفوذ تر لاسه کوي. له بلې خوا، شونې ده چې د ټولنې ټول غړې د همدې ټولنې هر هغه غړی څنډې ته قرباني کړي چې د دوی له معيارونو نه سرغړونه کوي. د ډالۍ ورکولو، د ټوکو اړيکې او قرباني کولو په څېر کړنلارې، کومې چې د انسانانو په ډول ډول ډلو کې لېدل کېدای شي، د ټولنې په منځ کې ننوتلو وړ دي. د يوې ښکارندې په توګه ټولنيزه بشپړتيا له خپله ځانه سره يو لړ ځانګړي عناصر لري، کوم چې شونې ده، د هغو خلکو لپاره زيان رسوونکي وي چې دا يې خدمت کوي.

سرچینې[سمول]

  1. "Society". Merriam-webster dictionary. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ مې ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Society (n.)". Online Etymological Dictionary. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ مې ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Maurice Godelier, Métamorphoses de la parenté, 2004
  4. Jack Goody. "The Labyrinth of Kinship". New Left Review. http://newleftreview.org/?view=2592. Retrieved 24 July 2007. 
  5. Berger, Peter L. (1967). The Scared Canopy: Elements of a Sociological Theory of Religion. Garden City, NYC: Doubleday & Company, Inc. د کتاب پاڼې 3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Lenski, G. 1974. Human Societies: An Introduction to Macrosociology.کينډۍ:Page needed
  7. Effland, R. 1998. The Cultural Evolution of Civilizations Archived 15 May 2016 at the Portugese Web Archive.