توکمپالنه (ټولنيزعلم)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

توکمپالنه په ټولنيزعلم، د انسان پېژندنې په علم او د انګليسي د عاميانه ژبې په وينا يا ليکنه کې د نورو د کلتورونو، تمرينونو، چلندونو، باورونو او خلکو په اړه د قضاوت کولو لپاره په ځانکړي کلتور کې د شاملو معيارونو د کارونې پر ځای خپل کلتور او توکم د سرچينې د يوه چوکاټ په توګه عملي کول دي. دا چې دا قضاوت يا پريکړه ډېری وختونه منفي وي، ځينې خلک دا اصطلاح د دې لپاره کاروي چې هغه باور ته نسبت ورکړي، چې د يو چا کلتور د بل په پرتله غوره، سم يا د نورو په پرتله عادي دی، په ځانګړي ډول د هغو امتيازونو، لکه: ژبه، سلوک، دودونه او دين له مخې چې د هر توکم( قام) کلتور راپېژني. په عامې کارونې کې، توکمپالنه په اسانه ډول کولی شي، په کلتوري ډول د هر بې پرې قضاوت معنا ورکولی شي. د بېلګې په ډول: توکمپالنه د نړيوال سويل او نړيوال شمال په عامو انځورونو يا پېژندنو کې کتل کېدای شي. [۱][۲]

توکمپالنه ځينې وختونه په نژادپالنې، توپيري چلند ( تبعيض) يا (xenophobia) [باندنۍ وېرې يا کرکې، چې د بهرني يا نااشنا عامل له خوا رامنځته کېږی] پورې اړه لري. که څه هم د توکمپالنې اصطلاح، په اړينه توګه د نورو د نژاد په منفي مفهوم باندې دلالت نه کوي. د توکمپالنې برعکس کلتوري تړلتيا ده، چې د يو بېل کلتور په اصطلاحاتو کې د معروضي قضاوت څخه پرته پرې د پوهېدنې معنا لري. [۳]

د توکمپالنې اصطلاح، د لومړي ځل لپاره په ټولنيزو علومو کې د امريکايي ټولنپوه ويليم جي سرنر (William G. Sumner) له خوا وړانديز شوه. د (Folkways) [عامه عقيدې] په نامه، د نوموړي د ۱۹۰۶ ز کال کتاب کې، سرنر (Sumner) توکمپالنه، د شيانو د نظريو لپاره د تخنيکي نوم په توګه تشرېح کوي، چې په کې د يو چا خپله ډله د هر څه مرکز دی او نورې ټولې ډلې د همدې مرکزي ډلې سره اندازه او ارزول کېږي. نوموړي توکمپالنه کبر، بې ګټېتوب، خپلې ډلې ته د فوقيت باور او باندنیو ډلو ته په سپکه د کتلو په توګه توصيف يا ځانګړې کوي.[۴][۵]

د وخت په تېرېدو سره توکمپالنې د خلکو، لکه: د ټولنيزې نظريې متخصص تيوډور ډبليو اډورنو (Theodore W. Adorno) په وسیله، د ټولنيزې وړتيا او پوهې د پرمختګ تر څنګ پرمختګ وکړ. د اډورنو (Adorno) په واک خوښوونکي شخصيت (The Authoritarian Personality) نظريه کې، نوموړي او د هغه د فرانکفورټ ښوونځي (Frankfurt School) همکاران وايي چې: توکمپالنه د بلې ډلې (the out-group) د توکم يا کلتور پر وړاندې منفي سلوک يا چال چلند د خپلې ډلې (the in-group) د توکم  د کلتور پر وړاندې مثبت سلوک ترکيبوي. دا دواړه متقابل سلوکونه، د يوه پړاو پایله هم ده چې د ټولنيز پېژاند(شناخت) او د ټولنيز پېژاند ضد په توګه مشهور شوي دي.[۶]

د توکمپالنې رېښه او پرمختګ[سمول]

د توکمپالنې وییکی( لغت) له دوو يوناني کليمو څخه مشتق شوی دی، چې (ethnos) د ملت او (kentron) د مرکز معنا لري. عالمان باور لري چې، دا اصطلاح د پولنډي ټولنپوه لوډوېګ ګمپلوويکز (Ludwig Gumplowicz) له خوا په ۱۹ مه پېړۍ کې اختراع شوه. که څه هم بديلې نظريې وړانديز کوي، چې نوموړي د اختراع خلاف يوازې د توکمپالنې مفهوم مشهور کړ. نوموړی توکمپالنه، د انسان محوري او د مرکزي ځمکې نظریې (geocentrism) ته ورته ښکارندې په توګه بولي او توکمپالنه دا ډول را پېژني: «هغه دلایل چې د هغو له امله د خلکو هره ډله پر دې باوري وه چې تل یې تر ټولو لوړه نقطه اشغال کړې ده، نه یوازې د اوسني عصر د خلکو او ملتونو په منځ کې، بلکې د تېر تاریخ د ټولو خلکو په اړه دا خبره کره ده».[۷][۸][۹]

په پای کې په ۲۰ مه پېړۍ کې امريکايي ټولنپوه ويليم جي سمنر (William G. Sumner) په خپل کتاب (Folkways)کې په ۱۹۰۶ ز کې دوه بېلابېل تعريفونه وړانديز کړل. سمنر (Sumner) وويل: ((توکمپالنه د شيانو د نظريې لپاره تخنيکي نوم دی، چې په کې د يو چا خپله ډله د هر څه مرکز دی او نورې ټولې ډلې په همدې مرکزي ډلې سره اندازه او ارزول کېږي)). نوموړي په ۱۹۱۱ ز کال کې د (War) [جګړې] او (Other Essays) [نورو مقالو] کې وليکل چې له يو بل سره د نښتې عاطفې، داخلي ملګرتیا او د خپلې ډلې (in-group) لمانځنه، چې له دې سره بلې ډلې (out-group) ته د لوړوالي يو حس وړي او چمتووالی، چې د (out-group) پر وړاندې د (in-group) له ګټو څخه دفاع کوي، په تخنيکي ډول د توکمپالنې په توګه پېژندل شوې ده. د بوريس بوزوميک (Boris Bizumic) په اند: دا يو مشهور ناسم پوهاوی دی چې سمنر (Sumner) د توکمپالنې اصطلاح نوې رامنځته کړې ده. نوموړی وايي چې: سمنر په حقيقت کې د خپلو انګليسي خپرونو په وسیله د توکمپالنې اصطلاح د انسانپوهنې، ټولنيز علم او روانپوهنې اصلي تګلارې ته راوړله. [۱۰][۱۱][۱۲]

د ټي ډبليو اډورنو (T.W Adorno) د (Authoritarian Personality) [واک خوښوونکي شخصيت] ۱۹۵۰نظريې، ډونالډ ټي کېمپبېل (Donald T. Campbell) د (Realistic Group Conflict Theory) [حقيقت پالې ډلې د شخړې نظريه] ۱۹۷۲ نظريې او هنري ټاجفيل (Henri Tajfel) د (Social identity theory) [د ټولنيز پېژاند نظريه] ۱۹۸۶ نظريې په ګډون د توکمپالنې د ټولنيز او روانپوهنيز پوهاوي په وسیله څو بېلابېلې نظريې پياوړې شوې دي. دې نظريو مرسته کړې ده، چې توکمپالنه په دې مفهوم سره بېله کړي، چې هغه چال چلندونه ښه وپېژني، چې د خپلې او پردۍ ډلې له امله په ټول تاريخ او ټولنه کې د توپير لامل شوي دي. [۱۳]

توکمپالنه په ټولنيزو علومو کې[سمول]

په ټولنيزو علومو کې توکمپالنه، د خپل کلتور د معيار له مخې د بل په کلتور قضاوت کول دي. کله چې خلک خپل کلتور د نورو د کلتورونو لپاره د اندازه کوونکې وسيلې (Parameter) په توګه کاوري، دوی ډېری ميلان لري او فکر کوي چې، د دوی کلتور پر نورو لوړوالی لري او د نورو کلتورونو ته د دويمې درجې او خيالي کلتورونو په سترګه ګوري. توکمپالنه د تحليل او ارزونې په بېلابېلو کچو کې واضح کېدای شي. د بېلګې په توګه: د ډلې دننه په کچه دا اصطلاح د ډلو تر منځ د شخړې د پایلې په توګه کتل کېږي، په داسې حال کې چې په انفرادي کچه د خپلې ډلې (In-group) په تړلتيا او د پردۍ ډلې (Out-group) دښمني شخصې ځانګړنه تشرېح کولی شي. همداراز، توکمپالنه کولی شي، له موږ سره د پېژندنې په جوړښت کې مرسته وکړي. توکمپالنه کولی شي، د (Out-group) په خنډ ګرځېدلو سره د يوه شخص د پېژندنې بنسټ تشرېح کړي، چې همدا د توکمپالنې د احساس موخه ده او له نورو ډلو څخه چې لږ يا ډېر زغم کېدلی شي، د يوه شخص د بېلولو د تګلارې په توګه کارېدلې ده. دا تمرين په ټولنيزو متقابلو عملونو کې ټولنيزې پولې جوړوي. دا پولې د هغې ډلې سمبوليکې پولې تعريف او رسموي چې، يو شخص غواړي ورپورې وتړل شي. په دې ډول، توکمپالنه هغه اصطلاح ده، چې يوازې په انسان پېژندې پورې نه، بلکې د ټولنيزو علومو په نورو برخو، لکه:  ټولنپوهنې يا روانپوهنې باندې عملي کېدلی شي. توکمپالنه کېدای شي د توکم په دننه کې د سيالۍ يا دښمنۍ په شتون کې په ځانګړي ډول پياوړې شې. له بلې خو، توکمپالنه کېدای شي، په منفي ډول د تبعيد شوو کارکوونکو په کارکړنواغېزه وکړي. [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

انسان پېژندنه[سمول]

د توکمپالنې ډلبندي د انسان پوهنې له څېړنو څخه رامنځته کېږی. د تاریخ په ټولو وختونو کې په خپل شتون سره، توکمپالنه تل په دې اړه يو عامل دی، چې څنګه بېلابېل کلتورونه او ډلې په يو بل پورې تړلې دي. د بېلګې په توګه ويلی شو چې: څنګه په تاريخي ډول بهرنيان د (Barbarians) [وحشيانو] په توګه توصيف کېږی، يا لکه چين څرنګه په خپل ملت باور درلود چې د مرکز سترواک وي او بهرنيانو ته يې  د تر لاس لاندې وګړو په توګه وکتل. که څه هم د انسانپالنې تعبير په حياتي ډول په ۱۹مه پېړۍ کې په ځانګړي ډول رامنځته شو، دا هغه وخت و، چې انسانپوهانو د هغې درجې له مخې د بېلابېلو کلتورونو تشرېح کوله او درجه بندي  یې پيل کړه، کومو ته چې دوی مهمې اصلي تګلارې، لکه: په توحيد پورې د تړلو مذهبونو، تيکنالوژیکي پرمختګ او نورو تاريخي پرمختګونو پراخې کړې وې.[۱۹]

ډېری رتبه بندي، مستعمره ټولنو د پرمختګ باور، د دوی د لويديځو ټولنو په پرمختګ باندې د کلتور پر بنسټ رتبه بندي او هغه څه چې دوی د اصلي تګلارو په توګه ډلبندي کړي وو؛ د ښکېلاک په وسیله په سخت ډول اغېزمن شوي دي. پرتلنې په ډېره اندازه، د مافوق په توګه د ښکېلاګرو د باور او د دوی د لويديځو ټولنو د لاسته راوړنو پر بنسټ وې. د ملکې د وخت (Victorian era) سياستپوه او تاريخپوه توماس مېکاولي (Thomas Macaulay) يو ځل ادعا وکړه چې، د لويديځ کتابتون يوې تاخچې، د اسيايي کلتورونو په وسیله، د ليکل شوي ادب او پېړيو متن څخه زيات علم درلود.  [۲۰][۲۱]

سرچينې[سمول]

  1. McCornack, Steven; Ortiz, Joseph (2017). Choices and Connections: An Introduction to Communication. Boston, New York: Bedford/St.Martin's. د کتاب پاڼې 109. OCLC 1102471079. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-319-20116-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. LeVine, R.A. (2017). International Encyclopedia of the Social & Behavioral Sciences: Second Edition. ELSEVIER. د کتاب پاڼې 166. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Hooghe, Marc.(2008) "Ethnocentrism." International Encyclopedia of the Social Sciences: 1–5.
  4. Shala, Blerim; Cooper, Robin (2014). Thompson, Sherwood (المحرر). Encyclopedia of Diversity and Social Justice. Lanham: Rowman & Littlefield Publishers. OCLC 900277068. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4422-1606-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Sumner 1906، ص. 13.
  6. Motyl, Alexander J. (2000). "Ethnocentrism". Encyclopedia of Nationalism (الطبعة Two-Volume Set). Elsevier. د کتاب پاڼي 152–153. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780080545240. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Naturalism in Sociology of the Turn of the Century (by Alexander Hofman and Alexander Kovalev), A History of Classical Sociology. Ed. by Igor Kon. Moscow, 1989, p. 84. کينډۍ:ISBN
  8. Bizumic, Boris (2014). "Who Coined the Concept of Ethnocentrism? A Brief Report". Journal of Social and Political Psychology. 2: 3–10. doi:10.5964/jspp.v2i1.264. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Naturalism in Sociology of the Turn of the Century (by Alexander Hofman and Alexander Kovalev), A History of Classical Sociology. Ed. by Igor Kon. Moscow, 1989, p. 84. کينډۍ:ISBN
  10. Sumner, William Graham (1906). Folkways: A Study of the Sociological Importance of Usages, Manners, Customs, Mores, and Morals. Ginn and Company. د کتاب پاڼې 13. د لاسرسي‌نېټه January 18, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Sumner, William Graham (1911). War, and Other Essays. Yale University Press. د کتاب پاڼې 12. د لاسرسي‌نېټه January 18, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Bizumic, Boris (2014). "Who Coined the Concept of Ethnocentrism? A Brief Report". Journal of Social and Political Psychology. 2: 3–10. doi:10.5964/jspp.v2i1.264. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Bizumic, Boris (2014). "Who Coined the Concept of Ethnocentrism? A Brief Report". Journal of Social and Political Psychology. 2: 3–10. doi:10.5964/jspp.v2i1.264. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Miller, Barbara (2013). Cultural Anthropology. Pearson. د کتاب پاڼې 23. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780205260010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Öğretir, Ayşe Dilek (2008). "The Study Of Ethnocentrism, Stereotype And Prejudice: Psycho-Analytical And Psycho-Dynamic Theories". Journal of Qafqaz University. 24: 237 – عبر ResearchGate. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Elchardus, Mark; Siongers, Jessy (2007). "Ethnocentrism, taste and symbolic boundaries". Poetics. 35 (4–5): 215–238. doi:10.1016/j.poetic.2007.09.002 – عبر Elseiver Science Direct. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Cashdan, Elizabeth (2001-12-01). "Ethnocentrism and Xenophobia: A Cross‐Cultural Study". Current Anthropology. 42 (5): 760–765. doi:10.1086/323821. ISSN 0011-3204. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Caligiuri, Paula; Baytalskaya, Nataliya; Lazarova, Mila B (2016-01-01). "Cultural humility and low ethnocentrism as facilitators of expatriate performance". Journal of Global Mobility. 4 (1): 4–17. doi:10.1108/JGM-03-2015-0007. ISSN 2049-8799. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "Ethnocentrism", Dictionary of Race, Ethnicity and Culture, SAGE Publications Ltd, 2003, doi:10.4135/9781446220375.n79, د کتاب نړيواله کره شمېره 9780761969006, د لاسرسي‌نېټه July 22, 2019 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Bagchi, Kaushik (2010). Berkshire Encyclopedia of World History. McNeill, William Hardy, 1917–2016. (الطبعة 2nd). Great Barrington, Mass.: Berkshire Publishing Group. د کتاب پاڼي 952–954. OCLC 707606528. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-84972-976-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Bangura, Ahmed S. (2005). "African and Black Orientalism". New Dictionary of the History of Ideas. 4. Horowitz, Maryanne Cline, 1945–. Detroit, MI: Charles Scribner's Sons. د کتاب پاڼي 1679–1680. OCLC 55800981. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-684-31377-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)