د تاریخ څخه پخوا دوران

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی

د تاریخ څخه پخوا دوران چې د ادب څخه د پخوا تاریخ په نوم هم یادېږي د لومړنیو ډبرینو وسایلو د کارونې چې تقریباً ۳،۳ مېلیون کاله وړاندې د هومیني انسانانو له خوا کارول کېدل او د لیکلنې سیستمونو د اختراع تر منځ د بشري تاریخ دوره ده. د سمبولونو، نښانونو او انځورونو کارول د انسانانو په منځ کې ډېر پخوا څرګند شول، خو د لیکلنې لومړنی پېژندل شوی سیستم نږدې ۵۰۰۰ کاله وړاندې څرګند شو او د لیکلنې سیستمونو زرګونه کاله وخت ونیو ترڅو په پراخه کچه ومنل شي. د لیکلنې سیستمونه په ځینو بشري دودونو کې تر نولسمې پېړۍ پورې ونه کارول شول او په یو څو کې لا تر اوسه هم نه کارول کېږي. له همدې امله د تاریخ څخه د پخوا دوران پای په بېلابېلو ځایونو او ډېرو مختلفو نېټو کې پېښ شوی او دا اصطلاح لږ وخت د هغو ټولنو په اړه په بحث کې کارول کېږي چې د تاریخ څخه پخوا دوران یې نسبتاً وروستیو کې پای ته رسېدلی وي.  [۱]

په بین النهرین کې د سمر، د سند د درې تمدن او لرغونی مصر لومړني تمدنونه وو چې خپله لیکنه یې ترتیب کړه او تاریخي سوابق یې وساتل؛ دا لا مخکې د برونزو د دروان په لومړیو کې پېښ شول. ګاونډي تمدنونه لومړي ورپسې تمدونونه وو چې دا ډول سیستم یې ترتیب کړ. ډېر نور تمدنونه د اوسپنې د دوران په ترڅ کې د تاریخ څخه پخوا دوران پای ته ورسېدل. د دریو دورانونو سیستم چې د تاریخ څخه پخوا دوران په دریو برخو لکه ډبرې دوران او ورپسې د برونز دوران او اوسپنې دوران باندې د وېش سیستم دی د یورشیا او شمالي افریقا په ډېرو برخو کې کارول کېږي، خو عموماً د نړۍ په هغو برخو کې ، لکه اقیانوسیه، آسترالیا، په افریقا کې د جنوبي سهارا ډېرې سیمې او د امریکا، نه کارول کېږي چې هلته د کلکو فلزاتو کار په ناڅاپه توګه د یورشیایي کلتورونو د ځینو برخو له تماس څخه وارد شوی. د امریکا په وچه کې د څینو کولمبیایي-مخکې تمدنونو په استثنا، دې سیمو د ایوروشیایانو د راتګ څخه مخکې د لیکلنې پېچلي سیستمونه نه وو ترتیب کړي، نو د دوی د تاریخ څخه پخوا دوران نسبتاً وروستیو دورو ته رسېږي؛ د بېلګې په توګه، معمولا ۱۷۸۸ کال د استرالیا د تاریخ څخه پخوا دوران پای کڼل کېږي.    

هغه دوره چې په اړه یې د نورو له خوا یو کلتور لیکل کېږي، خو د لیکلنې خپل سیسټم ته یې وده نه وي ورکړې اکثراً له تاریخ څخه وړاندې د انسان د مطالعې یا protohistory  په توګه پېژندل کېږي. د تعریف له مخې، د بشر د تاریخ څخه پخوا دوران نه هېڅ لیکل شوي سوابق نه شته، نو د تاریخ څخه پخوا دوران د توکو تاریخ ټاکنه ډېره ستوزمنه ده. تر نولسمې پېړۍ پورې د تاریخ ټاکنې لپاره روښانه تخنیکونو ته ښه وده نه وه ورکړل شوې.    [۲][۳]

دا موضو د بشر د تاریخ څخه پخوا دوران سره تړاو لري، هغه دوران چې د چلند او اناتومي له اړخه عصري انسانان د ثبت شوي تاریخ تر پیل پورې په لومړي ځل راڅرګند شول. له دې پخوانۍ دورې هم د " د تاریخ څخه د پخوا دورو" په نوم یادېږي؛ د ځمکې د ټولیز تاریخ او د انسانانو څخه مخکې د ژوند تاریخ لپاره جلا موضوعات شته دي.   

پیل[سمول]

"د تاریخ څخه پخوا دوران" اصطلاح د کائناتو یا ځمکې له پیل راهیسې د وخت واټن ته کارو کېدای شي، اما زیاتره دا هغه دورې ته اشاره کوي چې ژوندي موجودات په ځمکه کې راڅرګند شول، یا حتی مشخصاً هغه وخت ته اشاره کوي چې د انسان په څېر مخلوقات راڅرګند شول.[۴][۵]

پای[سمول]

هغه نېټه چې د تاریخ څخه د پخوا دوران پای په ګوته کوي معمولا د معاصر لیکل شوي تاریخي ثبت د ظهور په توګه تعریف کېږي. نو نېټه د یوې سیمې څخه تر بلې سیمې په پراخه کچه توپیر کوي او په هغه نېټه پورې اړه لري چې اړوند سوابق په ګټورې علمي سرچینې بدل شي. د بېلګې په توګه، په مصر کې عموماً منل کېږي چې د تاریخ څخه پخوا دوران شاوخوا له میلاد څخه مخکې په ۳۱۰۰ کال کې پای ته رسېدلی، پداسې حال کې چې په نوې ګینه کې  د تاریخ څخه پخوا دوران پای ډېر مخکې د ۱۸۷۰ کال لسیزه تعیین شوې ده، کله چې روسی انسان پېژندونکي نیکولای میکلوخو-مکلای څو کاله د بومي خلکو په منځ کې ژوند تېر کړ او د دوی د ژوند طریقه یې په یوه جامع مقاله کې بیان کړه. په اروپا کې د لرغوني یونان او لرغوني روم نسبتاً ښه مستند کلاسیک کلتورونو، نور ګاونډي کلتورونه لکه د سلتیان او تر لږ اندازې اتروریایان درلودل، چې لږ یا هېڅ لیکنه یې نه درلوده، اوس تاریخ پوهان باید پرېکړه وکړي چې په یوناني او رومي ادب کې د دې تاریخي کلتورونو لویې نا مناسبې شرحې ته څومره ارزښت ورکړي.    [۶][۷][۸]

د وخت دورې[سمول]

تاریخ پوهانو په یورشیا کې د بشر د تاریخ څخه د پخوا دوران د تقسیم بندی لپاره عموماً د دریو دورانونو سیستم کاروي، پداسې حال کې چې د انسان څخه د مخکې زمانو پوهان معمولا د جیولوژیکي وخت په اوږدو کې د ځمکې پوهنې واضح او روښانه سوابق او د هغې د تعریف شوي قشر اساس کاروي. د دریو دورانونو سیستم هغه دوران بندي ده چې د انسان د تاریخ څخه پخوا دوران په دریو پرله پسې دورو باندې وېشي:  چې د اړوند وسایل د جوړولو د موجودې تکنالوژۍ پر بنسټ نومول شوې:

  • د ډبرې دوران
  • د برونز دوران
  • د اوسپنې دوران[۹]

د اصطلاح تاریخچه[سمول]

د "تاریخ څخه پخوا دوران" مفهوم د روښان اندۍ پر مهال د لرغونپوهانو په آثارو کې را منځ ته شو او دوی د هغو ټولنو د توضېح لپاره  د 'اولیه یا لومړنۍ' یا primitive  کلمه وکاروله چې د لیکل شوو اسنادو څخه یې مخکې شتون درلود. که څه هم په انګلیسي کې د تاریخ څخه پخوا دوران کلمه لومړی په ۱۸۳۶ کال کې په بهرنۍ دری میاشتنۍ بیاکتنه Foreign Quarterly Review کې وکارول شوه.   [۱۰][۱۱]

د انسان څخه د مخکې دورې لپاره د جیولوژیکي وخت او د انسان د تاریخ څخه پخوا دوران لپاره د دریو دورانونو سیستم کارول، داسې یو سیستم دی چې د نولسمې پېړۍ په وروستیو کې د بریتانوي، آلماني او سکاندیناویاني انسان پوهانو، لرغونپوهانو، او لرغون آثارپوهانو په آثارو کې راڅرګند شو.   [۱۲]

د څېړنې وسیله  [سمول]

د تاریخ څخه د پخوا دوران لپاره د معلوماتو اصلي سرچینه لرغونپوهنه ده (د انسان پوهنې یوه څانګه)، خو ځینې پوهان د طبیعي او ټولنیزو علومو د شواهدو د ډېر کارولو په درشل کې دي. دا نظر د لرې تاریخ پلویانو له لوري بیان شوی.   [۱۳][۱۴][۱۵]

د انسان د تاریخ څخه د پخوا دوران لومړني څېړونکي لرغونپوهان او فزیکي انسان پوهان دي چې له کیندنو، جیولوژیکي او جغرافیایي سروې ګانو او نورو ساینسي شننو څخه کار اخلي ترڅو د لیکنې څخه پخوا او د نالیکلو خلکو طبیعت او چلند څرګند او تشرېح کړي. د بشري نفوس جنتیک پوهان او تاریخي ژبپوهان هم د دې پوښتنو لپاره ارزښتناکه نظري ونډه چمتو کوي. کلتوري انسان پوهان د ټولنیزې راکړې-ورکړې لپاره د شرایطو برابرولو کې مرسته کوي چې د هغې پر مټ د بشر نسب موضوعات د خلکو ترمنځ خورېږي او د هرې هغې موضوع شننې ته چې د بشر د تاریخ څخه پخوا شرایطو رامنځه ته کېږي، لاره هواروي. له همدې امله د تاریخ څخه د پخوا دوران په اړه معلومات د طبیعي او ټولنیزو علومو د پراخو ډولونو لکه انسان پوهنې، لرغونپوهنې، لرغونستورپوهنې، مقایسوي ژبپوهنې، بیولوژي، جیولوژي، مالیکولي جنتیک پوهنې، فوسیل پوهنې، پالینولوژي، فزیکي انسان پوهنې، او ډېر نورو له خوا چمتو کېږي.    [۱۶][۱۷]

د انسان د تاریخ د څخه پخوا دوران له تاریخ څخه نه یوازې د هغې د کرونولوژی (د پېښو لړۍ ترتیب) له مخې توپیر لري، بلکه په هغه تګلاره کې هم توپیر لري چې د نومول شوو ملتونو یا اشخاصو پر ځای د لرغون پوهنې د کلتورونو فعالیتونه تر بحث لاندې نسي. دا چې د لیکل شوو اسنادو په ځای د موادو پروسس، پاتې شونو او مصنوعي اثارو ته محدود دی نو ځکه د تاریخ څخه د پخوا دوران ناڅرګند دی. د دې له امله هغه مرجع اصطلاحات لکه "نایندرتال" یا "د اوسپنې دوران" چې د تاریخ څخه د پخوا پوهان یې کاروي، عصري عنوانونه دي چې تعریفونه یې ځینې وختونه د بحث وړ دي. 

سرچینې[سمول]

  1. McCall, Daniel F.; Struever, Stuart; Van Der Merwe, Nicolaas J.; Roe, Derek (1973). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Prehistory as a Kind of History"]. The Journal of Interdisciplinary History 3 (4): 733–739. doi:10.2307/202691. 
  2. "Dictionary Entry". مؤرشف من الأصل في ۰۸ اگسټ ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ اگسټ ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Graslund, Bo. 1987. The birth of prehistoric chronology. Cambridge:Cambridge University Press.
  4. Fagan, Brian. 2007. World Prehistory: A brief introduction New York: Prentice-Hall, Seventh Edition, Chapter One
  5. Renfrew, Colin. 2008. Prehistory: The Making of the Human Mind. New York: Modern Library
  6. Fagan, Brian (2017). World prehistory: a brief introduction (الطبعة Ninth). London: Routledge. د کتاب پاڼې 8. OCLC 958480847. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-317-27910-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Forsythe, Gary (2005). A critical history of early Rome : from prehistory to the first Punic War. Berkeley: University of California Press. د کتاب پاڼې 12. OCLC 70728478. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-520-94029-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Connah, Graham (2007-05-11). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Historical Archaeology in Africa: An Appropriate Concept?"]. African Archaeological Review 24 (1–2): 35–40. doi:10.1007/s10437-007-9014-9. ISSN 0263-0338. 
  9. Matthew Daniel Eddy, المحرر (2011). Prehistoric Minds: Human Origins as a Cultural Artefact. Royal Society of London. مؤرشف من الأصل في ۰۱ اپرېل ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ سپټمبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Eddy, Matthew Daniel (2011). "The Line of Reason: Hugh Blair, Spatiality and the Progressive Structure of Language". Notes and Records of the Royal Society 65: 9–24. doi:10.1098/rsnr.2010.0098. https://www.academia.edu/1112084. Retrieved 2014-02-02. 
  11. Eddy, Matthew Daniel (2011). "The Prehistoric Mind as a Historical Artefact". Notes and Records of the Royal Society 65: 1–8. doi:10.1098/rsnr.2010.0097. https://www.academia.edu/1130650. Retrieved 2014-02-02. 
  12. Matthew Daniel Eddy, المحرر (2011). Prehistoric Minds: Human Origins as a Cultural Artefact. Royal Society of London. مؤرشف من الأصل في ۰۱ اپرېل ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ سپټمبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. The Prehistory of Iberia: Debating Early Social Stratification and the State edited by María Cruz Berrocal, Leonardo García Sanjuán, Antonio Gilman. Pg 36.
  14. Historical Archaeology: Back from the Edge. Edited by Pedro Paulo A. Funari, Martin Hall, Sian Jones. p. 8.کينډۍ:ISBN?
  15. Through the Ages in Palestinian Archaeology: An Introductory Handbook. By Walter E. Ras. p. 49.کينډۍ:ISBN?
  16. Fagan, Brian. 2007. World Prehistory: A brief introduction New York: Prentice-Hall, Seventh Edition, Chapter One
  17. Renfrew, Colin. 2008. Prehistory: The Making of the Human Mind. New York: Modern Library