جندر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

جندر د ښځېتوب او سړيتوب او تر منځ يې د توپير کولو اړوند ځانګړتياوو لړۍ ده. پر همدې بنسټ جنس کېدای شي د جنسيت پر بنسټ ټولنيز جوړښتونه (لکه: د جندر ونډې) او د جندر پېژندګلوي راشامل کړي. زياتره کلتورونه د دوو جنسونو په لرلو (هلکان يا سړي او نجونې يا ښځې) سره د جندر دويال يعنې دوه جنسونه کاروي او هغوی چې له دې ډلو څخه د باندې دي، کېدای شي د نادويال اصطلاح تر چتر لاندې ځای شي. ځينې ټولنې د نارينه او ښځينه تر څنګ نور ځانګړي جندرونه هم لري. لکه د سويلي اسيا hijras [ايجراګان]، چې زياتره درېيم جندر نومول کېږي (او څلورم جندر او داسې نور). زياتره پوهان هوکړه لري، چې جندر د ټولنيز سازمان لپاره يوه مرکزي ځانګړتيا ده. [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]

جنسيت پوه John Money زياتره وختونه د بيولوژيکي جنسيت او جندر ونډې تر منځ د اصطلاحي توپير لومړنی راپېژندونکی ګڼل کېږي (لکه څرنګه چې په اصلي ډول راپېژندل شوی دی؛ د دواړو جندرونو د ونډې مفاهيم او هغه څه رانغاړي چې وروسته به د جندر هويت په توګه پېژندل کېږي). نوموړي په ۱۹۵۵ ز کال کې ياد توپير څرګند کړ. که څه هم Medison Bentley وار له مخه په ۱۹۵۴ ز کال کې جندر «د جنسيت ټولنيز شوې کتنې» په توګه راپېژندلی دی او د دويم جنس تر سرليک لاندې د Simon de Beauvoir کتاب د ښځو د برابرۍ نظريه کې د جنسيت او جندر تر منځ د توپير د پيل په توګه ژباړل شوی دی. [۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

د Money له کار څخه وړاندې هر څيز ته د جندر ويی کارول عام نه و او يوازې ګرامري ډلبنديو کې کارېده. که څه هم له ياد ويي څخه د Money موخه تر ۱۹۷۰ ز لسيزې هغه مهال پورې خپره نه شوه، چې د ښځو د برابرۍ نظريې د بيولوژيکي جنس او د جندر ټولنيز جوړښت تر منځ د توپير مفهوم راونغاړه. زياتره معاصر ټولنپوهان، سلوکي پوهان او بيولوژي پوهان، زيات حقوقي نظامونه او حکومتي جوړښتونه او د حکومتونو تر منځ استازولۍ، لکه: د روغتيا نړيوال سازمان، د جندر او جنسيت تر منځ توپير کوي. [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

په نورو برخو کې د جندر اصطلاح د يوه روښانه مفهومي توپير له وړاندې کولو څخه پرته د جنسيت (Sex) پر ځای کارول کېږي. د بېلګې په ډول: د ناانساني ژوو په څېړنه کې جندر په عادي ډول د ژوو بيولوژيکي جنسيت ته وايي. د جندر په معنا کې دا بدلون ۱۹۸۰ لسيزې ته ورګرځېدلی شي. په ۱۹۹۳ ز کال کې د متحده ايالتونو د خوړو او درملو ادارې د جنسيت پر ځای د جندر کارول پيل کړل. وروسته په ۲۰۱۱ ز کال کې ياده اداره له خپل دريځ څخه په شا شوه او جنسيت يې د بيولوژيکي ډلبندۍ او جندر يې د نارينه يا ښځينه په توګه د يو شخص ځاني استازولۍ يا  د دې لپاره وکاراوه، چې ياد شخص ته د نوموړي د جندر پېژندنې پر بنسټ د ټولنيزو بنسټونو له لوري څه ډول ځواب ورکول کېږي. [۲۰][۲۱]

ټولنيزې پوهې د جندر څېړنو لپاره يوه ځانګړې څانګه لري. نورې پوهې، لکه: جنسيت پېژندنه او د عصب پوهه هم په دې موضوع کې لېوالتيا لري. ټولنيزې پوهې ځينې وختونه جندر يو ټولنيز جوړښت ته نږدې کوي او د جندر څېړنې په ځانګړي ډول دا چاره کوي، په داسې حال کې چې په طبيعي پوهو کې څېړنه پلټي چې ايا په نارينه او ښځينه کې بيولوژيکي توپيرونه په انسانانو کې د جندر پرمختګ اغېزمنولی شي که نه. دواړه په دې اړه مناظرې ته معلومات ورکوي، چې بيولوژيکي توپيرونه په څومره توپير د جندر پېژندنې (هويت) او جندري سلوک اغېزمنولی شي. په ځينو انګليسي ادبياتو کې د بيولوژيکي جنسيت، فزيالوژيکي جندر او د ټولنيز جندر ونډې تر منځ trichotomy [نازکه] توپير شته. دا چارچوکاټ په ۱۹۷۸ ز کال کې د transsexualism په اړه، د ښځو د برابرۍ يوه مقاله کې د لومړي ځل لپاره راڅرګند شو. [۲۲]

سرچينې[سمول]

  1. Udry, J. Richard (November 1994). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The Nature of Gender"]. Demography 31 (4): 561–573. doi:10.2307/2061790. PMID 7890091. 
  2. Haig, David (April 2004). "The Inexorable Rise of Gender and the Decline of Sex: Social Change in Academic Titles, 1945–2001". Archives of Sexual Behavior 33 (2): 87–96. doi:10.1023/B:ASEB.0000014323.56281.0d. PMID 15146141. https://www.oeb.harvard.edu/faculty/haig/publications_files/04inexorablerise.pdf. 
  3. "What do we mean by "sex" and "gender"?". World Health Organization. د اصلي آرشيف څخه پر ۳۰ جنوري ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ نومبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Sigelman, Carol K.; Rider, Elizabeth A. (14 March 2017). Life-Span Human Development (په انګلیسي ژبه کي). Cengage Learning. د کتاب پاڼې 385. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-337-51606-8. مؤرشف من الأصل في ۰۴ اگسټ ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Maddux, James E.; Winstead, Barbara A. (11 July 2019). Psychopathology: Foundations for a Contemporary Understanding (په انګلیسي ژبه کي). Routledge. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-429-64787-1. مؤرشف من الأصل في ۰۴ اگسټ ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Kevin L. Nadal, The SAGE Encyclopedia of Psychology and Gender (2017, کينډۍ:ISBN), page 401: "Most cultures currently construct their societies based on the understanding of gender binary—the two gender categorizations (male and female). Such societies divide their population based on biological sex assigned to individuals at birth to begin the process of gender socialization."
  7. Heinemann, Isabel (May 2012). Inventing the Modern American Family: Family Values and Social Change in 20th Century United States (په انګلیسي ژبه کي). Campus Verlag. د کتاب پاڼې 36. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-593-39640-8. مؤرشف من الأصل في ۲۷ اگسټ ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ جولای ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. MONEY J. Hermaphroditism, gender and precocity in hyperadrenocorticism: psychologic findings. Bull Johns Hopkins Hosp. 1955 Jun;96(6):253-64. PMID 14378807.
  9. Downing, Lisa (19 December 2014). Fuckology : critical essays on John Money's diagnostic concepts. د کتاب پاڼې 21. OCLC 902609808. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-226-18658-0. مؤرشف من الأصل في ۱۷ فبروري ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Bentley, Madison (April 1945). "Sanity and Hazard in Childhood". The American Journal of Psychology 58 (2): 212–246. doi:10.2307/1417846. ISSN 0002-9556. https://dx.doi.org/10.2307/1417846. Retrieved 17 August 2021. 
  11. Horley, James; Clarke, Jan (2016-07-11). Experience, Meaning, and Identity in Sexuality: A Psychosocial Theory of Sexual Stability and Change (په انګلیسي ژبه کي). Springer. د کتاب پاڼې 24. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-137-40096-3. مؤرشف من الأصل في ۱۷ اگسټ ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Witt, Charlotte E. (2011). Feminist metaphysics : explorations in the ontology of sex, gender and identity. Springer. د کتاب پاڼې 48. OCLC 780208834. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-90-481-3782-4. مؤرشف من الأصل في ۱۷ فبروري ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Butler, Judith, "Sex and Gender in Simone de Beauvoir's Second Sex" in Yale French Studies, No. 72 (1986), pp. 35–49.
  14. Kimmel, Michael S. (2017). The gendered society (الطبعة Sixth). New York. د کتاب پاڼې 3. OCLC 949553050. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-026031-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "GENDER". Social Science Dictionary. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۲ فبروري ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ مارچ ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Lindsey, Linda L. (2010). "Ch. 1. The Sociology of gender" (PDF). Gender Roles: A Sociological Perspective. Pearson. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-13-244830-7. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۵ اپرېل ۲۰۱۵ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Paludi, Michele Antoinette (2008). The Psychology of Women at Work: Challenges and Solutions for Our Female Workforce (په انګلیسي ژبه کي). ABC-CLIO. د کتاب پاڼې 153. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-275-99677-2. مؤرشف من الأصل في ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. O'Halloran, Kerry (2020). Sexual orientation, gender identity and international human rights law: common law perspectives. London. د کتاب پاڼي 22–28, 328–329. OCLC 1110674742. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-429-44265-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "Gender: definitions". www.euro.who.int (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۲۵ سپټمبر ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "Evaluation of Sex-Specific Data in Medical Device Clinical Studies – Guidance for Industry and Food and Drug Administration Staff". U.S. Food and Drug Administration. 22 August 2014. مؤرشف من الأصل في ۰۹ اگسټ ۲۰۱۴. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ فبروري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "Guideline for the Study and Evaluation of Gender Differences in the Clinical Evaluation of Drugs" (PDF). Food and Drug Administration. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۶ اپرېل ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ اگسټ ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Yudkin, M. (1978). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Transsexualism and women: A critical perspective"]. Feminist Studies 4 (3): 97–106. doi:10.2307/3177542.