نژاد (انساني ډل بندي)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

نژاد د مشترکو فزیکي او ټولنیزو ځانګړنو له مخې چې په عمومي توګه په یوه مشخصه ټولنه کې  لیدل کېږي، په ډلو باندې انساني وېش ته ویل کېږي. په پیل کې دغه اصطلاح د یوې مشترکې ژبې ویونکو او وروسته د ملي اړوندتیا د څرګندولو په موخه کارول کېده. په ۱۷ مه پېړۍ کې د فزیکي (لید وړ) ځانګړنو لپاره د دغې اصطلاح کارول پیل شول. معاصرعلم نژاد ته د یوه ټولنیز جوړښت په توګه ګوري، هغه هویت چې د ټولنې له خوا د وضع شوو قواعدو پر بنسټ ځانګړی کېږي. په داسې حال کې چې نژاد د ډلو ترمنځ د فزیکي ورته والي په بنسټ دی، خو ذاتي فزیکي یا بیولوژیکي معنا نه لري.[۱][۲][۳]

له نژادونو څخه ټولنیزو انګېرنو او د هغو ډلبندۍ د وخت په تېرېدو سره بدلون لرلی، چې تر ډېره په کې عامیانه ډلبندي (بیولوژیکي) شاملېږي چې د وګړو اساسي ډولونه د هغوی د پېژندل شویو ځانګړتیاوو له مخې تعریف کوي. نن ورځ پوهان دغه ډول بیولوژیکي ذات پالنه منسوخه بولي او په معمول ډول د فزیکي او چلندي ځانګړنو له مخې د ټولیز توپیر په موخه له نژادي توضیح ډډه کوي.[۴][۵]

د شلمې پېړۍ له دویمې نیمايي راهیسې، د نژاد پالنې له منسوخو علمي نظریاتو سره د نژاد اړیکې له نژاد سره دا مرسته کړې چې په مخ پر زیاتېدوني ډول د ډلبندي د یو شبه علمي سیسټم په توګه وپېژندل شي. په داسې حال کې چې اوس هم په یو شمېر عمومي مواردو کې ترې ګټنه کېږي،  خو د هغو پر ځای تر ډېره لږ مبهم او معنا لرونکي اصطلاحات، لکه: نفوس، وګړي، قومي ډلې او ټولنې د هغو د استفادې ځای ته په پام کارول کېږي.[۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

د نژاد تعریف[سمول]

معاصرې څېړنې نژادي ډلبندۍ ته د ټولنیز جوړښت په توګه ګوري، په دې معنا چې د انسانانو ترمنځ ذاتي نه دي او تر ډېره د ټولنیزو واکمنو ډلو له خوا یو ټولنیز جوړښت ته د هویت ورکولو په موخه رامنځته شوی. بېلابېل کلتورونه مختلفې نژادي ډلې تعریف کوي چې تر ډېره په لویو تړلو ټولنیزو ډلو تمرکز لري او د وخت په بدلون سره یې تعریفونه بدلون مومي.

  • په سویلي افریقا کې د ۱۹۵۰ ز کال د وګړو د ثبت قانون یوازې سپین، تور او رنګین په رسمیت پېژندلي چې سور پوستي هم وروسته ور زیات شول. [۱۳]
  • د میانمار دولت اته «لوی ملي قومي نژادونه» په رسمیت پېژني.
  • د برازیل سرشمېرنه وګړي په سپینو (brancos)، رنګینو (pardos)، تورو (pretos)، آسیايي (amarelos) او بومي وګړو وېشي، په داسې حال کې چې ګڼ شمېر خلک له بېلابېلو اصطلاحاتو څخه د یو بل پېژندلو په موخه ګټنه کوي.
  • د متحده ایالاتو د سرشمېرنې اداره د متحده ایالاتو د ۲۰۲۰ ز کال په سرشمېرنه کې د منځني ختیځ او شمالي افریقا د وګړو لپاره د نوې طبقې د رامنځته کېدو وړاندیز وکړ ،خو د دې پر سر د اختلاف له امله چې باید د سپین قومیت او یا هم جلا نژاد په توګه وپېژندل شي، بېرته واخیستل شو. [۱۴]
  • د مدني حقونو له خوځښت وړاندې په متحده ایالاتو کې د سپین پوستو لپاره قانوني تعریف کارول کېده، چې تر ډېره د ځانګړو ډلو له خوا له نیوکو سره مخامخ و.

ټولنیز جوړښتونه[سمول]

له هغه ځایه، کله چې انسان پېژندونکو (انتروپولوژیستان) او نورو تکامل پوهانو د جنیتیکي بدلونونو په اړه د خبرو کولو په موخه له نژاد څخه د نفوسو(وګړو) اصطلاح ته خپل لوری بدل کړ، تاریخ پوهانو، کلتوري انتروپولوژیستانو او د ټولنیزو چارو نورو پوهانو د «نژاد» اصطلاح د یوې جلا کلتوري طبقې یا هویت په توګه بیاځلي درک کړ، په دې معنا د هغو ممکنو لارو څخه یوه چې یوه ټولنه ترې د خپلو وګړو د ډلبندۍ په موخه ګټه اخلي.

ګڼ شمېر ټولنپوهان د نژاد د کلیمې پر ځای د «قومیت» کلیمه د مشترک کلتور، نسب او تاریخ اړوند باورونو پر بنسټ د ډلو د تعریف کولو په موخه کاروي. د نژاد اړوند تجربي او مفهومي ستونزو په خوا کې له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د تکاملي چارو او ټولنو پوهانو په بشپړ ډول دا درک کړې وه چې څه ډول د نژاد اړوند باورونو څخه د تبعیض، آپارتائید، غلامۍ او عام وژنې د توجیه په برخه کې ګټنه شوې. دغو پوښتنو په ۱۹۶۰ مه لسیزه کې په متحده ایالاتو کې د مدني حقونو د خوځښت او په نړیواله کچه د استعمار ضد خوځښتونو په رامنځته کېدو سره زور واخیست. له همدې امله دوی دې پایلې ته ورسېدل چې نژاد په خپله یو ټولنیز جوړښت دی، هغه مفهوم چې باور پر دې و چې له یو عیني واقعیت سره مطابقت لري او د هغو د ټولنیز چلن له مخې ورباندې باور شتون لري.[۱۵]

اروپايي اتحادیه      [سمول]

اروپايي ټولنه په خپلو اسنادو کې د نژادي او قومي اصلونو اصطلاحات په مترادف ډول کاروي، چې د دغو له مخې «د نژداي رېښې له اصطلاح ګټنه په دغو کړنلارو کې د نژادي نظریاتو د منلو په معنا نه دی». هاني لوپز خبرداری ورکوي چې په قانون کې د یوې طبقې لپاره له نژاد څخه ګټنه، د هغو اړوند عامه انګېرنې ته مشروعیت وربښي. د اروپا په متنوع جغرافیايي جوړښت کې، قومیت او قومي رېښې په پام وړ توګه خپل ځایګی موندلی او په ډېره کمه کچه له نژاد سره د اړوند ایدیالوژیک فشار لاندې راغلې. په اروپايي زمینه کې، د نژاد تاریخي انګازه د هغو په ستونزه جوړوونکي طبیعت ټینګار کوي. په یو شمېر هېوادونو کې دغه اصطلاح په کلکه سره په ۱۹۳۰ مه او ۱۹۴۰ مه لسیزه کې د نازي او فاشیستي حکومتونو له قوانینو سره اړونده بلل کېږي. له همدې امله په ۱۹۹۶ ز کال کې اروپايي پارلمان هغه پرېکړه لیک تصویب کړ، چې څرګنده یې کړه، له «دغې اصطلاح څخه باید په ټولو رسمي متنونو کې ډډه وشي».[۱۶][۱۷]

د نژادي اصل مفهوم په دې تکیه لري، چې انسانان د هغو د بیولوژیکي توپیرونو «نژاد» له مخې وېشل کېدای شي، هغه نظریه چې په ټولیزه توګه د پوهانو د ټولنې له خوا رد شوه. له هغه ځایه چې ټول انسانان له یوې رېښې څخه دي، د نژاد پالنې او تعصب پر وړاندې اروپايي کمیسیون (ECRI) د مختلفو نژادونو د موجودیت اړوند نظریات رد کوي. [۱۷]

متحده ایالات[سمول]

د اروپا، افریقا او آسیا له هرې برخې څخه کډوال متحده ایالاتو ته راغلی. هغوی په خپل منځ او د دغې لویې وچې له بومي وګړو سره مخلوط شوي. په متحده ایالاتو کې ډېری هغه کسان چې ځانونه افریقايي امریکایان ګڼي، یو شمېر اروپايي اجداد لري، په داسې حال کې چې ډېری هغه کسان چې ځانونه اروپايي امریکایان ګڼي، یو شمېر افریقايي او سورپوستي امریکايي اجداد لري.

د متحده ایالاتو له لومړني تاریخ راهیسي، سورپوستي امریکایان، افریقايي امریکایان، اروپايي امریکایان د بېلابېلو نژادونو په توګه ډلبندي شوي. د دغو ډلو ترمنځ د اختلاط اوګډتوب د موندلو په موخه هڅې د ملاتو او اکتورن په څېر کوچنیو ډلو د رامنځته کېدو لامل ګرځېدلې. په دغو نژادونو کې د ګډون معیارونو په ۱۹ مه پېړۍ کې بدلون وموند. د بیارغونې پر مهال، په مخ پر زیاتېدونکي ډول هر څوک د «یو څاڅکي» «تورې وینې» له مخې د دې پر ځای چې د هغو د ظاهري تور پوست له مخې وپېژندل شي، پېژندل کېدل. د ۲۰ مې پېړۍ په لومړیو کې، دغه مفهوم په ګڼ شمېر ایالتونو کې قانوني بڼه ومونده. [۱۸]

د یوه قوم په توګه د «هسپانوي» اصطلاح ، په ۲۰ مه پېړۍ کې لاتینه امریکا او متحده ایالاتو ته له هسپانوي ژب ویونکو هېوادونو څخه د کارګرانو له کډوالۍ سره رامنځته شوه. نن ورځ د «لاتین» کلیمه تر ډېره د «هسپانوي» سره په مترادف ډول کارول کېږي. د دواړو اصطلاحاتو تعریف د نژادي ځانګړنو پر بنسټ نه دی او هغه وګړي په کې شاملېږي ،چې خپل ځانونه له یوبل څخه جلا نژادونو (تور، سپین، بومي امریکايي، آسیايي او مختلطو ډلو)ته اړوند بولي. په ورته مهال په متحده ایالاتو کې یو غلط معمول لید شتون لري چې هسپانوي/لاتیني نژاد شتون لري یا ځینې مهال ملي ریښې ،لکه مکسیکويي، کیوبايي، کلمبیايي، سلوادوري او نورې نژادي بولي. د «لاتین» یا «هسپانوي» پر خلاف «انګلیسي» یا انګلو اصطلاح هغو غیر هسپانوي سپینو امریکایانو او یا غیر هسپانوي اروپایي امریکایانو ته کارول کېږي، چې ډېری یې په انګلیسي ژبه خبرې کوي، چې لازمي نه ده انګلیسي نسب ولري.[۱۹]

سرچینې[سمول]

  1. Yudell, M.; Roberts, D.; DeSalle, R.; Tishkoff, S. (2016-02-05). "Taking race out of human genetics". Science. 351 (6273): 564–565. Bibcode:2016Sci...351..564Y. doi:10.1126/science.aac4951. ISSN 0036-8075. PMID 26912690. S2CID 206639306. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Harrison, Guy (2010). Race and Reality. Amherst: Prometheus Books. Race is a poor empirical description of the patterns of difference that we encounter within our species. The billions of humans alive today simply do not fit into neat and tidy biological boxes called races. Science has proven this conclusively. The concept of race (...) is not scientific and goes against what is known about our ever-changing and complex biological diversity. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Roberts, Dorothy (2011). Fatal Invention. London, New York: The New Press. The genetic differences that exist among populations are characterized by gradual changes across geographic regions, not sharp, categorical distinctions. Groups of people across the globe have varying frequencies of polymorphic genes, which are genes with any of several differing nucleotide sequences. There is no such thing as a set of genes that belongs exclusively to one group and not to another. The clinal, gradually changing nature of geographic genetic difference is complicated further by the migration and mixing that human groups have engaged in since prehistory. Human beings do not fit the zoological definition of race. A mountain of evidence assembled by historians, anthropologists, and biologists proves that race is not and cannot be a natural division of human beings. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Agustín Fuentes (9 April 2012). "Race Is Real, but not in the way Many People Think". Psychology Today.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. The Royal Institution - panel discussion - What Science Tells us about Race and Racism. 16 March 2016. مؤرشف من الأصل في ۱۱ ډيسمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)کينډۍ:Cbignore
  6. Jorde, Lynn B.; Wooding, Stephen P. (2004). "Genetic variation, classification and 'race'". Nature. 36 (11 Suppl): S28–S33. doi:10.1038/ng1435. PMID 15508000. S2CID 15251775. Ancestry, then, is a more subtle and complex description of an individual's genetic makeup than is race. This is in part a consequence of the continual mixing and migration of human populations throughout history. Because of this complex and interwoven history, many loci must be examined to derive even an approximate portrayal of individual ancestry. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Michael White. "Why Your Race Isn't Genetic". Pacific Standard. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ ډيسمبر ۲۰۱۴. [O]ngoing contacts, plus the fact that we were a small, genetically homogeneous species to begin with, has resulted in relatively close genetic relationships, despite our worldwide presence. The DNA differences between humans increase with geographical distance, but boundaries between populations are, as geneticists Kenneth Weiss and Jeffrey Long put it, "multilayered, porous, ephemeral, and difficult to identify." Pure, geographically separated ancestral populations are an abstraction: "There is no reason to think that there ever were isolated, homogeneous parental populations at any time in our human past." الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Bryc, Katarzyna; Durand, Eric Y.; Macpherson, Michael; Reich, David; Mountain, Joanna L. (January 8, 2015). "The Genetic Ancestry of African Americans, Latinos, and European Americans across the United States" (PDF). The American Journal of Human Genetics. 96 (1): 37–53. doi:10.1016/j.ajhg.2014.11.010. PMC 4289685. PMID 25529636. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ ډيسمبر ۲۰۱۴. The relationship between self-reported identity and genetic African ancestry, as well as the low numbers of self-reported African Americans with minor levels of African ancestry, provide insight into the complexity of genetic and social consequences of racial categorization, assortative mating, and the impact of notions of "race" on patterns of mating and self-identity in the US. Our results provide empirical support that, over recent centuries, many individuals with partial African and Native American ancestry have "passed" into the white community, with multiple lines of evidence establishing African and Native American ancestry in self-reported European Americans. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Race2". Oxford Dictionaries. Oxford University Press. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۱ جولای ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ اکتوبر ۲۰۱۲. 1. Each of the major division of humankind, having distinct physical characteristics [example elided]. 1.1. mass noun The fact or condition of belonging to a racial division or group; the qualities or characteristics associated with this. 1.2. A group of people sharing the same culture, history, language, etc.; an ethnic group [example elided]. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) Provides 8 definitions, from biological to literary; only the most pertinent have been quoted.
  10. Carl Zimmer . White? Black? A Murky Distinction Grows Still Murkier.
  11. Pillay, Kathryn (2019). "Indian Identity in South Africa". The Palgrave Handbook of Ethnicity. د کتاب پاڼي 77–92. doi:10.1007/978-981-13-2898-5_9. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-981-13-2897-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. (په 29 January 2018 باندې). No Middle Eastern Or North African Category On 2020 Census, Bureau Says.
  13. Palmié 2007.
  14. "European Union Directives on the Prohibition of Discrimination". HumanRights.is. Icelandic Human Rights Centre. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۴ جولای ۲۰۱۲ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. ۱۷٫۰ ۱۷٫۱ Bell 2009، ص. کينډۍ:Pn.
  16. Sexton, Jared (2008). Amalgamation Schemes. Univ of Minnesota Press. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Horsman, Reginald, Race and Manifest Destiny: The Origins of American Radial Anglo-Saxonism, Harvard University Press, Cambridge, Massachusetts, 1981 p. 210. This reference is speaking in historic terms bt there is not reason to think that this perception has altered much