د بیولوژي له پلوه انسان پېژندنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی

د بیولوژي له پلوه انسان پېژندنه یوه داسې علمي څانګه ده چې له تکاملي اړخه د انسانانو بیولوژیکي او چلندیز اړخونه، د دوی له منځه تللي هومینین نسب او اړوند نا انساني لومړني ژوي څېړي، چې د فزیکي انسان پېژندنې په نوم هم یادېږي. د انسان پېژندنې دغه فرعي څانګه په علمي توګه د بیولوژۍ له اړخه انسانان مطالعه کوي. [۱]

څانګې[سمول]

د انسان پېژندنې د فرعي څانګې په توګه، بیولوژیکي انسان پېژندنه په خپله په څو څانګو وېشل شوې ده. ټولې څانګې یې د خپل ګډ لور د موندلو او یا د تکاملي نظریې د پلي کولو په برخه کې سره را یوځای شوي ترڅو د انسان په بیولوژۍ او چلند وپوهېږي.

  • د بیولوژۍ له پلوه لرغون پوهنه داسې علم دی چې په لرغونې ساحه کې د انسان د موندل شوو پاتې شونو د ازمویلو له لارې د انسان تېر کلتورونه مطالعه کوي. د انسان په پاتې شونو کې یوازې هډوکي وي چې ازمویل کېږي، خو ځیني په سمه توګه ساتل شوي نرم نسجونه هم په کې شاملېدلای شي. په بیولوژیکي لرغون پوهنه کې څېړونکي د انسان د هډپوهنې، پالیوپتالوژي او لرغونپوهنې اړوند یو لړ مهارتونه سره را یوځای کوي او ډېری وختونه د پاتې شونو کلتوري او د تدفین شرایط په پام کې نیسي.
  • تکاملي بیولوژي د داسې تکاملي بهیرونو مطالعه ده چې پر ځمکه یې د ژوند هغه توپیرونه رامنځته کړي دي چې د یو واحد نسب څخه پیلېږي. په دغو بهیرونو کې طبیعي ټاکنه، ګډ نسب او د نویو ډولونو جوړښت شامل دي.
  • د عصري تکاملي له اړخه د رواني جوړښتونو مطالعې ته تکاملي روان پوهنه وایي. په دغه مطالعه کې هڅه کېږي څو په ګوته کړي چې د انسان کومې رواني ځانګړتیاوې بشپړ سازښتونه – یعنې د انسان په تکامل کې د طبیعي ټاکنې یا جنسي ټاکنې په برخه کې فعال محصولات دي.
  • په حقوقي چاپېریال کې د فزیک له پلوه د انسان پېژندنې او د انسان د هډپوهنې علم پلي کولو ته قانوني/عدلي انسان پېژندنه ویل کېږي چې ډېری وختونه په داسې جنایي قضیو کې ترې ګټه اخېستل کېږي چې د قرباني شخص پاتې شوني د تخریب په پرمختللي پړاوونو کې قرار ولري.
  • د انسان چلندیزه چاپېریال پوهنه د تکاملي او چاپېریال له اړخه چلندیز سازښتونه (انتجاع، تکثیر، اونټوجیني) څېړي (چلندیزه چاپېریال پوهنه وګورئ). دا علم د چاپېریالي فشارونو پر وړاندې د انسان له خوا خپل کړل شويو (رواني، پراختیایي، جنیټک) غبرګونونو باندې تمرکز کوي.
  • د بیولوژۍ، د بیولوژۍ له پلوه د انسان پېژندنې، تغذیې او طب څخه رامنځته شوې څانګې ته انساني بیولوژي ویل کېږي چې د روغتیا، تکامل، اناتومي، فزیولوژۍ، مالیکولي بیولوژۍ، عصبي ساینس، او جنیټیک په اړه په نړیواله او د وګړو په کچه، لیدلوري رانغاړي.
  • پالیونتراپولوژي د انسان د تکامل په اړه د فوسیل شواهد څېړي چې په عمده توګه د له منځه تللي هومینین او د لومړنيو ژوو د نورو ډولونو پاتې شونو څخه ګټه پورته کوي، څو د انسان په نسب او داسې چاپېریال کې چې په کې د انسان تکامل په کې پېښېږي، موفولوژیکي او چلندیز بدلونونه معلوم کړي.
  • پالیوپتالوژي په لرغونې زمانه کې ناروغۍ مطالعه کوي. دغه مطالعه نه یوازې په هډوکو یا مومیایي شويو نرمو نسجونو کې د مشاهدې وړ ناروغیو پر شرایطو، بلکې پر تغذیوي اختلالونو، د وخت په تېرېدو سره د هډوکو په جوړښت او موفولوژۍ کې پر بدلونونو او د فزیکي ټپ پر شواهدو یا له بایومیخانیکي فشارونو څخه په مسلکي توګه په رامنځته شوو شواهدو باندې تمرکز لري.
  • پریماتولوژي د غیر انساني لومړنیو ژوو چلند، مورفولوژي او جنیټیک څېړي. پریماتولوجیستان د فایلوجینیتیک مېتودونو څخه ګټه پورته کوي څو معلومه کړي چې انسان له نورو لومړنیو ژوو سره کومې ځانګړتیاوې شریکوي او کوم یې انسان ته ځانګړی شوي سازښتونه دي.

تاریخ[سمول]

اصل/نسب[سمول]

د نن ورځ بیولوژیکي انسان پېژندنه د تېرو شلو کلونو په پرتله توپیر لري. نوم یې ان نږدې نوی دی او د یوې پېړۍ څخه ډېر وخت د "فزیکي انسان پېژندنې" په نوم پېژندل کېدله، چې ځینې متخصصین تر اوسه له نوموړې اصطلاح څخه ګټه پورته کوي. بیولوژیکي انسان پېژندونکي د چارلس ډاروین اثر د هغه څه لپاره چې دوی یې نن ورځ ترسره کوي، د یو ستر بنسټ په توګه کاروي. خو بیا هم، که چېرته یو څوک فکري جینالوژي او کلتور د فزیکي انسان پېژندنې تر پیل پورې وڅېړي - د هغه څه له موجودیت څخه ډېر وړاندې وخت ور وګرځي چې موږ یې اوس د هومینین فوسیل ریکارډ په توګه پېژنو - نو تاریخ د انسان په بیولوژیکي بدلون کې د نوموړې څانګې پر لېوالتیا تمرکز کوي. ځینې ایډیټوران، لاندې یې وګورئ، د رسمي ساینس په پرتله نوموړې څانګه په ژوره توګه څېړلې ده.[۲]

د ژوندیو موجوداتو په توګه د انسانانو د څېړلو او ډلبندۍ هڅې د لرغوني یونان په دوره کې ترسره شوې دي. یوناني فیلسوف اپلاتون (نږدې ۳۴۷ څخه تر ۴۲۸ میلاد څخه وړاندې کلونه) په طبیعي زینه (سکالا نچرا) کې انسانان ځای په ځای کړل او د نوموړې زینې د لاندې برخې د بې سا موجوداتو څخه نیولې بیا د زینې په سر کې تر سترو موجوداتو پورې، ټول شیان شامل وو. دا یو داسې اصلي سیستم وګرځېد چې د هغه له لارې پوهانو د راتلونکو نږدې ۲۰۰۰ کلونو لپاره د طبیعت په اړه فکر کاوه. د اپلاتون شاګرد ارستو (نږدې۳۲۲ څخه تر ۳۸۴ میلاد وړاندې کلونه) په خپل کتاب "د حیواناتو تاریخ" کې یادونه کړې ده چې انسانان یوازیني داسې ژوي دي چې په ولاړه قدمونه اخلي او د طبیعت په اړه یې له خپل تیولوژیکي نظر سره سم استدلال وکړ چې انسانان کوناټي لري خو لکۍ نه لري څو له ولاړ تګ یا دریدو څخه د ستړیا پرمهال د کښېناستلو په موخه دوی ته یو ښه ځای برابر کړي. هغه د بېلابېلو اقلیمونو په پایله کې د انسان په ځانګړتیاوو کې سیمه ییز بدلونونه تشریح کړل. نوموړي همدارنګه د فزیوګنومي، یوه داسې مفکوره ده چې د هیپوکراټیک کارپس له لیکنو څخه اخېستل شوې ده، په اړه هم لیکنه کړې ده. علمي فزیکي انسان پېژندنه په ۱۷ تر ۱۸ پېړیو کې د نژادي ډلبندۍ په څېړلو سره پیل شوه (جورجیوس هورنیوس، فرانسوا برنیر، کارل لینیاس، جوهان فریدریش بلومینباخ).[۳][۴]

لومړی نامتو فزیکي انتروپالوجیست، د جوتینګین سیمې الماني فزیک پوه جوهان فریدریش بلومینباخ (۱۷۵۲ څخه تر ۱۸۴۰ کلونو پورې)، د انسان د کوپړیو یوه لویه ټولګه سره یوځای کړه (ډیکاس کرینیورم، چې د ۱۷۹۰ څخه تر ۱۸۲۸ کلونو په اوږدو کې خپور شو). په دغه کتاب کې نوموړي استدلال وکړ چې انسان باید په پنځو سترو نسلونو (قفقاز، منګولیا، ایتوپیا، ملایان او امریکایي) ووېشل شي. په ۱۹مه پېړۍ کې، فرانسوي فزیکي انتروپالوجسټانو په کرانیومیټرۍ (د سر د کوپړۍ اندازه کولو ته ویل کېږي) باندې تمرکز وکړ چې د نوموړې ډلې مشري پاول بروکا (۱۸۲۴ څخه تر ۱۸۸۰ کلونو پورې) کوله، په داسې حال کې چې د المان دود، د روډولف ویرچو (۱۸۲۱څخه تر ۱۹۰۲ کلونو پورې) په مشرۍ، د انسان پر بدن د چاپېریال او ناروغیو پر اغېزو ټینګار وکړ.[۵][۶][۷]

په ۱۸۳۰ او ۱۸۴۰ لسیزو کې، فزیکي انسان پېژندنه د غلامۍ په اړه په بحث کې مخکښه وه او په دې اړه د غلامۍ د له منځه وړلو خوځښت برتانوي پلوی جیمز کاولز پرچارډ (۱۷۸۶ څخه تر ۱۸۴۸ کلونو پورې) ساینسي، مونوجینیسټ اثار/کتابونو د امریکایي پولیجینیسټ سامویل جورج مورټن (۱۷۸۶ څخه تر ۱۷۸۹ کلونو پورې) هغو سره مخالفت درلود.[۸][۹]

د نولسمې پېړۍ په وروستیو کې، الماني-امریکایي انتروپالوجیست فرانز بوس (۱۸۵۸ څخه تر ۱۹۴۲ کلونو پورې) د انسان پر بڼه د کلتور او تجربو د اغېزې په ټینګار سره په پیاوړې توګه بیولوژیکي انسان پېژندنه اغېزمنه کړه. د نوموړي څېړنې څرګنده کړه چې د سر بڼه/شکل د یو باثباته "توکمیزې" ځانګړتیا په پرتله په اسانۍ سره د چاپېریالي او تغذیه یي عواملو تر اغېزې لاندې راتللای شي. که څه هم، ساینسي توکم پالنه تر اوسه  په بیولوژیکي انسان پېژندنه کې دوام لري، چې د ارنسټ هوټون او الیس هرډلیکا په څېر مخکښ شخصیتونه لري او د توکمیزې برترۍ نظریې او د عصري انسانانو اروپایي اصل ته وده ورکوي.[۱۰][۱۱][۱۲]

«نوې فزیکي انسان پېژندنه»[سمول]

په ۱۹۵۱ ز کال کې، شیروډ واشبرن، د هوټون یوه پخواني زده کونکي، "نوې فزیکي انسان پېژندنه" معرفي کړه. نوموړي د توکمیزې توپولوژۍ څخه تمرکز بدل کړ څو د انسان د تکامل په څېړلو تمرکز وکړي او له ډلبندۍ څخه د تکامل بهیر پر لور حرکت وکړي. انسان پېژندنه دومره پراخه شوه چې پالیونتروپالوژي او پریماتولوژي هم په کې شامل شول. همدارنګه شلمې پېړۍ په بیولوژۍ کې د عصري ترکیب شاهده وه: د چارلس ډاروین د تکامل تیورۍ او د وراثت په اړه د ګریګور مینډیل څېړنه. د ډي این ای د مالیکولي جوړښت په اړه پوهېدلو او د تاریخي نېټې اېښودنې مېتودونو په رامنځته کېدلو کې پرمختګونو د تېرو او اوسنیو انساني توپېرونو په اړه د پوهېدلو لپاره په خورا دقیق ډول او په تفصیل سره دروازې پرانېستلې دي.[۱۳]

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. Jurmain, R, et al (2015), Introduction to Physical Anthropology, Belmont, CA: Cengage Learning.
  2. Ellison, Peter T. (2018). "The evolution of physical anthropology". American Journal of Physical Anthropology. 165.4: 615-625. 2018.
  3. Original file )))‎(SVG file, nominally 120 ×((( 58 pixels, file size: 6 KB)
  4. Marks, J. (1995) Human Biodiversity: Genes, Race, and History. New York: Aldine de Gruyter.
  5. "The Blumenbach Skull Collection at the Centre of Anatomy, University Medical Centre Göttingen". University of Goettingen. د لاسرسي‌نېټه February 12, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Memoir of Paul Broca". The Journal of the Anthropological Institute of Great Britain and Ireland. 10: 242–261. 1881. JSTOR 2841526.
  7. "Rudolf Carl Virchow facts, information, pictures". Encyclopedia.com. 
  8. Original file )))‎(SVG file, nominally 120 ×((( 58 pixels, file size: 6 KB)
  9. "Exploring U.S. History The Debate Over Slavery, Excerpts from Samuel George Morton, Crania Americana". RRCHNM. د اصلي آرشيف څخه پر December 11, 2016 باندې. د لاسرسي‌نېټه February 12, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Moore, Jerry D. (2009). "Franz Boas: Culture in Context". Visions of Culture: an Introduction to Anthropological Theories and Theorists. Walnut Creek, California: Altamira. pp. 33–46.
  11. American Anthropological Association. "Eugenics and Physical Anthropology." 2007. August 7, 2007.
  12. Bones of contention, controversies in the search for human origins, Roger Lewin, p. 89
  13. Washburn, S. L. (1951) “The New Physical Anthropology”, Transactions of the New York Academy of Sciences, Series II, 13:298–304.