پوسټ استعمار (تر استعمار وروسته)
پوسټ استعمار یا Postcolonialism د استعمار او امپریالیزم د کلتوري، سیاسي او اقتصادي میراث په هکله انتقادي علمي مطالعه ده، چې د انساني کنټرول پر اغېزې او د مستعمرې د خلکو او ځمکو پر استثمار تمرکز کوي. په ځانګړې توګه، دا له تاریخ، کلتور، ادبیاتو، او د (معمولا د اروپایي) سترواکۍ ځواک د خبرو اترو د انتقادي نظریې تحلیل دی. پوسټ استعمار ډیری ډولونه لري، او ښايي تیوریسټان یا د نظر خاوندان تل د یوه ګډ تعریف په هکله سره موافق نه وي. په ساده کچه، ښايي د بشر پېژندنې د مطالعاتو له لارې، د استعماري ژوند د ښه درک په لټه کې وي - د دې انګیرنې پر بنسټ چې استعماري واکمنان بې اعتباره داستان کوونکي دي – البته چې دا نظر ډېری تر استعمار لاندې خلک لري. په ژوره کچه، پوسټ استعمار د ټولنیز او سیاسي ځواک د استعمار او نوي استعمار اړیکې څېړي، او د استعمارګر او استعمار شوي شاوخوا ټولنیز، سیاسي او کلتوري داستانونه خوندي کوي. ښايي دا کړنلار د معاصر تاریخ له مطالعاتو سره یوځایوالی ولري، او کېدای شي د بشر پېژندنې، تاریخ لیکنې، سیاسي علومو، فلسفې، ټولنپوهنې، او بشري جغرافیې مثالونه هم په برکې ولري. د پوسټ استعمار د مطالعاتو فرعي برخې د استعماري واکمنۍ اغیزې د فیمینیزم، انارشیزم، ادبیاتو او عیسوي فکر پر عمل باندې څېړي.[۱] ښايي ځینې وختونه، د پوسټ استعمار د مطالعاتو اصطلاح ته پر پوسټ استعمار ترجیح ورکړل شي، ځکه چې ښايي د استعمار مبهمه اصطلاح یوه حکومتي سیسټم، یا د همغه سیسټم د ایډیالوژۍ یا نړۍ لید زېربیناوو ته اشاره وکړي. په هرحال، پوسټ استعمار (یعنې د پوسټ استعمار یا له استعمار وروسته مطالعات) په عمومي ډول د استعماري فکر پر وړاندې د ایډیالوژیک غبرګون استازیتوب کوي، نه دا چې په ساده ډول هغه سیسټم تشریح کړي چې تر استعمار وروسته راغلی، لکه څنګه چې د پوسټ مختاړی ورته وړاندیز شوی. په دې توګه، پوسټ استعمار د استعمار پر وړاندې د یوه غبرګون په توګه یا له استعماره د وتلو په توګه وګڼل شي، په ورته ډول پوسټ ماډرنیزم د ماډرنیزم پر وړاندې غبرګون دی. د پوسټ استعمار اصطلاح په خپله د پوسټ ماډرنیزم پر بنسټ رامنځته شوې، چې ځینې مفکورې او میتودونه یې سره ګډ دي. موخه او بنسټیز مفاهیم[سمول]د پوسټ استعمار برخه د پوهنپوهنې یا ایپیسټیمولوژي په توګه (یعنې د پوهې مطالعه، ماهیت، او تصدیق)، اخلاق (اخلاقي فلسفه)، او د سیاسي علومو په توګه (یعنې د اتباعو د چارو په پام کې نیول)، هغه مسئلې په ګوته کوي چې له استعمار نه وروسته د استبدادي خلکو هویت رامنځته کوي، چې له دغو مواردو نه سرچینه اخلي:[۲]
د پوسټ استعمار موخه د داسې (فکري او ژبني، ټولنیزو او اقتصادي) نظریاتو له منځه وړل دي چې استعمارګر د هغو په وسیله د نړۍ «درک»، «پوهېدنه» او «پېژندنه» کوي. په دې توګه، د پوسټ استعمار تیورۍ د تر لاس لاندې خلکو لپاره فکري فضا یا ماحول رامنځته کوي ترڅو د خپل ځان په هکله، په خپله خبرې وکړي، او په دې توګه د فلسفې، ژبې، ټولنې او اقتصاد کلتوري بحثونه رامنځته کوي، او د موږ او هغوئ ترمنځ د دوه اړخیز ځواک نا متعادلې اړیکې د استعمارګر او استعمار شویو ترمنځ متعادلې کوي. [۳] استعماري خبرې اترې[سمول]
د پوسټ استعمار هویت[سمول]د پوسټ استعمار تیورۍ په دې باور ده چې استعمار غوښتونکي خلک د پوسټ استعمار هویت رامنځته کوي، چې دا د بېلابېلو هویتونو (فرهنګي، ملي، توکمي او همدارنګه د جنسیت او طبقو) تر منځ د کلتوري تعاملاتو پربنسټ ده او استعماري ټولنې ورته د ټولنیز ځواک بېلابېلې درجې ټاکي. د پوسټ استعمار په ادبیاتو کې، د فتح ضد داستان د هویت اړوند سیاستونه چې د فرعي یا تر لاس لاندې استعماري موضوعاتو ټولنیز او کلتوري لید دی تحلیلوي - د استعمارګر کلتور پر وړاندې د دوی تخلیقي مقاومت او دا چې څنګه دې کلتوري مقاومت د استعماري ټولنې رامنځته کېدل پېچلي کړل؛ استعمارګرو څه ډول خپل استعماري هویت ته وده ورکړه؛ او دا چې څه ډول په فعاله توګه نوي استعمار د «موږ او دوی» ترمنځ دوه اړخیزه ټولنیزه اړیکه په کار اچوي ترڅو غیر غربي نړۍ د «نورو» میشته وي. [۷] د پوسټ استعمار ادبي مطالعه[سمول]د یوې ادبي تیورۍ په توګه، پوسټ استعمار د هغو خلکو له خوا تولید شوي ادبیات څېړي چې یو وخت د اروپايي امپریالي یا شاهي ځواکونو (لکه بریټانیا، فرانسه او هسپانيې) له خوا مستعمره شوي وو او د استعمار غوښتونکو هېوادونو ادبیات د معاصر پوسټ استعمار ترتیباتو کې (لکه د la Francophonie نړیوال سازمان او د ګډو منافعو درلودونکي هېوادونه) د مورنيو هېوادونو یا اصلي هېوادونو په ګډون ښکېل وو.[۸][۹] د پوسټ استعمار ادبي انتقاد د استعمارګرو او استعمار شویو له خوا لیکل شوي ادبيات په برکې نیسي، چې موضوع یې د تر استعمار لاندې خلکو انځورونه او د هغوئ ژوند د امپراتورۍ د مضامینو په توګه څرګندوي. په هالنډي او هندي ادبیاتو کې د استعمار او تر استعمار وروسته ژانرونه شامل دي، چې د پوسټ استعمار د هویت رامنځته کېدنه تحلیلوي، او د پوسټ استعمار کلتور چې د هند-اروپایي خلکو د ډیاسپورا له خوا رامنځته شوی؛ د یوریشیا خلک چې له اندونیزیا نه سرچینه اخلي؛ هغه خلک چې د هالنډ ختیځ هند مستعمره کې وو؛ د ادبیاتو په برخه کې د پام وړ لیکواله Tjalie Robinson ده. د بربریانو په تمه (۱۹۸۰) د J.M. Coetzee لیکنه ده چې د مېشتو خلکو تر واک لاندې د خلکو غیر عادلانه او غیر انساني حالت انځوروي. [۱۰] د پوسټ استعمار ادبي مطالعه په دوو ډلو وېشل شوې:
د ادبياتو لومړۍ ډله هغه دنننۍ ننګونې وړاندې کوي او تحلیلوي چې په یوه استعمار شوي ملت کې د توکمیز هویت د ټاکلو لپاره شتون لري. د ادبیاتو دویمه ډله د توکمیز تعصب په پایله کې د مدني او ملتپالو د یووالي انحطاط وړاندې کوي او تحلیلوي، چې معمولا د ولس د غولوونې «د ملت ساتنې» په توګه، او د موږ او دوئ ترمنځ د دوه اړخیزو ټولنیزو اړیکو د یو ډول په توګه څرګندیږي. هغه وخت مدني او ملي یووالی له منځه ځي کله چې یو پلارواکی رژیم په یو اړخیز ډول د استعمار شوي هیواد «ملي کلتور» تعریف کړي چې څه دی او څه نه دی. سرچينې[سمول] |
- ↑ Lua error in Module:Lang at line 15: attempt to index field 'lang_name_table' (a nil value).
- ↑ On the power dynamics between Western cultural knowledge production and Indigenous knowledge systems, see Laurie, Timothy, Hannah Stark, and Briohny Walker. 2019. "Critical Approaches to Continental Philosophy: Intellectual Community, Disciplinary Identity, and the Politics of Inclusion." Parrhesia 30:1–17.
- ↑ Ashcroft, Bill; Griffiths, Gareth; Tiffin, Helen (2000). Post-Colonial Studies: The Key Concepts. New York: Routeledge. pp. 168–173. ISBN 0-203-93347-8.
- ↑ Saïd, Edward. 2000. "Nationalism, Human Rights, and Interpretation." Reflections on Exile, and Other Essays. pp. 418–19.
- ↑ Evans, Graham, and Jeffrey Newnham. 1998. The Penguin Dictionary of International Relations. Penguin Books.
- "Colonialism," p. 79.
- "Imperialism," p. 244.
- ↑ Saïd, Edward. 2000. "The Clash of Definitions." In Reflections on Exile, and Other Essays. p. 574.
- ↑ Lua error in Module:Lang at line 15: attempt to index field 'lang_name_table' (a nil value).
- ↑ Hart او Goldie 1993، م. 155.
- ↑ Evans, Graham, and Jeffrey Newnham, eds. 1998. The Penguin Dictionary of International Relations. pp. 83–84, 182–83.
- ↑ Lua error in Module:Lang at line 15: attempt to index field 'lang_name_table' (a nil value).