لرغونپوهنه

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل

لرغونپوهنه (په انگرېزي: Archeology) يو نوی او تازه علم دی چې د نولسمي پيړۍ په لومړيو کالونو کې منځ ته راغلی او د همدي پيړيو په ورستيو کالونوکې د يوي خپلواکي پوهي په توگه وپيژندل شوه . په دغه لږي موده کې دي علم راوښودله چې د علومو د لويو کورنيو په غړو کې يو ډير مهم او گټور غړی دی . دا دخپلي کورنۍ له ځينو غړو سره نږدي دوستانه او متقابلي او له ځيني نوروسره يو جانبه روابط لري يا په بله مانا ځني علوم له دي علم نه مرسته غواړي لکه تاريخ ، قبل التاريخ ، انتروپولوجي ،کرونولوجي ، سوسيولوجي ... او بيا ځيني نور علوم له دي سره مرسته کوي لکه جيولوجي ، مساحت ، کېميا ، بيو لوجي ، فزيک او نور.

دې علم د ځمکې پر مخ د انسان د منځ ته راتلو او خوريدو په متعلق پخواني ذهنيتونه او تصورات سم کړل او هم يې د بشر عمر مليونونو کالو پخوانيو زمانو ته په ثبوت ورساوه . همداسي د لرغونو تمدنونو په اړه يې هم پخواني خيالات او انگيرني تصحيح کړلې ، او دا يې ثابته کړل چې د پخوانيو تمدنونو زانگو په لويديځ کې نه بلکي په ختيځ کې ده . دي علم په همدي توگه ډيرنور مهم او گټور کارونه کړيدي چې زه يې دلته نه څيړم .

لرغونپوهنه داسي يو علم دی چې د انسانانو مادي پاته شوي اثار په خبرو راولي او په دي توگه له تاريخ او ماقبل التاريخ او نورو علومو سره مرسته کوي . زياتره مورخين په دي عقيده دي چې ليکلي اثاراو کتيبې د تاريخ ليکني او ماضي د احيا لپاره د اهميت له پلوه په لومړۍ درجه کې راځي ، ځکه چې هغوي ژبه لري او خبري کوي او د خپل وخت حالات بيانوي . خو زه وايم چې د هغو په خبرو او بيان کې هومره فصاحت او بلاغت نه شته او دا د لوستونکو کار دی چې څه مطلب تري نه اخلي او څرنگه يې تعبيراو تفسيرکوي . موږ پوهيږو چې هر لوستونکی تري عين مطلب نه اخلي او د دوي په تعبير ، تفسير او استنباط کې هم توپيرونه ضرور ليدل کېږي ، نو په دي صورت کې ليکلي اثار دومره زيات د اعتماد او اطمنان وړ نه گڼل کېږي . برعکس مادي پاتي شوني اثار او ابدات که څه هم لکه چې ليکل شوي اثار ژبه نه لري خو د خپل وخت حالات په ډير فصاحت ، بلاغت او وضاحت سره بيانوي او د هغوي د بيان په تفسير او تعبير کې د لرغونپوهانو تر منځ هومره اختلاف نه ليدل کېږي او زياتره توافق لري ، مثلا يوه مجسمه را واخلی او په ځير ورته وگورئ هغه به درته ووايې چې کله جوړه شوې ده ؟ څه يې اغوستي دي ؟ نژاد يې کوم دی ؟ او دين او مذهب يې څرنگه دی ؟ ږيره لري که نه ؟ زوړ دی او که ځوان ؟ د سر ويښتان يې څرنگه جوړ شويدي ؟ په غاړه غوږ او لاسونو کې يې څه راز گاڼې اچولي دي ؟او په دي توگه به د خپل عصر او زمانې ښکلا پيژندنه ، رسوم ، عادات ،معتقيدات ، هنر او صنايع او ډير نور څه بيان کړي ، او خپل دغه بيان کې هم صداقت لري او له همدې کبله اکثره لرغونپوهان په خپل بيان کې سره موافق دي .

لرغونپوهنه دهري منطقې او هر هيواد په تيره بيا د افغانستان لپاره ډير اهميت لري ، په افغانستان کې دغه علم د نولسمي پيړۍ په دويمه لسيزه کې په علمي او رسمي توگه خپل قدم ايښی دی ، او له همدې وخت نه را په ديخوا يو زيات شمير لرغونپوهان افغانستان ته په رسمي او نارسمي توگه راغلي دي او دغه هيواد يې د خپلو څيړنو او کېندونو لپاره يو جنت گڼلی دی او دومره اثار يې د ډيرو لږو سيمو نه را برسيره کړي او لاس ته راوړي چې د شرق او غرب موزيمونه پري ډک شويدي .

په افغانستان کې د کار او زيار په نتيجه کې را ښکاره شوه چې دا هيواد يو ډير لرغونی هيواد دی او له زرگونو کالو راهيسي په لومړنيو انسانانو اباد او په خپله منطقه کې د يو شمير زړو تمدنونو ، عقايدو ، اجتماعي سيستمونو ، هنري مکتبونو او مقتدرو امپراتوريو د منځته راتلو ، انکشاف او پراختيا مرکز گڼل کېږي . د نورو هيوادونو تاريخي ابدات زياتره د ځمکې پر سر په خپل ځای کې لا تر اوسه پوري په هم هغه رنگ ولاړدي ، خو په افغانستان کې د تاريخي ابداتو يو لږ شمير دلته تر سترگو کېږي ، او نور ټوله ترځمکې لاندي پټ پراته دي . دا ځکه چې افغانستان د خپل اوږده تاريخ په ترځ کې د مهاجمينو ، متعارصينو او يرغلگرو په لاس څو ځله وران ويجاړ شو يدی او زياتره ابدات يې له خاوروسره خاوري شوي ، نو ځکه نن له سترگو پټي او څوک يې نه ويني .

په تيره بيا د افغانسان د اولسونو او لرغونپوهانو دنده ده چې د افغانستان د خلکو فرهنگي شتمني را برسيره او خوندي کړي ، او جهان ته وښايې چې افغانان که نن په گيډه ماړه او په تن پټ نه دي خو د فرهنگ او کولتور له پلوه دومره شتمن او ماړه دي چې د ليري او نږدي هيوادونو سره يې بي دريغه او سخاوتمندانه مرستي کړي او د هغوي خصوصي او ملي موزيمونه يې ډک او ماړه کړيدي .

دافغانستان هره دره ، غونډۍ او هره دښته لرغونپوهان ځان ته رابولي چې راشي او ويې سپړي تاريخي اثار او ابدات را برسيره کړي . دا رساله د همدي مقصد لپاره ډير اهميت ځکه لري چې افغانان د لرغونپوهني د اساساتو او ميتودونو او اصطلا حاتو سره اشنا کوي ، او هغوی دي ته رابولي چې که له يوه ځايه بل ځاي ته ځي نو د لاري په ترځ کې بايد خپل شا او خوا ته په دقت وگوري او قدمونه هم په احتياط کېږدي ، ځکه خدای مه کړه چې کوم تاريخي او قيمتي اثر تر پښو لاندي نه شي


دلرغونپوهني ډولونه


پوهنوال باوري

د لرغونو کولتوري دورو زماني وېش ته لنډه کتنه

د مځکې پر مخ د انسان ژوند مليونونه کاله وړاندي پيل شويدی ، هغه څيړني چې د لويس ليکي او ريچارد ليکي له خوا د افريقا په لويه وچه کې تر سره شويدي ، دا په ډاگه کوي چې څه ناڅه درې مليونه اوسوه پنځوس زره کاله پخوا انسانې ژوند د مځکې پر مخ پيل شوېدی . انسان د خپل ژوند دالړۍ په سلو کې اته نوي برخي د ډبري پير او ابتدایي کولتور په دورو کې تيره کړې ، او پا ته په سلو کې دوې برخي ژونديې د پر مخ تللي کولتور او تمدن سره پر مخ بيولی دی . د همدې زيات زماني واټن د سپيناوي ، پوهېدلو او څرگندولو په اړه بيلا بيلي علمي څانگي او څېړونکي په پرله پسې توگه زيار باسي چې د هغه اوږد مهال ناڅرگندي برخي را وپيژني . ارخيوزو لوژي ( لرغوني ژويو پوهنه ) ، پاليو انتر و پو لو ژي ( لرغوني انسان پوهنه ) ، ارخيو لوژي ( لرغونپوهنه ) او يو شمير نوري څانگي د همدې موخي لپاره پر له پسې هڅي کوي . د پخوانۍ زمانې د ښه پيژندني په اړه د بيلا بيلو پوهنيزو څانگو څېړونکو هر اړخيزي څيړني او پلټني تر سره کړيدي . هر ليکوال او د هري څانگي څېړونکي د پخوانۍ زمانې د پيژندلو هڅي او څيړني د خپل مسلکي اند پر بنسټ ارزولي او وړاندي کړيدي . خو هغه گډ او ورته ټکی چې د ټولو پوهانو تر منځ بر ملا دی ، هغه د لرغوني مهال او تر متمدن ژوند وړاندي زمانو ، د زيات زماني واټن شته والی دی . د ياد شويو څانگو ټول پوهان پر دې ټکي يوه خوله دي چې د انسان د بيليز ( انفرادي ) او ټولنيز ژوند تر ټولو زيات زماني واټن هغه مهال تېر شوی چې پر مختللي کولتور او تمدن ته لا انسان مخامخ شوی نه و . د لرغونو زمانو په تړاو بوختو څېړونکو دا جوته کړې چې انساني کولتور او کولتوري دوري يوازي د هغو لاسوندونو په مټ پيژندلای شو چې د سپړنو او څيړنو په ترځ کې د لرغونپوهانو له لوري تر لاسه شويدي . د همدي اصل له مخي يې د لرغونو انسانانو او د هغوي په کولتوري ژوند د ښه پوهېدلو په نيت ، د بيلا بيلو مهالونو د وېش وړانديز کړېدی . د بيلگې په توگه نامتو اتنولوجيست لوويس مورگن لرغونې زمانه په دريو برخو وېشلې ده ، چې لومړۍ دوره يې د وحشت ، دوهمه د بربريت او دريمه د مدنيت په نومو نو يادوي . انگلېسي ټولنپوه او فېلسوف جان لوبيک لرغونې زمانه په څلور مشخصاتو وېشلې ده ، د نوموړي په باور د انساني ټولني لومړۍ مهال د مور واکۍ سره يوځای پيل شوېدی ؛ د ټولنيز ژوندانه دوهم پړاو ته يې د پلار واکۍ نوم ورکړی ؛ دريم اوښتون يې د ریېس لرونکې ټولني په نوم ياد کړیدی او څلورم پړاو هم د پاچاهيو دوران په نوم يادوي ؛ نامتو ټولنپوهانو کارل مارکس او فريدريک انگلس د ټولنيزي ودي پر له پسې يون په پنځو پړاونو کې د پوهيدو وړ گڼلي دی چې لومړي پړاو ته يې د لومړي کمون ( لومړی گډژوند ) دوهم پړاو يې د مریيتوب ، دريم پړاو يې د مځکه والۍ ( فيودالي) څلورم پړاو يې د سرمايه دارۍ او پنځم پړاو يې د سوسياليسم په نوم ياد کړيدي . همدا ډول نامتو لرغونپوه کرستين تامسن د انساني ژوند پر له پسې بهير په دريو دورو وېشلی دی چې لومړی د ډبري دوره ؛ دوهمه د برونزو يا مفرغ او دريمه يې د اوسپني دورې په نوم ياده کړېده . د بيلا بيلو لرغونپوهانو له لوري د کرستين تامسن ويش ته زيات پام شوی او د هغه وېش پر بنسټ يې د نورو دورو پيژندنه او وړانديز کړېدي : د ډبري پير (Stone Age) يې په دريو دورو وېشلی دی : ١- د ډبري پير پخوانۍ دوره يا ، پاليو ليتيک ( Paleolithic ) ٢ - د ډبري پير منځنۍ دوره يا ميزو ليتک ( Mesolithic ) ٣ - د ډبري پير نوې دوره يا نيوليتيک ( Neolithic ) د لرغونپوهانو په باور د ډبري پير لږ تر لږه د څلور سوه پنځوس زره کاله وړاندي زمانو څخه پيل شوې او تر څلور زره کاله وړاندي تر ميلاد يې دوام کړيدی . د دې ټکي يادونه په کار ده چې دا نسان کولتوري ژوند له همدې مهاله را پيل شويدی ، ښايې دا ياده شوي نېټه او کلونه د راتلونکو څيړنو په ترځ کې ادلون بدلون ومومي ، خو تر اوسه چې کوم لرغوني توکي د لرغونپوهانو په وسيله تر لاسه شويدي ، همدا يادشوي کلونه په برکې نېسي .د ډبري تر پير وروسته د نړۍ په زياتو سيمو کې دبرونزو پير پيليږي ، خو يو شمېر لرغونپوهان په دې باور دي چې د برونزو پير وړاندي يوه لنډه کولتوري دوره د ډبرو او مس پير يا Chalcolithic په نوم تيره شوېده چې په يوشمېر لرغونو سيمو کې يې ځانگړي کولتورونه زيږولي او د څلورزره کاله وړاندي تر ميلاد کلونو څخه بيا تر دوه زره او يا دوه زره پنځه سوه کاله وړاندي تر ميلاد کلونو يې پايښت کړيدي . دوهم د برونز پير يا Bronze age د زماني واټن له مخي تر ډبرين پير ډيره لنډه زمانه په بر کې نېسي . چې د دوه زره پنځه سوه کاله وړاندي تر ميلاد پيل کېږي او تر زرو يا اته سوه کاله وړاندي تر ميلاد پای ته رسيږي . دريم د اوسپني پير يا Iron Age دا پير له اته سوه کاله وړاندي تر ميلاد پيل شوې او د پر مخ تللو کولتورونو او تمدن په رامنځ ته کېدو سره د دې اصطلاح د کاروني مهال پای ته رسيږي . دا اړينه يادونه په کار ده چې د ياد شويو دورو او مهالونو ياد شوی تاريخ د نړۍ په هر گوټ کې د پوره تطبيق وړنه دی، لرغونپوهان په دې باور دي چې د هري سيمي ميشتو اوسيدونکو د خپلو اړتياو له مخي د نوښت لوري ته لاره پرانېستېده ، په دې ډول د يو شمير سيمو اوسېدونکو د خپلي کولتوري او ټولنيزي ودي لپاره د خپلو شونتياو او اړتيا پر بنسټ گامونه پورته کړيدي . د همدې اصل له مخي شونې نه ده چې يادشوي کلونه د ځمکې پر مخ د هري سيمي لپاره معيار وگرځول شي .

سرچينې

    1. Marc deBie Leven in de Prehistorie Inssituut voor Archeologich Patrimonum. Bilgic.2001.
    2. Prisma van de Archeologie .Spectrum B V . Utrecht . 1996z
    3. J.Deeben and Drenth . Bijdragen aan het onderzoek naar de Steentijd in Nederland.1998.

د لرغونپوهني په هکله مقالې

منډيگک دپوهنوال باوري ليکني

د فارياب لرغوني اوسيدونکي د خير خانې کوتل يا د لمر نمانځني يوزر او اووه سوه کلن لرغونی معبد