هنر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

هنر د انساني فعالیتو (او یا د هغه د محصولاتو) پراخه برخه ده چې په کې نوښتګر تخیل شاملېږي او موخه یې د تخنیکي اغیزمنتیا، ښکلا، احساسي ځواک او مفهومي نظریاتو څرګندول دي. [۱][۲][۳]

د هنر اړوند ټولو ته د منلو وړ داسې تعریف چې څه په هنر کې شاملېږي نشته او په اړه یې نظریات د وخت په تېرېدو بدل شوي. د تجسمي یا بصري هنر درې لرغونې برخې نقاشي، مجسمه جوړونه او معماري دي. تیاتر، نڅا او نور ننداریز هنرونه همدارنګه ادبیات، موسیقي، فلم او نورې رسنۍ لکه تعاملي رسنۍ د هنر په پراخ تعریف کې شاملېږي. تر اولسمې پېړۍ پورې هنر هر ډول وړتیا او ځانګړنو ته اړوند کېده چې له صنعت او علم څخه یې توپیر نه کېده. خو له ۱۷ مې پېړۍ وروسته د هنر په معاصره کارونه کې، کله چې د ښکلا پېژندنې نظریاتو لومړیتوب ترلاسه کړ، په ټولیز ډول ښکلي هنرونه له ترلاسه کېدونو وړتیاوو لکه تزئیني او پلي کېدونو هنرونو (چې د ژوندانه اړوندو توکو په جوړولو کې کارول کېږي) جلا شول.د هنر او هغو ته اړوندو مفاهیمو طبیعت لکه خلاقیت او تفسیر د فلسفې په یوه څانګه کې چې ورته ښکلا پېژندنه ویل کېږي، ارزول کېږي. هنري آثار د هنر د نقد او د هنر د تاریخ په حرفوي برخو کې مطالعه کېږي.[۴][۵][۶][۷][۸]

لنډه کتنه[سمول]

د هنر د تاریخ له مخې، هنري آثار د انسان د پیدایښت له مهاله شته: له تاریخ وړاندې هنر څخه تر معاصر هنر پورې؛ ورته مهال یو شمېر نظر ورکوونکي احساس کوي چې د "هنري آثارو" مفهوم په ډېره لږ کچه له مدرن لویدیځو ټولنو سره مطابقت لري. د هنر د تعریف لومړني مفاهیم د هغو د پخوانۍ لاتین معنی سره نږدې اړیکه لري چې د "مهارت" او یا "صنعت" په معنی ژباړل کېږي چې د صنعت کار له کلیمې سره اړیکه لري. انګلیسي لغت یې د یو شمېر معناوو لکه مصنوع (artifact)، مصنوعي (artificial)، طبي هنرونو (medical arts) او پوځي هنرونو (military arts) اخیستل شوی. همدارنګه په محاوره یي ډول دغه کلیمه ډېره کارول کېږي چې ټولې یې له اصلي ریښې سره اړیکه لري.[۹][۱۰]

د وخت په تېرېدو، یو شمېر فیلسوفانو لکه افلاطون، ارسطو، سقراط، کانت او نورو د هنر معنی له سوال سره مخ کړې. د افلاطون په ډېرو بحثونو کې د هنر په اړه پوښتنې شوي: سقراط وايي چې شعر له موزانو یا موسایانو (د پخواني یونان ۹ نیمه خدایانو ښاپېریو) الهام اخلي او عقلاني ندی.  افلاطون په خپل کتاب فدروس (نږدې ۲۶۵ کاله له میلاد مخکې) کې د دغې خبرې په تائید د الهي جنون د نورو ډولونو (مستي، ایروتیسم او خیالاتو) په اړه ویلي، او په خپل بل کتاب جمهوري کې غواړي چې د هومر لوی شاعرانه هنر او خندا هم غیرقانوني وبولي. د آیون په بحث کې  استدلال کېږي چې د هومر شعر لیاد (Iliad) په پخواني یونان کې داسې رول لوباوه لکه په معاصره عیسوي نړۍ کې چې بایبل نن ورځ رول لري: له الهیاتو څخه په الهام اخیستو د هغه ادبي هنر کولای شي اخلاقي لارښونه وکړي، پدې شرط چې په سمه توګه تفسیر شي.[۱۱][۱۲]

ارسطو د ادبي هنر او موسیقاري هنر له مخې حماسي شاعري، تراژیدي، کمیډي، ډیترامبیک شاعري (Dithyrambic poetry) او موسیقي تقلیدي هنر بولي، چې هر یو د تقلیدي چاپېریال، موخې او تګ لارې له مخې توپیر لري. د بېلګې په توګه، موسیقي د ریتم او هارموني له محیط تقلید کوي په داسې حال کې چې نڅا یوازې له ریتم تقلید کوي او شاعري له ژبو. [۱۳]

د هنر د کلیمې نوې او خاصه معنې د نوښتګر هنر او یا هم ښکلو هنرونو په توګه د اوولسمې پېړۍ په پیل کې رامنځته شوه. ښکلي هنرونه هغه وړتیاوو ته اړوندېږي چې د هنرمند نوښت او د مخاطب د ښکلا پېژندنې حساسیتونه رامنځه کوي.[۱۴][۱۵]

تاریخچه[سمول]

د هومو ارکتوس (Homo erectus) له خوا د حکاکي شوي صدف مخینه له ۴۳۰ زره څخه ۵۴۰ زره کالو وړاندې ښوول شوې. د سپینې لکۍ لرونکو اتو بازانو ټولګه چې پکې د غوڅېدو او تراش کولو آثار شته چې د نئاندرتالانو د لاسوهنې څرګنديي کوي او امکان لري چې د جواهراتو په توګه کارېدلي وي ۱۳۰ زره کاله مخینه لري. د سویلي افریقا په یوه غار کې ۷۵۰۰۰ کاله پخواني د کوچنیو حلزونونو د سوري شوو صدفونو ټولګه کشف شوې. د رنګ موندل شوي هغه قوطي چې په ډېر احتمال سره د رنګ ساتلو په موخ کارېدل ۱۰۰ زره کالو پخوا ته اړوندېږي.[۱۶][۱۷][۱۸]

لرغونې پالیولیتیک (Upper Paleolithic) زمانې ته اړوند مجسمې، د غارونو نقاشۍ، د ډبرو نقاشۍ او ډبر لیکونه چې نږدې ۴۰ زره کاله پخواني دي کشف شوي، خو د دغه ډول هنرونو کره معنی تل د بحثونو سره مخ شوې ځکه د هغو کلتورونو په اړه چې دغه اثار یې جوړ کړي ډېر کم معلومات شتون لري.[۱۹]

په هنر کې ډېر لوی دودونه په پخوانیو لرغونو تمدنونو لکه د پخواني مصر، بین النهرین، فارس، هند، چین، لرغوني یونان، روم او همدارنګه اینکا، مایا او اولمېک په تمدنونو کې رېښه لري. د تمدن هر یو دغه مرکز په هنر کې خپل ځانته ځانګړی سبک رامنځته کړی. د دغو تمدنونو د کچې او مهال له مخې د دوی ډېری هنري آثار پاتې شوي او اغیز یې نورو کلتورونو او وروسته مهالونو ته لېږدېدلی. [۲۰]

د لویدیځ په منځني عصر کې د بیزانس او منځنۍ دورې هنر، تر ډېره د بایبل او د مذهبي کلتور اړوند موضوعاتو په وړاندې کولو تمرکز درلود، او له هغو سبکونو یې کار اخیسته چې د جنتي نړۍ لوړه ښکلا یې تر ډېره څرګندوله، لکه د نقاشیو په بګروند کې به یې طلا کاروله، په موزایک او کړکیو کې به یې شیشه کاروله او همدارنګه به یې تخیلي موضوعات په مسطح سطحو کې وړاندې کول. ورته مهال لرغونی ریالیستیک (واقعیت پلوه) کلتور د بیزانسانو په کوچنیو اثارو کې دوام درلود او ریالیسم په پرله پسې ډول د کاتولیکې اروپا په هنرونو کې وده وکړه. د رنسانس دورې هنر د مادي نړۍ په واقعي انځور کولو او په هغه کې د انسان په ځایګي تمرکز درلود.[۲۱][۲۲]

په ختیځ کې، اسلامي هنرونو د انساني انځورونو د جوړولو په رد کولو سره په هندسي ډولونو، خطاطۍ او معمارۍ ټینګار درلود. تر ډېره په ختیځ کې مذهب په هنري ډولونو اغیز لرلی. هند او تبت د مجسمو په جوړولو او نڅا ټینګار درلود، په داسې حال کې چې مذهبي نقاشیو تر ډېره له مجسمې جوړونې اخذ کاوه او د روښانه مخالفو رنګونو پر ځای یې په حاشیوي کرښو ټینګار درلود. [۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

جرمنی فیلسوف او پیاوړی متفکر، مارتین هایدګر په خپل کتاب The Origin of the Work of Art (د هنري آثارو ځایګی) کې د هنر جوهر د هستۍ او حقیقت د مفاهمیو پر بنسټ توصیف کوي. هغه استدلال کوي چې هنر نه یوازې په یو فرهنګ کې د واقعیت عناصر څرګندوي، بلکه د هغو د جوړولو لپاره وسیله او ورته د پرواز تخته برابرول دي چې له هغو کېدلای شي هغه څه چې دي څرګند شي. هنري آثار یوازې ښکلا ښودونکي نه دي بلکه په واقعیت کې د یوې ټولنې مشترک درک جوړوي. هر کله چې یو هنري اثر په یوه کلتور کې زیاتېږي، د هغو د شتون معنی په ذاتي ډول بدلون مومي.له تاریخي پلوه هنر او هنري وړتیاوو او نظریاتو د سوداګرۍ له لارې پراخوالی موندلی. د بېلګې په توګه د ورېښمو لار، چېرې چې هلسنتیک، هندي او چینايي اغېزې ګډېږي. بودایي یوناني هنر د دغه تعامل یو له څرګندو بېلګو څخه دی.

سرچینې[سمول]

  1. "Art: definition". Oxford Dictionaries. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۱ سپټمبر ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ ډيسمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "art". Merriam-Websters Dictionary. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "CONCEPTUAL ART | Definition of CONCEPTUAL ART by Oxford Dictionary on Lexico.com also meaning of CONCEPTUAL ART". Lexico Dictionaries | English (په انګلیسي ژبه کي). د اصلي آرشيف څخه پر ۱۴ اپرېل ۲۰۲۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Stephen Davies (1991). Definitions of Art. Cornell University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8014-9794-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Robert Stecker (1997). Artworks: Definition, Meaning, Value. Pennsylvania State University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-271-01596-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Noël Carroll, المحرر (2000). Theories of Art Today. University of Wisconsin Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-299-16354-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Vasari, Giorgio (18 December 2007). The Lives of the Most Excellent Painters, Sculptors, and Architects. Random House Publishing Group. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780307432391. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Art, n. 1". OED Online. December 2011. Oxford University Press. http://www.oed.com. (Accessed 26 February 2012.)
  9. "art". Encyclopædia Britannica. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Elkins, James "Art History and Images That Are Not Art", The Art Bulletin, Vol. 47, No. 4 (December 1995), with previous bibliography. "Non-Western images are not well described in terms of art, and neither are medieval paintings that were made in the absence of humanist ideas of artistic value". 553
  11. Gilbert, Kuhn pp. 73–96
  12. Gilbert, Kuhn pp. 40–72
  13. Aristotle, Poetics I 1447a
  14. Aristotle, Poetics III
  15. Aristotle, Poetics IV
  16. "Shell 'Art' Made 300,000 Years Before Humans Evolved". New Scientist. Reed Business Information Ltd. 3 December 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Radford, Tim. "World's Oldest Jewellery Found in Cave". Guardian Unlimited, 16 April 2004. Retrieved on 18 January 2008.
  18. (په 13 October 2011 باندې). African Cave Yields Evidence of a Prehistoric Paint Factory. The New York Times.
  19. Cyranoski, David (8 October 2014). "World's oldest art found in Indonesian cave". Nature. doi:10.1038/nature.2014.16100. http://www.nature.com/news/world-s-oldest-art-found-in-indonesian-cave-1.16100. 
  20. Gombrich, p.83, pp.75–115 pp.132–141, pp.147–155, p.163, p.627.
  21. Tom Nichols (1 December 2012). Renaissance Art: A Beginner's Guide. Oneworld Publications. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-78074-178-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Gombrich, pp. 86–89, pp. 135–141, p. 143, p. 179, p. 185.
  23. Gombrich, pp. 127-128
  24. Gombrich, pp. 634–635
  25. William Watson (1995). The Arts of China 900–1620. Yale University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-300-09835-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Gombrich, p. 155, p. 530.