د افغانستان د اورگاډي تاريخ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Jump to navigation Jump to search
د افغانستان د اورگاډي حیرتان بندر.

افغانستان سره لدې چې په وچه کې راتاو دئ، د يوه حساسه جغرافيوي – سياسي موقعيت په درلودو سره، د تاريخ په اوږدو کې د ختيځو او لويديځو مدنيتونو د يوځاې کيدو مناسبه زمينه برابره کړې، او څرنگه چې د وريښمو د تاريخي سترې او مهمې لارې په تقاطع کې، يعنې هغه لويه لاره چې ختيځه آسيا يې د لويديځې آسيا، او د هند سمندر يې د منځنۍ ايشيا سره نښلولو، پروت وو، د هند د نيمې وچې، منځني ختيځ، مرکزي آسيااو اروپا ترمنځ سوداگرۍ کې يې ستره برخه درلودلې وه. خو زمونږ هيواد د استقلال تر گټلو وروسته د ترانسپورت په چارو کې د سترو ستونزو سره مخامخ وو. نه يې سيندونه د بيړيو د تگ راتگ وړ وو، نه يې د اورگاډو پټلۍ درلودې، نه د هوايي ليکو او الوتکوخاوند وو، لارې يې هم د غريزو سيمو څخه تيريدې او د ترانسپورت ستره وسيله يې هم قچرې او اوښان وو.

تاریخچه[سمول]

څرنگه چې غازي امان الله خان د هيواد په اقتصادي ژوندانه کې د ترانزيت او ترانسپورت په مهم رول پوهيدو، نو ځکه يې د ترانسپورت د سکټور پراختيا ته خاصه توجه وکړه، د تليفون او تلگراف پراختيا، د نوو لويو لارو جوړول او د پخوانيو سړکونو ودانول، د يو شمير پلونو جوړول، د لومړني ملکي هوايي چلند د پروگرام پرانيستل، د پوستي خدمتونو اصلاح، د کابل او سترو ولايتونو سره د هوايې چلند ټينگول او د کابل او باندنيو هيوادونو لکه ترکيې، ايران، هند، شوروي او نورو سره د هوايي پوستي د ليکو ټينگولو ته يې د خپلو اقتصادي او پراختيايي پروگرامونو په سر کې ځاې ورکړ. او ددغه لومړنيو پروژو په ترڅ کې يوه هم د هيواد داورگاډي د پټليو جوړول وو.

په افغانستان کې کې د اورگاډي لومړنۍ پټلۍ د خپلواکۍ د گټلو وروسته، لومړنيو کلونو کې جوړه شوه . د نولس سوه شلمې (۱۹۲۰) لسيزې په سر کې غازي امان الله خان د جرمنی په کاسيل ( Kassel) کې د هينشيل ( Henschel) د کمپنۍ څخه د اورگاډو دري کوچني بخاری ماشينونه واخيستل او د کابل د ښار د دهمزنگ د ماشينخانې او پغمان د نوې ښارگوټي تر منځ اوه (۷) کيلومتره لاره کې يې په کار واچول . د لوکوموتيف د مجلې د ۱۹۲۲ کال د دسمبر دمياشتې گڼه د دغه اورگاډی په هکله ليکلي چې «د افغانستان څخه راغلي مسافر وايي چې د کابل څخه د دارالامان نوی ښارگوټي ته د تقريبا شپږو ميلو په واټن ا ورگاډې په کار اچول شوې او ددغه اورگاډي ځينې واگونونه خپله د کابل په کارخانو کې جوړ شوي دي». د همدغه لوکوموتيف د مجلې د ۱۹۲۸ کال د اگست د مياشتې گڼې هم ليکلي چې «په افغانستان کې يواځينی اورگاډي د کابل او دارالامان ترمنځ هغه اورگاډې دئ چې درې کوچني بخاري لوکوموتيفونه يې د جرمنی په کاسيل Kassel کې د هينشيل Henschel د کمپنۍ څخه رانيول شوي دي». دارالامان د غازي امان الله خان د پاچاهۍ په دوران کې د افغانستان نوې اداري پايتخت وو، چې د ۱۹۲۰ مې لسيزې په لومړيو وختو کې جوړ شو، او يو شمير حکومتی دفترونه، او د شورا او ښاروالۍ يوه ستره تاريخي ودانۍ پکې شامله وه . د دربار غړو او د دولت جگ پوړو مامورينو هم په دغه ښارگوټي کې د استوگنې کورونه جوړ ول .

د جوړولو د پیل چارۍ[سمول]

غازي امان الله خان په افغانستان کې د اورگاډو د پټليو د جوړولو او عصري کولو سره مينه درلوده . هغه اروپا ته په سفر کې د انگلستان د اورگاډي د سيستم د کار څخه کتنه وکړه، او غوښتل يې چې د اورگاډي د نوې تکنالوژۍ په پرمختگ ځان پوه کړي . هغه د اورگاډو د ماشينونو د جوړولو بيلابيل مراحل ، او په هغو کې د کارول شوو وسايلو څخه ليدنه وکړه . غازي امان الله خان د ۱۹۲۸ ميلادي کال د مارچ د مياشتې د يوويشتمې نيټې تر غرمې وروسته د سويندن (Swindon) د اورگاډو د ماشينونو د سترې کارخانې څخه ليدنه وکړه او د دوهم چارلس د پاچا د ۶۰۰۵ شميرې د نوي اورگاډي د جوړولو چارې يې وکتلې . د لوکوموتيف د مجلې د ۱۹۲۸ کال د اگست د مياشتې په رپوټ کې راغلي چې «پاچا امان الله خان د اروپا د سفر څخه وروسته د امريکايې، فرانسوي او جرمني کمپنيو نمايندگان د لويو لارو او اورگاډو د پټليو د سروې دپاره کابل ته رابللي او اوس اعلان شوې چې د برلين د لنز Lenz شرکت، د افغانستان د ټولو لويو لارو او عمومي اورگاډو د جوړولو او عملي کولو د تړون گټونکې او ټاکل شويدئ ». د اورگاډي نړيوالې خپرونې Railway Gazette International د افغانستان د اورگاډي د پروژې تر سرليکې لاندې د ۱۹۳۰ کال د نومبر د مياشتې په ۶۸۶ مخ کې وليکل چې «د اورگاډي لومړۍ برخه چې جرمنيان يې جوړوي، جلال آباد د کابل سره نښلوي . په پاې کې به د اورگاډې دا ليکه په پيښور کې د هند د اورگاډي د ليکې سره وصل او تر هغې وروسته به د قندهار او هرات سره د کابل د نښلولو ليکې جوړيږي».

انگریزان[سمول]

د انگريزانو د استخباراتو ۱۱۷ گڼه رپوټ د ۱۹۲۸ کال د سپتمبر د مياشتې په اتلسمه نيټه څرگندوي چې « د زحروف باسيل Zaharoff Basil تر مشرۍ لاندې د فرانسې د وسلو د خرڅولو سنديکا موافقه کړې ده چې د کابل نه قندهار ته ، او تر هغې وروسته هرات ته د اورگاډي د سروې کار به د ۱۹۲۸ کال په دوبي کې پيل شي . تر هغې وروسته د مايکل کليمينسو ( Michel Clemenceau) او ( Pierre Makecheef) پیری مکيچيف تر رياست لاندې د انجينيرانو يوه ډله کابل ته وبلل شوه. په همدغه استخباراتي رپوټ کې راغلي دي چې د انگريزانو استخباراتو ددغو دوو کسانو سره جوړ جاړي ته رسيدلې او له هغو نه يې غوښتنه کړی چې ددغې سروې د چارو او پرمختگ په هکله بريتانيا ته معلومات ورکړي . دغو دوو کسانو د سپتمبر په مياشت کې په پاريس کې د بريتانيا سفارت خبر کړ چې د کابل او هرات ترمنځ سروې بشپړه شويده . مايکل کليمينسو د ۱۹۲۹ کال د فبروري په مياشت کې ددغه فرانسوي قرارداد د بشپړولو دپاره بيا کابل ته ستون شو، خو دا وخت حالات بدل او ناوخته شوئ وو. ځکه چې د انگريزانو دسيسې بريالۍ او غازي امان الله خان د ۱۳۰۷ لمريز کال د جدي د مياشتې په ۲۴ مه نيټه (د ۱۹۲۹ ميلادي کال د جنوري په ۱۴ مه نيټه) د سلطنت نه استعفا او يو لږ شمير وزيرانو او سلاکارانو په ملگرتيا د موټر په وسيله قندهار ته تللې وو.غازي امان الله خان چې په اصل کې د وينې توئيدو سره مخالف وو، په پاې کې مجبوره شو چې د تاج و تخت نه لاس واخلي او د هيواد څخه ووځي . د هغه په خپله وينا «ما هيڅکله ندي غوښتلي چې افغان ملت دې زما د شخصي گټو دپاره يو د بل سره جگړه وکړي او تباه شي». غازي امان الله خان د ۱۳۰۸ کال د غبرگولي د مياشتې په دوهمه نيټه چې د ۱۹۲۹ کال د مې د مياشتې د ۲۳ مې نيټې سره سمون خوري، د موټر په ذريعه د افغانستان د پولې نه تير او د چمن د سرحدي تهاڼې په وړاندې يې ځان انگريزي سرحدار ته وروپيژانده . د انگريزانو نائب السلطنه «لارد ايروين» ددغه خبر په ترلاسه کولو سره، چې معلوميده په بې صبرۍ سره يې د هغه انتظار ويسته، ناڅاپه چيغه کړه چې «بلاخره … يې له شره خلاص شو». وروسته له هغې چې غازي امان الله خان د هيواد پريښودو ته اړ شو، د هيواد يواځينې اورگاډې هم له کاره ولويد. د دغه اورگاډي د ماشينونو پاتې شوي آثار اوس هم په دارالامان کې د کابل د موزيم د انگړ شاته موجود دي . هو! انگريزي استعمار نه غوښتل چې د بريتانوي هند په څنگ کې ورته يو قوي او پرمختللې افغانستان په غوږونو کې د خطر يو زنگ وي .دا ځکه چې د افغانستان پرمختگ او ترقي ايشيايي هيوادونو ته يومثال جوړيدلای شو، او انگريزانو هغه په هندوستان کې خپلې واکمنۍ ته يو ستر گواښ او تهديد باله . په افغانستان کې د اصلاحاتو او اغتشاش د کتاب ليکونکې، ليون پولادا، عقيده لري چې د انگريزانو له نظره د امان الله خان فعاليتونوبريتانوي هند ته درې گوني خطرات متوجه کول : امان الله خان عقيده درلوده چې افغانستان د يوه خپلواکه دولت په توگه (دهغوې د ستر رقيب او دښمن) شوروي اتحاد سره د دوستانه روابطو د تاسيس حق لري . همدا شان د يوه خپلواکه مسلمان دولت د پاچا وجيبه ده چې په هندوستان کې د خپلواسيرو مسلمانو ورونو ملاتړ وکړي. او په پاې کې د ډيورند د کرښې بلې خواته قبايلوسره د اړيکو ساتنه خپل حق گڼي، کوم چې د افغانستان سره نژادي، مذهبي او تاريخي اړيکي لري، او بريتانيې د ۱۹۲۱ کال په تړون کې پدغه حقيقت اعتراف او هغه يې د افغانستان طبيعي حق گڼلې دئ . له هغې ورځې چې غازي امان الله خان د هيواد له پولې تير شو، درې ورځې تيرې شوې تر څو د بريتانوي هند حکومت د لندن سره د سلا مشورې وروسته د افغانستان څخه د غازي امان الله خان د وتلو د خبر د خپرولوپه څرنگوالي تصميم ونيسي . نو د ۱۹۲۹ کال د مې د مياشتې د ۲۷ مې نيټې په سهار چې د ۱۳۰۸ کال د جوزا شپږمه نيټه وه، نړيوالو د ورځپاڼو او خبر رسوونکو آژانسونو له لارې د افغانستان څخه د غازي امان الله خان د وتلو خبر تر لاسه کړ .او د سيد قاسم رشتيا په وينا تصادفي نه وه چې نادر خان د جوزا د مياشتې شپږمه نيټه، يعنې د افغانستان څخه د غازي امان الله خان د وتلو د اعلان نيټه، پرته له کوم تاريخي او منطقي دليل څخه، د افغانستان د خپلواکۍ د تلين د ورځې د جشن په توگه لمانځلو.

د داوود خان ددوری پلان[سمول]

اوسنۍ دوره کې[سمول]

د حامد کرزی او اوسنۍ نظامونه کې ډیری هلی ځلی د اورگاډی د جوړولو په خاطر سوی دی.

د افغانستان ترکمنستان ترمنځ د اورگاډي خط[سمول]

د افغانستان، ترکمنستان او تاجکستان ترمنځ د گډې ریل پټلۍ[سمول]

د افغانستان د ریل پټلۍ ادارې چارواکي وايي د افغانستان، ترکمنستان او تاجکستان ترمنځ د گډې ریل پټلۍ د لومړنۍ څیړنې پایلې بشپړې شوې او تمه ده چې د روان کال تر پایه یې بنسټیزه سروې هم بشپړه شي. دغه پروژه چې نژدې یو میلیارد ډالر لگښت لري، د چارواکو په وینا د افغانستان د کانونو د استخراج او ترانزیتي اسانتیاوو د رامنځته کولو په برخو کې ډېر اقتصادي ارزښت لري. له کابله سمیع الله موسی زی په خپل رپوټ کې وايي د ۶۳۵ کیلومتره په اوږدوالي د ریل پټلۍ چې افغانستان، تاجکستان او ازبکستان سره نښلوي په افغانستان کې یوه له مهمو بنسټیزو پروژو گڼل کیږي. د دې پروژې زیاتره د افغانستان په خاوره کې ده چې اوږدوالی یې ۴۹۵ کیلومترو ته رسېږي. د افغانستان د ریل پټلۍ د عمومي ادارې رئیس محمد یما شمس وايي د دغې سترې پروژې لومړنۍ څیړنې بشپړې شوې او تمه ده چې د روان میلادي کال تر پایه یې اساسي څیړنه هم بشپړه شي. ښاغلي یما زیاته کړه د دغې ریل پټلۍ ۹۰ کیلومتره د ترکمنستان په خاوره کې ده چې نژدې د دریمې برخې بدنه یې بشپړه شوې او د افغانستان پر لور د دغې پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي. په افغانستان کې د دغې سترې بنسټیزې پروژې مالي لگښت د آسیا پراختیايي بانک په غاړه اخیستی. د ریل پټلۍ دا کرښه د آقینې، اندخوی، شبرغان او مزار شریف له مسیره تېرېږي او د شیرخان بندر له لارې د تاجکستان تر پولې رسېږي. افغان چارواکي وايي د دې پروژې په بشپړېدو سره به افغانستان د سیمې هیوادونو ترمنځ په یوه مهمه ترانزیتي لاره بدل شي. د دوی په وینا د دې پروژې پلي کول به د افغانستان ځايي تولیداتو ته د لیږد او صادرولو او زمینه برابره کړي. د افغانستان د فوایدي عامې وزارت چارواکي وايي د دې کرښې په مسیر کې د طبیعي زیرمو ستر کانونه هم شته چې د استخراج په برخه کې به یې ډېر گټور تمامه شي. د دغې پروژې تړون تېرکال د ترکمنستان په پلازمینه عشق آباد کې د درې واړو هېوادونو د ولسمشرانو له خوا لاسلیک شو.[۱]

د افغانستان، تاجیکستان، قرغیزستان، چین او ایران ترمېنځ د اورگاډي پروژه[سمول]

په دې پروژه کې هغه هېوادونه لکه ایران، قرغزستان، چین او تاجکستان شامل دي چې اقتصاد اوتجارت یې ښه دی؛ د دوی له اړیکو، تجارت او ټرانزیټ سره به د هېواد اقتصاد هم ښه شي. دا موضوع د افغان حکومت او فواید عامې وزارت په لومړیتوبونو کې ده. دا زموږ پخوانۍ هیله ده چې افغانستان د منځنۍ او جنوبي اسیا د هېوادونو ترمینځ د یو ټرانزیټي هېواد په توگه بدل کړو او دا هیله به مو د اورگاډي د پټلۍ له جوړولو پرته، تحقق ونه مومي. د دې پټلۍ اوږدوالی شا و خوا دوه زره کیلو متره ښودل شوی، چې څه باندې زر کیلو متره یې د افغانستان له لارې تیریږي. افغان چارواکي او د اقتصادي چارو پوهان؛ د چین او افغانستان ترمینځ د ریل گاډي د پټلۍ جوړول؛ د هېواد د تجارت او ټرانزیټ لپاره مهمه گڼي [۲].

افغانستان او ایران ترمنځ د اورگاډي پټلۍ[سمول]

دغه پټلۍ چې د ایران د خواف نه بیا تر هراته غځول کېږي ۱۳۰ کیلو متره واټن لري، چې چارې یې په ۱۳۸۵ لمریز کال کې پیل شوې وې خو په وروستي پړاو کې د هرات ښار ته نژدې د دغې پټلۍ د غځیدلو چارې نیمگړې پاتې شوې. د دغې پروژې د یوې برخې لگښت د ایران په غاړه دی. د اورگاډي دغه پټلۍ د افغانستان په خاوره کې ایله تر ۱۳۵ کیلو مترو رسېږي. خو د اورگاډي دغه پټلۍ چې افغانستان له ایران سره نښلوي د هرات په ولایت کې جوړیږي چې د یوې برخې مالي لگښت یې ایران پرې کوي. د افغانستان د اورگاډي پټلۍ د ادارې مشر یما شمس وايي، دواړو خواو هوکړه کړې چې تر راتلونکو شپږو میاشتو به دغه پروژه بشپړه شي. د ایران افغانستان تر منځ د اورگاډي د دغې پتلۍ تر څنگ د افغانستان، ترکمنستان او تاجکستان تر منځ هم د اورگاډي پټلۍ د غځولو پریکړه دوه کاله وړاندې شوې وه، چې ۸۵ کیلو متره یې د ترکمنستان په خاوره او تر درې سوو کیلو مترو په شاوخوا کې د افغانستان په شمالي ولایتونو کې جوړیږي. د شیرخان بندر له لارې افغانستان د تاجکستان سره نښلوي چې په دې توگه افغانستان د اورگاډي د نړیوالې پټلۍ سره هم نښلول کېږي.[۳]

سرچینې[سمول]

  • دغازي امان الله خان د اورگاډي پروژې ته يوه کتنه/ ډاکټر عبدالرحمن زماني
  • http://www.bbc.com/pashto/afghanistan/2014/04/140411_ia_afghan_railways.shtml
  • ټاټوبی نیوز
  • http://www.bbc.com/pashto/afghanistan/2014/10/141028_ma_afghan-railway