د افغانستان باندنۍ اړيکې
دا ليکنه برخه د ليکنو لړ په سياست او حکومت افغانستان |
اجرايي (ايکزيکټېو) |
قانون سازي |
عدليه |
د افغانستان باندنۍ اړيکې |
افغانستان یو غرنی هیواد دی چی سمندر ته لاره نه لری او په وچو با ندی محاط دی . افغانستان د منځنی اسیا ؛ دهند براعظمگی او منځنی ختیځ تر منځ واقع سوی دی . افغانستان په ډیرو پخوانی پیړیو کی د ایران ؛ هند او چین ؛ دری سیمیزوتمدنونو ترمنځ واقع سوی ؤ ؛ او د دغو هیوادونو مواصلاتی لاری د افغانستان د خاوری څخه تیریدلی . او له دی کبله چی افغانستان د هند اصلی گزرلاره شمیرل کیده تل دجهانخارانو اولوی فاتحینو تر تیرۍ لاندی ؤ ؛ اوهغوی دهنددغنی اوشته منی هیواد د نیولو په خاتر دافغانستان خاوره یی تر پښو لاندی کوله . په نولسم پیړی کی د برتا نیی او د تزاری روسیی دامپراتوریو تر منځ د یو حایله هیواد په توگه واقع سوی ؤ .اوله همدی کبله ډیراستراتیژیکه اهمیت یی درلودله. همدارنگه افغانستان دساړه جگړی په موده کی دپخوا شوروی او دامریکی اوغربیانو تراغیزی لاندی سیمی(هنداو پاکستان )ترمنځ د یو حایل هیواد په توگه خنډ سوی ؤ ؛ او په همدی سبب افغانستان تل د نړیوالو د کشالو په خاترد ډیرو ستونزو او کړاونو سره مخامخ سوی د ی او همدارنگه د خپل معاصرپه تاریخ کی هم د ډیرو ناوړو ستونزو سره لاس په گیروان سوی دی او د دغه هیواد اقتصادی بڼی ویجاړه او ددغه خاوری ډ یر بچیان کډوال او جلاوطنه سوی ده . او اوس هم د افغانستان نوی دولت چی دامریکی اونړیوالو ټولنو ترحمایتونولاندی جوړسوی دی د افغانستان دامنیت د تامینولو لپاره له ډیرو خنډو نوسره مخامخ اودلوی استونزو سره لاس په گریوان دی.
د افغانستان تاریخ ته لنډه کتنه[سمول]
افغانستان د مسیح د میلاد څخه مخکی بیا ترمیلادی دومه پیړی پوری د ایران او د منځنۍ اسیا هیوادنو سره گډه سیاسی او فرهنگی تاریخ درلودله. او دمیلادی دوم پیړی څخه بیا داسلام ترپیداکید لو پوری (د کوشانیانو او یفتلیانو د حکومتونو څخه پرته) د ملوک الطوایفۍ په ډول اداره کید له . داسلام د ظهوره څخه بیا دابدالیانو تر حکومت پوری د افغانستان خاوره د لوی خراسان ترعنوان لاندی داسلامی خلافت او داسلامی تمدن یوه برخه شمیرل کیدله. او د سیمیز امیرانو(طاهریان؛ صٌفاریان اوغزنویان) له خوا اداره کید له.او دایران او منځنۍ اسیا هیوادونو سره یو ه گډه سیاسی واحد یی جوړوله . خواوسنی افغانستان د ۱۷۴۵م کال(۱۱۲۶)دابدالی احمدشاه خان په لاس دیوخپلواکه او مستقله هیواد په توگه را منځ ته سوه. د شازمان خان څخه وروسته (۱۸۰۱م) دانگریزانو لاس وهنی پیل سوه او په ۱۸۳۹کال کی انگریزان په افغانستان باندی پوځی تیری وکړه او شاشجاع یی د افغانستان په امارت وټاکل خوانگریزان دافغانستان اودکابل ولس دقیامونوپه واسطه دافغانستان څخه وشړل سوه . انگریزان په ۱۸۷۸م کا ل کی بیادافغانستان جنوبی سیمو باندی تیری وگړل او د گندمک نگینه تړون یی پرمحمد یقوب خان باندی تحمیله کړه؛چی دهغه تړون پر اساس دافغانستان سیاسی خپلواکی له منځه ولاړ . په ۱۸۳۹کال کی انگریزان د دیورنټ ترون یی پر امیرعبوالرحمان باندی لاسلیک کړ او د افغانستان او پاکستان اوسنی پلی؛ دهغه تړون پراساس تعین سو او پښتانه وکړی د دغو پلی په دوو خواو باندی پاته سول.
په ۱۹۱۹م کال دامان الله خان په وخت کی دافغانستان او برتانیی د دریمی جکړی په نتیجه کی د افغانستان خپلواکی د موجوده سرحداتو په چوکاټ کی په رسمیت وپیږیندل سو. د۱۳۵۲کال دچنگا ښ دمیاشتی په ۲۶ نیټه کی د داؤدخان دکودتا په ټرڅ د ظاهرشاه سلتنطی حکومت له مینځه ولاړ او دافغانستان جمهوری نظام بڼه کیښودل سو . د ۱۳۵۷ لمریزکال د غویی میاشتی په اومه نیټه کی د یو کمونستی کودتا په سبب دافغانستان خونړۍ بحران پیل سو چی دهغه ویرانونکی اغیزی لا تراوسه روانه ده . دافغانستان د ولسی اسلامی جهاد دپراختیا سره دکمونستی رژیم دجدی سقوطه سره مخامخ سو؛خوپخوانی شوروی د ۱۳۵۸دسلواغی دمیاشتی په ښپږمه نیټه کی خپل پوځی ځواکونه افغانستان ته ولیږده اوپردغه هیواد باندی نظامی تیرۍ وکړه. د شوروی د تیرۍ د څورلسو کالو په موده کی ۱/۵میلیون تنه وژلی یا معیوب سوی دی . او همداراز ۸ میلیون تنه په گاونډﺉ هیوادونوکی کډوالی سوی دی.
خودافغانستان دولس داسلامی انقلاب په سبب دکمونستی نظام بڼی په نړی کی دتل لپاره نابوده سول . او روسان هم دی ته مجبوره سول چی د ۱۳۶۷کال د سلواغی په ۲۶ نیټه کی خپل ټول ځواکونه د افغنستان څخه وباسی . د ۱۳۷۱ لمریزکال دغویی په اتمه نیټه کی د نجیب دکمونستی رژیم د نسکوریدلوڅخه وروسته د مجاهد ینواسلامی دولت په کابل کی واک ترلاسه کړه خو د باندنیو مداخلاتو په سبب کورنی جگړی پیل سو . په ۱۳۷۳ کال کی طالبان د کندهار له خوا پیداسول او په ۱۳۷۵/۷/۵ نیټه کی دکابل ښاریی ونیول . وروسته د شیلوکالو جکړو څخه د طالبانو د حکومت سره په دغه جنگ ځپلی هیواد کی یو څه نسبی ثبات او امنیت پیدا سو . خو هغه ثبات هم یو؛ دوه کاله لپاره ؤ . ځکه چی دطالبانو د حکومت سخنه او افراطی چلند دنړیوالو ټولنو انتقادونه وپاروله ؛ له بلی خواطالبان دنورو قومی ډلوسره په تاو تریخ والی پیل کړل .هغوی غوښتل چی داسلام شرعیت دخپل ځانگړی افراطی لیدتوگﺉ پربنسټ جاری کړی او په جبرباندی پرټولو وکړی وقبلوی . سره د دی چی دافغانستان ۹۰ فیصده خاوری دطالبانو تر کنټرول لاندی ؤ خو د دوی ناوړه اوغلطه پالسی سبب سوچی نړیوالوټولنی اوهیوادونه دهغوی حکومت په رسمیت ونه پیژینی. د نړیوالواصلی کړکیچنه د طالبانوسره د اسامه بن لادن موجودیت په افغانستان کی ؤ . بن لادن د القاعدی مشر د امریکی دسفارتنو دچاودنی (۱۹۹۸م) اود سپتامبردیولسمی نیټی د حملاتو په جرم د امریکی له خوا تورن سوی ؤ . د بن لادن څخه د طالبانوشدیده حمایت سبب سو چی امریکا اوبرتا نیا په ۹/۶ / ۱۳۸۰نیټه کی پرافغانستان په یو لوی برید باندی لاس پوری کړی . چی د هغه په سبب دطلبانو حکومت له منځه ولاړه او دښاغلی ربانی حکومت د دوم ځل لپاره په کابل کی واک ترلاسه کړه.
په ۱۳۸۰/۹/۲۳ نیټه کی د بن دغونډی په المان کی دملگروملتونو ترسرمشری لاندی د۱۴ ورځوپه موده پرانستل سول او دبن دتړون پربنسټ دافغانستان نوی اسلامی جمهوریت دښاغلی حامد کرزی په ریاست وټاکل سو او په ۱۳۸۰/۱۰/۱ نیټه په کا بل کی واک یی ترلاسه کړه . په ۱۳۸۳/۳/۲۱ نیټه کی د بن د تړون پراساس اضطراری لویه جرگه په کابل کی پرانستل سو او انتقالی دولت دښاغلی حامدکرزی په ریاست د دووکالولپاره وټاکل سو.داساسی قانون لویه جرگه هم په ۱۳۸۳/۹/۲۳نیټه کی پرانیستل سوچی ددوه ویشتو ورځو خبری اتری نه وروسته دخارجی څیړونکو ترفشارلاندی نوی اساسی قانون تصویب ته ورسید . په ۱۳۸۳/۷/۱۸ نیټه کی دجمهوری ریاست ټاکنی پرانیستل سوچی دهغه په نتیجه کی دافغانستان دایمی دولت دښا – غلی حامد کرزی په ریاست د پنځوکالو لپاره وټاکل سو.
دطالبانو دسقوط څخه وروسته دافغانستان ډیره ولایتونه د سیمیزکومندانانو ترولکی لاندی ؤ او دکابل نوی دولت پرهغوی باندی کنټرول نه درلود خو په تلو تلو سره دولت وکولای سول چی د ایساف د ځواکونو په مرسته خپل کنټرول پر نورو و لایتونو با ندی ټینگ کړی . خو د طالبانو وسلواله ملیشی د کابل او دناتو دځواکونو سره لاتراوسه جنگیږی؛ ځکه چی دطالبانو په نظر دامریکی ترمشری لاندی دناتوځواکونه ؛ پردی تیرﺉ کونکی ځواکونه گڼل کیږی . او هغوی په جنوبی سیمو کی پراخه نفوذ لری . د دولت او دناتوځواکونه دافغانستان د پوره امنیت ندی برابر کړی . اود امنیت د نشتوالی له کبله د نشیی توکوتجارت ډیرسوی دی ویل کیږی چه دتریاکوکرل په نړی ترپنځه نوی فیصده رسیدلی او ترشپیته فیصده اقتصاد له همدی لاری په لاس راځی .
ټوليز مالومات[سمول]
• جمعیت : ۲۶ میلونه (ملل متحد ۲۰۰۵) • پلازمینه : کابل . • مساحت : ۲۲۵ ؛ ۶۵۲ کیلومټرمربع . • لوی ښارونه : هرات ؛ کندهار ؛ مزارشریف ؛ جلال آباد . • داکثریت ژبه : پښتو او دری . • داکثریت دین : اسلام ( حنفی ؛ جعفری ؛ اسماعیلی). • دژوندون هیله :۴۳ کاله (دملل متحد امار) • د پیسود واحد نوم : افغانی . • عمده صادرات : میوی ؛ وچه سوی میوی ؛ غالۍ ؛ پشم؛ تریاک • د اینترنټی نشه : af • د ټلیپون دنړیوال کدلمر: ۹۳+ • د ټولومشترکو پلو اوږدوالی : ۵۵۲۹ کیلومټره
- دایران سره دگډو پلی اوږد والی (لویدځ) ۹۳۶ کیلومتره
- د ترکمنستان سره دگډو پلی اوږدوالی (شمال) ۷۴۴ کیلومتره
- د ازبکستان سره دگډو پلی اوږد والی (شمال) ۱۳۷ کیلومتره
- د تاجیکستان سره دگډو پلی اوږدوالی (شمال) ۱۲۰۶کیلومتره
- د چین سره د گډو پلی اوږد والی (ختیځ) ۷۶ کیلومتره
- د پاکستان سره د گډو پلی اوږدوالی ۲۴۳۰ کیلومتره
سیاسی مشران[سمول]
د جمهور ریس حامد کرزی په ۱۹۵۷کال کی دکندهارپه جنوبی سیمو کی وزیږدل او په هند او فرانسی کی یی لوست کړی دی . دشورویانود تیری په موده کی دافغانستان څخه دباندی مهاجرسوی ؤ. ښاغلی حامدکرزی په ۲۰۰۱ م کال کی دطالبانو څخه وروسته د افغانستان د جمهور ریس په توگه وټاکل شو. د وکیلانو دجرگی ریس : یونس قانونی دافغانستان د وکیلانوجرگه دافغانستان دمختلفو سیاسی ډلووکیلانوڅخه جوړ سوی دی دمسلمان مجاهدینو وکیلان اوهمدا رنگه ؛د تکنوراتانو؛ سکولارانو او کمونستانو وکیلان هم پکی شته. دمشرانو دجرگی(سنا) ریس : صبغت الله مجددی د باندنیو چارو وزیر : رنگین دادفراسپنتا د دفاع وزیر : عبدالرحیم وردک د کورنیو چارو وزیر : ضرار احمد مقبل د مالیی وزیر : انو الحق احدی
گوندونه او اجتماعی سازمانونه[سمول]
هغه گوندونه چی دفعالیت رسمی مجوز لری
- دسکولار دحزبونوشمیره : ۸۶
- دکمونستی سابقی لرونکی گوندونو شمیره : ۲۹
- د اسلامی گوندونو شمیره : ۲۳
د اجتماعی رسمی سازمانونه شمیره : ۷۶۵ سازمان . د افغانستان د گوندونو ؛ حزبونو او اجتماعی سازمانونوشمیره ؛ کوم چی دفعالیت رسمی مجوز لری د افغانستان په داخل او خارج کی د ۱۲۸۴ څخه تر ۱۳۷۶کال پوری زیاتره تر ۱۲۱۰ عددو پوری رسیږی .
رسنی[سمول]
دطالبانو دواک په موده کی ټول خبری رسانی د هغوی تر شدیده کنټرول لاندی ؤ . د افغانستان ملی راډیو؛ دشریعت غږ ؛ په نامه بدل سوی ؤ اود طالبانودځانگړی افراطی نظریاتو تبلیغ یی کاوه . ټلویژیون هم داخلاقی فسادونو دمنشا په تور ممنوع سوی ؤ . په ۲۰۰۱ م کال کی د طالبانو د سقوط څخه وروسته دافغانستان راډیو خپل خپرونی له سره ونیوله ؛ او د افغانستان ټلویژیون هم پرانیستل سو. دافغانستان ورځپاڼی خورا ډیراو پوره آزادی لری خو دشمیرنی له نظره ډیرزیاته ندی . دطالبانو دنسکوریدلو څخه وروسته په نوی دولت کی څو نوی راډیوی استیشنونه په کار پیل کړی دی . په ۲۰۰۴ کال کی د مطبوعاتو نوی قانون تصویب سوله ؛چی دهغه پراساس پر اسلام او نورو ادیانو باندی نیوکی اوانتقاد کول ممنوع سوی دی . نور خارجی راډیوگانی هم دافغانستان لپاره پروگرامونه خپره کوی لکه؛ بی بی سی چی د اف ام په لنډوڅپوکی هم خپریږی ؛ دفرانسی دراډیو نړیواله څانگه ؛ دآزاده اروپا غږ ؛ دأزادﺉ غږ(د ایساف دځواکونو له خوا خپریږی) ؛ دامریکی غږ او داسی نور .
دولتی ورځپاڼی[سمول]
- انیس (په دری ژبه )
- هیواد (په پښتو ژبه)
- اصلاح (په پښتو او دری ژبه)
- کابل تایمز(په انگریزی ژبه)
- اتفاق اسلام (په دری ژبه په هرات کی خپریږی)
مستقله ورځپاڼی[سمول]
- چراغ
- دملی آرمان
- ویسا
- د سحارغږ
- افغانستان
- دنجات لاره
- اراده
- ترقی (پرمختگ)
- اوټ لوک افغانستان (انگریزی ژبه)
ونیزمجلی[سمول]
- کابل
- دمجاهد پیغام
- ملی اقتدار
- پنجره (کړکی)
- ملی مشارکت
- کلید
- ولس(مردم)
- ټولنه
راډیویی استیشنونه[سمول]
- دافغانستان ملی راډیو
- سحارپخیر افغانستان
- دهرات راډیو
- دبلخ راډیو
- دکندهار راډیو
- دکلید راډیو (مستقله راډیوچی په کابل کی خپریږی)
- آرمان اف ام (دکابل تفرحیی او دتجاری اعلانونو راډیو)
- د آزاد افغانستان راډیو- شخصی راډیو
ټلویژونی استیشنونه[سمول]
- دافغانستان ملی ټلویژیون
- دبلخ ټلویژیون
- د هرات ټلویژیون
- اینداره – مستقله استیشن
- دطلوع ټلویژیون
- د آریانا ټلویژیون (نړیوال اسپوږمکی او مستقله تلویژیون)
- افغان ټلویژیون
- دتمدن تلویژیون
خبری آژانسونه[سمول]
- دباخترآژانس دولتی خپرونه
- دپژواک خبری آژانس – مستقله
- دافغان اسلامی خبری آژانس(په انگریزی او پښتوژبوپه پیښور کی )