قرغزستان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی
قرغزستان
بە كرگیزی: Кыргызстан
بنسټ ايښودنه۱ی جنوري ۱۹۹۱
Native labelКыргызстан
Short name🇰🇬
Official languageروسي، Kyrgyz
AnthemState Anthem of the Kyrgyz Republic
Cultureculture of Kyrgyzstan
Motto textOasis on the Great Silk Road
لووچهآسيا
هېوادقرغزستان
پلازمینهبشکیک
Located in/on physical featureمنځنۍ آسيا
کوارډينېټي موقعيت۴۱°۰′۰″N ۷۵°۰′۰″E
Coordinates of easternmost point۴۲°۳′۵۰″N ۸۰°۱۳′۴۰″E
Coordinates of northernmost point۴۳°۱۳′۴۸″N ۷۴°۱۸′۰″E
Coordinates of southernmost point۳۹°۱۰′۴۹″N ۷۲°۱۳′۵۱″E
Coordinates of westernmost point۳۹°۵۱′۵۵″N ۶۹°۱۵′۳″E
ترټولو لوړه څوکهJengish Chokusu
Lowest pointKara Darya
Office held by head of statePresident of Kyrgyzstan
هېوادمشرSadyr Zhaparov
Office held by head of governmentPrime Minister of Kyrgyzstan
د حکومت مشرAkylbek Japarov
Executive bodyCabinet of Ministers of Kyrgyzstan
Legislative bodySupreme Council
Central bankNational Bank of the Kyrgyz Republic
د وگړو شمېر۶٬۲۰۱٬۵۰۰
Located in time zoneختیځ قزاقستان ولایت، Asia/Bishkek
CurrencyKyrgyzstani som
Shares border withچين د خلکو جمهوريت، قزاقستان، تاجيکستان، اوزبکستان
Driving sideښي لورۍ
Electrical plug typeيوروپلوګ، Schuko
FollowsKirghiz Soviet Socialist Republic
واک ورپاته کيدنه لهKirghiz Soviet Socialist Republic
Language usedKyrgyz، روسي، اوزبکي ژبه، Dungan
IPA transcriptionkɪɾˈgiːsɪstɑːn
سيمه۱۹۹٬۹۵۱٫۰ کیلومتره مربع
رسمي وېبځیhttp://www.gov.kg/، http://www.discoverkyrgyzstan.org/
Top-level Internet domain.kg
Flagflag of Kyrgyzstan
Coat of armsEmblem of Kyrgyzstan
Geography of topicgeography of Kyrgyzstan
Railway traffic sideښي لورۍ
Economy of topiceconomy of Kyrgyzstan
Demographics of topicdemographics of Kyrgyzstan
Mobile country code437
Country calling code+996
Trunk prefix0
Emergency phone number101، 102، 103، 161
GS1 country code470
Licence plate codeKS
Maritime identification digits451

قرغېزستان، په رسمي ډول قرغز جمهوریت، په مرکزي آسیا کې غرنی او په وچه کې راایسارهېواد دی. شمال لوري ته یې قزاقستان، لویدیځ لوري ته ازبکستان، سویل ته یې تاجکستان او ختیځ ته یې چین موقعیت لري. بېشکېک یې پلازمېنه او لوی ښار دی. د قرغز قوم، د دغه هېواد د شپږ میلیونه وګړو ډېره برخه جوړوي، چې ازبک او روسي مهم لږه کي هم لري. قرغېزي ژبه یې نورو ترکي ژبو ته ډېره نږدې ده، په داسې حال کې چې روسي ژبه تر اوسه په دغه هېواد کې دود ده او  یوه له رسمي ژبو نه یې هم ده. د قرغېزستان ۹۰ سلنه وګړي مسلمانان دي، چې لویه برخه یې سني مسلمانان جوړوي. قرغېز کلتور له دې سره چې ترکي رېښه لري، خو د ایراني، مغولي او روسي عناصرو اغېز هم په کې شته دی.[۱][۲][۳][۴]

د قرغېزستان تاریخ ګڼ شمېر کلتورونه او سترواکۍ په ځان کې رانغاړي. په داسې حال کې چې له جغرافیايي پلوه دغه هېواد د ګڼ شمېر غرونو لرلو له امله ګوښه شوی، خو د ورېښمو لارې او نورو سوداګریزو لارو د یوې برخې په توګه د څو لویو تمدنونو په وصل کېدوني ځای کې پروت دی. ترکي کوچیان چې په ګڼ شمېر ترکي دولتونو، لکه: لومړی او دویم ترکي خانقاتو کې یې رېښه لرله، د تاریخ له اوږدو په دغه هېواد کې مېشت دي. په ۱۳ مه پېړۍ کې قرغېزستان د مغلو له خوا ونیول شو، بیاځلي یې خپلواکي ترلاسه کړه، خو وروسته د قالموقیانو، منچویانو او ازبکانو له خوا تر برید لاندې راغی. په ۱۸۷۶ ز کال کې دغه هېواد د روسي سترواکۍ برخه وګرځېد او په ۱۹۳۶ ز کال کې، د شوروي سوسیالیستي قرغېزي جمهوریت، د شوروي اتحاد په جوړوونکي جمهوریت واوښت. په شوروي اتحاد کې د میخایل ګورباچوف له دیموکراتیکو اصلاحاتو وروسته، په ۱۹۹۰ ز کال کې آزادي پلوه نوماند عسکر آقایوف د دغه هېواد د ولسمشر په توګه وټاکل شو. د ۱۹۹۱ ز کال د اګست په ۳۱ مه نېټه، قرغېزستان له مسکو نه خپله خپلواکي اعلان کړه او یو دیموکراتیک دولت یې جوړ کړ. په ۱۹۹۱ ز کال کې د شوروي اتحاد له شیندل کېدو وروسته، قرغېزستان د یوه ملي دولت په توګه خپل حاکمیت ترلاسه کړ.

له خپلواکۍ وروسته، قرغېزستان په رسمي ډول واحد ولسمشریز جمهوریت و، چې وروسته له ۲۰۱۰ ز کال نه تر ۲۰۲۱ ز کال پورې په واحد پارلماني جمهوریت واوښت، په داسې حال کې چې په تدریج سره ولسمشر بشپړ اجرائیوي واک ترلاسه کړ، وړاندې له دې چې په ۲۰۲۱ ز کال کې د دغه هېواد نظام بشپړ ریاستي نظام ته واوړي، د نیمه ولسمشریز یا نیمه ریاستي جمهوریت په توګه اداره کېده. دغه هېواد د خپل موجودیت په اوږدو کې قومي شخړې، انقلابونه، اقتصادي ستونزې، انتقالي دولتونه او سیاسي ناندرې ګاللې دي.[۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

قرغېزستان، د مشترک المنافع خپلواکو هېوادونو، ایروآسیا اقتصادي ټولنې، ټولیز امنیت تړون سازمان، د شانګهای د همکاریو سازمان، اسلامي همکاریو سازمان، ترکي دولتونو سازمان یا ترک شورا، د ترکي کلتور د نړیوال سازمان او ملګرو ملتونو سازمان غړیتوب لري. دغه هېواد یو له مخ پر ودې هېوادونو نه دی چې د انساني ودې د شاخص له مخې نوملړ کې ۱۲۰ ځای لري او په مرکزي آسیا کې دویم فقیر هېواد دی. د دغه هېواد انتقالي اقتصاد، په کلکه سره د طلا، ډبرو سکرو او یورانیمو په زېرمو تکیه لري.

سیاست

سیاسي نظام

د ۱۹۹۳ ز کال اساسي قانون، د دغه هېواد د دولت ډول د یوجرګه یي دیموکراتیک جمهوریت په توګه تعریف کوي. ولسمشر او لومړی وزیر په اجرائیه قوه کې شاملېږي. پارلمان یې اوس مهال یوه جرګه لري. په قضايي قوه کې یې ستره محکمه، سیمه ییزې محکمې او لوی څارنوال شاملېږي.

د ۲۰۰۲ ز کال په مارچ میاشت کې په خپل سري ډول د اپوزیسیون د یوه سیاستوال د نیولو پنځه اعتراض کوونکي د پولیسو له خوا په ډزو ووژل شول، چې په ملي کچه یې لاریونونه رامنځته کړل. ولسمشر عسکر آقایوف د اساسي قانون د سمون بهیر پیل کړ او په پیل کې په لوړه کچه د دولت استازو، مدني او ټولنیزو فعالانو د یوه پرانیستي بحث په ترڅ کې په کې برخه لرله، دغه چاره د ۲۰۰۳ ز کال د ټول پوښتنې لامل شوه، خو په رایه اچونه کې ګډوډۍ ورته لږ زیان ورساوه.

په اساسي قانون کې سمونونه، د ټول پوښتنې له خوا تصویب شول چې د ولسمشر د زیات واک او د پارلمان او اساسي قانون د محکمې د کمزورتیا لامل وګرځېد. پارلماني ټاکنې د نوې قانون جوړوونکې جرګې لپاره چې ۷۵ چوکۍ یې لرلې، د ۲۰۰۵ ز کال د فبروري په ۲۷ مه او د مارچ په ۱۳ مه نېټه ترسره شوې، خو په پراخ ډول له درغلیو ډکې وبلل شوې، چې ورپسې لاریونونه یې د ۲۰۰۵ ز کال د مارچ په ۲۴ مه د سپینې کودتا لامل وګرځېدل. اقایوف له خپلې کورنۍ سره له هېواده ووت او ځای یې لنډ مهالي ولسمشر قربان بیک باقیوف ونیو.

د ۲۰۰۵ ز کال د جولای په ۱۰ مه نېټه، لنډمهالي ولسمشر باقیوف په ۸۸.۹ سلنه رایو ترلاسه کولو سره ولسمشریزې ټاکنې وګټلې او د اګست په ۱۴ مه یې لوړه وکړه. د ۲۰۰۶ ز کال په اپریل او نومبر میاشتو کې په بشکېک کې د ولسمشر باقیوف پر وړاندې لوی لاریونونه راووتل، د اپوزیسیون مشرانو ولسمشر تورن کړ چې د اساسي قانون د تعدیل او پارلمان ته یې د ګڼ شمېر ولسمشریزو واکونو لېږدولو اړوند خپلې ټاکنیزې ژمنې نه دي پوره کړي.

قرغېزستان، د اروپا د امنیت او همکاریو د سازمان (OSCE) د ۵۶ غړو هېوادونو له جملې نه دی، چې په اوراسیا کې سولې، روڼتیا او د بشري حقونو خوندیتوب ته ژمن دی. د OSCE د غړي هېواد په توګه، د قرغېزستان هېواد نړیوالې ژمنې د متحده ایالاتو د هېلسنکي کمیسیون (د اروپا د امنیت او همکاریو سازمان) تر څار لاندې دي.

د ۲۰۰۹ ز کال د فبروري په درېیمه نېټه، ولسمشر قربان بېک باقیوف اعلان وکړ چې په مرکزي آسیا کې د امریکا یوازنۍ اډه، مناس هوايي اډه به ژر وتړي. پارلمان د دغې اډې تړلو اړوند د فبروري په ۱۹ مه نېټه رایه ورکړه او د ۷۸ موافقو او یوې مخالفې رایې پر بنسټ یې د دولت دغه پریکړه تصویب کړه، خو د پردې شاته د قرغېزي، روسي او امریکايي دیپلماتو له پریمانه خبرو اترو وروسته، د ۲۰۰۹ ز کال په جون میاشت کې دغه پریکړه لغو شوه. امریکایانو د نوې هوکړې له مخې د پاتې کېدو اجازه ترلاسه کړه، چې له مخې یې د دغې اډې کلنۍ کرایه له ۱۷.۴ میلیونه ډالرو نه ۶۰ میلیون ډالرو ته لوړه شوه.[۱۲][۱۳][۱۴]

قرغېزستان په نړۍ کې د لوړ فساد لرونکو پنځوسو هېوادونو په نوملړ کې ځای لري: د فساد د شتون د شاخص له مخې قرغېزستان له ۰ نمرې (ډېر فاسد) تر ۱۰۰ نمرو (لږ فاسد)، ۲۸ نمرې لري.[۱۵]

په ۲۰۱۰ ز کال کې په دغه هېواد کې بل انقلاب وشو. ولسمشر قربان بیک باقیوف د خپل زوی ماکسیم او ورور ځای ناستې په ګډون له خپلو خپلوانو سره اړ شو، چې قزاقستان ته وتښتي او بیا یې په بیلاروس کې سیاسي پناه وغوښته. رزا اوتونبایوا چې د لنډ مهالې ولسمشرې په توګه وټاکل شوه، اعلان یې وکړ چې نه غواړي د ۲۰۱۱ ز کال په ولشمریزو ټاکنو کې ګډون وکړی. په نومبر میاشت کې ټاکنې وشوې چې د سوسیال دیموکرات ګوند مشر او د وخت لومړي وزیر الماس بیک اتامبایوف ټاکنې وګټلې، نوموړي د ۲۰۱۱ ز کال د دسمبر په لومړۍ لوړه وکړه. په همدغه ورځ یې عمربیک بابانوف د لومړي وزیر په توګه وټاکه چې د ۲۰۱۱ ز کال د د سمبر په ۲۳ مه یې د تایید رایه واخیسته.[۱۶][۱۷]

د ۲۰۱۷ ز کال په اکتوبر میاشت کې، پخواني لومړي وزیر سورنبای جینبکف د الماس بېک اتامبایوف په ملاتړ د قرغېزستان د نوي ولسمشر په توګه وټاکل شو. د ۲۰۱۹ ز کال د اګست په ۷ مه د قرغېزستان ځانګړو ځواکونو د پخواني ولسمشر الماس بیک اتامبایوف پر کور په ده باندې د فساد تورونو له امله عملیات ترسره کړل. ولسمشر جینبکف د قزاقستان د امنیت شورا په ناسته کې اتامبایوف له اساسي قانون نه پر سرغړونه تورن کړ. د ۲۰۲۰ ز کال په اکتوبر میاشت کې، ولسمشر سورنبای جینبکف د ۲۰۲۰ ز کال د اکتوبر د ۴ مې نېټې پارلماني ټاکنو کې د ګډوډیو اړوند رامنځته شویو لاریونونو له امله استعفا ورکړه. د ۲۰۲۱ ز کال په جنوري میاشت کې سادیر ژاپاروف په غوڅ اکثریت سره ولسمشریزې ټاکنې وګټلې.[۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

تاریخ

کلتور

جغرافیه

اقتصاد

  1. "CONSTITUTION OF THE KYRGYZ REPUBLIC". CIS Legislation. CIS Legislation. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ ډيسمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Kyrgyzstan Constitution" (PDF). Constitution Net. Constitution Net. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ ډيسمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "CONSTITUTION OF THE KYRGYZ REPUBLIC" (PDF). Legislationline. Legislationline. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ ډيسمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Central Asia:: KYRGYZSTAN". CIA The World Factbook. 5 November 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. (په 12 May 2011 باندې). Investigating Kyrgyzstan's ethnic violence: Bloody business.
  6. "Foreigners in Kyrgyzstan: 'Will We Be Banned, Too?'". EurasiaNet.org. 15 June 2011. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ مارچ ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Pro-Government Election Victory Sparks Overnight Revolution in Kyrgyzstan". OCCRP. 6 October 2020. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ نومبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Kyrgyzstan: Economy globalEDGE: Your source for Global Business Knowledge". Globaledge.msu.edu. 20 December 1998. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ مارچ ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Kyrgyz Republic Economy: Population, GDP, Inflation, Business, Trade, FDI, Corruption". Heritage.org. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ مارچ ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "BBC News – Kyrgyzstan profile – Timeline". Bbc.co.uk. 10 October 2012. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ مارچ ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Kyrgyz Unrest". EurasiaNet.org. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ مارچ ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. (په 4 February 2009 باندې). Proposal to close the Manas Air Base. BBC News.
  13. Kyrgyz Parliament Approves U.S. base closure. Associated Press. 19 February 2009
  14. Schwirtz, Michael and Levy, Clifford J. (23 June 2009) In Reversal, Kyrgyzstan Won't Close a U.S. Base. New York Times
  15. "2016 official table". 25 January 2017. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ جنوري ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "Maksim Bakiyev tracked not only in Bishkek, but also in the States?". Ferghana Information agency, Moscow. 16 October 2012.
  17. (په December 2011 باندې). New Kyrgyz President Atambayev pledges 'new page'. BBC News.
  18. (په 7 November 2006 باندې). Clashes erupt in Kyrgyz capital. BBC Online.
  19. (په 15 October 2017 باندې). Kyrgyzstan election: Sooronbay Jeenbekov wins historic election. BBC News.
  20. Putz, Catherine (8 August 2019). "Former Kyrgyz President Detained After Second Raid". The Diplomat. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. (په 8 August 2019 باندې). A Bloody Raid Shows Why Post-Soviet Leaders Hate to Hand Off Power. The Moscow Times.
  22. (په 8 August 2019 باندې). Kyrgyzstan's former president detained after violent clashes. The Guardian.
  23. (په 15 October 2020 باندې). Kyrgyzstan election: President Jeenbekov resigns after protests. BBC News.
  24. (په 11 January 2021 باندې). Kyrgyzstan election: Sadyr Japarov wins presidency with landslide. BBC News.
  25. "Refworld | Demand for prior approval of RFE/RL programmes called "intolerable"". United Nations High Commissioner for Refugees. 17 December 2008. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ اپرېل ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)