شانگهای د همکاريو سازمان
په نوم د |
---|
عمومي مالومات | |
---|---|
رسمي ژبه | |
ځایناستی د |
برخې |
---|
وېبپاڼه |
sectsco.org (multiple languages (en) ) |
---|
د شانګهای همکاریو سازمان (په انګرېزي:Shanghai Cooperation Organisation) دا یو داسې اېتلاف دی چې روسیه، چین، ایران او د مرکزي اسیا هېوادونه یې غړیتوب لري.
د شانګهای همکاریو سازمان (اېسسياو) په ۲۰۰۱ کال کې د چین، روسیې او مرکزي اسیا څلورو هېوادونو قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان لخوا چې د پخواني شوروي اتحاد غړي دي، رامنځ ته شو.
غړي
[سمول]دا سازمان (د شانګهای پنځه) په نوم د پولو اړوند له یوه تړون چې په ۱۹۹۶ کال د روسیې، چین او مرکزي اسیا هېوادونو ترمنځ لاسلیک شوی و، سرچینه اخلي.
دغه تړون د چین په وړاندېز په دې هدف د سازمان کچې ته لوړ شو چې د سیمې هېوادونو ترمنځ د ښه ګاونډيتوب اړیکو او همدا راز د سوداګرۍ او امنیت په برخو کې خپلمنځي همکاریو ته وده ورکړل شي.
بریتانیا کې د نړیوالو مطالعاتو له نړیوال انسټیتیوټ څخه نیګل ګولډ-ډاویس وايي "د شوروي اتحاد د پاشل کېدو او پراخې ګډوډۍ په اړه اندېښنې موجودې وې. دا له شوروي د وروسته وخت اقدام و چې سیمه ییز نظم وساتل شي."
ځواک
[سمول]هند او پاکستان په ۲۰۱۷ او ایران په ۲۰۲۳ کال کې له دغه سازمان سره یو ځای شو.
د شانګهای همکاریو سازمان غړي هېوادونه په ګډه د نړۍ ۴۰ سلنه نفوس جوړوي، د نړۍ ۲۰ سلنه ناخالص کورني تولیدات برابروي او د نړۍ ۲۰ سلنه د تېلو زېرمې یې په واک کې دي.
د اېسسياو د قزاقستان په سرمشریزه کې به د افغانستان او منګولیا په څېر څارونکي غړي او د ترکیې او سعودي عربستان په څېر د (ډیالوګ شریکان) هم ګډون وکړي.
تګلاره
[سمول]د شانګهای همکاریو سازمان د رامنځ ته کېدو یو ستر هدف د "د دریېو بدیو" ترهګرۍ، بېلتونپالنې او سختدریځۍ خلاف مبارزه وه.
بریتانیا کې د چاتم هاوس په نوم د بهرنیو اړیکو فکري بنسټ 'انېتې بوهر 'وايي "دا تر ډېره د چین لخوا د دغه هېواد شمال لوېدیځ سینکیانګ سیمه کې د بېلتونپالنې د فشار د اندېښنو اړونده ده."
اویغور ملتپالي په ملګرو ملتونو کې د یوه خپلواک سینکیانګ یا "ختیځ ترکستان" غوښتنه کوي.
چین غواړي د دغه حرکت تر شا ولاړ وسله وال وځپي. د دې سیمې اکثریت اوسېدونکي تورک توکمه اویغور مسلمانان دي. بېجېنګ د مرکزي اسیا له هېواونو سره په ګډه د دې هڅه کوي چې د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ بېلتونپالو لخوا له پولو بهر په شینجیانګ کې د بریدونو او نفوذ هڅې شنډې کړي.
روسیه هم په مرکزي اسیا کې د اسلامي دولت (داعش - خراسان څانګې) او حزب التحریر په څېر فعالو ډلو ته اندېښمن ده چې په خاوره کې یې بریدونه ونه کړي.
د شانګهای همکاریو سازمان د دغو ګواښونو پر وړاندې مبارزې لپاره د استخباراتي مالوماتو شریکولو او د ترهګرۍ ضد عملیاتو د همغږه کولو له لارې "د ترهګرۍ ضد یو سیمه ییز چوکاټ" رامنځ ته کړی دی.
خو د لندن په کنګز کالج کې د جګړې مطالعاتو له څانګې نتاشا کوهرت وايي، "د ترهګرۍ ضد ډېر ګامونه د دولتونو ترمنځ په دوه اړخیزه توګه اخیستل کېږي."
ډاکتره کوهرت زیاتوي، چین د شانکهای همکاریو سازمان ته په مرکزي اسیا کې د خپلو سوداګریزو لېنکونو پراختیا لپاره د یوې ګټورې وسیلې په سترګه ګوري.
بېجېنګ دې ته لېوال دی چې د قزاقستان په څېر د مرکزي اسیا هېوادونو کې د تېلو او ګازو لا ډېرو سرچینو ته لاسرسی ومومي.
مرکزي اسیا همدا راز د هغو سوداګریزو لارو پر سر پرته ده، چې چین یې د کمربند او سړک نوښت په اډانه کې د لوېدیځ پر لور د غځولو هوډ لري.
اغلې کوهرت وايي "چین خپلو صادراتو لپاره د روسیې د اورګاډو پر لیکو متکي دی او اوس غواړي له مرکزي اسیا ښکته په ایران کې تر سمندر پورې د اورګاډي یوه نوې شبکه وغځوي."
ډاکتره کوهرت زیاتوي، د شانګهای همکاریو سازمان یوه سمبولیک اهمیت هم لري.
د نوموړې په وینا، چین د شانګهای همکاریو سازمان د خپل دغه لیدلوري ترویج لپاره کاروي چې "د تمدنونو ترمنځ د ډیالوګ" په نوم نوی نړیوال نظم د لوېدیځ په مشرۍ د اوسني نظم ځای ناستی کړي.
خو د ډاکتر ګولډ-ډاويس په وینا، شانګهای همکاریو سازمان د خپلو غړو هېوادونو له اندازې او ځواکمنتیا سره سره ډېر کم اغېزناک ثابت شوی او دا چې تر اوسه کومه ستره لاسته راوړنه نه لري.
دی وايي "دا د یوه نوي، لوی او غیر لویدیځ سازمان په توګه معرفي شو. خو [اغېزمنتیا یې] د خپلو برخو له مجموعې کمه ده. د غړو ترمنځ یې دومره باور نشته چې په خپلو کې همکاري وکړي، ظرفیتونه شریک کړي او لوی شیان ترلاسه کړي."
د ډاکتر ګولډ -ډاویس په وینا، لوېدیځ قدرتونه د شانګهای همکاریو سازمان ته د نړۍ سیاست کې د یوه ځواک په توګه نه دی اندېښمن، "خو د چین – روسیې او روسیې – ایران په څېر د غړو ترمنځ یې د اړیکو غوړېدو ته اندېښنه لري."
د پراختيا ستونزې
[سمول]هند، پاکستان او ایران وروسته د شانګهای همکاریو سازمان سره یو ځای شوي دي.
دې چارې د دغه سازمان یووالی له خطر سره مخ کړی ځکه له یوې خوا له اوږدې مودې راهیسې د هند او پاکستان او له بلې خوا د هند او چین ترمنځ سرحدي شخړې روانې دي.
ډاکتر بوهر وايي "همدغه تربګنۍ په سرمشریزه کې د پاروونو لوی لامل ګرځېدلی. دې همدا راز د سازمان پر اصلي اهدافو سیوری غوړولی او د مرکزي اسیا هېوادونه یې ځکه نهیلي کړي چې د کمرنګه حضور احساس کوي."
ډاکتر ګولډ-ډاویس وايي "شانګهای همکاریو سازمان د غړو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا پر ځای د غړو شمېر د ډېرېدو له لارې هڅه کړې چې خپل اهمیت وښيي."
سرچينې
[سمول][[۱]]
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- هغه پاڼي چې د P138 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P37 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P1365 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د ويکيډېټا مالومات کاروي
- هغه پاڼي چې د P527 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P856 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چي بې پاراميټره مالوماتبکس کېټ کاروي
- هغه پاڼې چي مالوماتبکس کېټ کاروي
- هغه پاڼې چې یو خصوصیت کارويP242