ازبکستان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی
د ازبکستان جمهوریت
Oʻzbekiston Respublikasi Ўзбекистон Респубикаси
Flag of Uzbekistan
بيرغ
سرود: 
Oʻzbekiston Respublikasining Davlat Madhiyasi
State Anthem of the Republic of Uzbekistan
Location of  ازبکستان  (red) in the region Central Asia  (light yellow)
Location of  ازبکستان  (red)

in the region Central Asia  (light yellow)

پلازمېنه
او لوي ښار
تاشکنت
رسمي ژبې ازبکی
Recognised regional languages کراکالپاک
قومي ډلې (۲۰۱۷)
پيژندګلوي ازبیک
حکومت جمهوری ریاست
شوکت میر ضیایف
عبدالله اریپوف
قانون جوړونه عالی شورا
سنا
مقننه خونه
Independence from the اتحاد شوروی
27 October 1924
• Declared
31 August 1991 (Independence Day on 1 September)
• Recognized
8 December 1991
• Completed
25 December 1991
سیمه
• اوبه (٪)
4.9
ټولټال سيمه 448 978
د کثافاتو نړيوال ريکاډ 136th
کثافت 61.4
ن خ د ت (پي پي پي) 2014  د اټکل له مخې
• ټول
$123.577 billion[۳] (69th)
• پر نفر
$4,038[۳] (135th)
نا خالص داخلي تولید (نومي) 2014  د اټکل له مخې
• ټول
$61.720 billion[۳] (73rd)
• پر نفر
$2,017[۳] (136th)
ګيني (2003) negative increase 36.8
منځنۍ · 95th
د بشري پرمختيا اندازه  (2013) Steady 0.661[۴]
medium · 116th
پيسې Uzbekistan som (Oʻzbekiston soʻmi) (UZS)
وخت زون UZT (يو ټي سي+5)
• اوړي (دورخکو)
not observed (يو ټي سي+5)
د موټر چلولو لورې right
د ټیلیفون کوډ +998
انټرنېټ کوډ .uz
  1. Official Uzbek statistics.[سرچينه پکارده]
  2. As the Emirate of Bukhara, Kokand Khanate, and Khwarezm.

اوزبیکستان چې رسمي نوم يې د اوزبیکستان جمهوریت دی، په مرکزي اسيا کې په غبرګ ډول (ګاونډي هېوادونه يې هم په وچه کې ايسار دي) په وچه کې ايسار هېواد دی. دا هېواد له پنځو داسې هېوادونو سره پوله لري چې په وچه کې ايسار دي، هغه هېوادونه دا دي: قزاقستان يې شمال ته، قرغزستان يې شمال ختيځ ته، تاجیکستان يې سويل ختيځ ته، افغانستان يې سويل ته او ترکمنستان يې سويل لويديځ ته پراته دي. پلازمېنه او ستر ښار يې تاشکند دی. اوزبیکستان د ترکي ژبو د نړۍ غړی دی، د ترکي شورا غړيتوب هم لري. په اوزبیکستان

کې غوڅ اکثريت خلک په اوزبیکي ژبه خبرې کوي، روسي ژبه د خلکو دويمه ژبه ده. اسلام په ا اوزبیکستان کې واکمن دی، اکثريت اوزبیکستانیان سني مسلمانان دي.[۷][۸][۹]

په اوسني اوزبیکستان کې لومړي ثبت شوي انسانان ختيځ ايراني کوچيان دي چې د «ساکيانو» په نوم هم پېژندل کېږي، کومو چې په خوارزم کې (له زېږد مخکې اتمه او شپږمه پېړۍ)، باختري کې (له زېږد مخکې اتمه او شپږمه پېړۍ)، سغد (له زېږد مخکې اتمه او شپږمه پېړۍ)، فرغانه (له زېږد مخکې درېيمه پېړۍ، له زېږد وروسته شپږمه پېړۍ) او مارګيانا (له زېږد مخکې درېيمه پېړۍ، له زېږد وروسته شپږمه پېړۍ) کې پاچهۍ جوړې کړې دي. دا سيمه د ايراني هخامنشي سترواکۍ سره يو ځای کړای شوه او د مقدونيايانو له واکمنۍ يو پړاو وروسته په دې سيمه ايراني اشکاني سترواکۍ حکومت وکړ، له هغوی وروسته تر ساساني سترواکۍ لاندې وه، تر دې چې په اوومه پېړۍ کې لومړيو مسلمانانو فارس ونيو. د مسلمانانو له فتوحاتو او ورپسې د ساماني سترواکۍ په پايله کې، د سيمه یيزې واکمنې طبقې په ګډون ډېری خلکو اسلام ته غاړه کېښوده. په دې پړاو کې، د سمرقند، خيوې او بخارا په څېر ښارونه د ورېښمو لارې له امله شتمن شول، په همدې موده کې د محمد البخاري، الترمذي، الخوارزمي، البيروني، ابو سينا او عمر خيام په ګډون د اسلام د زرين پير مخکښې څېرې راڅرګندې شوې. د خوارزميانو سيمه یيزه واکمني او ټوله مرکزي اسيا په ديارلسمه پېړۍ کې د مغولو د بريد له امله له منځه ولاړه او له دې وروسته، دا سیمه د ترکانو تر واک لاندې راغله. د شهرسبز ښار د ترکي- مغولي فاتح تيمور (ګوډ تيمور) د زېږېدو ځای دی، چا چې په څوارلسمه پېړۍ کې تيموري سترواکي جوړه کړه او په خپله پلازمېنه سمرقند کې د توران د ستر امير په توګه معرفي شو، همدا ښار د الغ بيګ د واکمنۍ پر مهال د علومو مرکز وګرځېد او تيموري رنسانس له همدې ځايه پیل شو. په شپاړسمه پېړۍ کې د تيموری واکمنۍ سيمې د اوزبیک شيبانيانو له خوا ونيول شوې او د ځواک مرکز يې بخارا ته ولېږداوه. دا سيمه په درې ايالتونو ووېشل شوه: د خيوې خانات، د خوقند خانات اود بخارا امارت. د ختيځ پر لور د سترواک بابر فتحې د مغولو د سترواکۍ تر عنوان لاندې پر هند د نويو بريدونو بنسټ کېښود. د نولسمې پېړۍ په اوږدو کې ټوله مرکزي اسيا، کرار کرار د روسي سترواکۍ برخه شوه او تاشکند د روسي ترکستان سياسي پلازمېنه شوه. په ۱۹۲۴ز کال کې، د شوروي اتحاد په دننه کې د ملي پولو په ټاکلو سره اوزبیکستان د يوه اوزبیک شوروي سويال جمهوريت په ډول خپلواک جمهوريت شو. د شوروي اتحاد تر منحل کېدو وروسته، د ۱۹۹۱ز کال د اګست په  يو دېرشمه نېټه يې د اوزبیکستان جمهوريت په نوم خپلواکي اعلان کړه. [۱۰]

اوزبیکستان يو سيکولر هېواد دی، دولتي نظام يې پر اساسي قانون ولاړ جمهوري رياستي دی. اوزبیکستان له دولسو ولايتونو، تاشکند ښار او د کاراکلپکستان په نوم د يوې خپلواکې سيمې نه جوړ دی. په داسې حال کې چې د بشري حوقوقو نادولتي سازمانونو اوزبیکستان د «مستبد محدودو بشري حقوقو» لرونکي هېواد په توګه معرفي کړی دی. د ديکتاتور اسلام کريموف له مړينې وروسته، د اوزبیکستان د دويم ولسمشر د ادارې له خوا د پام وړ سمونونه رامنځ ته شوي دي. د دې اصلاحاتو په پلي کولو سره، د قرغزستان، تاجیکستان او اوزبیکستان په څېر ګاونډيو هېوادونو سره په اړيکو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی. د ۲۰۲۰ز کال د ملګرو ملتونو د راپورله مخې: اوزبیکستان د ملګرو ملتونو د دايمي پرمختیایي موخو د تر لاسه کولو په برخه کې زيات پرمختګ شوی دی.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

د اوزبیکستان اقتصاد د بازار په تدريجي لېږد ولاړ او بهرنۍ سوداګريزه تګلاره يې د وارداتو پر ځای نيولو ده. د ۲۰۱۷ز  کال د سپتمبر په مياشت کې، د دې هېواد دودپيسه په بشپړ ډول د بازار په نرخ د بدلېدو وړ وګرځېده. اوزبیکستان د پنبې ستر توليدونکی او صادرونکی دی. په داسې حال کې چې د شوروي له وخته د برېښنا د توليد ستر تاسيسات او زيات طبيعي ګاز وړاندې کوي، اوزبیکستان په مرکزي اسيا کې د برېښنا توليد تر ټولو ستر توليدونکی هېواد دی. له ۲۰۱۸ز کال نه تر ۲۰۲۱ز کال پورې، دې جمهوريت هم په معياري او په کمزوري او هم په فيچ کې د BB درجه خپله کړې ده. د بروکينګز ادارې له خوا د پياوړتيا په ښودل شويو نقطو کې اوزبیکستان تر ټولو زياتې مايعې شتمنۍ، لوړه اقتصادي وده او تر ټولو کم عام پور لري. په ورته وخت کې هغه ستونزې چې هېواد يې شاته پرېښی، د سړي سر ناخالص کورنی عايد دی. اوزبیکستان د خپلواکو ټولګټو هېوادونو، د اروپا امنيت او همکارۍ سازمان، ملګرو ملتونو او شانګهای سازمان غړی هېواد دی.[۱۸][۱۹][۲۰]

رېښه[سمول]

د «اوزبیکستان» نوم، د شپاړسمې پېړۍ په تاریخ رشيدي کې راڅرګند شوی دی.[۲۱]

د «اوزبیک» ټکي د اصليت په اړه اختلاف شته دی. د «ستان» د يو ځای کېدو له امله د ستاینوم(صفت) په اړه درې نظريات شته دي: (د ايراني ژبو کورنيو کې يې معنا ده «ځمکه»):

  1. «آزاد»، «خپلواک»، يا «خپله مالک» د «از» برخه (ترکي «خپله») بايد په کې مدغمه شي، بک («مالک» يا «مشر»).
  2. د اغوزخاقان نوم ته منسوب دی چې په اغوز بيګ هم مشهور دی[۲۲]
  3. د اغوز لنډيز دی چې اغوز يوه قبيله ده، بيک ورسره يو ځای شوی، چې معنا يې ده «اغوز مشر».[۲۳]

دا سيمه په سيريليکي ليک کې، په “Ўзбекистон” ډول لیکل کېده او په همدې ډول، د شوروي اتحاد  حکومت پر مهال کارېده.

تاریخچه[سمول]

د مرکزي اسيا لومړي اوسېدنکي ساکيان وو چې له زېږد مخکې د لومړۍ زرېزې په يوه پير کې د اوسني اوزبیکستان له شمالي ښېرازه سيمو نه راغلي وو، کله چې دا کوچيان په دې سيمه کې مېشت شول، دوی د سيندونو په غاړو کې د اوبه خور پراخه نظام جوړ کړ. هغه مهال د بخورو (بخارا) او سمرقند په څېر ښارونه د حکومتونو او لوړو کلتورونو د مرکزونو په توګه راڅرګند شول. له زېږد مخکې په پنځمه پېړۍ کې د باختري، سغدي او توخاري دولتونو په دې سيمه واکمني کوله. [۲۴]

کله چې د ختيځې اسيا هېوادونو د لويديځ پر لور د ورېښمو لارې پر پراختيا پيل وکړ، پارسي ښارونو د دې سوداګرۍ نه ګټه پورته کړه او د سوداګرۍ مرکزونه وګرځېدل. د ماوراء النهر ولايت پراخو ښاري شبکو او کليوالو هستوګنځايونو او په لرې ختيځ کې کومه سيمه چې اوس د چين سينګيانګ يوغور خپلواکه سيمه ده، په کارولو سره سغديان د دې سوداګرۍ د منځګړو په توګه د دې ايراني سوداګرو تر ټولو شتمن خلک شول. د دې سوداګرۍ په پايله کې، چې د ورېښمو لارې په نوم پېژندل کېږي، بخارا او سمرقند ډېر زيات شتمن ښارونه شول او په يوه وخت کې ماوراء النهر، د لرغونې زمانې  تر ټولو اغېزناک او پياوړی ايراني ولايت و.[۲۴]

له زېږد مخکې په ۳۲۷  مقدونيايي واکمن ستر سکندر د فارسي سترواکۍ سغد او باختري ولايتونه ونيول، په کومو کې چې د اوسني اوزبیکستان سيمې هم شاملې وې. په ښکاره ډول دې نېواک، له سکندر نه کومه ځانګړې مرسته ونه کړه، ځکه چې د خلکو مقاومت ډېر سخت و او د دې لامل وګرځېد، چې د سکندر پوځ په هغه سيمه کې ډوب شي، کومه چې د يوناني-باختري پاچهيۍ مقدونيايي شمالي برخه شوه. له زېږد مخکې په لومړۍ پېړۍ کې د دې پاچهۍ ځای د يوئژي(Yuezhi) ترواکمنۍ لاندې کوشاني سترواکۍ ونيو. د ډېرو پېړيو لپاره د اوزبیکستان سيمه، د فارسي سترواکيو تر واک لاندې وه چې په هغوی کې اشکاني او ساساني هم شاملې دي. نورو سترواکيو هم پرې حکومت وکړ، د بېلګې په ډول: کومې چې د ترکي- فارسي قوم هفتالي او ترکي ګوکترک خلکو له خوا جوړې شوې وې.[۲۵][۲۶]

تاریخ[سمول]

لومړنی پیژندل شوی خلک چی په منڅني آسیا کې ژوند کړی دي ساکاها یا هم سکیت ها وه چی په اوسنۍ ازبکستان کې ژوند کاوه،دغه کوچی خلک کابو یومیلیون کال م.م په همدغه ساحه کې څای پر ځای شول او د سیندونو څیرمه یوه پراخه اوبه کولو سیسټم جوړ کړ چی په همدغه وخت کې بخارا او سمرقند ښارونه د سیاست او فرهنګ مرکز ته بدل شول. په پنڅم م.م(مخکي له میلاد) پیړۍ کې باختری،سغدی او تخاری حکومتونه اوسني ازبکستان کې حکومت کول. کله چی د شرق او عرب ترمنڅ تجارتی اړیکی پیل شو سغدی چارواکو ډېر مالدار شول او د دغه سوداګري نتیجه د وریښم لاره جوړیدو وه. په ۳۲۷م.م کال کې اسکندر مقدونی سغدیانه او باختر سیمی چی اوسنۍ ازبکستان هم پکی راڅی فتح کړ.وروسته له هغه یونان باختری سلسله کابو دو پیړۍ اوسني ازبکستان کې حکومت وکړ هغه سلسله چی په لومړنۍ م.م پیړۍ کې د کوشانی امپراطورۍ له لوری پای ته ورسید. اسلام نه مخکی په اوسنۍ ازبکستان کې پارت،ساسانی،ګوکتُرک او یفتلی امپراطوریو حکومت وکړ.په اتم میلادی پیړۍ کې اسلام ماوراءالنهر سیمو ته ورسید. اسلام راتلو سره د بخارا او سمرقند علم او هنر ډېر پرمختګ وکړ. په ۹ او۱۰ میلادی پیړۍ کې ماوراءالنهر د سامانی کورنۍ حکومت کول. څه موده وړاندی ترکی حکومتونه لکه سلجوقی،کارا خانان او کارا خیتان موراءالنهر کې حکومت وکړ. په ۱۳ میلادی پیړۍ کې چنګیز خان دغه سیمه فتح کړ او د مغول خانونو حکومت څخه وروسته تیمور ګورکانی په ۱۳۸۸م کې خپل فتوحات له ماراءالنهر څخه پیل کړ او نوزو څایو ته ورسید،سمرقند د تیمور امپراطورۍ پلازمینه وه او د د په وخت کې علمی او طبی پرمختګ ترسره شوه خو تیمور په خپل بی رحمانه جګړو او عام قتلونو باندي مشهور ده. د تیمور لمسۍ الغ بیګ یوه مشهور ستورپیژندونکی وه.تیمور مړني څخه وروسته د هغه پادشاهۍ ډېر ژر تقسیم او پکی کورنۍ اړودوړ پیل شو دغه راز ازبیک قبایل چی د اورال سیند شمال کې اوسیده له موقع څخه استفاده وکړ او په ۱۵۰۱م کې ټول اوسنی ازبکستان قتح کړ. د روسانو راتلل نه مخکی اوسنی ازبکستان د بخارا امارت او د خیوه او قوقند خانات ترمنڅ ویشل شوی وه. په ۱۹ میلادی پیړۍ کې روسیه امپراطوری منڅنی آسیا ته وغزید او بیا په ۱۹۲۰م کې پوره منڅنی آسیا د شوروی اتحاد تر اداره لاندی لاغلل، او په ۱۹۲۴م کال کې د شوروی اتحادیه ازبک جمهوریت رامنڅته شو او بیا په ۱۹۹۱م کال په اګست۳۱ کې خپل خپلواکۍ اعلان کړ او د سمپتمبر ۱ د دغه هیواد د خپلواکۍ ورڅ ګڼل کیړی .

کلتور[سمول]

اقتصاد[سمول]

جغرافیه[سمول]

  1. "Constitution of the Republic of Uzbekistan". ksu.uz. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ جنوري ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "CIA – The World Factbook". Cia.gov. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ جنوري ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ ۳٫۲ ۳٫۳ Uzbekistan reports. International Monetary Fund
  4. "2014 Human Development Report Summary" (PDF). United Nations Development Programme. 2014. د کتاب پاڼي 21–25. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ جولای ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Official population 1 January 2015" (په الروسية ژبه کي). Stat.uz. 16 March 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link)
  6. Численность населения Узбекистана превысила 30 млн. человек (په الروسية ژبه کي). Uzreport.com. 5 September 2013. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ سپټمبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link)
  7. Original file )))‎(SVG file, nominally 120 ×((( 58 pixels, file size: 6 KB). This source gives the British pronunciation as /ˌʊzbɛkɪˈstɑːn,_ʌzʔ,_ʔˈstæn/, rather than /ʊzˌbɛkʔ/ found in CEPD. It also does not list the /ʊzˈbɛkɪstɑːn/ variant in American English.
  8. Original file )))‎(SVG file, nominally 120 ×((( 58 pixels, file size: 6 KB). This source does not list the /ʔˈstæn/ pronunciation in British English.
  9. "Chapter 1: Religious Affiliation". The World's Muslims: Unity and Diversity. Pew Research Center's Religion & Public Life Project. 9 August 2012. Retrieved 4 September 2013.
  10. Uzbek, “the penguin of Turkic languages”.
  11. US Department of State, 2008 Country Report on Human Rights Practices in Uzbekistan, Bureau of Democracy, Human Rights, and Labour, 25 February 2009
  12. "Constitution of the Republic of Uzbekistan". ksu.uz. مؤرشف من الأصل في ۲۷ جون ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ ډيسمبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. کينډۍ:Cite magazine
  14. (په 3 October 2017 باندې). Are decades of political repression making way for an 'Uzbek spring'?. The Guardian.
  15. (په 8 December 2017 باندې). Uzbekistan: A Quiet Revolution Taking Place – Analysis. Eurasia Review.
  16. (په 28 January 2017 باندې). The growing ties between Afghanistan and Uzbekistan – CSRS En. CSRS En.
  17. "Uzbekistan | Department of Economic and Social Affairs". sdgs.un.org. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ جولای ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Uzbekistan | Energy 2018 – Global Legal Insights". GLI – Global Legal InsightsUzbekistan | Energy 2018. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ ډيسمبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "Uzbekistan Sovereign credit ratings - data, chart". TheGlobalEconomy.com (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۸ جولای ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Daniel Pajank (23 January 2019). "Uzbekistan's star appears in the credit rating universe". brookings.edu. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ ډيسمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Original file )))‎(SVG file, nominally 120 ×((( 58 pixels, file size: 6 KB)
  22. A. H. Keane, A. Hingston Quiggin, A. C. Haddon, Man: Past and Present, p.312, Cambridge University Press, 2011, Google Books, quoted: "Who take their name from a mythical Uz-beg, Prince Uz (beg in Turki=a chief, or hereditary ruler)."
  23. Original file )))‎(SVG file, nominally 120 ×((( 58 pixels, file size: 6 KB)
  24. ۲۴٫۰ ۲۴٫۱ This section incorporates text from the following source, which is in the public domain: Lubin, Nancy (1997). "Uzbekistan", chapter 5 in: Glenn E. Curtis (Ed.), Kazakhstan, Kyrgyzstan, Tajikistan, Turkmenistan, and Uzbekistan: Country Studies. Washington, DC: Federal Research Division, Library of Congress. کينډۍ:ISBN. pp. 375–468: Early History, pp. 385–386.
  25. "Center of Islamic Civilization in Uzbekistan under the Cabinet of Ministers of the Republic of Uzbekistan". www.cisc.uz. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ جولای ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Original file )))‎(SVG file, nominally 120 ×((( 58 pixels, file size: 6 KB)