Jump to content

ازبکستان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له اوزبکستان نه مخ گرځېدلی)
  
ازبکستان
ازبکستان
ازبکستان
بیرغ
ازبکستان
ازبکستان
نښان

Location of  ازبکستان  (red) in the region Central Asia  (light yellow)
Location of  ازبکستان  (red)

in the region Central Asia  (light yellow)

Location of  ازبکستان  (red)

in the region Central Asia  (light yellow)


ملي ترانه:
ځمکه او استوګنه
کوارډينېټ ۴۱°شمال ۶۶°ختیځ / 41°شمال 66°ختيځ / 41; 66   د (P625) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ[۱]
پراخوالی 448978 کیلومتره مربع   د (P2046) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پلازمېنه تاشكند   د (P36) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
رسمي ژبې اوزبکي ژبه [۲]  د (P37) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مشرتابه
بنسټ اېښودنه او واکمنۍ
خپلواکۍ نېټه ۱۹۹۱  د (P571) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د عمر محدودیتونه
د واده عمر 17 کلن   د (P3000) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
بې کارۍ کچه 11 سلنه (۲۰۱۴)[۳]  د (P1198) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نور مالومات
پیسې ازبکستاني سوم   د (P38) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
بېړنۍ ټليفون
شمېره
۱۱۲   د (P2852) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تګلوری ښي لورۍ [۴]  د (P1622) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
رسمي وېبپاڼه د تاييدولو سرچينه  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ‌‌‌‌‌‌‌‌
هېواد کوډ UZ  د (P297) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د زنګ وهنې نړیوال کوډ +998  د (P474) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
Map

اوزبیکستان چې رسمي نوم يې د اوزبیکستان جمهوریت دی، په مرکزي اسيا کې په غبرګ ډول (ګاونډي هېوادونه يې هم په وچه کې ايسار دي) په وچه کې ايسار هېواد دی. دا هېواد له پنځو داسې هېوادونو سره پوله لري چې په وچه کې ايسار دي، هغه هېوادونه دا دي: قزاقستان يې شمال ته، قرغزستان يې شمال ختيځ ته، تاجیکستان يې سويل ختيځ ته، افغانستان يې سويل ته او ترکمنستان يې سويل لويديځ ته پراته دي. پلازمېنه او ستر ښار يې تاشکند دی. اوزبیکستان د ترکي ژبو د نړۍ غړی دی، د ترکي شورا غړيتوب هم لري. په اوزبیکستان

کې غوڅ اکثريت خلک په اوزبیکي ژبه خبرې کوي، روسي ژبه د خلکو دويمه ژبه ده. اسلام په ا اوزبیکستان کې واکمن دی، اکثريت اوزبیکستانیان سني مسلمانان دي.[۵][۶][۷]

په اوسني اوزبیکستان کې لومړي ثبت شوي انسانان ختيځ ايراني کوچيان دي چې د «ساکيانو» په نوم هم پېژندل کېږي، کومو چې په خوارزم کې (له زېږد مخکې اتمه او شپږمه پېړۍ)، باختري کې (له زېږد مخکې اتمه او شپږمه پېړۍ)، سغد (له زېږد مخکې اتمه او شپږمه پېړۍ)، فرغانه (له زېږد مخکې درېيمه پېړۍ، له زېږد وروسته شپږمه پېړۍ) او مارګيانا (له زېږد مخکې درېيمه پېړۍ، له زېږد وروسته شپږمه پېړۍ) کې پاچهۍ جوړې کړې دي. دا سيمه د ايراني هخامنشي سترواکۍ سره يو ځای کړای شوه او د مقدونيايانو له واکمنۍ يو پړاو وروسته په دې سيمه ايراني اشکاني سترواکۍ حکومت وکړ، له هغوی وروسته تر ساساني سترواکۍ لاندې وه، تر دې چې په اوومه پېړۍ کې لومړيو مسلمانانو فارس ونيو. د مسلمانانو له فتوحاتو او ورپسې د ساماني سترواکۍ په پايله کې، د سيمه یيزې واکمنې طبقې په ګډون ډېری خلکو اسلام ته غاړه کېښوده. په دې پړاو کې، د سمرقند، خيوې او بخارا په څېر ښارونه د ورېښمو لارې له امله شتمن شول، په همدې موده کې د محمد البخاري، الترمذي، الخوارزمي، البيروني، ابو سينا او عمر خيام په ګډون د اسلام د زرين پير مخکښې څېرې راڅرګندې شوې. د خوارزميانو سيمه یيزه واکمني او ټوله مرکزي اسيا په ديارلسمه پېړۍ کې د مغولو د بريد له امله له منځه ولاړه او له دې وروسته، دا سیمه د ترکانو تر واک لاندې راغله. د شهرسبز ښار د ترکي- مغولي فاتح تيمور (ګوډ تيمور) د زېږېدو ځای دی، چا چې په څوارلسمه پېړۍ کې تيموري سترواکي جوړه کړه او په خپله پلازمېنه سمرقند کې د توران د ستر امير په توګه معرفي شو، همدا ښار د الغ بيګ د واکمنۍ پر مهال د علومو مرکز وګرځېد او تيموري رنسانس له همدې ځايه پیل شو. په شپاړسمه پېړۍ کې د تيموری واکمنۍ سيمې د اوزبیک شيبانيانو له خوا ونيول شوې او د ځواک مرکز يې بخارا ته ولېږداوه. دا سيمه په درې ايالتونو ووېشل شوه: د خيوې خانات، د خوقند خانات اود بخارا امارت. د ختيځ پر لور د سترواک بابر فتحې د مغولو د سترواکۍ تر عنوان لاندې پر هند د نويو بريدونو بنسټ کېښود. د نولسمې پېړۍ په اوږدو کې ټوله مرکزي اسيا، کرار کرار د روسي سترواکۍ برخه شوه او تاشکند د روسي ترکستان سياسي پلازمېنه شوه. په ۱۹۲۴ز کال کې، د شوروي اتحاد په دننه کې د ملي پولو په ټاکلو سره اوزبیکستان د يوه اوزبیک شوروي سويال جمهوريت په ډول خپلواک جمهوريت شو. د شوروي اتحاد تر منحل کېدو وروسته، د ۱۹۹۱ز کال د اګست په  يو دېرشمه نېټه يې د اوزبیکستان جمهوريت په نوم خپلواکي اعلان کړه. [۸]

اوزبیکستان يو سيکولر هېواد دی، دولتي نظام يې پر اساسي قانون ولاړ جمهوري رياستي دی. اوزبیکستان له دولسو ولايتونو، تاشکند ښار او د کاراکلپکستان په نوم د يوې خپلواکې سيمې نه جوړ دی. په داسې حال کې چې د بشري حوقوقو نادولتي سازمانونو اوزبیکستان د «مستبد محدودو بشري حقوقو» لرونکي هېواد په توګه معرفي کړی دی. د ديکتاتور اسلام کريموف له مړينې وروسته، د اوزبیکستان د دويم ولسمشر د ادارې له خوا د پام وړ سمونونه رامنځ ته شوي دي. د دې اصلاحاتو په پلي کولو سره، د قرغزستان، تاجیکستان او اوزبیکستان په څېر ګاونډيو هېوادونو سره په اړيکو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی. د ۲۰۲۰ز کال د ملګرو ملتونو د راپورله مخې: اوزبیکستان د ملګرو ملتونو د دايمي پرمختیایي موخو د تر لاسه کولو په برخه کې زيات پرمختګ شوی دی.[۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

د اوزبیکستان اقتصاد د بازار په تدريجي لېږد ولاړ او بهرنۍ سوداګريزه تګلاره يې د وارداتو پر ځای نيولو ده. د ۲۰۱۷ز  کال د سپتمبر په مياشت کې، د دې هېواد دودپيسه په بشپړ ډول د بازار په نرخ د بدلېدو وړ وګرځېده. اوزبیکستان د پنبې ستر توليدونکی او صادرونکی دی. په داسې حال کې چې د شوروي له وخته د برېښنا د توليد ستر تاسيسات او زيات طبيعي ګاز وړاندې کوي، اوزبیکستان په مرکزي اسيا کې د برېښنا توليد تر ټولو ستر توليدونکی هېواد دی. له ۲۰۱۸ز کال نه تر ۲۰۲۱ز کال پورې، دې جمهوريت هم په معياري او په کمزوري او هم په فيچ کې د BB درجه خپله کړې ده. د بروکينګز ادارې له خوا د پياوړتيا په ښودل شويو نقطو کې اوزبیکستان تر ټولو زياتې مايعې شتمنۍ، لوړه اقتصادي وده او تر ټولو کم عام پور لري. په ورته وخت کې هغه ستونزې چې هېواد يې شاته پرېښی، د سړي سر ناخالص کورنی عايد دی. اوزبیکستان د خپلواکو ټولګټو هېوادونو، د اروپا امنيت او همکارۍ سازمان، ملګرو ملتونو او شانګهای سازمان غړی هېواد دی.[۱۶][۱۷][۱۸]

رېښه

[سمول]

د «اوزبیکستان» نوم، د شپاړسمې پېړۍ په تاریخ رشيدي کې راڅرګند شوی دی.[۱۹]

د «اوزبیک» ټکي د اصليت په اړه اختلاف شته دی. د «ستان» د يو ځای کېدو له امله د ستاینوم(صفت) په اړه درې نظريات شته دي: (د ايراني ژبو کورنيو کې يې معنا ده «ځمکه»):

  1. «آزاد»، «خپلواک»، يا «خپله مالک» د «از» برخه (ترکي «خپله») بايد په کې مدغمه شي، بک («مالک» يا «مشر»).
  2. د اغوزخاقان نوم ته منسوب دی چې په اغوز بيګ هم مشهور دی[۲۰]
  3. د اغوز لنډيز دی چې اغوز يوه قبيله ده، بيک ورسره يو ځای شوی، چې معنا يې ده «اغوز مشر».[۲۱]

دا سيمه په سيريليکي ليک کې، په “Ўзбекистон” ډول لیکل کېده او په همدې ډول، د شوروي اتحاد  حکومت پر مهال کارېده.

تاریخچه

[سمول]

د مرکزي اسيا لومړي اوسېدنکي ساکيان وو چې له زېږد مخکې د لومړۍ زرېزې په يوه پير کې د اوسني اوزبیکستان له شمالي ښېرازه سيمو نه راغلي وو، کله چې دا کوچيان په دې سيمه کې مېشت شول، دوی د سيندونو په غاړو کې د اوبه خور پراخه نظام جوړ کړ. هغه مهال د بخورو (بخارا) او سمرقند په څېر ښارونه د حکومتونو او لوړو کلتورونو د مرکزونو په توګه راڅرګند شول. له زېږد مخکې په پنځمه پېړۍ کې د باختري، سغدي او توخاري دولتونو په دې سيمه واکمني کوله. [۲۲]

کله چې د ختيځې اسيا هېوادونو د لويديځ پر لور د ورېښمو لارې پر پراختيا پيل وکړ، پارسي ښارونو د دې سوداګرۍ نه ګټه پورته کړه او د سوداګرۍ مرکزونه وګرځېدل. د ماوراء النهر ولايت پراخو ښاري شبکو او کليوالو هستوګنځايونو او په لرې ختيځ کې کومه سيمه چې اوس د چين سينګيانګ يوغور خپلواکه سيمه ده، په کارولو سره سغديان د دې سوداګرۍ د منځګړو په توګه د دې ايراني سوداګرو تر ټولو شتمن خلک شول. د دې سوداګرۍ په پايله کې، چې د ورېښمو لارې په نوم پېژندل کېږي، بخارا او سمرقند ډېر زيات شتمن ښارونه شول او په يوه وخت کې ماوراء النهر، د لرغونې زمانې  تر ټولو اغېزناک او پياوړی ايراني ولايت و.[۲۲]

له زېږد مخکې په ۳۲۷  مقدونيايي واکمن ستر سکندر د فارسي سترواکۍ سغد او باختري ولايتونه ونيول، په کومو کې چې د اوسني اوزبیکستان سيمې هم شاملې وې. په ښکاره ډول دې نېواک، له سکندر نه کومه ځانګړې مرسته ونه کړه، ځکه چې د خلکو مقاومت ډېر سخت و او د دې لامل وګرځېد، چې د سکندر پوځ په هغه سيمه کې ډوب شي، کومه چې د يوناني-باختري پاچهيۍ مقدونيايي شمالي برخه شوه. له زېږد مخکې په لومړۍ پېړۍ کې د دې پاچهۍ ځای د يوئژي(Yuezhi) ترواکمنۍ لاندې کوشاني سترواکۍ ونيو. د ډېرو پېړيو لپاره د اوزبیکستان سيمه، د فارسي سترواکيو تر واک لاندې وه چې په هغوی کې اشکاني او ساساني هم شاملې دي. نورو سترواکيو هم پرې حکومت وکړ، د بېلګې په ډول: کومې چې د ترکي- فارسي قوم هفتالي او ترکي ګوکترک خلکو له خوا جوړې شوې وې.[۲۳][۲۴]

تاریخ

[سمول]

لومړنی پیژندل شوی خلک چی په منڅني آسیا کې ژوند کړی دي ساکاها یا هم سکیت ها وه چی په اوسنۍ ازبکستان کې ژوند کاوه،دغه کوچی خلک کابو یومیلیون کال م.م په همدغه ساحه کې څای پر ځای شول او د سیندونو څیرمه یوه پراخه اوبه کولو سیسټم جوړ کړ چی په همدغه وخت کې بخارا او سمرقند ښارونه د سیاست او فرهنګ مرکز ته بدل شول. په پنڅم م.م(مخکي له میلاد) پیړۍ کې باختری،سغدی او تخاری حکومتونه اوسني ازبکستان کې حکومت کول. کله چی د شرق او عرب ترمنڅ تجارتی اړیکی پیل شو سغدی چارواکو ډېر مالدار شول او د دغه سوداګري نتیجه د وریښم لاره جوړیدو وه. په ۳۲۷م.م کال کې اسکندر مقدونی سغدیانه او باختر سیمی چی اوسنۍ ازبکستان هم پکی راڅی فتح کړ.وروسته له هغه یونان باختری سلسله کابو دو پیړۍ اوسني ازبکستان کې حکومت وکړ هغه سلسله چی په لومړنۍ م.م پیړۍ کې د کوشانی امپراطورۍ له لوری پای ته ورسید. اسلام نه مخکی په اوسنۍ ازبکستان کې پارت،ساسانی،ګوکتُرک او یفتلی امپراطوریو حکومت وکړ.په اتم میلادی پیړۍ کې اسلام ماوراءالنهر سیمو ته ورسید. اسلام راتلو سره د بخارا او سمرقند علم او هنر ډېر پرمختګ وکړ. په ۹ او۱۰ میلادی پیړۍ کې ماوراءالنهر د سامانی کورنۍ حکومت کول. څه موده وړاندی ترکی حکومتونه لکه سلجوقی،کارا خانان او کارا خیتان موراءالنهر کې حکومت وکړ. په ۱۳ میلادی پیړۍ کې چنګیز خان دغه سیمه فتح کړ او د مغول خانونو حکومت څخه وروسته تیمور ګورکانی په ۱۳۸۸م کې خپل فتوحات له ماراءالنهر څخه پیل کړ او نوزو څایو ته ورسید،سمرقند د تیمور امپراطورۍ پلازمینه وه او د د په وخت کې علمی او طبی پرمختګ ترسره شوه خو تیمور په خپل بی رحمانه جګړو او عام قتلونو باندي مشهور ده. د تیمور لمسۍ الغ بیګ یوه مشهور ستورپیژندونکی وه.تیمور مړني څخه وروسته د هغه پادشاهۍ ډېر ژر تقسیم او پکی کورنۍ اړودوړ پیل شو دغه راز ازبیک قبایل چی د اورال سیند شمال کې اوسیده له موقع څخه استفاده وکړ او په ۱۵۰۱م کې ټول اوسنی ازبکستان قتح کړ. د روسانو راتلل نه مخکی اوسنی ازبکستان د بخارا امارت او د خیوه او قوقند خانات ترمنڅ ویشل شوی وه. په ۱۹ میلادی پیړۍ کې روسیه امپراطوری منڅنی آسیا ته وغزید او بیا په ۱۹۲۰م کې پوره منڅنی آسیا د شوروی اتحاد تر اداره لاندی لاغلل، او په ۱۹۲۴م کال کې د شوروی اتحادیه ازبک جمهوریت رامنڅته شو او بیا په ۱۹۹۱م کال په اګست۳۱ کې خپل خپلواکۍ اعلان کړ او د سمپتمبر ۱ د دغه هیواد د خپلواکۍ ورڅ ګڼل کیړی .

کلتور

[سمول]

اقتصاد

[سمول]

جغرافیه

[سمول]
  1.   د (P402) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ {{cite web}}: Empty citation (help)
  2. موضوع: 115
  3. http://data.worldbank.org/indicator/SL.UEM.TOTL.ZS
  4. http://chartsbin.com/view/edr
  5. Wells, John C. (2008). Longman Pronunciation Dictionary (3rd ed.). Longman. ISBN 978-1-4058-8118-0.. This source gives the British pronunciation as /ˌʊzbɛkɪˈstɑːn,_ʌzʔ,_ʔˈstæn/, rather than /ʊzˌbɛkʔ/ found in CEPD. It also does not list the /ʊzˈbɛkɪstɑːn/ variant in American English.
  6. Roach, Peter (2011). Cambridge English Pronouncing Dictionary (18th ed.). Cambridge: Cambridge University Press. ISBN 978-0-521-15253-2.. This source does not list the /ʔˈstæn/ pronunciation in British English.
  7. "Chapter 1: Religious Affiliation". The World's Muslims: Unity and Diversity. Pew Research Center's Religion & Public Life Project. 9 August 2012. Retrieved 4 September 2013.
  8. Uzbek, “the penguin of Turkic languages”.
  9. US Department of State, 2008 Country Report on Human Rights Practices in Uzbekistan, Bureau of Democracy, Human Rights, and Labour, 25 February 2009
  10. "Constitution of the Republic of Uzbekistan". ksu.uz. Archived from the original on 27 June 2016. نه اخيستل شوی 24 December 2014.
  11. "Eurasia's Latest Economic Reboot Can Be Found In Uzbekistan". Forbes. 14 September 2017. Archived from the original on 14 September 2017. نه اخيستل شوی 18 September 2017.
  12. Lillis, Joanna (3 October 2017). "Are decades of political repression making way for an 'Uzbek spring'?". The Guardian. ISSN 0261-3077. Archived from the original on 1 December 2017. نه اخيستل شوی 19 November 2017.
  13. "Uzbekistan: A Quiet Revolution Taking Place – Analysis". Eurasia Review. 8 December 2017. Archived from the original on 8 December 2017. نه اخيستل شوی 8 December 2017.
  14. "The growing ties between Afghanistan and Uzbekistan – CSRS En". CSRS En. 28 January 2017. Archived from the original on 22 December 2017. نه اخيستل شوی 25 December 2017.
  15. "Uzbekistan | Department of Economic and Social Affairs". sdgs.un.org. نه اخيستل شوی 2021-07-08.
  16. "Uzbekistan | Energy 2018 – Global Legal Insights". GLI – Global Legal InsightsUzbekistan | Energy 2018. Archived from the original on 3 December 2017. نه اخيستل شوی 2 December 2017. {{cite web}}: External link in |خونديځ تړی= (help); Unknown parameter |تاريخ الأرشيف= ignored (help); Unknown parameter |خونديځ-تړی= ignored (help); Unknown parameter |مسار الأرشيف= ignored (help)
  17. "Uzbekistan Sovereign credit ratings - data, chart". TheGlobalEconomy.com (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2021-07-08.
  18. Daniel Pajank (23 January 2019). "Uzbekistan's star appears in the credit rating universe". brookings.edu. نه اخيستل شوی 30 December 2019.
  19. Kenzheakhmet Nurlan (2013). The Qazaq Khanate as Documented in Ming Dynasty Sources. p. 140.
  20. A. H. Keane, A. Hingston Quiggin, A. C. Haddon, Man: Past and Present, p.312, Cambridge University Press, 2011, Google Books, quoted: "Who take their name from a mythical Uz-beg, Prince Uz (beg in Turki=a chief, or hereditary ruler)."
  21. MacLeod, Calum; Bradley Mayhew. Uzbekistan: Golden Road to Samarkand. p. 31.
  22. ۲۲٫۰ ۲۲٫۱ This section incorporates text from the following source, which is in the public domain: Lubin, Nancy (1997). "Uzbekistan", chapter 5 in: Glenn E. Curtis (Ed.), Kazakhstan, Kyrgyzstan, Tajikistan, Turkmenistan, and Uzbekistan: Country Studies. Washington, DC: Federal Research Division, Library of Congress. ISBN 0844409383. pp. 375–468: Early History, pp. 385–386.
  23. "Center of Islamic Civilization in Uzbekistan under the Cabinet of Ministers of the Republic of Uzbekistan". www.cisc.uz. نه اخيستل شوی 2021-07-07.
  24. Davidovich, E. A. (1998). "The Karakhanids; Chapter 6 The Karakhanids". In C.E. Bosworth (ed.). History of Civilisations of Central Asia. Vol. 4 part I. UNESCO Publishing. pp. 119–144. ISBN 92-3-103467-7.