منځنۍ آسيا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

مرکزي اسيا په اسيا لويه وچه کې يوه سيمه ده چې په لوېديځ کې د کسپين له سمندر نه په ختيځ کې تر چين او منګوليا پورې او په سويل کې له افغانستان او ايران، په شمال کې تر روسيې پورې غځېدلې ده، په دې سيمه کې د پخواني شوروي جمهوريتونه هر يو: قزاقستان، قرغزستان، تاجیکستان، ترکمنستان او اوزبیکستان شامل دي. په عامه ژبه دې ته د «ستانونه» نوم هم ورکول کېږي، ځکه چې د هر هېواد نوم، د «ستان» وروستاړی لري چې معنا يې ده « ...ځمکه».[۳][۴]

له تاريخي اړخه مرکزي اسيا، د ورېښمو لارې سوداګريز مسير سره نژدې تړلې وه، د اروپا او لرې ختيځ تر منځ يې د خلکو، توکو او نظرياتو د خوځښت لپاره د لېږد د لارې کار ورکاوه.[۵][۶][۷][۸]

له اسلام مخکې او په اسلامي پيرونو کې (نږدې ۱۰۰۰ او له دې مخکې) مرکزي اسيا په عمده ډول د ايرانيانو تر واکمنۍ لاندې وه، اوسېدونکي يې په ختيځه ايراني ژبه خبرې کوونوکي باختريان، سغوديان، چوراسميان او نيمه کوچي ساکيان وو.  د ترکانو له پراختيا وروسته، مرکزي اسيا د قزاقانو، اوزبیکانو، تاتاريانو، ترکمنانو، قرغزانو او يوغوريانو هستوګنځای هم شو، تر ډېره بريده، په دې سيمه کې د ويلې کېدونکو ايراني ژبو ځای، ترکي ژبو ونيو.[۹][۱۰]

د نولسمې پېړۍ له نيمايي او نږدې د شلمې پېړۍ تر پايه پورې، مرکزي اسيا د روسانو تر نېواک لاندې او په روسي سترواکۍ کې او وروسته بيا له شوروي اتحاد سره يو ځای شوې وه، همدې چارې روسان او نور مريان دې سيمې ته کوچ کولو ته اړ کړل. د اوسمهال په مرکزي اسيا کې ډېری اروپايان هم مېشت دي، څوک چې په قزاقستان کې ژوند کوي، اووه ميليونه يې روسان دي، ۵۰۰۰۰۰ يې يوکرانيان(Ukrainians )دي او نږدې ۱۷۰۰۰۰ يې المانيان دي. د سټالين د واکمنۍ پر مهال د شړلو او تبعيد د تګلارو له امله هم، په دې سيمه کې له ۳۰۰۰۰۰ زيات کوريايان ژوند کوي. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

د مرکزي اسيا په پنځو هېوادونو کې (۲۰۱۹ز) نږدې دوه اويا ميليونه وګړي ژوند کوي، چې هغه دا دي: په قزاقستان کې (۱۸ ميلیونه)، قرغزستان کې (۶ميليونه)، تاجیکستان کې (۹ ميليونه)، ترکمنستان کې (۶ ميلیونه) او اوزبکیستان کې (۳۵ ميليونه). [۱۶]

تعريفونه[سمول]

يو تن هغه جغرافيه پوه چې مرکزي اسيا يې د نوې نړۍ يوه جلا سيمه بللې ده، هغه په ۱۸۴۳ز کال کې الکساندر ون هوبولت و. د مرکزي اسيا پولې په بېلا بېل ډول تعريف شوې دي. له تاريخي اړخه جوړه شوې سياسي جغرافيه او کلتور دوه مهمې پولې دي، له کومو  چې په علمي ادبياتو کې د مرکزي اسيا د تعريف لپاره کار اخستل کېږي. د هومبولټ په تعريف کې د جغرافيايي عرض البلد د ۴۴.۵ شمالي درجو د شمالي پنځو درجو او سويلي پنځو درجو تر منځ هر هېواد شامل دی. يوازې هومبولټ د دې سيمې ځينې جغرافيايي ځانګړتياوې يادې کړې دي چې په لويدیځ کې يې کسپين سمندر، په شمال کې يې التای غرونه، په سويل کې يې هندوکش او پامير غرونه دي. دې پروشيايي جغرافيه پوه، د دې سيمې ختيځې پولې نه دي په ډاګه کړي. په مرکزي اسيا کې د ون هومبولټ ميراث لا هم لېدل کېږي: هغه په خپل نوم يو پوهنتون لري چې د مرکزي اسيا مطالعات وړاندې کوي (د مرکزي اسيا د پراختيا تعريف پر بنسټ). روسي جغرافيه پوه نيکولای خانيکوف، د مرکزي اسيا د عرض البدل تعريف تر پوښتنې لاندې نيولی دی. خانيکوف د دې سيمې فزيکي تعريف غوره بولي، دا معنا چې په دې سيمه کې ټول پراته هېوادونه، په ځمکه کې ايسار او له اوبو لرې دي. تر ډېره بريده په دې تعريفونوکې دا هېوادونه داخل دي: افغانستان، تاجیکستان، اوزبیکستان، ترکمنستان، قرغزستان، خراسان او يوغورستان (سينکيانک).[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

خو بیا هم روسي کلتور دوه جلا جلا اصطلاحات لري Средняя Азия (په لنډ تعريف سره منځنۍ اسيا چې په دې کې دوديز نا اسلاوي مرکزي اسيا سيمې شاملې دي ، کومې چې د تاريخي روسيې په پولو کې شاملې وې) او  Центральная Азия (د مرکزي اسيا پراخ تعريف، په کومې کې چې د مرکزي اسيا هغه سيمې شاملې دي، کومې چې هېڅکله هم له تاریخي پلوه د روسيې برخه نه وه). په دويم پېژند(تعريف) کې افغانستان او ختيځ ترکستان هم شامل دي.[۲۳]

تر ټولو محدود تاریخ، د شوروي اتحاد رسمي تعريف و، د دې تعريف له مخې په مرکزي اسيا کې يواځې اوزبیکستان، ترکمنستان، تاجیکستان او قرغزستان شامل وو او په دې توګه ورنه قزاقستان اېستل شوی و. په دې پړاو کې ډېر ځله دا تعريف له شوروي اتحاد نه بهرهم کارول شوی دی. په ۱۹۹۱ز کال کې د شوروي اتحاد تر ړنګېدو ډېر ژر وروسته، د پخوانۍ شوروي مرکزي اسيا د څلورو جمهوريتونو مشرانو په تاشکند کې سره وکتل او اعلان یې وکړچې، له دې امله چې شوروي دا اصلي څلور هېوادونه په مرکزي اسيا کې داخل کړي دۍ، د مرکزي اسيا په تعريف کې بايد قزاقستان هم شامل شي. له همدې وروسته، دا د مرکزي اسيا تر ټولو عام تعريف دی.

د یونسکو له خوا په ۱۹۹۲ز کال کې د مرکزي اسيا تمدنونو تاريخ کې د دې سيمې په تعريف کې افغانستان، شمال ختيځ ايران، شمالي او مرکزي پاکستان، شمالي هندوستان، لوېديځ چين، منګوليا او د پخواني شوروي اتحاد د مرکزي اسيا جمهوريتونه شامل کړای شوي دي.[۲۴]

د دې سيمې د تعريف لپا ره يوه بديله لاره پر توکم ولاړه ده، په ځانګړي ډول هغه سيمې چې د ختيځ ترکي، ختيځ ايراني يا منګوليايي خلک په کې ژوند کوي. په دې سيمو کې د سينکيانک يوغورخپلواکه سيمه، د سويلي سايبيريا ترکي سيمې، پنځه جمهوريتونه او افغان ترکستان شامل دي. ټول افغانستان، د پاکستان شمالي او لويديځې سيمې او د هندوستان د کشمير دره هم په کې شاملېدای شي. تبتي او لداخيان هم په کې شامل دي. د يادو شوو خلکو ډېری يې د دې پراخې سيمې اصلي اوسېدونکي بلل کېږي. مرکزي اسيا ته کله ناکله ترکستان نوم هم اخیستل کېږي.[۲۵][۲۶][۲۷]

داسې ډېرې سيمې شته دي چې ادعا کېږي، د اسيا جغرافيايي مرکزي سيمې دي، د بېلګې په ډول: د فدراتيپې روسيې د تايو مرکز کايزيل او د چين د سينکيانک ايالت د مرکز ارومچي شمال لور ته په ۳۲۰ کيلو متره (۲۰۰ ميله) لرې يو کلی دی.[۲۸]

جغرافيه[سمول]

مرکزي اسيا د مختلفې جغرافيې سيمه ده، لوړې لارې او غرونه (تيان شان)، پراخې دښتې (کيزل کوم، تکلامکان) او په ځانګړي ډول بې ونو، په وښو پوښلي ميدانونه. د مرکزي اسيا د پراخو ډګرونو په اړه په عمومي توګه د يو شان جغرافيايي سيمې په توګه د ختيځې اروپا د پراخو ميدانونو يادونه کېږي ،چې دا دواړه د اروايشيا د اوارو ځمکو په نامه يادېږي.

د مرکزي اسيا ډېرې سيمې، د کرنې لپاره يا ډېرې وچې او يا ډېرې کلکې دي. د ګوبې دښته ،د پاميرونو له لمنې ، په ۷۷ درجې ختيځ کې، د خينګان (دا هينګګان) تر غرونو پورې ۱۱۸-۱۱۶ درجې ختيځ لورته غځېدلې ده.

مرکزي اسیا د لاندې تر ټولو لرې اندازې لري:

  • د نړۍ د لرې شمال دښته (شني غونډۍ)، په شمالي پنځوسو درجو او اتلسو دقيقو د منګوليا په « Buurug Deliin Els» کې.
  • د شمالي کنګل نيمې کرې لرې سويل، شپږ څلوېښت درجې او اولس دقيقې شمالي، د منګوليا په « Erdenetsogt sum» کې.
  • د ناکنګل او دايمي کنګل د ساراوو تر منځ د نړۍ په کچه تر ټولو لږ واټن: ۷۷۰ کيلو متر (۴۸۰ ميله).
    • د اروايشيا هغه قطب چې لاسرسی ورته نه کېږي.

ډېری خلک يې د څارويو د ساتلو له لارې ژوند پر مخ وړي. صنعتي فعاليتونه يې د سيمې په ښارونو کې متمرکز دي.

د دې سيمې په سترو سيندونو کې د امو سیند، سيردريا، ايرتيش، هاري سيند او مرغاب سيند شامل دي. په سترو اوبه یيزو هستو کې يې، ارال سمندر او بلخاش جهيل شامل دي، دا دواړه د لويديځې اسيا د لويديځ پراخې اندورئيک حوزې برخې دي، چې د کسپين سمندرهم په کې شامل دی.

د اوبو د دې دواړو هستو اوبه، په دې وروستيو لسيزو کې ډېرې کمې شوې دي، لامل يې د اوبه خور او صنعتي موخو لپاره د هغو سمندرونو د ابو ګرځېدل دي، چې دوی تغذيه کوي.  په وچه مرکزي اسيا کې اوبه، تر ټولو ارزښتمنه منبع ده او شونې ده چې سخت نړيوال کړکېچونه رامنځ ته کړي.

سرچينې[سمول]

  1. The area figure is based on the combined areas of five countries in Central Asia.
  2. The population figure is the combined populations of 5 countries in Central Asia (last updated Feb 22, 2010).
  3. Central Asia on Britannica.com
  4. Paul McFedries (25 October 2001). "stans". Word Spy. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ فبروري ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Steppe Nomads and Central Asia Archived 29 May 2008 at the Wayback Machine.
  6. Silkroad Foundation, Adela C.Y. Lee. "Travelers on the Silk Road". د لاسرسي‌نېټه ۱۴ نومبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Ta'lim Primary 6 Parent and Teacher Guide (p. 72) – Islamic Publications Limited for the Institute of Ismaili Studies London
  8. Phillips, Andrew; James, Paul (2013). "National Identity between Tradition and Reflexive Modernisation: The Contradictions of Central Asia". National Identities 3 (1): 23–35. doi:10.1080/14608940020028475. https://www.academia.edu/2832538. "In Central Asia the collision of modernity and tradition led all but the most deracinated of the intellectuals-clerics to seek salvation in reconstituted variants of traditional identities rather than succumb to the modern European idea of nationalism. The inability of the elites to form a united front, as demonstrated in the numerous declarations of autonomy by different authorities during the Russian civil war, paved the way, in the early 1920s for the Soviet re-conquest of the Central Asia in the early 1920s.". 
  9. کينډۍ:Encyclopaedia Iranica
  10. C.E. Bosworth, "The Appearance of the Arabs in Central Asia under the Umayyads and the establishment of Islam", in History of Civilizations of Central Asia, Vol. IV: The Age of Achievement: AD 750 to the End of the Fifteenth Century, Part One: The Historical, Social and Economic Setting, edited by M. S. Asimov and C. E. Bosworth. Multiple History Series. Paris: Motilal Banarsidass Publ./UNESCO Publishing, 1999. excerpt from page 23: "Central Asia in the early seventh century, was ethnically, still largely an Iranian land whose people used various Middle Iranian languages.".
  11. Демоскоп Weekly – Приложение. Справочник статистических показателей Archived 16 March 2010 at the Wayback Machine.. Demoscope.ru. Retrieved on 29 July 2013.
  12. "5.01.00.03 Национальный состав населения" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۶ فبروري ۲۰۰۹ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Итоги переписи населения Таджикистана 2000 года: национальный, возрастной, половой, семейный и образовательный составы Archived 7 August 2011 at the Wayback Machine.. Demoscope.ru (20 January 2000). Retrieved on 2013-07-29.
  14. Trochev, Alexei (2018-02-22), Horne, Cynthia M.; Stan, Lavinia (المحررون), "Transitional Justice Attempts in Kazakhstan", Transitional Justice and the Former Soviet Union (الطبعة 1), Cambridge University Press, د کتاب پاڼي 88–108, doi:10.1017/9781108182171.005, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-108-18217-1, د لاسرسي‌نېټه ۰۴ ډيسمبر ۲۰۲۰ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Central Asia's Koreans in Korea: There and (Mostly) Back Again". openDemocracy (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۲ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "Демографическая ситуация" (PDF). Statistika qo'mitasi. Retrieved 2019-03-19.
  17. Humboldt, Alexander von (1843). Asie centrale (په فرانسیسی ژبه کي). Paris, Gide. د کتاب پاڼې 17. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Humboldt University of Berlin. "Central Asian studies — Institute of Asian and African Studies". www.iaaw.hu-berlin.de (په انګلیسي ژبه کي). Humboldt University of Berlin. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Cummings, Sally N. (2013). Understanding Central Asia: Politics and Contested Transformations (په انګلیسي ژبه کي). Routledge. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-134-43319-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Saez, Lawrence (2012). The South Asian Association for Regional Cooperation (SAARC): An emerging collaboration architecture (په انګلیسي ژبه کي). Routledge. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-136-67108-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Cornell, Svante E. Modernization and Regional Cooperation in Central Asia: A New Spring? (PDF). Central Asia-Caucasus Institute and the Silk Road Studies. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Dani, A. H. (1993). History of Civilizations of Central Asia: The Dawn of Civilization: Earliest Times to 700 B.C. (په انګلیسي ژبه کي). UNESCO. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-92-3-102719-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Cornell, Svante E. Modernization and Regional Cooperation in Central Asia: A New Spring? (PDF). Central Asia-Caucasus Institute and the Silk Road Studies. Russian scholars who used the term 'Middle Asia' synonymously with Turkestan used 'Central Asia' largely to refer to areas outside Russian control, including Afghanistan and 'East Turkestan.' الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Dani, A. H.; Masson, V. M.; Harmatta, J.; Puri, B. N.; Etemadi, G. F.; Litvinskiĭ, B. A. (1992–2005). History of civilizations of Central Asia. Paris: Unesco. د کتاب پاڼې 8. OCLC 28186754. د کتاب نړيواله کره شمېره 9789231027192. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Polo, Marco; Smethurst, Paul (2005). The Travels of Marco Polo. د کتاب پاڼې 676. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7607-6589-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Ferrand, Gabriel (1913), "Ibn Batūtā", Relations de voyages et textes géographiques arabes, persans et turks relatifs à l'Extrème-Orient du 8e au 18e siècles (Volumes 1 and 2) (in French), Paris: Ernest Laroux, pp. 426–458
  27. Andrea, Bernadette. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Ibn Fadlan's Journey to Russia: A Tenth‐Century Traveler from Baghdad to the Volga River by Richard N. Frye: Review by Bernadette Andrea"]. Middle East Studies Association Bulletin 41 (2): 201–202. doi:10.1017/S0026318400050744. 
  28. 43°40'52"N 87°19'52"E Degree Confluence Project.
د مرکزي آسیا هیوادونه