د افغانستان بيرغ
د افغانستان د اسلامي امارت ملي بیرغ د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه طالبانو د ۲۰۰۱-۲۰۲۱ جګړې تر ګټلو وروسته تصویب کړ. دا بیرغ سپین رنګ لري او په منځ کي یې اوله کلمه او تر اولې کلمې لاندې یې «د افغانستان اسلامي امارت» ليکلی وي. د شلمې پیړۍ راهیسې، افغانستان څو ځله خپل ملي بیرغ بدل کړی دی. د افغانستان تر خپلواکۍ وروسته تور، سور او زرغون بیرغ تر ټولو بیرغونو ډېر وخت د هیواد د ملي بیرغ په توګه پاته سوی دی.
د یادونې وړ ده چي په نړیواله ټولنه کي افغانستان د اسلامي جمهوریت درې رنګه بیرغ په رسمیت پیژندل کېږي او لا هم په نړیواله او کورني کچه د اپوزیسیون ډلو لخوا کارول کیږي.
تاريخي بيرغونه
افغانستان د تاریخ په اوږدو کي رنګ په رنګ بیرغونه درلودل چي لومړی بیرغ یې د میرویس خان نیکه په وخت کي رامنځته سو چي تور رنګ یې درلود.
د هوتکیانو د واکمنۍ بیرغ
د هوتکیانو د واکمنۍ بیرغ یواځي تور رنګ وو او د افغانو لومړی بیرغ ګڼل کېږي. دا بیرغ د امير عبدالرحمن خان د پاچاهۍ په وخت کې هم د افغانستان رسمي بيرغ وو.
د درانيانو د واکمنۍ بیرغ (دوهم بیرغ)
د دراني امپراتورۍ د بيرغ رنګ په درې رنگه زرغون، سپين او زرغون رنگونو کې ښودل شوی. کله چې د دراني پېر شاهان له واکه وغورځول شول نو تر ۱۸۴۲ کال پورې همدا بيرغ يوازې د هرات رسمي بيرغ وو.
دریم بیرغ (۱۹۰۱–۱۹۱۹)
د امير حبيب الله خان د پاچاهۍ په وخت کې د افغانستان رسمي بيرغ، حبيب الله خان د خپل پلار امير عبدالرحمن خان په بيرغ کې يوازې يو مهر يا نښان ورزيات کړ چې د افغانستان د اوسني نښان پخوانۍ بڼه ده.
څلورم بیرغ (۱۹۱۹–۱۹۲۱/۲۹)
د امير امان الله خان د پاچاهۍ د وختونو بيرغ. هغه د خپل پلار د وخت بيرغ کې يوازې يو څه وړانګې ورزيات کړې چې هغه وخت د عثماني سترواکۍ کې عامې وې. د بيرغ دا بڼه تر ۱۹۲۶ کال پورې رسمي وه.
پنځم بیرغ (۱۹۲۱–۱۹۲۶/۲۹)
د امير امان الله خان د وخت دوهم بيرغ چې د دايرې پرځای پکې يو بيضوي شکل د نښان ګيرچاپېره ورزيات شوی و، دا بيرغ له ۱۹۲۶ وروسته رسمي بيرغ و.
شپږم بیرغ (۱۹۲۶–۱۹۲۸)
د امير امان الله خان د وخت دريم بيرغ، چې په دې بيرغ کې د چارچاپېر اته څنډيزې نښان پرځای يو څه ګلان ورزيات شوي وو.
اووم بیرغ (۱۹۲۸)
د امیر امان الله خان تر مشرۍ لاندې د افغانستان څلورم بیرغ د ۱۹۲۸م کال د جون په شاوخوا کې معرفي سو. د افغانستان دا بیرغ په ترتیب سره د تور، سور او زرغون رنګ څخه جوړ سوی وو.
اتم بیرغ (۱۹۲۹)
د ۱۹۲۹ کال په جنوري کې، د غازي امان الله خان د اصلاح غوښتونکي واکمنۍ په مخالفت کې، سقاویان کابل ته را نږدې سول. پاچا، امير امان الله خان استعفا ورکړه او واک یې خپل ورور ته پریښود. د ځينو د وینا له مخې، عنایت الله خان د خپلې واکمنۍ په درې ورځو کې زاړه بیرغونه چې تور شالید یې درلود، پورته کړل.
نهم بیرغ (۱۹۲۹)
دا بیرغ په ۱۹۲۹ کال کې د څو میاشتو لپاره په هغو سیمو کې کارول کېده چې لا هم د سقاویانو تر لاس نه وې لاندې. د غازي امان الله خان د واک بیرته ترلاسه کولو لپاره د مبارزې پر مهال د درې رنګه بیرغ کارول بیرته پیل سوه، په هرصورت، دا وار یې پکښي يو څه بدلون راوست.
لسم بیرغ (۱۹۲۹–۱۹۳۱)
د حبیب الله کلکاني په مشرۍ سقاوي ځواکونو د ۱۹۲۹م کال د جنوري په ۱۷مه د افغانستان امارت په نوم حکومت تاسیس کړ. د حبیب الله کلکاني د لنډمهالې واکمنۍ په دوران کې هم د افغان حکومت بیرغ درې رنګ وو. د بیرغ رنګ یې سور، تور او سپین وو؛ دا بیرغ بلکل هغه بیرغ ته ورته وو چې په ۱۳مې پیړۍ کې د مغولو لخوا د افغانستان د اشغال پرمهال کارول کیده. د سقاو "د افغانستان امارت" ټوله افغانستان نه، بلکې د افغانستان ځینې برخې تر کنټرول لاندې درلودې؛ په ځانګړې توګه د کابل شاوخو، او د برتانوي هند، او اوسنۍ ډېورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې پراخه شمالي او جنوبي پټۍ. په دې کي د هرات ښار هم نه وو شامل، د هرات ښار په هغه وخت کي په یوه پاڅون کې فتح سو او د افغانستان امارت د سقوط او د کلکاني تر مړینې وروسته هم د ډېر وخت دپاره یو خپلواک ښار وو. د هرات یاغیان هم د سقاو همفکره وه، البته د افغانستان امارت پر مهال یې په سقاوي بیرغ کي لږ بدلون راوست او سپوږمۍ یې ورګډه کړه.
یولسم بیرغ (۱۹۲۹)
د لنډمهالي انتقالي دورې پر مهال بیرغ؛ دا بیرغ د علي احمد خان د لنډمهاله سیال حکومت لخوا په جلال آباد کې د کلکاني د بغاوت په مخالفت کې کارېده.
دولسم بیرغ (۱۹۲۹–۱۹۳۱)
د محمد نادر شاه په مشرۍ کي بیرته د افغانستان د نهم بیرغ کارول پیل سوه، البته د يوڅه بدلون سره؛ په ستوري کي چې کوم نښان وو هغه نښان همهلته پاته سو، البته تور رنګ یې ځني ليري کړ.
دیارلسم بیرغ (۱۹۳۱-۱۹۷۳)
د افغانستان ملي او دولتي بیرغ؛ دا بیرغ په عصري افغانستان کې تر ټولو اوږدمهالې مودې پوري موجود وو، دا بیرغ په ۱۹۳۰م کال کې تصویب سو او د ۱۹۶۴ کال په اکتوبر کي په اساسي قانون کي هم تایید سو. دا بيرغ د نادر شاه د واکمنۍ پر مهال تصویب سو او د هغه د زوی، محمد ظاهر شاه د واکمنۍ تر پایه پورې يې دوام وکړ. د اتڅنډې وړانګې يې ځني لیرې کړې، او مهر يې ور غټ کړ - د جومات ډیزاین يې د ۱۹۲۶ پر اساس وو. د جومات او مهر ترمنځ ۱۳۴۸ کال لیکلی دی، چي د ۱۹۲۹م هجري لمریز کال سره سمون خوري، دا هغه کال دی چې د محمد نادر شاه د کورنۍ واکمني پیل سوه. نوي شاهي بیرغونه هم معرفي سول، چې په سور شاليد کې يې ملي نښان او په شا کې يې نوي شاهي تغرې شاملې وې.
دا هم وگورۍ
باندنۍ تړنې
- ↑ سرچينې تړی: https://www.britannica.com/topic/flag-of-Afghanistan.