Jump to content

د افغانستان بيرغ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د افغانستان بیرغ
د افغانستان بیرغ چی پښتو لیک هم ورسره موجود دی.
عامه معلومات
عمومي معلومات
هېواد
افغانستان
جوړښت
بنسټګر

د افغانستان بیرغ چي د محمدي بیرغ په نامه هم په يادېږي، سپین رنګ لري او په منځ کي یې اوله کلمه او تر اولې کلمې لاندې د افغانستان اسلامي امارت ليکلۍ وي. دا بیرغ لومړي ځل په کال ۱۹۹۶م کي د افغانستان پر ارګ ماڼۍ ورپول سو. په ۲۰۰۱م کال د امريکايي اشغالګرو په ملاتړ د شمالي ټلولۍ حکومت جوړ او ورسره د طالبانو حکومت او سپین بیرغ دواړه رسماً له منځه ولاړل. خو په شاوخوا ۲۰۰۴م کال کي د طالبانو د غورځنګ غړو بېرته تر همدې سپين بیرغ تر سایې لاندي خپل سياسي او وسله واله مبارزه پیل کړه چي په پایله کي یې د ۲۰۲۱م کال د اګست پر ۱۵مه بیرته همدغه بیرغ پر ارګ ماڼۍ ورپول سو.

تاريخي بيرغونه

افغانستان د تاریخ په اوږدو کي رنګ په رنګ بیرغونه درلودل چي لومړی بیرغ یې د میرویس خان نیکه په وخت کي رامنځته سو چي تور رنګ یې درلود.

د هوتکیانو د واکمنۍ بیرغ

د هوتکیانو د واکمنۍ بیرغ

د هوتکیانو د واکمنۍ بیرغ یواځي تور رنګ وو او د افغانو لومړی بیرغ ګڼل کېږي. دا بیرغ د امير عبدالرحمن خان د پاچاهۍ په وخت کې هم د افغانستان رسمي بيرغ وو.

د درانيانو د واکمنۍ بیرغ (دوهم بیرغ)

د دراني امپراتورۍ د بيرغ

د دراني امپراتورۍ د بيرغ رنګ په درې رنگه زرغون، سپين او زرغون رنگونو کې ښودل شوی. کله چې د دراني پېر شاهان له واکه وغورځول شول نو تر ۱۸۴۲ کال پورې همدا بيرغ يوازې د هرات رسمي بيرغ وو.

دریم بیرغ (۱۹۰۱–۱۹۱۹)

د افغانستان امارت د وخت بيرغ

د امير حبيب الله خان د پاچاهۍ په وخت کې د افغانستان رسمي بيرغ، حبيب الله خان د خپل پلار امير عبدالرحمن خان په بيرغ کې يوازې يو مهر يا نښان ورزيات کړ چې د افغانستان د اوسني نښان پخوانۍ بڼه ده.

څلورم بیرغ (۱۹۱۹–۱۹۲۱/۲۹)

د امير امان الله خان د پاچاهۍ د وختونو لومړی بيرغ.

د امير امان الله خان د پاچاهۍ د وختونو بيرغ. هغه د خپل پلار د وخت بيرغ کې يوازې يو څه وړانګې ورزيات کړې چې هغه وخت د عثماني سترواکۍ کې عامې وې. د بيرغ دا بڼه تر ۱۹۲۶ کال پورې رسمي وه.

پنځم بیرغ (۱۹۲۱–۱۹۲۶/۲۹)

د امير امان الله خان د وخت دوهم بيرغ

د امير امان الله خان د وخت دوهم بيرغ چې د دايرې پرځای پکې يو بيضوي شکل د نښان ګيرچاپېره ورزيات شوی و، دا بيرغ له ۱۹۲۶ وروسته رسمي بيرغ و.

شپږم بیرغ (۱۹۲۶–۱۹۲۸)

د امير امان الله خان د وخت دريم بيرغ

د امير امان الله خان د وخت دريم بيرغ، چې په دې بيرغ کې د چارچاپېر اته څنډيزې نښان پرځای يو څه ګلان ورزيات شوي وو.

اووم بیرغ (۱۹۲۸)

د امیر امان الله خان د وخت څلورم بیرغ

د امیر امان الله خان تر مشرۍ لاندې د افغانستان څلورم بیرغ د ۱۹۲۸م کال د جون په شاوخوا کې معرفي سو. د افغانستان دا بیرغ په ترتیب سره د تور، سور او زرغون رنګ څخه جوړ سوی وو.

دا هم وگورۍ

باندنۍ تړنې

  1. سرچينې تړی: https://www.britannica.com/topic/flag-of-Afghanistan.