منځپانگې ته ورتلل

طالبان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
طالبان
د طالبانو او اسلامي‌امارت بیرغ
ملا عبدالغني برادر د دوحې تړون پر مهال
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
اسلامي، سياسي او نظامي غورځنګ
مرکز
هېواد
دین
اسلام
اړين مالومات
مهمې پېښې
جګړه
د افغانستان کورنۍ جګړې (١٩٩۲-۹۶)
د مجاهدینو له بقایا سره جګړې(١٩٩۶-۲۰۰۱)
جمهوریت سره جګړې(۲۰۰۱-۲۰۲۱)
جوړښت
بنسټګر

ملا محمد عمر مجاهد

نور مالومات
وېب‌پاڼه

طالبان (یعني؛ «د مدرسې زده کوونکي» طالب عربی کلمه ده چی غوښتونکې معنا لري.)، يو افغان، سني اسلام‌پاله سياسي او نظامي غورځنګ دی چی اوسمهال پر افغانستان دفاکتو واکمني کوي. دا غورځنګ چې لومړی ځل د ۱۹۹۶م کال څخه تر ۲۰۰۱م کال پورې په افغانستان کې واکمن وو، او دغه غورځنګ له ۲۰۰۴ ز. کال څخه راپدېخوا يوځل بيا په ډلو او ګروپونو کې سره راغونډ او د افغانستان د جمهوریت نظام چي د غربي هیوادونو تر نظامي او اقتصادي ملاټر لاندی وه، وجنګېدی او له همدې لارې بیاځل واک ته ورسید.

که څه هم په لومړي سر کې یواځې پښتانه طالبان وه، خو اوسمهال او ډول‌ ډول توکمونه پکښې شتون لري.[۱] چې په دوی کې ازبکان او تاجکان د يادولو وړ توکمونه دي، [۲][۳][۴] خو اوس هم په دغه غورځنګ کی پښتنو اکثریت دي او دا غورځنګ اوس هم قومي او قبیلوی ساختار لري. په تېر کي طالبان په افغانستان او د ديورنډ د پولې نه هاخوا د پښتنو سيمو کې په خپلو سياسي او جگړه ايزو فعاليتونو بوخت وه. د امريکا د متحده ايالاتو چارواکي په دې نظر وه چې د طالبانو مرکز يا په کوېټه او يا هم کوېټې ته نژدې واقع وو او پاکستان او ايران هېوادونو اوسیدونکو يې سياسي او لوژيستيکي ملاتړ هم کاوه،[۵][۶][۷][۸], خو پاکستان او ايران تل د امريکايانو دا تور ردوی.[۹][۱۰]

طالبانو اول وار په ۱۹۹۴ کال کي د وخت مجاهدینو ډله په ضد فعالیت پیل وکړ او څو مودي وروسته کابل هم تصرف وکړل.

په لومړي سر کي تر لنډ مقاومت وروسته طالبانو د کندهار ولایت پخپل کنترول کي واخیست تر یو کال وسلوالي او سیاسي مبارزې وروسته دوی وکولی شول کابل هم پخپل کنترول کي واخلي.


که څه هم دغه سياسي غورځنگ د افغانستان په پلازمېنه کابل باندې واکمن او هېواد يې تر پينځو کلونو پورې چلاوه او خپل حکومت يې د افغانستان اسلامي امارت باله، خو د دوی دولت په رسمي توگه د نړۍ د درې هېوادونو لخوا په رسمي توگه پېژندل کېده، په دغو درې هېوادونو کې د پاکستان، سعودي عربستان او د متحده عرب اماراتو هېوادونه شامل وه. همداراز د طالبانو په وخت کې دغه سياسي غورځنگ د خېبرپښتونخوا په قبايلي سيمو کې خپل نفوذ پيدا کړ او گڼ شمېر کسان يې پلوۍ ته ودرېدل.

طالبان د خپلې واکمنۍ پر سيمو بشپړ شرعي او اسلامي قانون پلي کولو ادعا درلودل او خپل خاص تفسیر له شرعیت څخه درلودل، چې د گڼو غیر مسلمانو هېوادونو لخوا د هغوی پرې نيوکې وې، خو د دې سره سره يې ډېر کم ځل په خپلو اندونو کې بدلون او اصلاحات راوستل.[۱۱] د ۲۰۰۹م کال په مېنځ کې طالبانو د کندهار په سهېل کې د محتسب دفتر پرانيسته، چې ډاوېډ کيلکولېن د ايساف د ځواکونو پر وړاندې "د يوې مستقيمې ننگونې" په توگه څرگند کړ.[۱۲]

د طالبانو تاريخ او افغانستان کې ېې اړتيا

په افغانستان کښې د شوروی پوځ تر وتلو وروسته داخلی جگړه پېل سوه. افغانانو ونکړای سول چې نوی حکومت جوړ کړی. مگر په دې وخت کښې په کندهارکښې نوی غورځنگ جوړ سو چې نوم یی طالبان وو. د طالبانو غړی افغانی مهاجرین او د مذهب طالبان و. طالبانو َغوښتل داخلی جگړه پای ته ورسوی او په افغانستان کښې اسلامی نظام تاسیس کړی. د دی په سبب د نړی د بیلو بیلو سیمو مسلمانو پیسې او وسلې طالبان ته ورکړل. په۱۹۹۴ز کال کې د طالبانو پوځي قواوې چې د سيمي د خلکو لخوا وسله والي سوي وې د جنګ ميدان ته د کورنيو جگړو د له منځه وړلو د اړتيا په موخه ورغلې . دغه اړتيا ځکه پېښه سوه چې د ۱۹۹۲زــ ۱۹۹۵زکال پورې اتو ، نهو په نوم مجاهدينو ډلو ټپلو د افغانستان د حکومتي واک پر سر په هغه هېواد کې د چور ، تاړاکونو، خلک وژنو او په ښځينه او ماشومانو باندې تريو باندې لاس پورې کړی و . عامه وگړو لپاره گرانه وه چې د افغانستان دننه ېې نظم راوستلای وی او بهرنيو هېوادونو هم د ناکامه تېرمهال کړنو له کبله ځان بې خبره ښوده ځکه د شر او پساد ډلو هرڅه د اسلام تر نوم لاندې ترسره کول . د افغانستان لږه کيو د وحدت ډلې ، نظار شورا ، جمعيت اسلامي ، جنبش تر نومونو لاندې د گاونډيو تاجکستان، اوزبکستان ، تورکيې ، پاکستان ، ایران ، روسيې او هند گټې ساتلې ځانونه ېې په ژبه بېل کړي و . طالبانو د سیمو قوماندانان چې پر افغانانو یی ډیر ظلمونه کول، د هلکانو څخه قوماندانانو ناوړه گټه پورته کول، هغوی به ې گډول، نڅول او داسي نورو خلافو کارونو په مقابل وسله پورته کړه تر هغه چي دغو ناوړو کړنو ته یې د پای ټکی کېښود . طالبانو په کندهار کې خپل مقر تاسیس کړ. طالبانو تر ۱۹۹۵ کال وروسته په سلو کې دېرش د افغانستان خاوره لاس ته راوړل. په ۲۶ د سپتامبر ۱۹۹۶ کال کښې طالبان د کابل پایتخت ته ورسېدل. په دې وخت کې ملا محمد عمر چې د طالبانو مشر و په افغانستان کې د افغانستان اسلامی امارت رامنځته کړ او شریعت د ملا عمر لخوا اعلان سو. خو د افغانستان اسلامی امارت تر تاسیسولو وروسته یوازې د پاکستان، سعودی عربستان او د عربي متحده امارات لخوا په افغانستان کښې سفارت خانې پرانستل سوی.

د طالبانو واکمني

طالبان

د طالبانو مشرانو په مطابق هر نارینه باید ږیره درلودلای. چاته اجازه نه وه چې وگډېږي او سندرې ووایی. خلکو اجازه نه درلوده چې تلویزیون، فلم یا سندرې واوري. ښځو باید برقه اغوستلای وای. ښځو ته اجازه نه وه چې د بهرنی نارینه سره رابطه ولری او کار وکړی. خلک به یې څارل چې د ورځې پینځه وخته لمونځ کوي او که نه. د دی په سبب غیر مسلمانو باید پر خپلې جامې ژیړه نښه درلودلای.

طالبان او ښوونه

هلکان د سبق د ویلو لپاره مسجد ته تلل. په مسجد کښې ملا د هغه هلکانو ته درس ورکا‌وه. ملا شاگردانو ته اول د عربی او وروسته بیا د قرآن مجید لوست ور زده کاوه. ډېر مهم کتاب قرآن کریم وو، له دي سره سره په هیواد کي پوهنتونونه او مکتبونه هم خلاص وو ، طالبانو يي په وړاندي خنډ نه ایجاداوو، خو تعلیم ښځو ته مطلق بند وو.

طالبان او ترياک

د نشه یي توکو کر له طالبانو مخکې په افغانستان کې دود شوې وو، آن دا توکي د ډاکټر نجیب په ولسمشرۍ کې هم بازار درلود. د مجاهدینو د وخت په نامه د اسلامی دولت پر مهال دې کار ښه زور پیدا کړ. کله چې طالبان واکمن شول، نو په لومړي سر کې یې خلک لدې کاره نه منع نکړل، مگر کله چې په نړیوال سیاست پوه شول نو د ملا محمد عمر مجاهد په یوه کاغذي فرمان هر ډول نشه یي توکي په ټول افغانستان کې بند شول، او تر هغي وروسته چا بیا ددې سوال هم نشو کولای چې نشه یي توکي وکري. په کال کې دننه ۹۹٪سلنه نشه یي توکي راکم شول. په هغو سیمو کې چې د شمالي جبهه په واکمنۍ کې راتلې لکه د تخار خواجه بهاو الدین، د بدخشان ولایت او داسې نورې یوه نیمه ولسوالۍ کې د تېر په څېر تریاک کرل کېده. په ۱۹۹۹ کال کښې د متحدو ملتونو سازمان د طالبانو په خلاف اقتصادی بندیزونه اعلان کړ.

طالبانو په ۲۰۰۱ کال کښې د بامیان په ولایت کښې بودایی مجسمه د منځه یوړه کومه چي د افغانستان د ۵۰۰۰ کلن تاریخ یو انځور وو .

رهبري کړۍ

د طالبانو د رهبرۍ کړۍ هغه کسانو تشکیلوله چې هېڅکله په عام محضر کې نه دي لیدل شوي، له رسنیو سره یې اړیکې نه دي نیولی او نه یې هم کوم انځور خپور شوی. د طالبانو د واکمنۍ په پېر کې کولای شو د دوي واکمني په درې برخو ووېشو:

  • ۱ - طالبان = ددې ډلې اصلي لارښود او رهبري د (ملا عمر تر زعامت لاندې) وه.
  • ۲ - هغوي چې د قضایاوو په اړه یې یو څه پرانېستی لید درلود، لکه (ملا احسان الله په څېر) طالبان.
  • ۳ - منځلاري، چې ددې ډول طالبانو شمېر ډېر لږ و، او د هېواد په سترو سیاسي قضایاوو کې یې هېڅ ډول رغنده رول نه درلود.

په ټولیزه توگه د طالبانو د ډلې رهبري د لاندې څېرو په لاس کې وه:

داخلي شوری غړي

د مرکزي شوری غړي

طالبانو په تدریج سره لاندې افراد په دې ډول وټاکلي ول:

القاعده او طالبان

القاعده یو مسلمان جهادي تنظیم دی چې د اسامه بن لادن لخوا تاسیس شو او په افغانستان کښې یی ډیرې اډې لرلي. په هغو اډو کښې اسامه بن لادن افغان او عرب مسلمانانو ته د جگري تمرینونه ور کول اسامه بن لادن غوښتل چې امریکایی پوځ د منځنی ختیځ څخه ولاړ شي تر څو له اسرایلو څخه د فلسطین ازادي رامنځته شي. د دی په سبب په ۱۹۹۹ کال کښې القایدې په افریقا کښې د امریکا پر سفارت خانو باندي بریدونه وکړل. په ۱۹۹۹ کال کښې امریکایی پوځ د راکتونو په واسطه پر افغانستان برید وکړ او د القاعدی اډې یي خرابي کړی. په ۲۰۰۱ کال کښې القاعدی بیا د نیویارک پر ښار برید وکړ. په برید کښې تقریبا دری زره تنه ووژل شول. امریکا غوښتل چې اسامه ابن لادن او د القاعدی مشران ونیسی، خو د امارت مشرانو وویل چې اسامه بن لادن د افغانستان څخه په تللی دی او بيا بیا ټینگار يې د افغانستان څخه په خپله خوښه وتلو باندې کاوه ، همدارنگه طالبان ادعا لري چي د يولسم سپټمبر پېښې څخه خبر نه درلود او نه یې هم د القاعدې په تړاؤ ددې پېښې رامنځته کېدل نه، او استدلال کوي چې هغوی د جهاد له پیره اسامه بن لادن سره په افغانستان باندې د جگړې له کبله همکاري اړخ ته کتل او بل اړخ څخه یې بشپړ خبر نه درلود . نړېوالو بيا د طالبانو او القاعدې تر منځ توپیر په جلا ډول دوه بېلې بېلې ډلې گڼلې او بن لادن يې د لوېديځې نړۍ سياست سره وسلوال مخالف گاڼه خو په عین حال کې د [[شمال جبهه]] طالبان د القاعدې مهم غړي ښودل ځکه چې د افغانستان سیاست ته يې خپل په گټه لار صفا کوله د شمال ټلوالي په مشرۍ کي مسعود ډېر کوښښ وکړ تر څو امریکا دوی ته نظامي امکانات په واک کي ورکړي تر څو دوی د طالبانو سره وجنګیږي ولي هغه پخپل ژوند کي د اشغال راوستني په مرحله کي د القاعده حملې په پایله کي مړ سو ولي په دغه دوه مخو سياستونو کې د زلمي خلیلزاد په مرسته [[شمال جبهه]] بريالۍ شوه او د امريکې جورج ډبليو بوش دغې مفکورې ته په کتلو بن لادن سره په تضاد د افغانستان په خاوره او د طالبانو په راپرزولو د بريد امر ورکړ.کوم چي د امریکا د قانون پر اساس غیر قانوني دي چې په ترڅ کې يې د امریکې پوځ پر افغانستان ۷م د اکټوبر ۲۰۰۱م زېږيز کې برید وکړ او په ۱۳م د نومبر ۲۰۰۱م زېږيزامریکایی پوځ کابل ته ورسېده. د طالبانو حکومت وپرزېده او ډېری مشران يې د امريکې د پرمخ تللو وسلو د کارولو او دننه په افغانستان کې بله جنگي ډله د شمال جبهه ته پوځي واک ورکونې په مرسته مجبور شول چې پاکستان ته ولاړ شي.

په افغانستان کي یو دست نشانده دولت د امریکا په فرمایش رامنځته شو اکثره واک یې هغو کسانو ته ورکړ کوم چي د کورنیو جګړو په دوران کي د هیواد د سختي بربادۍ عاملین ګڼل کیږي.

د طالبانو دوهم نسل

امریکا د طالبانو دوهم نسل ډير خطرناک بللی ، او ویلي يي دي چي طالبان اوس له پرمختللي ټیکنالوجي څخه کار اخلي، خو د افغانستان د ځینو مشرانو په خوله چی د امریکا د افغانستان څخه د وتلو پر وخت خپلي ځیني وسلي او د ټیکنالوجي ځیني برخه طالبانو ته ورپریښودي. ددي وسایلو په وسیله د امریکا د وتلو پر وخت طالبانو ددي وسلو استعمال پر افغانو ځواکونو باندي په وار وار وکړ، او ځکه امریکا هغو طالبانو ته د طالبانو د دوهم نسل نوم ورکړ، طالبانو یو ځل بیا د افغانستان ځواکونه دي ته اړ کړل چي یو ځل بیا د امریکایي ځواک څخه مرسته وغواړي، او باید د یاده ونه وځي چي طالبانو د همدي وسلو په مرسته د هلمند د مرکز لښکرګاه سره سره د کندوز ولایت هم ونیوی. طالبانو د کندهار په دومره امن کي بیا هم د کندهار د والي پر ځاي د بم چاودنه وکړه.

امریکا ادعا درلود چي له طالبانو سره د پاکستاني او ایراني استخباراتو متخصصین د مشاورینو په مرسته کار کوی، خو طالبان دا ادعا رد کوي.

افغانستان کي د امریکايي حضور په موده کي ګڼ بې شمیره ښځي او ماشومان شهیدان سول. ډېری خلک مهاجر سول یا خو بیخی ورک سول. خو تر سختو نظامي او سیاسي کشمکشونو وروسته د طالبانو مشران لکه ملا عبدالغني برادر، هبت الله اخوندزاده، خلیفه سراج الدین حقاني او نورو وکولی شول خپل ولس او هیواد امریکايي اشغال څخه خلاص کړي طالبان یو وار بیا د امریکایانو تر وتلو وروسته په ۲۰۲۱ کال اګسټ ۱۵ حاکم سول خپلو ټولو مخالفینو ته یې عمومي عفوه وکړل او په هیواد کي یې پوره امن قایم کړ.

فلمونه چي پر طالبانو جوړ سوي وه

دا هم ولولۍ

سرچينې

  1. "پاکستان او طالبان: پېچلې موضوع". ShaveMagazine.com. بياځلي په 2016-03-03. {{cite web}}: External link in |publisher= (help)د سي‌اس۱ تېروتنې: د آرشيپ لينک (link) د سي‌اس۱ تېروتنې: د نه منلو وړ پاراميټرونه (link)
  2. Wiping out Uzbek, Tajik & Foreign terrorists in FATA
  3. Terrorist camp may hold clues to Taliban operations
  4. "Suicide car bomb kills 24 in northwest Pakistan". بياځلي په 2009-11-11.{{cite web}}: CS1 maint: url-status (link) د سي‌اس۱ تېروتنې: د نه منلو وړ پاراميټرونه (link)
  5. "U.S. says Pakistan Iran helping Taliban". بياځلي په 2016-03-03.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: د آرشيپ لينک (link) د سي‌اس۱ تېروتنې: د نه منلو وړ پاراميټرونه (link)
  6. "Iran helping the Taliban, US ambassador claims". بياځلي په 2016-03-03.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: د آرشيپ لينک (link) د سي‌اس۱ تېروتنې: د نه منلو وړ پاراميټرونه (link)
  7. "Iran accused of assisting Afghan Taliban". بياځلي په 2016-03-03.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: د آرشيپ لينک (link) د سي‌اس۱ تېروتنې: د نه منلو وړ پاراميټرونه (link)
  8. Iran helping the Taliban, US ambassador claims
  9. Schmitt, Eric (2009-02-09). "Taliban Haven in Pakistani City Raises Fears". New York Times.
  10. Schmitt, Eric (2009-09-24). "Taliban Widen Afghan Attacks From Base in Pakistan". New York Times.
  11. Rashid 2000, p. 29.
  12. Kilcullen, David (2009). The Accidental Guerrilla: Fighting Small Wars in the Midst of a Big One. New York: Oxford University Press. ISBN 9780195368345.
  13. {{cite web}}: Empty citation (help)د سي‌اس۱ تېروتنې: د نه منلو وړ پاراميټرونه (link)