ملا عبدالغني برادر
| ملا عبدالغني برادر | |||||||
|---|---|---|---|---|---|---|---|
| ملا | |||||||
| ملا عبدالغني برادر | |||||||
ملا عبدالغني برادر د قطر د دوحې په شېراتون هوټل کې د دوحې تړون پر مهال غونډې ته د وینا په حال کي.
| |||||||
| د واکمنۍ دوران ۱۷ اګست ۲۰۲۱ | |||||||
| امیرالمؤمنین | ملا ھیبت الله اخوندزاده | ||||||
| لومړی وزیر | ملا محمد حسن اخوند | ||||||
| |||||||
| د واکمنۍ دوران ۲۴ اکتوبر ۲۰۱۸ | |||||||
| امیرالمؤمنین | ملا ھیبت الله اخوندزاده | ||||||
| |||||||
| د شخص معلومات | |||||||
| اصلي نوم | عبدالغني | ||||||
| پيدايښت | ۱۹۶۸ دهراود ولسوالۍ، اروزګان ولایت |
||||||
| تابعیت |
|
||||||
| ګوند | |||||||
| اولاد | موسی کلیم (ﺯوی) | ||||||
| خپلوان | |||||||
| عملي ژوند | |||||||
| کار/مسلک |
|
||||||
| کاروونکې ژبه(ي) | پښتو | ||||||
| پوځي خدمت | |||||||
| وفاداري | د طالبان غوﺭځنګ | ||||||
| جګړه/جګړې |
|
||||||
| جايزې | |||||||
| ټایم مجله؛ د ۲۰۲۱ کال د سلو اغېزناکو شخصیتونو څخه يو. | |||||||
| لاسليک | |||||||
د ملا عبدالغني برادر لاسليک د دوحې تړون پر اسنادو باندې
| |||||||
| ويبپاڼه | |||||||
| ويبپاڼه | د لومړي مرستیال وزیر اړوند ټويټرپاڼه | ||||||
| مخ پر IMDB باندې | |||||||
| یادښتونه | د طالبانو له لورې افغانستان ته د سولې راوستلو تړون ملا عبدالغني برادر لاسلیک کړ | ||||||
| سمول |
|||||||
ملا عبدالغني برادر په کال ١٩۶۸م کې د افغانستان د اروزګان ولایت په دهراود ولسوالۍ کي نړۍ ته سترګې پرانېستې، نوموړی د جهاد په وخت کې د ملا محمد عمر مجاهد د تر ټولو نږدي ملګرو څخه وو. هغه په ٢٠١٨م کال کې د افغانستان اسلامي امارت د دوحې د دفتر مشر وټاکل سو؛ او له امریکا سره یې تر دوو لسیزو جګړو او ورپسې خبرو اترو وروسته په افغانستان کي د نورو طالب چارواکو سره یو ځای د واک چاري په لاس راوړې. د طالبانو اسلامي تحریک په مشرۍ کي نوموړی یو مخکښ او بانفوذه شخص ګڼل کیږي.
[۱]ښاغلي برادر د اسلامي امارت د رامنځته کېدو څخه تر مخه په اسلامي امارت کې د تر لومړني امیر المؤمنین ملا محمد عمر مجاهد راوروسته تر ټولو لوړ او بانفوذه شخصیت وو.
ملا عبدالغني برادر د پښتنو د دراني قوم له پوپلزايي قبیلې سره تړاو لري، او دغه قبیله په عمومي توګه د افغانستان په سویل لویدیځ کي استوګنه ده. ملا برادر دا وخت د لمړي وزیر د اقتصادي مرستیال په توګه دنده مخته وړي.
زده کړي
[سمول]ملا عبدالغني برادر یوازي په دیني علومو کي زده کړي لري او سیاسي پوهه یې د جګړو او سیاستونو پر بنسټ ترلاسه کړې ده.
برادر اول وار د شوروي اشغالګرو پر وړاندي د جهاد مرحله تېره کړې ده، او دوهم ځل یې د کورنیو جګړو، پاټک سالاریو او ملک الطوایفي په وړاندي جګړه وه، چي د نورو طالبانو سره یو ځای یې په هیواد کي د جمعیت او حزب په وړاندي جګړه ترسره کړه. دریم ځل جګړه یې د امریکايانو سره مبارزه وه چي دا ځل یې څو کاله زندان هم تېر کړ.
مسؤلیتونه
[سمول]هیواد کي د اسلامي امارت په بیا حاکمیت سره نوموړي ته د ریاست الوزاء د اقتصادي معاونیت مسؤلیت ور د غاړي شو تر څو له مودې اقتصادي پروژې عملي کړي. د نوموړي په راتګ سره یې د هیواد په کچه د بیا رغوني ستري پروژې پیل سوي دي چي د مثال په ډول د قوشتیپې ستر کانال د کیندني پروژه، د شاهي کانال د کیندني پروژه، له ۲۵ کلن ځنډ وروسته د ټاپي ستره پروژه، د ریل پټلۍ پروژې، د یو شمیر سترو بندونو د جوړوني او پرانستني پروژې، د هیواد په ۴۰۰ ولسوالیو کي د چک ډیمونو پروژه، د مس عینک پروژه تر ۱۸ کلن ځنډ وروسته او داسي نور...
نور ولولئ
[سمول]په ۲۰۲۱م کال کې د ټایم مجلې د ۲۰۲۱ کال د سلو اغېزناکو شخصیتونو څخه يو هم ښاغلی ملا عبدالغني برادر وباله او هغه ته يې د "نظامي رهبر" خطاب ورکړ.

