ملا محمد حسن اخوند

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ملا محمد حسن اخوند
ملا
د ملا محمد حسن اخوند انځوﺭ په کال ۱۹۹۹کي
د ملا محمد حسن اخوند انځوﺭ په کال ۱۹۹۹کي
د ملا محمد حسن اخوند انځوﺭ په کال ۱۹۹۹کي

د افغانستان لومړی وﺯير
د واکمنۍ دوران
۷ سپټمبر ۲۰۲۱
امیرالمؤمنین ملا ھیبت الله اخوندزاده
مرستيال ملا عبدالغني برادر
د ا.ا.ا د لومړي وزیر مرستیال
د واکمنۍ دوران
۲۷ سپتمبر ۱۹۹۶ – ۱۳ نومبر ۲۰۰۱
امیرالمؤمنین ملا محمد عمر اخوند
د رهبرۍ شورا غړۍ
د واکمنۍ دوران
شاوخوا؛ ۲۰۰۲
د شخص معلومات
پيدايښت شاوخوا ۱۹۶۰
پاشمول، ژړۍ ولسوالۍ، کندهار، افغانستان
تابعیت د افغانستان اسلامي امارت  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند طالبان
عملي ژوند
کار/مسلک
  • سياستوال
  • ملا
کاروونکي ژبه(ي) پښتو  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مقام لومړی وﺯير

محمد حسن اخوند (زوکړه: شاوخوا ۱۹۴۵ زکال – ۱۹۵۰ زکال یا شاوخوا ۱۹۵۵ زکال – ۱۹۵۸ زکال) افغان ملا، سیاستوال او د طالبانو د ډلې یو له مشرانو څخه دی چې د ۲۰۲۱ زکال د سپټمبر له ۷مې نېټې څخه تر اوس مهاله (۲۰۲۳ کال) د طالبانو د اسلامي امارت واکیال لومړی وزیر دی. [۱]

اخوند د طالبانو د ډلې یو له بنسټ اېښودونکو او همدارنګه د دغه تحریک له مخکښو مشرانو څخه دی. نوموړي د طالبانو په لومړۍ دوره حکومت (۱۹۹۶ – ۲۰۰۱ زکال) کې د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال په توګه دنده ترسره کړې ده.

لومړنی ژوند او زده کړې[سمول]

اخوند د افغانستان د سویلي کندهار ولایت اصلي اوسېدونکی دی. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د اطلاعاتو له مخې نوموړی په پشمول کلي کې زیږېدلی چې د هغه د زیږون پر مهال د افغانستان د کندهار ولایت پنجوايي ولسوالۍ او اوس مهال د همدغه ولایت ژیړۍ ولسوالی ته اړوند کلی دی. ملګرو ملتونو د هغه د زیږون د کال اړوند دوه اټکلونه کړي چې ګویا د ۱۹۴۵ او ۱۹۵۰ زکال ترمنځ او یا هم د ۱۹۵۵ او ۱۹۵۸ زکال ترمنځ زیږېدلی دی. [۲][۳][۴]

هغه په افغانستان کې دننه په یو شمېر دیني مدرسو کې زده کړې کړې دي. ده د ډیری طالب مشرانو پر خلاف په افغان شوروي جګړه کې ونډه نه لرله. [۵][۶]

سیاسي ژوند[سمول]

اخوند د طالبانو د ډلې یو له پخوانیو غړو او همدارنګه د طالبانو د تحریک د لومړني مشر ملا محمد عمر له نږدې کسانو څخه و. د طالبانو د واکمنۍ پر مهال (۱۹۹۶ – ۲۰۰۱ زکال) ده له ۱۹۹۸ زکال څخه د ۱۹۹۹ زکال د اکتوبر میاشتې تر ۲۷مې نېټې پورې د بهرنیو چارو وزارت د د مرستیال وزیر په توګه کار وکړ او بیا د لومړي وزیر مرستیال هم و. نوموړی د نورو طالب مشرانو په څېر ترهګریزو ډلو ته د پناه ورکولو له امله د ملګرو ملتونو د بندیزونو په نوملړ کې شامل دی.  [۷][۸][۹]

د افغانستان د اسلامي جمهوریت (۲۰۰۱ – ۲۰۲۱ زکال) پر وړاندې د طالبانو د وسله وال مقاومت پر مهال نوموړی د کویټې شورا غړی و. دی په ۲۰۱۳ زکال کې طالبانو ته د اړوندو کمیسیونونو او همدارنګه د هغو د جلب او جذب د کمیسیون عمومي مشر و. [۱۰][۱۱]

وروسته له هغه چې طالبان په ۲۰۲۱ زکال کې د دوحې د هوکړې پر بنسټ یو ځل بیا واک ته ورسېدل، اخوند د دغې ډلې د حکومت د لنډ مهالي لومړي وزیر په توګه وټاکل شو. د هغه ټاکنه د طالبانو د منځلارو او سخت دریځو غړو ترمنځ د مصالحې په موخه وګڼل شوه. ده د ۲۰۲۱ زکال د سپټمبر په اوومه نېټه د لومړي وزیر (رئیس الوزرا) په توګه دنده پیل کړه او تر اوسه (۲۰۲۳ زکال) په دغه څوکۍ کار کوي. [۱۲][۱۳][۱۴]

د ده د لومړي وزارت پر مهال د ۲۰۲۳ زکال د مۍ له ۱۷مې نېټې څخه د ۲۰۲۳ زکال د جولای تر ۱۷مې نېټې پورې هغه مهال مرستیال لومړي وزیر مولوي عبدالکبیر ته د لومړي وزارت د چارو مسئولیتونه ور وسپارل شول چې ویل کېدل خپله حسن اخوند ناروغ دی. [۱۵][۱۶]

نور معلومات[سمول]

اخوند د یو شمېر اسلامي موضوعاتو اړوند لیکنې کړې دي. د بي بي سي نیوز د راپور له مخې نوموړی د طالبانو په مذهبي اړخ کې پریمانه نفوذ لري، چې په پوځي اړخ کې بیا هومره نفوذ نه لري. د متحده ایالاتو د سولې د انستیتیوت یوه تحلیل ګر څرګنده کړې چې دی تر ډېره پورې یو سیاسي سړی دی. [۱۷]

دا هم وګورئ[سمول]

سرچینې[سمول]

  1. "Who is Mohammad Hasan Akhund, the head of new Taliban gov't?". Al Jazeera (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۲۰ نومبر ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ ډيسمبر ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. (په September 9, 2021 باندې). Hibatullah Akhundzada to Lead Taliban Govt.
  3. "Security Council 1988 Committee Amends 105 Entries on Its Sanctions List | Meetings Coverage and Press Releases". www.un.org. مؤرشف من الأصل في ۰۶ اکتوبر ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. (په 2021-09-07 باندې). Profile: Mohammad Hasan Akhund, the head of Taliban government.
  5. (په 2021-09-08 باندې). Profile: Who is Afghanistan's new caretaker prime minister?.
  6. (په 2021-09-08 باندې). Explained: Who is Mullah Hasan Akhund? What does the Taliban's choice of interim prime minister mean for Afghanistan?.
  7. Adamec, Ludwig W. (2012). Historical Dictionary of Afghanistan (الطبعة 4th). Scarecrow Press. د کتاب پاڼې 69. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780810879577. [1999] 27 October: Mulla Mutawakil is named minister of foreign affairs, replacing Mulla Hasan Akhund. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. (په 2021-09-08 باندې). Profile: Who is Afghanistan's new caretaker prime minister?.
  9. (په 2021-09-07 باندې). Profile: Mohammad Hasan Akhund, the head of Taliban government.
  10. Seth G. Jones (2017). Waging Insurgent Warfare: Lessons from the Vietcong to the Islamic State. Oxford University Press. د کتاب پاڼې 99. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Peter Bergen (2013). Talibanistan. Oxford University Press. د کتاب پاڼې 9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. (په 2021-09-07 باندې). Afghanistan: Who's who in the Taliban leadership. BBC News.
  13. (په 7 September 2021 باندې). Afghanistan: Who's who in the new Taliban government. Sky UK
  14. (په 2021-09-07 باندې). Hardliners get key posts in new Taliban government. BBC News
  15. . گروه طالبان حکومت جدید خود را با رهبری ملا حسن اخوند اعلام کرد.
  16. (په 7 September 2021 باندې). Taliban announce new government for Afghanistan. BBC News.
  17. Alasdair Pal . Factbox: Mohammad Hasan Akhund: Veteran Taliban leader becomes acting Afghan PM. Reuters