منځپانگې ته ورتلل

د افغانستان اسلامي امارت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
 
د افغانستان اسلامي امارت
د افغانستان اسلامي امارت
د افغانستان اسلامي امارت
بیرغ

د افغانستان اسلامي امارت
د افغانستان اسلامي امارت

شعار
لا إله إلا الله، محمد رسول الله  ويکيډاټا کې (P1451) ځانګړنې بدلې کړئ
ځمکه او استوګنه
کوارډينېټ ۳۴°۳۱′۵۸″شمال ۶۹°۰۹′۵۷″ختیځ / 34.532777777778°شمال 69.165833333333°ختيځ / 34.532777777778; 69.165833333333   ويکيډاټا کې (P625) ځانګړنې بدلې کړئ
پراخوالی 587578 کیلومتره مربع (۲۰۰۰)  ويکيډاټا کې (P2046) ځانګړنې بدلې کړئ
پلازمېنه کابل کندهار   ويکيډاټا کې (P36) ځانګړنې بدلې کړئ
رسمي ژبې پښتو ،  دري   ويکيډاټا کې (P37) ځانګړنې بدلې کړئ
مشرتابه
حکومت ډول اسلامي نظام ،  امارت   ويکيډاټا کې (P122) ځانګړنې بدلې کړئ
قانون جوړونه جرگه   ويکيډاټا کې (P194) ځانګړنې بدلې کړئ
بنسټ اېښودنه او واکمنۍ
خپلواکۍ نېټه ۲۷ سېپتمبر ۱۹۹۶  ويکيډاټا کې (P571) ځانګړنې بدلې کړئ
د عمر محدودیتونه
نور مالومات
پیسې افغانۍ   ويکيډاټا کې (P38) ځانګړنې بدلې کړئ
رسمي وېبپاڼه د تاييدولو سرچينه  ويکيډاټا کې (P856) ځانګړنې بدلې کړئ
Map

د افغانستان اسلامي امارت ( د ۱۹۹۶ کال څخه تر ۲۰۰۱ کال پوري) د اسلامي نظام په نوم یو بنسټ و چې په ۱۹۹۶ کال کې د طالبانو لخوا سختو کورنيو جګړو چې د بهرنیو هيوادونو په ځانګړې توګه پاکستان او ايران په ملاتړ د مجاهدينو د اووه او اتو يا هم نهو ډلو او ډلگيو لخوا لومړی د صبغت الله مجددي او بيا وروسته د برهان الدين رباني او مسعود لخوا تودې روانې وې په مقابل کي د ملا محمد عمر اخوند په مشرۍ د طالبانو غورځنگ راپاڅېده او د همدې څخه د خلاصون په موخه ېې په افغانستان کې د امارت پخوانی بنسټ په نوې ډول خو په سختو حالاتو سره کېښود. ددوی د امارت ملاتړ د پاکستان، متحده عرب اماراتو او سعودي عربستان له لوري وسو. په دی وخت کې د افغانستان اسلامی امارت د کندهار څخه تر بدخشان ولایته پورې پروت وو او پلازمېنه یی کندهار وو. ددې حکومت مشر ملا محمد عمر مجاهد ته یو شمېر کسانو د أمير المؤمنين لقب ورکړ.

د طالبانو غورځنگ

د طالبانو اسلامي غورځنگ په ۹۴مو کلونو کې د اسلامي مدرسو او ښوونځيو د زده کوونکو او عامو طالبانو لخوا جوړ سو. د طالبانو لومړي غړي د کندهار او هلمند ولایتونو یوشمېر کسان او غړي وه، کوم چې د ملا محمد عمر مجاهد په مشرۍ رامخته سول، خو وروسته بياد نورو هېوادونو نورو مذهبی زده کوونکي لکه د پاکستان، سوماليا، اوزبکستان، تاجکستان، چيچنيا، مصر، سعودي عرب او تورکمنستان ، او پخپله د افغانستان دننه نورو لږه کيو قومونو لکه هزاره گان، تاجکان، اوزبک، پشه یی، بلوڅ او نورو څخه د طالبانو حرکت ته ور زیات سول. د طالبانو حرکت د پاکستان په ملاتړ نور هم پرمخ ولاړ او په ۱۹۹۴ زکال کې د طالبانو ځواکونه چی تقریبًا ۱۰۰،۰۰۰ تنو ته ورسېده او په ۱۹۹۶ کال کې د طالبانو وسله وال پوځ کابل ته ورسېدلي.

کله چې طالبانو کابل ونیو نو وروستی کمونستی ولسمشر ډاکټر نجيب یې هم وواژه. په دی کال کې د طالبانو مشر ملا محمد عمر په افغانستان کې د افغانستان اسلامي امارت اعلان وکړ، مګر د افغانستان اسلامي امارت تر رامنځ ته کولو وروسته یوازې د پاکستان، سعودی عربستان او د عربی متحده امارات لخوا په افغانستان کې سفارت خوني پرانستل سوې.

په ۱۹۹۸ کال کې طالبانو مزار شريف ونیو او ۱۰ ایراني دیپلوماتان یې د پاکستان د ترهګري ډلي لښکر طیبه په مرسته ووژل.

کورنۍ جگړې او د طالبانو اړتيا

د اسلامي امارت په راتګ سره د افغانستان کورنۍ جګړې، پاټک سالارۍ، د پخوانیو توپکیانو، د مسعود، روستم، اسمعیل خان، سیاف، حکمتیار، مزاري، عطا نور او ورته نورو ظالمو قومندانانو ملیشې له منځه یووړل شوې او د افغانستان مظلوم ملت یې له شره خلاص سو. د کابل، کندهار او بلخ خلک چي د یادو ټوپکسالارانو له ظلم او ستم څخه پوزي ته راغلي وه، نو ځکه خو یې بله چاره نه درلوده، بېله دې چي د ملا محمد عمر مجاهد ملاتړ وکړي او خپل ځوانان یې د هغه په مشرۍ کي جګړې ته وړاندي کړل.

د اسلامي امارت ړنګیدل او بیا راتګ

ملا محمد عمر پخپلو ملګرو کي په لوی ملا صاحب مشهوره وو او د ناستي ولاړي، مشوري او راز و نیاز ملګری یې ملا عبدالغني برادر وو چي لوی ملا صاحب به له ډېره نازه په برادر ورته ویله ځکه خو تر اوسه په ملا برادر مشهوره دی.

په ۲۰۰۱ میلادي کال کي د امریکا په نیویارک ښار کي د القاعده ډلې لخوا د سوداګریزو ودانیو د په نښه کولو ترهګریزي پيښې سره امریکا ۱۰۰ سلنه دې ته اړه سول تر څو پر افغانستان یرغل وکړي او اسلامي امارت له منځه یوسي، دا ځکه د طالبانو اسلامي امارت د یادي ترهګریزي پیښي ترسره کوونکی (اسامه بن لادن) هغوی ته ونه سپاره، او په دې توګه یې د یوه کس له خاطره بشپړ افغانستان د امریکا سره په دښمنۍ کي ښکېل کړ.

د اسلامي امارت د مشر وروستۍ پیغام د بي بي سي له لاري داسي خپور سو:

حتمن زما د طالبانو څخه ګناهونه سوي دي! دا د الله تعالی امتحان دی خو ډېر ژر به امریکا د لیست د سره څخه ووهل سي د لیست و پای ته! او بوش موږ ته د ماتي خو الله تعالی موږ ته د نصرت وعده راکړې ده! ولي بیشکه چي زموږ پر خپل رب باندي توکل او باور دی!

تر شلو کلنو جګړو او دوحې تر تړون وروسته یو وار بیا له ۲۰۲۱ کال اکسټ ۱۵ څخه د طالبانو اسلامي امارت حاکم دی.

اوسنی واکمن امیر المؤمنین شیخ هبت الله اخوند په کندهار کي ناست دی.

د اسلامي شريعت قوانين

  • د غلا په صورت کي د لاس قطع کول
  • د قتل په صورت کي قصاص
  • د زنا په صورت کي رجم
  • د لواطت په صورت کي رجم
  • ظاهر او باطن په شریعت برابرول
  • د ولاء او براء پر بنسټ د دوست او دښمن تفکیک
  • د اطاعت اصل
  • د امانت دارۍ اصل
  • د تقوا اصل
  • د مشورې اصل
  • د یتیم، مظلوم او ښځو احترام او حقوق ورکول
  • ښځو ته د میراث او مهر د حقوقو سره سره د سرپنا، چښاک، خوراک او پوښاک حقوق ورکول
  • د مشرانو احترام او پر کشرانو شفقت
  • ۵ وخته لمونځ، روژه، زکات، حج او جهاد.

سرچینې

  • MAREK, Jan. Dějiny Afghánistánu. Praha : Nakladatelství Lidové noviny, 2006. ISBN 80-7106-445-9.
  • MAREK, Jan. Afhánistán. Praha : Nakladatelství Libri, 2003. ISBN 8072771280.