د افغانستان کورنۍ جګړه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د افغانستان جګړه، په افغانستان کې له ۱۹۷۸ ز کال څخه تر ننه پورې د شووجګړو لړۍ ده.

په تېروکلونو کې د افغانستان پاچهي په ۱۹۷۳ز کال کې د یوې سپينې کودتا په ترڅ کې رانسکوره شوه، چې د محمدظاهر شاه ۳۹ کلن سلطنت ته يې د پای ټکي کېښود او په دې توګه، د افغانستان د معاصر تاریخ سوله ییز دوره پای ته ورسېده. د ثور انقلاب د پوځي کودتا په پیل سره، افغانستان د تقریباً پرله پسې وسله واله شخړو سره لاس او ګریوان او غمځپلی دی، د بېلګې په توګه: د شورویانو ښکېلاک، د مجاهدینو د ډلو (په تېره بیا طالبانو) ترمنځ د کورنیو جګړو لړۍ، د ناټو ښکېلاک، د طالبانو اورپکي او د طالبانو او د داعش د ځايي څانګې تر منځ جګړه. په دې شخړه کې لاندې برخې شاملې دي:

  • د ۱۹۷۸ز کال د ثور انقلاب، چې د خلکو دموکراټیک ګوند، د ولسمشر داؤد خان په مشرۍ د افغانستان جهموري دولت راوپرځاوه. دوی وروسته، د افغانستان دموکراټیک جمهوریت جوړ کړ او دا داسې یو کمونسټ دولت و، چې خپل ځان يې د شوروي اتحاد ملګری باله.
  • افغان ـ شوروي جګړه (۱۹۷۹-۱۹۸۹ز) هغه مهال پیل شوه، چې شوروي پوځ، د ستر شمېر اورپکوپر وړاندې، د ډموکراټیک ګوند حکومت د ملاتړ په موخه یرغل وکړ. شوروي پوځ، له خپل متحد افغان پوځ سره په ګډه د هغو اورپکو ډلو پرخلاف جګړه وکړه، چې په ټوله کې يې "افغان مجاهدین" بلل او د امریکا، انګلستان، چین، پاکستان، سعودي عربستان، اسرائیلو، ایران، مصر او لویدیځ جرمني له خوا يې ملاتړ کېده. دا جګړه، وروسته له هغه پای ته ورسېده، چې شورویان په ۱۹۸۹ز کال کې له افغانستان څخه ووتل.
  • د افغانستان کورنۍ جګړه (۱۹۸۹-۱۹۹۲ز) د حکومت او مجاهدینو د جګړو دوام و ،خو پرته د شوروي ځواکونو له ښکېلتیا څخه، مګر بیا هم، شوروي اتحاد په دې جګړه کې د افغان حکومت مالي ملاتړ کاوه او په ورته توګه، د مجاهدینو ډلو هم د امریکا او پاکستان څخه ملاتړ ترلاسه کاوه. د افغانستان دموکراټیک جمهوریت، په ۱۹۹۲ز کال کې د کابل تر سقوط پورې دوام وکړ، له هغه وروسته مجاهدینو د افغانستان اسلامي دولت جوړ کړ.
  • د افغانستان کورنۍ جګړه (۱۹۹۲-۱۹۹۶ز) د مجاهدینو د بېلابېلو ډلو ترمنځ پیل شوه چي د ګلبدین اسلامي حزب (کوم چي ټول د پاکستان له لوري حمایه کېدل)، شورای نظار او جمعیت چي د شوروي اتحاد، ایران او فرانسې له لوري او ترهغه مخکي د پاکستان له لورحمایه کېدل، حزب وحدت (چې د ایران له لوري حمایه کېده) او جنبش ملي (چې د ازبکستان له لوري يې ملاتړ کېده) جګړه پیل شوه. په دې جګړه کي د احمدشاه مسعود، حکمتیار، عبدالعلي مزاري او دوستم پلویانو ستر رول ولوباوه او دکابل ښار یې د یوې خونړي جګړې په ترڅ کي له خاورو سره برابر کړ. د جګړې دغه پړاو، هغه مهال پای ته ورسېد کله چې طالبانو کابل ونیو او د افغانستان اسلامي امارت يې جوړ کړ.
  • د افغانستان کورنۍ جګړه (۱۹۹۶ -۲۰۰۱ ز) د جګړې د مخکیني پړاو دوام و او دا جګړه، د شمالي ټلوالي او اسلامي امارت د وفادارو ځواکونو تر منځ وه. د شمالي ټلوالي وفادار جګړه ماران چې په دوی کې د اسلامي دولت پخواني مخالفین حزب وحدت او جنبش ملي هم ورګډ شول په یاده جګړه کي له طالبانو سره ښکېل وه. د دې کورنۍ جګړې پرمهال، القاعدې د امریکا پر خلاف ترهګریز فعالیتونه پیل کړل، چې خبره ان د سپتمبر ۱۱مې بریدونو ته ورسېده. له هماغه وروسته و، چې اسلامي امارت خپل ټول نړیوال ملاتړ او ډیپلوماټیک رسمیت له لاسه ورکړ.
  • په افغانستان کې جګړه (۲۰۰۱  -۲۰۲۱ز ) د ناټو له لوري د ۲۰۰۱ ز کال د اکتوبر میاشتې په ۷مه نېټه، د افغانستان په اشغال سره پیل شوه. طالبان يې په زوره له واکه څخه لرې کړل، ځکه دوی د القاعدې جګړه مارانو ته ځای ورکړی و. له هغه وروسته چې، اشغال د طالبانو حکومت راوپرځاوه او د افغانستان اسلامي جمهوریت يې جوړ کړ، دا جګړه په یوه اوږده اورپکي بدله شوه او افغان ملي اردو او ناټو ځواکونو، د بیا منظم شوو طالبانو او ګډوډو القاعده، حقانې شبکې، د ګلبدین اسلامي حزب او داعش خراسان په څېر نورو ډلو پر وړاندې جګړه کوله. همدارنګه د جمهوریت په صف کي د جمعیت، حزبي وحدت او یو شمېر اسلامي حزب جنایتکارانو برخه درلوده چي د زورواکۍ له امله یې د اسلامي جمهوریت کاري ځواک کمزوری سو. له هغه وروسته چې ناټو ځواکونه له افغانستان څخه ووتل او طالبانو په ۲۰۲۱ ز کال کې یرغل وکړ، نو اسلامي جمهوریت د طالبانو لاسته ولوېد او د افغانستان اسلامي امارت يې بېرته جوړ کړ.
  • د داعش-طالبانو تر منځ شخړه په ۲۰۱۵م کال کې پیل شوه. د ۲۰۰۱ ز کال څخه وروسته، هغو ډلو چې له طالبانو يې بېل نظر درلود، ځانونه د اسلامي دولت خراسان څانګې په چوکاټ کې تنظیم کړل او له داعش سره یې بیعت اعلان کړ (دا اسلامي دولت یعنی داعش باید د افغانستان د مجاهدینو د اسلامي دولت سره اشتباه نه شي). داعش ډلې، د طالبانو او ناټو ځواکونو پرخلاف بریدونه پیل کړل او تر ډېره يې ولسي وګړي په نښه کول. دا اورپکي(بغاوت) اوس هم روانه ده.
  • د پنجشیر شخړه، په ۲۰۲۱ ز کې هغه مهال رامنځته شوه، چې د اسلامي جمهوریت څخه پاته د شمالي ټلوالي اوپه ځاګړي ډول د جمعیت کسان د ملي مقاومت جبهې ترنامه لاندې بېرته سره رامنظم شول. که څه هم، د افغانستان مشروع حکومت نړیوال رسمیت لري، خو ملي مقاومت جبهې بهرنی ملاتړ نه دی ترلاسه کړی. طالبانو د ۲۰۲۱ز کال د سپتمبر په ۶مه نېټه، دا دره ونیوله او د مقاومت مشران، د سپتمبر میاشتې په ۱۸مه نېټه تاجکستان او نورو هیوادونو ته وتښتېدل.

تر ۲۰۱۴ ز کال پورې اټکل کېده چې، د شخړې په دې موده کې له ۱۴۰۵۱۱۱ څخه ۲۰۸۴۴۶۸ پورې خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

مخکنۍ خبرې[سمول]

ظاهرشاه او د افغانستان پاچهي[سمول]

له ۱۹۳۳ څخه تر ۱۹۷۳ ز پورې، د افغانستان پاچهۍ د سولې او نسبي ثبات یوه اوږده دوره تجربه کړه. د پاچا ظاهرشاه سلطنت چلېده او دی د افغانانو له بارکزي قوم څخه و. په ۱۹۶۰مو کلونو کې یې، د افغانستان د اساسي قانون سلطنت محدودې پارلماني ټاکنې ترسره کړې.[۱][۲][۳]

داؤدخان او د افغانستان جمهوریت[سمول]

د افغانستان وروستی پاچا ظاهرشاه، د خپل تره زوی محمدداؤدخان له خوا د ۱۹۷۳ز کال په جولای میاشت کې، هغه مهال له واکه لرې کړی شو،چې د افغانستان په ښاري سیمو کې له سلطنت څخه نارضایتي مخ په ډېرېدو وه. هېواد سختې وچکالۍ تېرې کړې وې او شاهي کورنۍ ته د فساد او کمزورو اقتصادي پالیسیو له امله ګوته نیول کېده. داؤدخان سلطنت له منځه یووړاو د افغانستان جمهوریت يې اعلان کړ. په دې توګه نوموړی د افغانستان لومړنی ولسمشر شو. هغه د افغانستان د خلکو دموکراټیک ګوند له لوري حمایه کېده، دا د افغانستان کمونسټ ګوند و، چې په ز کال کې رامنځته شوی و او له شوروي اتحاد سره یې ټینګې اړیکې درلودې. په افغانستان کې د طالبانو راڅرګندېدل: ستره همغږي، کورنۍ جګړه او د سیمې راتلونکې، نعمت الله نجومي لیکي: "د افغانستان جمهوریت په تأسیس سره، په افغانستان کې د شوري پانګونه او د افغانستان په پوځي او ملکي ادارو کې د افغانستان د خلکو ډموکراټیک ګوند نفوذ ډېر شو."[۴][۵]

په ۱۹۷۶ز کال کې، داؤدخان ته احوال ورسېد، چې د خلکو دموګراټیک ګوند واک ، ورځ تر بلې ډېرېږي او دوی له شورویانو سره ټینګې اړیکې لري، نو داؤدخان هڅه وکړه، چې د یاد ګوند اغېز په ورو ورو سره راکم کړي. هغه له حکومتي څوکیو، د دې ګوند غړي وشړل او پرځای يې محافظه کار عناصر وګومارل. په پای کې يې، دغه ګوند منحل اعلان کړ او د ګوند مشران غړي یې بندیان کړل. [۶][۷]

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. (په 24 July 2007 باندې). Mohammad Zahir Shah, Last Afghan King, Dies at 92. The New York Times.
  2. (په 23 September 2001 باندې). Profile: Mohamed Zahir Shah. The Guardian.
  3. (په 30 March 2012 باندې). Afghanistan: Politics, Elections, and Government Performance. Congressional Research Service
  4. (په 24 July 2007 باندې). Mohammad Zahir Shah, Last Afghan King, Dies at 92. The New York Times.
  5. Neamatollah Nojumi (2002). The Rise of the Taliban in Afghanistan: Mass Mobilization, Civil War, and the Future of the Region (چاپ 2002 1st). Palgrave, New York. د کتاب پاڼي 38–42. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  6. Neamatollah Nojumi (2002). The Rise of the Taliban in Afghanistan: Mass Mobilization, Civil War, and the Future of the Region (چاپ 2002 1st). Palgrave, New York. د کتاب پاڼې 39. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  7. Neamatollah Nojumi (2002). The Rise of the Taliban in Afghanistan: Mass Mobilization, Civil War, and the Future of the Region (چاپ 2002 1st). Palgrave, New York. د کتاب پاڼي 38–42. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)