منځپانگې ته ورتلل

القاعده

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

القاعده (په عربي کی: القاعدة چي په پښتو کي اډه معنی لري) یوه افراطي ترهګره ډله ده چی په ۱۹۸۸ کال کې د اسامه بن لادن لخوا جوړه شوه. د القاعدې د افراطیت ملاتړ د نړیوالو مرستو په مټ ترسره کېږی. د القاعدې مشران غواړی چه په اسلامي هېوادونو کې ددوی په اصطلاح یو اسلامي دولت جوړ کړی. د القاعدې مشران دا هم وایي چي امریکا او بریتانیا په نژدې ختیځ کې د نفت بډایي ذخیرې غلا کوي.

تاریخ

د القاعدې غړی په ځانگړی ډول عرب مجاهدین دی چي په افغانستان کي یې د پاکستان له خاوري د شوروی د پوځ او افغان حکومت په خلاف جگړه کوله. په دې وخت کې مجاهدین د امریکا او اسلامی هېوادونو لخوا ملاتړ کېدل. اسامه بن لادین چی د شوروی د پوځ پر ضد هم جگړه کول مجاهدیونو ته یی پیسې او وسلې هم ورکولی. د افغانستان اسلامی امارت تر جوړولو وروسته اسامه بن لادن د طالبانو په مرسته په دغه هيواد کې د خپلو جنګیالیو لپاره د تمرین مرکزونه جوړ کړل.

د القاعدې ترتیب

القاعده یو تنظیم دی چی د ډلو څخه تشکیل کېږی. هره ډله تقریبا درې تنه لری. د القاعدې قوماندان یوازې درې ډلې رهبري کوی. د ډلې غړی عموما د دښمن په هېواد کې د حکومت پر ضد هیڅ ترهګریز عملیات نه کوی. خو تر څو کالو وروسته د القاعدې قوماندان ترهګرو ته امر ورکړ او ترهګر د هغه امر پر ځای کوی.

د القاعدې عملیات

القاعده په ۱۹۹۶ کې په سعودی عربستان کې د امریکا پر مرکزونو برید وکړ. په هغه برید کې لس تنه وژل شو. په ۱۹۹۹ کال کې ترهګرو په نایروبي او دارالسلام کې د امریکا پر سفارت خانو بریدونه وکړل. په برید کښې ۲۰۰ تنه وژل شول او ۵۰۰۰ تنه زخمي شول. په ۲۰۰۰ کال کښې د عدن په ښار کې ترهګرو د امریکا پر جنگی بیړۍ بریدونه وکړل او په برید کښې ۱۷ تنه وژل شول. په ۱۱ سپتامبر ۲۰۰۱ کال کې په امریکا کې ۱۹ ترهګرو څلور الوتکې وتښتولې او د الوتکو په مرسته یی د نیویارک او واشینگټن په ښارونو کې پر ودانیو بریدونه وکړل. په یادو بریدونو کې تقریبا ۳۰۰۰ تنه وژل شول.



دا هم ولولۍ

  1. برېښنايي پېژند: 10.1017/CBO9780511977367.003. سرليک: Islamist Terrorism and Democracy in the Middle East.
  2. "The Terrorism, Ideology, and Transformations of Al-Qaeda". Terrorism and Political Violence (in انګليسي ژبه) (3): 581–590. ۲۷ می ۲۰۱۵. doi:10.1080/09546553.2015.1055968.{{cite journal}}: CS1 maint: unrecognized language (link) د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)