ملا محمد عمر
| ملا محمد عمر اخوند | |||||||
|---|---|---|---|---|---|---|---|
| اميرالمومنين لوی ملا صاحب |
|||||||
ملا صاحب لنګوټه پر سر
| |||||||
| د واکمنۍ دوران ۱۹۹۶ – ۲۰۰۱ | |||||||
| لومړی وزیر | محمد رباني | ||||||
| مرستيال | ملا کبير | ||||||
| |||||||
| د واکمنۍ دوران ۱۹۹۶ – ٢٩ جون ٢٠١۵ | |||||||
| |||||||
| د واکمنۍ دوران ۱۹۹۶ – ۲۰۰۱ | |||||||
| |||||||
| د شخص معلومات | |||||||
| پيدايښت | ١٩۵۹ چا همت، خاکریز ولسوالۍ، کندهار ولایت، افغانستان |
||||||
| مړینه | ۲۳ اپریل ۲۰۱۳ میلادی (په ۵۳ کلنۍ کې) زابل |
||||||
| د مړینې لامل | نری رنځ | ||||||
| هديره | د عمرزو کلۍ، سوري ولسوالۍ، زابل ولایت | ||||||
| تابعیت | افغانستان | ||||||
| پلرنی ټاټوبی | کندهار | ||||||
| ګوند | طالبان | ||||||
| طبی کیفیت | په يوه سترګه ﺯخمي | ||||||
| اولاد | ملا محمد يعقوب او نور | ||||||
| وروڼه او خوندې | |||||||
| عملي ژوند | |||||||
| تعليم |
|
||||||
| تعلیم | دراالعلوم حقانيه | ||||||
| کار/مسلک | ديني شخصيت | ||||||
| کاروونکې ژبه(ي) | پښتو | ||||||
| پوځي خدمت | |||||||
| مقام | اميرالمؤمنين | ||||||
| جګړه/جګړې | |||||||
| ويبپاڼه | |||||||
| مخ پر IMDB باندې | |||||||
| سمول |
|||||||
ملا محمد عمر مجاهد چې د ملا محمد عمر او لوی ملا صاحب په نامه هم يادېږي، د طالبانو د غورځنګ مشر او بنسټګر وو چي د ١٩٩۶ څخه تر ٢٠٠١ کال پورې يې پر افغانستان دفاکتو حکومت وکړ. هغه په کال ١٩۵۹ کي د کندهار د خاکریز ولسوالۍ په چا همت سيمه کې نړۍ ته سترګې پرانیستې. د لوی ملا صاحب پلويانو او یوشمېر علماؤ هغه ته د اميرالمومنين او مجاهد خطاب ورکړ. دا خطاب ملا محمد عمر ته د سیمې په کچه د ديني مدرسو د علماؤ لخوا د يوې جرګې په لړ کې په خرقه شريفه کي ورکړل سو؛ په دې علماؤ کي د افغانستان تر څنګ د پښتونخوا ډېر سيمهييز او مذهبي وګړي شامل وه.[۵] [۶] [۷] [۸] [۹][۱۰]
ملا محمد عمر مجاهد د ٢٠٠١ زېږيز کال څخه راپدېخوا، کله چې امريکايانو پر افغانستان يرغل وکړ، ده په يوه (نامعلومه) ځای کې ژوند اختیار کړ، ملا محمد عمر مجاهد د هغه مهمو کسانو څخه وو چې امريکا يې د نيولو په لټون بوخته وه او غوښتل یې چې دی او د القاعدې ډلې مشران او نور غړي ونيسي. د امريکا حکومت ملا محمد عمر په ٢٠٠١ کال کې د نيويارک په سوداګريزو مرکزونو باندې په بريدونو کې د لاسلرلو او د اسامه بن لادن او د القاعدې ډلې د غړو د نه سپارلو په تور تورن کړی وو.
مخینه
[سمول]ملا محمد عمر (مجاهد) د مولوي غلام نبي هوتک زوي، د مولوي محمد رسول لمسی او د مولوي باز محمد کړوسی، په کال ۱۳۳۹ هجري لمریز کې چې د ۱۹۶۰ زېږديز کال سره سمون خوري د افغانستان د کندهار ولایت د خاکریز ولسوالۍ د چا همت کلي په یوه مذهبي او غريبه کورنۍ کې زیږیدلی وو. د ملا محمد عمر مجاهد پلار مولوي غلام نبي هم په همدې خاکریز ولسوالۍ کې دنيا ته راغلی وو او د همدې سیمې په مختلفو دیني درسونو او دائرو کې يې خپلې دیني زدکړې ترلاسه کړي وې، چې بیا په یاده سیمه کې د تدریس او اسلامي دعوت په چارو کې د زیار او مصروفیت د امله د خلکو په منځ کې د یو ښه علمي او ټولنیز شخصیت په توګه وځلېد[سرچينه په کار ده]. د ملامحمد عمر د زوکړې دوه کاله وروسته د هغه پلار د کندهار د خاکریز ولسوالۍ څخه ددې ولایت د ډنډ ولسوالۍ د نودې کلي ته تللی وو او هلته د خپل ژوند ترپایه د سیمې د خلکو د دیني ښونې او روزنې په چارو بوخت ؤ، نوموړی په۱۳۴۴هجري لمریز کال کې چې له ۱۹۶۵ زېږديز کال سره سمون خوري؛ په همدې سیمې کې وفات او د کندهار ښار د طالبانو په پخوانۍ مشهوره هدیره کې خاورو ته وسپارل سو. ملامحمد عمر د خپل پلار د وفات وروسته د پنځه کلنۍ په عمر د خپلې کورنۍ سره د کندهار د ډنډ ولسوالۍ څخه د اروزگان ولایت د هراود ولسوالۍ ته ولیږدیده او هلته یې د خپلو آکا ګانو هر یو؛ مولوي محمد انور او مولوي محمد جمعه تر سرپرستي لاندې د ژوند لومړنۍ مرحله پیل سوه.
که څه هم چې ملا محمد عمر په افغانستان کې د ٣۵ ميليونو وگړو ولسمشر و خو نړېوالو ته د هېښتابه خبره دا وه چې د يوه هېواد د هېوادمشرۍ سره سره د ده په هکله ډېر لږ مالومات يې خلکو سره سته. د هغه د خولې چې وېلي يې ؤ، هغه هېڅ وخت هم په خپل هېواد کې په الوتکه کې سفر نه وو کړی، او هېڅکله د افغانستان څخه دباندې هم نه وو تللی. خو يو څو ځلې يې د ډيورنډ پولې ته نژدې قبايلي سيمو ته سفرونه کړي دي خو په پښو او موټر کې. باندنيان وايي چې د ملا عمر د همدې ډول ژوند تېرولو څخه ښکاري چې يو ساده، دینداره او د نړۍ بې خبره افغان وو. ملا عمر داسې يو سړی وو چې ډېرې لږې مرکې يې کړي، ډېر لږ ځله يې د غير مسلمانانو سره کتلي، او د هغه خورا لږ داسې انځورونه خپاره سوي دي چې خلک پرې خبر دي چې همدا ملا محمد عمر وو. ډيپلوماتان د ملا عمر څرگندونه پدې ډول کوي؛ ملا محمد عمر يو ډېر حياناکه او شرمندوکه سړی وو، د بهرنيانو سره ډېرې خبرې نه کوي. د هغه د واکمنۍ پر مهال د هېواد څخه دباندې نورې نړۍ سره ټول امرونه او کارونه د هغه وخت د بهرنیو چارو وزير، مولوي وکيل احمد متوکل پرمخ بېول.
زده کړې
[سمول]ملا محمد عمرمجاهد په اته کلنۍ کې د دیني علومو د ترلاسه کولو لپاره د روزګان ولایت د دهراود ولسوالۍ د شهرکهنه سیمې ابتدایې دینې مدرسې کي شامل سو. ددغې مدرسې سرپرستي هم د ملامحمد عمر د اکا مولوي محمد جمعه لخوا ترسره کیده او ملامحمد عمر هم لومړنۍ دیني زدکړې د نوموړي څخه پیل کړې .د ملا محمد عمر دواړو اکاګانو په تیره مولوي محمد انور د نوموړي په دیني روزنې او پالنې کې ځانګړی رول درلود .ملا محمد عمر د خپل شرعي تعلیم لومړنۍ او متوسطې دورې په همدغې مدرسې کې په بريالۍ توګه پای ته ورسولې او اتلس ۱۸ کلنۍ ته د رسیدو سره یې په افغانستان کې د مروجه لوړو شرعي زدکړو په تحصیل پیل وکړ، خو د شرعي لوړو زدکړو د تحصیل بهیر یې په کال ۱۹۷۸ م کال کي په افغانستان کې د کمونستانو د واک ته رسیدلو دلاسه نیمګړې پاته سوې.
شخصي ژوند او کورنۍ
[سمول]د هډ پښتون په پښتنو کې د هوتک د لویې قبیلې سره تړاؤ لري او په هوتکو کې په تومزي ټبر پورې اړه لري . د هغه خلکو د خولې چې ملا محمد عمر یې لیدلی دی، وايي : هغه لويه جوسه او دنگه ونه لري (ځينې وايي چې ١.٩٨ متره يا ٦'٦" فوټه يې ونه ده). کورنۍ يې يوه بزگريزه او ديني مخینه لري. د ملا محمد عمر ټوله کورنۍ د مسلکې اړخه دیني علماء تېرسوي او د دیني علومو مدرسین هم دي. د دا ډول ديني او دودیزې کورنۍ په منځ کې د ملا محمد عمر پیدایښت او بیا د خپلو علمي او فکري پالونکو ترمستقیمې پالنې لاندې د هغه روزنه په جهادي او فکري لحاظ نوموړي ته د دې وړتيا وروبښله چې د افغانې ټولنې د نورو افرادو په منځ کې د یو مجاهداو سياسي شخصیت په توگه راڅرگند شي.
ملا محمد عمر مجاهد د ځینو په وینا افغانستان د حتمي تجزیې له شره چې د شمالي ټلوالې پدرامي پرچميانو ورته پلانونه لرل وژغوری. د ملا محمد عمر کورنۍ، وروڼه او ترونه يې ټول پخواني مجاهدین تېر سوي دي، او تر اوسه پوري یې د خپلې کورنۍ څلورتنه شهیدان هم ورکړي دي . ښاغلی عمر د کندهار ښار ته نژدې د سنگېسار د کلي په خټين کور کې لوی سوی دی . په افغانستان باندې د امریکایې یرغل په لومړۍ ورځ ۱۵/۶/۱۳۷۹ـ ۷/۱۰/۲۰۰۱ د ملا محمد عمر تره ملامحمدحنيف لومړنی شخص ؤ چې د امریکایي یرغلگرو په هوایي برید کې په شهادت ورسید. ملا محمد عمر په ماشومتوب کې د پلار د سيوري څخه محروم پاتې سوی ؤ او په ډېر لږ عمر کې د خپلې کورنۍ مسؤليت ورپه غاړه سوی، خو ترونو یې بیا روزنه په ترسره کړې.
د روسانو په مقابل جهاد
[سمول]
ملا محمد عمر مجاهد د خپل ژوند دریمې لسیزې ته لا نه ؤ رسېدلای چې په افغانستان کې کمونستانو د پوځي کودتا د لارې واک ترلاسه کړ. دا هغه وخت ؤ چې نور نو د ملامحمد عمر په څير د هیواد ټولو زدهکوونکو ته د خپلو دیني زده کړو استمرار ناشونی ښکاریده، ځکه د کمونستانو لومړنۍ مقابله د ټول هیواد په کچه د علماؤ، طالبانو، محصلینو او مسلمانو منورینو سره وه. هماغه ؤ چې ملا محمد عمر هم اړینه وبلله چې خپلې لوړې دیني زده کړې نیمگړې پریږدي او د خپل شرعي مسؤلیت د ترسره کولو لپاره د مدرسې څخه د جهادي مورچل په لورې مخه کړي. نوموړي خپل جهادي بهیر د روزگان ولایت د دهراود په ولسوالۍ کې د حرکت انقلاب اسلامي په تنظیم کې پیل کړ. په دغې ولسوالۍ کې د څه مودې وروسته نوموړی د روزگان ولایت په کچه د یوه مخور جهادي شخصیت په توگه مطرح او د دغه ولایت په بیلا بیلو برخو کې يې د کمونیستانو په وړاندې په متعددو پوځي عملیاتوکې فعال رول ترسره کړ.
ملا محمد عمر ددغه جهادي شهرت او په جهادي عملیاتو کې د مثبت رول له کبله په مجاهدینوکي ځای پیدا کړ او ومنل سو چې کله په هغه وخت کې د دهراود په ولسوالۍ د مختلفو سیمو د مجاهدینو د لورې پراخ بریدونه ترسره کیدل نو ملا محمد عمر په همدې عملیاتو کې د ټولو مجاهدینو په خوښه د مختلفو جبهاتو د مجاهدینو مشر او بریدمل بولندوی وټاکل سو. نوموړی په لومړي ځل زخمي هم سو ،نوموړي تر دریو کالو زیات وخت د خپلې سیمې دمجاهدینو سره د یرغلگرو روسانو سره په ډیرو مخامخ جگړو کې گډون درلود. وروسته په کال ۱۳۶۲ ه.لمريز چې د ۱۹۸۳ زېږدي سره سمون لري له خپلوجهادي ملگرو سره د جهادي فعالیتونو د انسجام په لړ کې د کندهار ولایت میوندولسوالۍ ته لاړ او هلته یې د حرکت انقلاب اسلامي د تنظیم د مشهور جهادي قومندان فیض الله اخند زاده په جبهه کې د روسي یرغلگرو او کمونسټانو په بډواله وسله وال جهاد ته دوام ورکړ. په کندهار ولایت کې هم په بي شمیره جهادي عملیاتو کې د نوموړي د فعاله رول او په پوځي تکتیکونو کې د ښې وړتیا اوشهرت د کبله د سیمه ییزو جهادي قومندانانوپه کچه د وخت د جهادي تنظیمونو د پام وړ وگرځید. د مولوي محمد نبي محمدي په مشرۍ د حرکت انقلاب اسلامي د تنظیم لخوا د مستقلې جهادي جبهې مسؤلیت ورته وروسپارل سو.
د میوند ، ژړۍ ، پنجوايي پر سیمو جگړې
[سمول]له کال ۱۳۶۲هـ ش ـ ۱۹۸۳ م تر۱۳۷۰- ۱۹۹۱ پورې ملامحمد عمر (مجاهد) د کندهار ولایت د میوند، ژړۍ، پنجوایې او ډنډ ولسوالیو په مربوطاتو کې چې د شوروي قواوو په ضد د جهاد مهم مرکزونه ول او نږدې هره ورځ به یې مجاهدین له دښمن سره په جگړه بوخت ول، همدارنگه د زابل په ولایت کې د شهرصفا او مرکز قلات مربوطو سیمو کې د کابل ــ کندهار په لویه لاره د روسي یرغلگرو په خلاف ډیر بريالي عملیات ترسره کول چې په ټولوهغو کې په مستیقمه توگه ملا محمد عمر ګډونوال وو.
د ملامحمد عمر تر ټولو خوښه کړای سوې وسله د روسي جنگي شوبلو(ټانگونو) په ضد استعمالیدونکې اغېزناکه « R.P.G.7» توغندی وه چې د مجاهدینو په مینځ کې به راکټ بلل کیده.
د یادوني وړ ده چې کندهار په ځانگړي ډول د میوند، ژړۍ او پنجوایي سیمي د کمونیزم خلاف جهاد کې هغه سیمي وې چې د روسانو د ماتې او تېښتې محوري نقطي بلل کېدې په دې سیمه کې د کندهار هرات په لویه لاره د کمونستانو دومره زیات ټانگونه او نوروسایط تخریب سوي وه چې د سړک پر یوه او بله غاړه دښمن د هغو سوځول سویو ټانگونو او پوځي وسائطو دیوالو نه وهلي وه څو د مجاهدینو له بریدونو څخه ځانونه پرې وساتي.
ملا محمد عمر څلور ځله په جگړه کې زخمي سوی چې په همدغو پايلو کې يې په يوې پېښه کې د يوې چاودنې له کبله خپله ښۍ سترگه هم له لاسه ورکړې ده. د محمد عمر مجاهد شهرت د روس په خلاف جگړه کې ډېر زيات و چې د ځينو جگړو پر مهال یې د پېښو يادونه بهرنیانو هم کړې، د ځینو بېلگې یې چې د جگړې پر مهال نورو مجاهدینو يادې کړي دي دلته يادې سی :
١. د بدوانو پوسته :
د کندهار په ولایت کې د دښمن یوه خورا محکمه پوسته وه چې د بدوانو پوسته یې ورته وئیله د دې پوستې سره دښمن په خورا حساس او حاکم ځای کې ټانگ درولی ؤ چې له انداخت کولو یې مجاهدین ډیر په تکلیف ول. ډیرو مجاهدینو څو ځله کوښښ ورباندې وکړ چي دا ټانگ وولي او مجاهدین یې له شره خلاص کړي خو له بیا بیا هڅو سره سره یې کوم مجاهد په ویشتلو بر یالی نسو بالاخره د سیمې مجاهدینو له سنگ حصار څخه د مرستې لپاره ملا محمدعمرمجاهد راوغوښت او همدا ټانگ چې د بدوانو د پوستې په ټانگ یې شهرت موندلی ؤ ملامحمد عمر مجاهد د خپل آر پي جي راکټ په مرسته په نښه او له منځه یووړ چې دا په هغه وخت کې مجاهدینو ته خورا ستره لاسته راوړنه وه .
۲. د محله جات په سیمه:
له روسانو سره د جهاد په دوران کي د کندهار د محله جات په سیمه کې په یوې مخا مخې جگړې کې چې د کندهار یو بل مجاهد ملاعبیدالله اخند چې وروسته یې د اسلامي امارت د دفاع وزیر او د امریکا تر یرغل وروسته د ملا محمد عمر مجاهد د نائب په توگه دنده ترسره کوله هم ورسره ملگری و. دلته ملا محمد عمر مجاهد د مخکي په څېر خونړي جګړې وکړې.
۳. کندهار ـ هرات لويه لار :
د روس ضد ولسي جهاد په مهال د کندهار-هرات په لویه لاره د ژړۍ ولسوالۍ د سنگ حصار په سیمه کې د روسانو ټانگونه تیریدل ملا محمد عمرمجاهد سره ملا برادر اخند (چې بیا د اسلامي امارت نا ئب سو) هم ورسره و، د روسانو په ځواک يې د برید لپاره یوازې د راکټ څلور گولۍ (مرمۍ) ورسره وې دوی له همغو څلورو گولیو سره د دښمن په کتار جنگ شروع کړ چې په ترڅ کې یې په همدې څلورو مرمیو د دښمن څلور ټانگونه وویشتل او ویجاړ یې کړل .
۴. د ملا عمر د نږدې ملکاري ملا برادر اخند له خولې :
ملا برادر اخند چې له ملامحمد عمر مجاهد سره په جهادي دوره کې نږدې پاتې سوی و وئيل چي محمد عمر بېخي زیات روسي ټانگان ویشتلي وه.
د روسانو له وتلو وروسته
[سمول]په کال ۱۳۷۱هـ ل، ۱۹۹۲ز کې د نجیب د واکمنۍ له سقوط او په هیواد کې دتنظیمي جگړو له پیلیدو سره سم ملا محمد عمر مجاهد جگړه ناروا وبلله او د ډېر شمېر نورو ولسي مجاهدینو په څیر وسله له اوږې کوزه او په خپله جهادي سیمه کندهار ولایت، د میوند ولسوالۍ د سنگ حصار د گیشاڼو کلي د حاجي ابراهیم د مسجد ترڅنگ یې یوه دیني مدرسه جوړه او په همدې مدرسه کې میشت سو. له ۱۴ ستونزمنو جهادي کلونو وروسته یې د خپلو څو تنو جهادي ملگرو په ملتیا د خپلو نیمگړیو شرعي زدکړو په پوره کولو بیا پیل وکړ. دا هغه مهال ؤ چې د پلازمېني کابل په شمول ټول هیواد تنظیمي بې هدفه جگړو په سراخیستی ؤ، د ځینو څارگريزو تنظیمي جگړه مارانو د شخصي غرضونو او هوسونو د ترلاسه کولو له امله د مقدس جهاد سپیڅلي آرمانونه نیمگړي او د افغان مسلمان ولس د یو نیم میلیون شهیدانو پاکې هیلې همداسې تر پښو لاندې وې.
د مجاهدینو په وړاندي جګړه
[سمول]د کمونیستي رژیم له سقوط وروسته د دې په ځای چې یو اسلامي نظام تاسیس سي، د هیواد په ګوټ ګوټ د مجاهدینو مشران او ملاتړي د ټوپکسالارانو په توګه راڅرګند او د افغانستان امنیت یې له ګواښ سره مخ کړ. ملا محمد عمر چي دا وخت په کندهار کي اوسېدی، د څو طالبانو په ملاتړ یې د ټوپکسالارانو په وړاندي پاڅون او جګړه پیل کړه، او د ۱۹۹۴ کال په اوږدو کي یې کندهار او شاوخوا سیمي ونیولي. ملا محمد عمر لومړی کندهار ولایت او ورپسې د افغانستان زیاتي سیمي یو په بل پسې له ټوپکیانو څخه تصفیه کړې، او د ۱۴۱۶ ه س کال د ذوالقعدې میاشتې په ۱۵ مه نیټه، بېله چي عمومي ټاکني ترسره کړي د افغانستان او پښتونخواه د یوشمېر ملایانو څخه یې چي شمیر یې شاوخوا ۱۵۰۰ تنه کېدی، په کندهار کې یي د یوې غونډې په ترڅ کي د امیرالمؤمنین لقب ترلاسه کړ. دا پداسي حال کي چي طالبانو تر دې مخکي اداعاء کول چي ګواکي یوازي د فساد د لمنځه وړلو لپاره جنګیږي، او واک به جلاطنه پاچا ظاهرشاه ته سپاري. د ۱۳۷۵ هـ ش کال د میزان میاشتې په شپږمه نیټه د افغانستان پلازمینه کابل هم د طالبانو د امارت تر واک لاندي راغی، او ورپسې د افغانستان د ټولو مرکزي او شمالي سیمو په ګډون د هیواد پر ۹۵ فیصده خاوره ددوی حاکمیت ټینگ سو .
د ملامحمد عمر مجاهد په مشرۍ د افغانستان اسلامي امارت په نوم یو نظام رامنځ ته سو، چي ددوی په وینا اساس یې شریعت وو. دغه حکومت تر ۲۰۰۱ کال پوري د بدخشان ولایت څخه ماسېوا د افغانستان ټوله ځمکه په واک کي واخیستل، او د مخکنیو مجاهدینو ټغر یې ورټول کړ. نړیوال هیوادونه چي د طالبانو د چټک پرمختګ څخه لومړی بې پروا وه، وروسته یې ددې ډلي له لوري د ترهګرو سازمانونو څخه د ملاتړ او افراطيت له امله پر دوی بندیزونه ولګول. په دې ډله کي یوازیني هیوادونه چي ددوی حکومت یې په رسمیت وپېژندی، عبارت له پاکستان، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو څخه وه. پاکستان د رسمیت ترڅنګ د طالبانو استخباراتي او مالي ملاتړ هم کاوه، او ځیني ترهګري پاکستانۍ ډلي یې ددوی په لیکو کي دننه کړې، چي یوه له هغوی څخه د پنجاب لښکرطیبه وه، چي د مزارشریف ښار د نیولو پر مهال یې هلته د ایراني سفارت کارکوونکي ووژل.
په ۲۰۰۱ کال کي د سپټمبر د ۱۱ تر پیښي وروسته چي د متحده ایالاتو په وینا د اسامه بن لادن او القاعده له لوري ترسره سوه، نړیوالو ځواکونو د طالبانو پر حکومت باندي وروسته تر هغه یرغل وکړ، کله چي ملا محمد عمر د اسامه له ورسپارلو څخه نټه وکړه، او په دې توګه په افغانستان کي د ملا محمد عمر واک وپرځېدی.
د طالبانو د غورځنگ جوړول
[سمول]کله چې روسي پوځيان په ١٩٨٩ زېږيز کال کې د افغانستان د له خاورې لاس په سر سول او په کابل کې د کمونيستي دولت د ړنگېدو وروسته، هېواد د بېلابېلو جهادي قوماندانانو په لاس کې پرېواته، دا د افغانستان د کورنۍ جگړو پېر و چې هر مجاهد به د سيمو د ترلاندې کولو او خپل واک پلي کولو په هڅه کې گڼ شمېر بې گناه وگړي ووژل. پدې وخت کې ملا عمر يو د هغو کسانو څخه وه چې ددې گډوډۍ د حل لپاره يې د طالبانو مشري پخپله غاړه واخيستله او ددغه نوي تحريک پيل يې وکړ. د هغه ټول پلويان د مدرسو طالبان وه چې د روسانو د يرغل وروسته پاکستان ته مهاجر سوي وه او هلته په کمپونو کې اوسېدل. په پيل کې سيمه ايزو خلکو د طالبانو پلوي کوله، دا ځکه چې دوی تر ډېره حده په دولت کې د درغلۍ، غلا او لوټمارۍ مخه نيولې وه. دوی ډېر ژر د افغانستان سويلي سيمې د خپل واک تر ولکې لاندې راوستې او گڼ شمېر جهادي قومندانان هم د دوی سره يوځای سول.
د راپورونو له مخې [۱۱]، د ١٩٩٤ کال په پېل کې، ملا محمد عمر د ٣٠ کسانو په مرسته چې يواځې ١٦ يې په ټوپکونو سمبال وه، د ټوپکسالارانو په وړاندي جګړه پیل کړه. په هماغه کال کې د دوی تحريک نور هم په چټکۍ سره روان وه او د کال تر پايه يې ډېر نوم پېدا کړ. دوی ډېر ژر د اسلامي مدرسو نه سرتېري برتي کړل. د ١٩٩٤ زېږيز کال تر نومبر مياشتې پورې ملا عمر دومره سرتېري درلودل چې اوس يې د ټول کندهار واک په لاس کې نيولی وه، او دا هغه مهال وه چې د طالبانو غورځنگ رامېنځ ته سو.
د طالبانو لارښود
[سمول]په ١٩٩٦ زېږيز کال کې کله چې ملا محمد عمر د خرقې زيارت نه دباندې د حضرت محمد (ص) خرقه چې په صندوق کې کولپ سوې وه راووېستله او د کندهار خلکو ته يې وښودله نو د ملا محمد عمر پلويانو نوموړي ته د اميرالمومنين لقب ورکړ، (أمير المؤمنين, "د ايمان لرونکو امير يا قومندان."[۱۲]) ، د خلکو ترمېنځ داسې وييل کېده چې هر هغه څوک چې خرقه د خپل صندوق نه راوباسي نو هغه به د مسلمانانو لوی لارښود يا "اميرالمومنين" وي.[۱۳]. چې تر همدغې پېښې وروسته ډېر ژر په ١٩٩٦ زېږيز کال کې کابل د ملا محمد عمر د پوځونو له خوا ونيول سو.
کله چې د افغانستان ډېرۍ سيمې او ولايتونه د طالبانو د واک ترلاندې راغلل نو په افغانستان کې ځينې نوي دولتي ادارې جوړې سوې چې پخوا په حکومت کې نوې. طالبانو په افغانستان کې د امر بل معروف او نهي عن المنکر په نوم يو وزارت جوړ کړ چې ددې وزارت دنده دا وه چې د عامو وگړو ورځيني چارچلند وڅاري چې آيا دوی شرعي احکام پلي کوي او که نه. په همدې توگه طالبانو د ١٩٩٧ زېږيز کال د اکتوبر په مياشت کې د افغانستان رسمي نوم هم بدل کړ او د افغانستان اسلامي امارات په نوم يې ونوماوه. که څه هم چې کابل د پېړيو راپدېخوا د افغانستان پلازمېنه ده، خو ملا عمر د خپلې واکمنۍ پر مهال د خپل پلارني ټاټوبي نه کابل ته و نه کوچېده. وييل کېږي چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال ايله دوه ځله ملا محمد عمر د کابل نه ليدنه کړې. هغه کندهار کې اوسېدنه غوره گڼله او د واک له لاسه ورکولو پورې همالته په کې اوسېده.
د ملا محمد عمر د حکومت په کلونو کې طالبانو يو ډېر سخت دريزه قانون پلي کاوه. د طالبانو د واکمنيو په کلونو کې ښځو دباندې د کار حق نه درلود. يواځينی ځای چېرته چې ښځو کار کولای سو هغه د روغتيا څانگه وه چېرته چې ښځينه ډاکټرانو او رنځورپالانو د نورو ښځينه ناروغانو درملنه او پالنه کوله. د طالبانو د واکمنۍ پر مهال ښځينه ښوونځي نه وه او همدا هم يو سبب دی چې د افغانستان ښځينه برخه بې زده کړو او نالوستي پاتې سوه. د ښځو د ستر په هکله ډېر سخت دريزۍ نه کار اخيستل کېده او د افغاني دود دستور له مخې يواځې څادر د طالبانو د غوښتنو بسنه نه کوله. دوی پر ښځو باندې د بورقو او چادريو اغوستل هرومرو گڼل. د طالبانو په وخت کې ښځو ته اجازه نه وه چې پرته د کوم نارينه نژدې خپلوان نه د کور نه دباندې ووځي. څنگه چې په ښځو باندې د طالبانو فرمانونه پلي کېدل همدارنگه سړيو باندې هم ځينې بنديزونه ولگول سول. سړو باندې د ږيرو پرېښودل تحميلي سوه، همدارنگه د غېر اسلامي جامو او وېښتو جوړولو بنديز ولگېده. سينما گانې او موزيک سنټرونه بند سو. د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د غلو لاسونه ترې غوڅېدل، د جنسي جرمونو په تور ښکېل کسان وژل کېدل. په زنا تورن تر هغه مهاله په ډبرو ويشتل کېدل ترڅو ساه ترېنه ختله. په کابل کې دغه ډول سزا گانې د ټولو خلکو مخ ته د فوټبال په لوبغالي کې ترسره کېدلې. داسې هم وييل کېږي چې طالبانو ډېري کلتوري ميراثونه له مېنځه يووړل او په همدې توگه يې د افغانستان د ملي موزيم لرغوني او هنري آثار ويجاړ کړل. ملا محمد عمر د خپل د فرمانونو په دليل کې يواځې د اسلام د عزت او پياوړتيا خبره کوله. د نړېوالو ټولنو د نيوکو او نارو سره سره طالبانو په باميانو کې د نړۍ تر ټولو لويه بودايي پژۍ له مېنځه يوړله. دا پژۍ چې تاريخي قدامت يې په زرگونو کلونو وه او په ټوله نړۍ کې بې ساري پاتې وه د طالبانو د حکومت لخوا ړنگه سوه.
په ۱۵ د نومبر، ۲۰۰۱ کال کې په امريکا باندې د ۹ د سپتمبر د حملو وروسته او د په طالبانو باندې د امريکا لخوا ځوابي يرغل وروسته، ملا محمد عمر د بي بي سي پښتو راډيو سره په مرکه وکړه چې په دې مرکه کې ملا محمد عمر د طالبانو د وفاداري غوښتنه وکړه او د امريکا د تباهۍ او له مېنځه تللو کار يې يو اوږده جگړه وبلله او په دې لوی کار کې يې د خپلو پلويانو ملاتړ وغوښت او دا يې هم وويل چې انشاالله ددوی جهاد به د امريکا او د هغوی د متحدينو پر وړاندې همداسې روان وي. په دې لړ کې د بي بي سي خبريال د ملا محمد عمر نه دا پوښتنه وکړه چې آيا منځلاري طالبان به د افغان حکومت سره د نوي حکومت په جوړولو کې يوځای سي، نو د ملا محمد عمر ادعا دا وه چې،
ټول طالبان منځلاري دي. داسې دوه شيان دي: يو افراط دی او بل تفريط نو په دې برخه کې مونږ ټول منځلاري يو - او منځوۍ لار باندې روان يو.[۱۴]
د ٢٠٠١ کال نه وروسته
[سمول]په ٢٠٠١ زېږيز کال کې چې کله امريکا او د امريکا متحدينو په افغانستان کې د طالبانو پر ضد جگړه پېل کړې، له هماغه وخت نه تر اوسه پورې د ملا محمد عمر درک نه دی مالوم. هغه په يو نامالومه ځای کې پټ دی. ځينې خلک وايي چې هغه د پاکستان او افغانستان تر مېنځ پر پوله په قبايلي پښتني سيمو کې پټ دی، خو ددې خبرې پخلی لا تر اوسه پورې نه دی شوی. د امريکا د متحده آيالاتو حکومت د ملا عمر د نيولو لپاره او يا هم د داسې مالوماتو لپاره چې امريکايان د ملا محمد عمر په نيولو کې بريالي شي، د لسو ميليونو امريکايي ډالرو انعام ايښی دی.[۱۵]
داسې وييل کېږي چې د ٢٠٠٦ زېږيز کال په جون مياشت کې ملا محمد عمر يو بيان خپور کړ چې په هغه کې ده په عراق کې د ابو مصعب الزرقاوي په مړينه خپله خواشيني څرگنده کړې وه. په هغه بيان کې زرقوي يو شهيد بلل شوی وه او داسې ژمنه يې هم کړې وه چې په افغانستان او په عراق کې به د امريکايانو او د متحدينو پر ضد جهاد به هېڅکله د هغه په مړينه کمزوری نه شي.[۱۶]
داسې وييل کېږي چې د ٢٠٠٦ کال د سېپټمبر په مياشت کې په وزيرستان کې د وزيري پښتنو او پاکستاني پوځ تر مېنځ جگړه کې هم ملا عمر اهم رول درلوده. ددې تر څنگ دا هم وييل کېږي چې ملا محمد عمر او د طالبانو د غورځنگ مخور پوځي لارښودانو ټولو سره لاس يو کړی چې په دې کې ملا دادالله او جلال الدين حقاني او د پخوانی جهادي مشر گلبدين حکمتيار ډله هم گډه ده.
د ٢٠٠٦ زېږيز کال د ډسمبر په مياشت کې ملا محمد عمر يو بيان خپور کړ چې په هغه بيان کې يې د افغانستان نه د بهرنيو پوځونو د وېستلو ډاډ څرگند کړی.[۱۷]
د ٢٠٠٧ زېږيز کال د جنوري په مياشت کې چې کله افغان چارواکو د طالبانو وياند محمد حنيف ونيوه، د ګروېږنو په پایله کي یې له هغه څخه دا ثبوت ترلاسه کړ چې ملا عمر د پاکستان په کوټه ښار کې اوسېږي او د پاکستاني څارگرې څانگې آی اس آی لخوا يې ساتنه کېږي. دېته ورته څرگندونه د افغانستان ولسمشر حامد کرزي هم په ٢٠٠٦ زېږيز کال کې کړې وه، خو پاکستاني چارواکو د خپل مخکني عادت له مخي نټه وکړه.
مرموزه وژنه
[سمول]ملا محمد عمر د 2015 کال په جولای میاشت کې د یو لړ استخباراتي رپوټونو پر بنسټ د خپل مرستیال ملا اختر محمد منصور له خوا یوه ډز په سینه او دوه ډزه په سینه ویشتل سوی او وژل سوی دی. نامتو پاکستاني ژورنالېست او خبریال رحیم الله یوسفزي له خولې لیکلي دي، چې پخوانی طالب مشر ملا محمد عمر د۵۵- ۶۰ کلونو ترمنځ عمر درلود، خو پیچلې مړینه یې د عمر له کبله نه، بلکې په ډزو وژل سوې دی. یوسفزی وايي : ملا محمد عمر له روسانو سره په جگړه کې څلور ځل ټپي سوې او ان یوه سترگه یې هم له لاسه ورکړې وه. نوموړی وايي : له طالبانو جلا شوې ډله فدايي محاذ هم دملا محمد عمر طبیعي مړینه نه مني او دا محاذ خو اوسنی مشر ملا اختر منصور او گل اقا د ملا محمد عمر پر وژنه تورنوي، پاکستانی خبریال ټینگار کوي، چې ملا محمد عمر دپاکستان په کراچۍ کې وژل سوې او ډیورنډ کرښې ته څېرمه زابل ولایت کې ښخ سوی دی. یوسف زی دا هم وايي : طالب مشرانو دملا محمد عمر له زوی ملا یعقوب څخه غوښتي وو،چې دخپل پلار دمړینې یا وژنې په اړه چوپه خوله پاتې سي او دا خبر پټ وساتم. یوسف زی وايي : ځینې داسې راپورونه سته، چې د ملا محمد عمر یو شمېر نږدې ملگرو د نوموړی قبر راسپړلې دی او دا یې په خپلو سترگو لیدلي دي، چې ملا محمد عمر دوه مرمۍ پر سینه او یوه مرمۍ په تندي لگیدلی دی، دهمدې پرمختگ په اړه ملا یعقوب او ملا عبدالمنان نیازی تر اوسه چوپه خوله دي.[۱۸]
پاکستانی خبریال سمیع یوسفزي نیوزویک مجلې ته د پخواني طالب مشر د مړینې اړوند خبرونو ته په کتنې د همدې مجلې له قوله د خپلې لیکنې په یوه برخه کې چې په ژمن وبپاڼه کې خپره سوې، لیکلي: «.... ملا عبدالجبار، چې کله کوټې شورا خبره کړه دوه اونۍ وروسته د شورا مشر ملا اختر منصور او ملا عبدالقیوم ذاکر له دوو دیني عالمانو سره ناسته وکړه، سرچینه وايي ملا عبدالسلام او ملا عبدالحکیم د ملا محمد عمر لونگۍ اختر منصور ته وسپارله او د(امیرالمومنین) په توگه یې وټاکه، ملا عبدالحکیم مبارکي ورکړه او زیاته یې کړه: ته اوس مشر سوې، په کار ده، چې د ملا عمر لار ته ادامه ورکړې.» لیکوال دخپلې سرچینې له خولې لیکي : «ملا عبدالقیوم ذاکر غوښتل، چې سمدلاسه د ملا عمر د مړینې اعلان وکړي، خو نورو یې مخالفت وکړ او دې ته یې قانع کړ، چې دا راز باید وساتل سي، کویټې شورا ډېره وړاندې ولاړه او خبرپاڼه یې خپره کړه، چې د ملا محمد عمر د برخلیک په اړه هیڅوک پوښتنه نه سي کولای او که هر چا دا راز رسوا کړ، هغه به د طالبانو محکمې ته وړاندې کېږي.» کېدای سي د ملا محمد عمر د مړینې د راز پټ ساتلو ترشا نور لاملونه او اهدف هم شتون ولري او یا هم وروسته افشا سي، خو اوسمهال د هغو جزئیاتو ته لاس رسی له امکانه لرې ښکاري. بلخوا بیا ځینې طالب مشران د نوم نه ښودلو په شرط وایي چې طالب مشرانو دملا محمد عمر له زوی ملا یعقوب څخه غوښتي وو، چې دخپل پلار دمړینې یا وژنې په اړه چوپه خوله پاتې شي او دا خبر پټ وساتم . خو وروسته د ملا محمد عمر اخند زوى ملا يعقوب مجاهد په يوه غونډه کې وويل چې ملا محمد عمر مجاهد په خپل طبعي مرگ باندي وفات سوى دى. خو ځیني شنونکي بیا داسي وایي چي ملا محمد عمر د طالبانو روحاني اوسیاسي مشر وو او دنړۍ ځینو مشهوره څېرو لکه اسامه بن لادن او ایمن الظواهري او داسي نورو ورڅخه ملاتړ کاوه.
دا هم وګورئ
[سمول]- طالبان
- د ٢٠٠١ کال امریکایي اشغال
- د افغانستان کورنۍ جګړه ١٩٩٦-٢٠٠١
- د افغانستان اسلامي امارت
- پر افغانستان د شوروي يرغل
- د ملا محمد عمر پټ ژوند
سرچينې
[سمول]- ↑ د ملا عمر د مړینې کره نېټه یاده شوې او لامل یې هم الهي امر بلل شوی دی.
- ↑ طالبانو شپږ کاله وروسته د ملا عمر د 'مرګ نېټه' تایید کړه. "بي بي سي پښتو".
- ↑ د ملا عمر د مړینې لومړنی خبر په دې ډېر خبر جوړوونکی و، چې ویل کېدل د پاکستان د کراچۍ په یوه بند کې مړ شوی دی.
- ↑ طالبانو شپږ کاله وروسته د ملا عمر د 'مرګ نېټه' تایید کړه. "بي بي سي پښتو".
- ↑
نن ټکی اسیا (مې ۱۶، ۲۰۲۲). "ملامحمد عمر مجاهد څوک و؟".
{{cite web}}: د سياس۱ تېروتنې: نېټې (link) - ↑
بيبيسي پښتو (۲۹ جولای ۲۰۱۵). "ملا عمر - پټ ژوند له طالب مشرۍ تر مرګه".
{{cite web}}: د سياس۱ تېروتنې: نېټې (link) - ↑
آرټياې پښتو (۲۳ اپريل ۲۰۲۴). "د اسلامي امارت د بنسټګر امیر المؤمنین مرحوم ملا محمد عمر مجاهد ژوند لیک!".
{{cite web}}: د سياس۱ تېروتنې: نېټې (link) - ↑
خامه پښتو (۱۱ مارچ ۲۰۱۹). "طالبانو پخوانی مشر ملا محمد عمر، په زابل کې د امریکایانو یوې اډې ته څېرمه اوسیده".
{{cite web}}: د سياس۱ تېروتنې: نېټې (link) - ↑
الاماره پښتو (۳۱ اګست ۲۰۱۹). "ملامحمد عمر مجاهد:هغه نوښتګر مشر چې اسلامي سياست يې له فکره عمل ته را واېست!".
{{cite web}}: د سياس۱ تېروتنې: نېټې (link) - ↑ "د ملامحمد عمر (مجاهد) ذاتي طبیعت او سلیقه". نن ټکی اسیا. ٣٠ نومبر ٢٠١۴. بياځلي په ٣٠ نومبر ٢٠١۴.
{{cite news}}: د سياس۱ تېروتنې: نېټې (link) - ↑ "The mysterious Mullah behind the Taliban". Reuters. 2001-09-20. بياځلي په 2006-07-02.
{{cite news}}: د سياس۱ تېروتنې: نېټې (link) - ↑ Messages by Al-Qaeda Operatives in Afghanistan to the Peoples of the West "... alongside the Emir of the Believers..." September 2005
- ↑ Healy, Patrick (2001-12-19). ""Kandahar residents feel betrayed"". Boston Globe. خوندي شوی له the original on 2007-08-10. بياځلي په 2006-07-02.
{{cite web}}: د سياس۱ تېروتنې: نېټې (link) - ↑ "On whether moderate طالبان به نوي افغان حکومت سره يوځای کېږي". BBC News. 2001-11-15.
{{cite news}}: Text "http://news.bbc.co.uk/2/hi/south_asia/1657368.stm" ignored (help) - ↑ "WANTED Mullah Omar Up to $10 Million Reward". Rewards for Justice. بياځلي په 2006-07-02.
{{cite web}}: د سياس۱ تېروتنې: د آرشيپ لينک (link) د سياس۱ تېروتنې: د نه منلو وړ پاراميټرونه (link) - ↑ "Taleban play down Zarqawi death". BBC News. 2006-06-09. بياځلي په 2006-07-02.
- ↑ "د ملا محمد عمر د اختر پيغام message". الجزيره. 2006-12-31. بياځلي په 2007-01-01.
{{cite news}}: د سياس۱ تېروتنې: نېټې (link) - ↑ "آرشیف کاپي". بياځلي په 2015-08-07.
{{cite web}}: د سياس۱ تېروتنې: د آرشيپ لينک (link) د سياس۱ تېروتنې: د نه منلو وړ پاراميټرونه (link)
باندنۍ تړنې
[سمول]
- هغه مخونه چې د کينډۍ په خبرتيا کې دوه اړخیزه استدلالونه کاروي
- د سياس۱ تېروتنې: نېټې
- CS1 errors: unrecognized parameter
- د سياس۱ تېروتنې: د آرشيپ لينک
- د سياس۱ تېروتنې: د نه منلو وړ پاراميټرونه
- د وفات کيدو سببونه د ويکيډاټا څخه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P3373
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P69
- مخونه چي ځينې سرچينې يې شاید د منلو وړ نه وي
- هغه ليکنې چې ځينې کرښې يې سرچينې نه لري
- وېشنيزه:هغه ليکنې چې ځينې کرښې يې سرچينې نه لري
- د افغانستان هېوادمشران
- افغان طالبان
- افغان جنگسالاران
- پښتانه
- سني مسلمانان
- د ۱۹۵۹ زېږېدنې
- هېوادمشران
- ملايان
- کندهاریان
- مخونه د غبرګونيزي تيروتنې سره