منځپانگې ته ورتلل

ملا دادالله اخوند

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ملا دادالله آخوند
ملا دادالله اخوند په ۲۰۰۶ کال کې د الجزيرې ټلويزون سره په يوه مرکه کې
ملا دادالله اخوند په ۲۰۰۶ کال کې د الجزيرې ټلويزون سره په يوه مرکه کې
ملا دادالله اخوند په ۲۰۰۶ کال کې د الجزيرې ټلويزون سره په يوه مرکه کې

د شخص معلومات
پيدايښت ١٩۶۶
کندهار ولايت، افغانستان[۱]
مړینه ١٣ مې ٢٠٠٧ (عمر ۴۱)
هلمند ولایت
تابعیت افغانستان   ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال   ويکيډاټا کې (P106) ځانګړنې بدلې کړئ
پوځي خدمت
وفاداري طالبان
مقام قومندان
جګړه/جګړې په افغانستان کې شوروي جګړه   ويکيډاټا کې (P607) ځانګړنې بدلې کړئ
ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  ويکيډاټا کې (P345) ځانګړنې بدلې کړئ

ملا دادالله رهبر (وژنه؛ ۱۳ مې، ۲۰۰۷) يو طالب / مجاهد پوځي (قومندان) و. په ۲۰۰۱ کال کې د اسلامي امارت د واکمنۍ له راپرزېدا وروسته نوموړی تر خپلي وژني پورې د افغانستان په سوېلي ولايت هلمند کې د اسلامي امارت پوځي بولندوی و.[۲]

مخينه

داد الله د افغانستان په سويلي سیمه روزگان ولايت، او د ځينو په وينا بيا په کندهار کې زيږيدلی وو . جهادی مخېنه یې د شوروي زبرځواک پوځ پرضد پېلېږي، او په همدې لار کې يې خپله يوه پښه هم په ۱۹۸۰ لسیزه کې کې له لاسه ورکړه.[۳] ملا داد الله د طالبانو د لس کسيزې شورا يو مهم غړى و او په پینځو کلونو کې يې د ناټو اړ افغان ځواکونو په وړاندې د طالبانو د بريدونو مشري کوله.

د راپورونو له مخې هغه د ملا محمد عمر اخوند د نژدې کسانو څخه و. نوموړي د طالبانو لخوا د سيمو د نيولو په زياتره عملياتو کې وڼده درلوده، خو څرنگه چې په پيښور کې د نيوز د ورځپاڼې چلوونکى او د بي بي سي خبريال رحيم الله يوسفزى وايي ملادادالله وروسته له هغه سخت مشهور شو چي کله د طالبانو لومړي تحریک وکولى شول چې دده په مشرۍ د شمال ډيرى ولايتونو ونيسي .

دده په لاس د سيمو د کېوتو لامل په دې کې ليدل کيږي چې دى يو پرېکنده قوماندان و چې په شمال کې د پاټک سالارانو او ملیشو د ورکولو او ځپلو لپاره ډېر کافي و.[۴] د اسلامي امارت د نسکوريدو پر مهال ، د اسلامي امارت د لوى درستيز ملا فاضل اخوند سره ملادادالله هم د کندوز په ولايت کې د اسلامي امارت د پوځي چارو مسوليت په غاړه لاره. ملافاضل اخوند د زرگونو نورو طالبانوسره جنرال دوستم ته تسليم شو خو د دوستم د غدر او خیانت له امله امریکایانو اشغالګرو له لوري په گوانتنامو کې بندى سو، خو ملا دادالله په امریکايي اشغالګرو او د دوستم په ملیشو باور ورنکړ او ده وکولى شول چې له کندوزه تر کندهاره ځان او ملګري په ډېر مهارت سره ورسوي.

ملا داد الله وروسته د حامد کرزي د حکومت پر مهال په هلمند ولایت کي د امریکایانو سره په جګړه کي ووژل سو.

سرچینې

  1. "He was believed to have been born in Kandahar province". Aljazeera. 13 May 2007.[مړه لينکونه]
  2. Taleban commander still at large, بي بي سي خبرونه, May 22 2006
  3. The Taleban's most feared commander, بي بي سي خبرونه, May 19 2006
  4. [۱], bbcpashto.com مې 13 ۲۰۰۷