د باميانو بودايي پژۍ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د باميانو بودا

د باميان مجسمې چي يوه يې ٥٣ ميتره او بله يې ٣٥ ميتره جګوالۍ لري. باميان څه ده، او دا بتان څنګه په باميانو کي جوړ شوی؟، باميان د يوه غره په څنګ كې د واقع سيمې لپاره استعمالېږي، چي له دوو اجزاوو څخه جوړي ده، چې يو بام ده او بل يې يان. د بام جز، چې يې د رڼا معنى لري، تاسو په فارسي كې په بامداد او بامدادان كې دا وينئ، چې د سهار په معنى استعمالېږي او يان جز، چې يې دى د ځاى معنى ښندي، باميان يعنې نوراني ځاى. او دا بتان تقريبا ۱۸۰۰ كاله دمخه دلته جوړ شوي دي او د بودايي دين پيروان به لكه مسلمانان، چې حج ته ځي، دغسې د دغه بتانو د زيارت لپاره راتلل. او کله چي د کوشاني سلسلې ستر امپراتور کنيشکا طاهرد بودايې مذهب لاره خپله کړل او په اوله ميلادي پېړۍ کي په افغانستان کي ګريک بوديک تمدن را شين شو، نو گريکو بوديک تمدن د افغانستان پر لرغونی ټولنه هر اړ خيز تاثيرات وښندل ،د نوموړي مدنيت اثرات په افغانستان کي محدود پاته نه شول بلکي دجاپان ، کوريا ،او چين څخه بيا تر اوسني ايران او سيستان پوري ، دسريلانکا او هند څخه بيا تر سير دريا اوتاجکستان پوري ټولي سيمي تر خپلي اغيزي لاندي راوستي وې ، د نړۍ له بيلا بيلو سيمو څخه به د مذهبي مراسمو د پر ځای کولو په نيت زيات شمير راهبان ،زايرين او سيلانيان په افغانستان کي د ودان شوو بودايې زيارتونو او عبادت ځايونو په ځانگړي ډول د باميان لرغوني او د بو دايې پير متبرک ځای ته د ليدو کتو په نيت سفرونه کول . اوس يې صرف البوشاکه سته، نور نو طالبانو په 2001 ميلادي کال کي په داسي حال کي چي تلوېزوني کامرې او عکاسۍ ممنوع وي، بيا هم عکاسي ځيني کېدل و نړول شوې.[۱]

ويجاړيدل[سمول]

دا پژۍ د ملا عمر په حکم له منځه ولاړه، او د د پوښتنې په ځواب کې د ملا محمد عمر جواب په لاندې توګه وو:

ما نه غوښتل چي د بامیانو بودا له منځه یوسم. په واقعیت کې یو شمیر بهرنیان ما ته راغلل او ویې ویل موږ غواړو چې د بامیانو د بودا د ترمیم پاته کار ترسره کړو کوم چې د بارانونو له کبله لږ خراب سوي دي. زه حیران پاته سوم، فکر مي وکي چي دا خلک د زرګونو انسانانو ژوند ته هیڅ درناوی نلري - هغه افغانان چې له لوږې مړه کیږي، مګر د غیر ژوندۍ شیانو لکه بودا په اړه اندیښمن دي. دا راته خورا ناوړه عمل ښکاره سو. له همدې کبله ما د بودا د ویجاړولو امر وکړ. که دوی د بشري کار لپاره راغلي واي، ما به هیڅکله د بودا بوت د ویجاړيدو حکم نه واي ورکړی[۲]

سرچینۍ[سمول]

  1. ددي ليکنې لومړی سرچينه د سيف لودین فيسبوک پاڼه ده
  2. خبريال شهزاده محمد (په ٣ مارچ ٢٠٠١ باندې). د ملا محمد عمر سره په مرکه کې. د رديف خبرې سرچينې لخوا.