د ارغنداب جګړه (۲۰۰۸)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د ارغنداب جګړه
برخه د  افغانستان جګړه
نيټهجون ۱۸–۱۹، ۲۰۰۸[۱]
ځایارغنداب ولسوالۍ، کندهار ولايت، افغانستان
پايله د ناټو او امريکا ګډه بريا
جنګیالي
 کاناډا،
کينډۍ:Afghanistan افغان ملي پوځ
کينډۍ:Afghanistan افغان طالبان
ځواک
۷۰۰ افغان ملي پوځ ۳۰۰–۶۰۰[۲][۳]
تلفات او زیانونه
۲ مړه،[۴] ۴ ټپيان. ۹۶ وژل سوي (د افغان ملي پوځ په وینا[۴])
۱ سيمه ييز شخص مړ، ۱ ﺯخمي
درې ټيکه داران زخمي

د د ارغنداب جګړه (کوډ نوم Operation IBRAT د طالبانو لخوا[۵]) د جون پر ۱۸مه په کال ۲۰۰۸ کي په داسي حال کي پیل سوه چي ناټو ځواکونو پﺭ افغان طالبانو بريد وکړ، ددې بﺭيد په بدل کي طالبانو ټوله اﺭغنداب ولسوالۍ ونيول او پر بشپړ کندهاﺭ يې بريد وکړ. په ارغنداب کې دا جګړه د یو کال څخه په لږ زياته موده کي دوهم ځل وو چې طالبانو د سیمې د کنټرول د ترلاسه کولو هڅه وکړه.[۶]

لامل[سمول]

د کال ۲۰۰۸م د جون په ۱۳مه، د طالبانو د سرپوزې د زندان په يوه ګډ برید کي هغو شاوخوا د ۸۰۰-۹۰۰ بندیان راخوشي کړل، ددغو څخه شاوخوا یو دریمه برخه هغه کسان وه چي ددوی سره يې په تېرو وختونو کې اړيکې لرلې.[۷][۸] تردې کړنې وروسته د هغو د پلټلو په ترڅ کې افغان او ناټو ځواکونو په يوه باغ-سرای کې د يوه هوايي بريد له لارې ۱۵ تالبان ووژل.[۹] تر دې وﺭوسته د ناټو او طالبانو ترمنځ ډېرې کوشنۍ او غټې نښتې ترسره سوې. ناټو و طالبانو ته د افغانانو د دښمن خطاب وﺭکړ، او د طياﺭو څخه په ﺭاغوﺭځولو کاغذونو کې کې لاندې خط ليکلۍ وو;

"خپلې کورنۍ خوندي وساتئ. کله چې ستاسو کور ته نږدې جګړه وي، نو په کور کې دننه پاتې سئ ترڅو ملي امنیتي ځواکونه د افغانستان دښمنانو ته ماته ورکوي."

—د طياﺭو څخه ﺭاغوﺭځول سوی کاغذ

سرچینې[سمول]