افغان ملي پوځ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
افغان ملي پوځ
د افغانستان د ملي اردو د سرتېرو په ګډون د کومانډو سرتیری یی هم مخ ته ولاړ دی.
فعالیت1747 (253 کاله)
هېوادکينډۍ:Afghanistan
شعبهافغان ملي پوځ
ډولپوځ
اندازه169,000
مرکزي دفترکابل
رنګونهتور, سور او زرغون             
کلیزهد خپواکۍ ورځ لمانځنه
د خپلواکی ورځ
تجهیزاتT-62, T-55 MBT (IISS 2010) 1,043+ IFVs & APCs[سرچينه پکارده]
نښتېد تروريزم سره جګړه
قومندانان
لوي درستیزجنرال بسم الله وزیری
د پيژندنې
سمبول
افغان ملي پوځ افتخاری نښان
افغان ملي پوځ سرتیری

د افغان ملي پوځ یا افغان ملي اردو (په دري ژبه کې: Lua error in Module:Lang at line 988: attempt to call field 'is_Latin' (a nil value).) په ۱۳۸۱ کال کې د ولسمشر حامد کرزي له لورې د یوه فرمان پر بنسټ رامینځ ته شو. د افغان ملي پوځ د ملي دفاع وزارت تر مشرۍ لاندې د افغان ملي امنیتي ځواکونو (ANSF) یوه برخه جوړوي چې ددې ځواکونو بله برخه افغان ملي پولیس دي (ANP). افغان ملي پوځ د افغانانو د ټولو ټولنیزو او توکمیزو ډلو څخه جوړ یو د خپلي خوښې ځواک بلل کیږي. په پام کې وه چې افغان ملي پوځ په بنسټیزه توگه ۷۰۰۰۰ وسله والو ځواکونو ته ورسیږي. د افغانستان ملي پوځ په ۱۳۸۲ کال کې د بن د تړون پر بنسټ له رامینځ ته کیدو وروسته د افغان حکومت د امنیتي سکټور د سمون د ستراتیژۍ له پنځو ستنو څخه یوه وبلل شوه.

د افغان د ملي پوځ دندې[سمول]

  1. د پولو ساتنه او له بهرنيو گواښونو څخه مخنیوی؛
  2. ترهگرو ځواکونوته ماته ورکول؛
  3. د نا قانونه وسله والو ډلو له مینځه وړل، بیا پیوستون یا نیول؛
  4. له افغان ملي پولیسو سره په همکارۍ کې د کورنیو امنیتي گواښونو او بیړنیو حالاتو اداره کول.

د افسرانو نښانونه[سمول]

افغانستان افغانستان
(سمول)
Marshal
Marshal
General
General
Lieutenant General
Lieutenant General
Major General
Major General
Brigadier General
Brigadier General
Colonel
Colonel
Lieutenant Colonel
Lieutenant Colonel
Major
Major
Captain
Captain
First Lieutenant
First Lieutenant
Second Lieutenant
Second Lieutenant
مارشال سترجنرال ډګر جنرال تورن جنرال برید جنرال ډګروال ډګرمن جګړن
تورن
لومړۍ بریدمن دویم بریدمن