اسلامپالنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

اسلامپالنه يا اسلاميزم کلمه چې ډېره د غربيانو لخوا کارول کيږي چې هدف يي ترې هغه مسلمانان دي چې د اسلام مقدس دين د ژوند لپاره يوه عمومي لار گڼي او د ژوند ټولې چارې لکه فردي ژوند، اجتماعي ژوند، سياست، اقتصاد، تعليم، قضا او نورې چارې د اسلام په رڼا کې سمبالول غواړي. دې مفکورې پورې اړوندو خلکو لپاره د اسلامپال کلمه کارول کيږي. د اسلامي خوځښت په اړه

که څه هم چې په اسلام کې دې کلمې ته اړتيا نه پيدا کيږي خو دا د غربي ټولنې لخوا هغه وخت وکارول شوه چې مسلمانان په دوه ډلو سيکولر او اسلامپال وويشل شول. سيکولر ډلې اکثره د دين څخه ‌ډېر عادي پوهه لري چې هغه يواځې د جومات پورې تړلی شی گڼې او غربي ډيموکراسۍ، ژوند اصولو او تمدن څخه متاثره دي.

سرچینې[سمول]