برهان الدين رباني

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
برهان الدين رباني
برهان الدين رباني

د جهادي پېر دويم او د افغانستان اووم هېوادمشر
صبغت الله مجددي
د شخص معلومات
پيدايښت ۱۹۴۰
بدخشان, افغانستان
مړینه ۲۰ د سېپتمبر ۲۰۱۱
کابل[۱]  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
هديره کابل[۲]  د (P119) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت افغانستان

د افغانستان پاچاهي (–۱۹۷۳)  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ګوند د افغانستان د اسلامي جميعت گوند
اولاد صلاح الدين رباني  د (P40) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
تعلیم د کابل پوهنتون (۱۹۵۹–۱۹۶۳)
د الازهر پوهنتون (۱۹۶۶–۱۹۶۸)  د (P69) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تخصص تعلیم law او Islamic theology
اسلامي فلسفه  د (P69) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تعلیمی اسناد master's degree  زمرہ:صفحات مع تعلیمی سندزمرہ:صفحات مع تعلیمی سند د (P69) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار/مسلک سياستوال  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) عربي  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار ورکوونکی د کابل پوهنتون  د (P108) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
جګړه/جګړې د افغانستان کورنۍ جګړه  د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

برهان الدين رباني (دري: برهان الدين ربانی) - (۱۹۴۰ - ۲۰ د سېپتمبر، ۲۰۱۱ ز. کال) د ۱۹۹۲ - ۱۹۹۶ ز. کال پورې د افغانستان هېوادمشر و. همداراز هغه د سولې د شورا مشر او د جميعت اسلام د گوند مشر او پخوانی جهادي جنگيالی هم پاتې شوی. نوموړی د توکم له پلوه دېگان دی. نوموړی د افغانستان د ژغورنې د جبهه ېې ملي تر نامه لاندې سياسي گوند لارښود هم وه، چې همدا وروستی نومېدلی گوند د بېلابېلو پخوانيو کورنيو جگړو کې ښکېلو ډلگيو يوه سياسي اېتلافي جبهه ده چې په افغانستان کې يې د طالبانو د غورځنگ په وړاندې د جگړې لپاره لاس يو کړی دی. رباني د افغانستان د هېوادمشر په توگه تر هغه مهال پر کابل کې خپل واک چلاوه تر څو چې د طالبانو له غورځنگ سره په ټکر کې او د کابل په نيولو سره د کابل ښار نه تېښتې ته اړ شو. د هغه دولت د ملگرو ملتونو او د گڼ شمېر نورو هېوادونو لخوا يو پېژندل شوی دولت و.

مخينه[سمول]

برهان الدين رباني د محمد يوسف ځوی دی چې په ۱۹۴۰ ز.کال کې د افغانستان سهېلي ولايت بدخشان کې زېږېدلی. له ۱۹۹۲ ز څخه تر ۱۹۹۵ ز پورې د افغانستان په کورنيو جگړو کې ښکېل و ، او د ملگرو ملتونو د بشر د حقوقو د څانگې له خوا چې وايي ، ده افغانستان کې ېې توکمپالنې او تبعيض ته لار هواره کړه او د خپل په حکومتي دوره کې ېې پر بې گناه ولسونو هر راز غیر بشري تېري ترسره کړل تورن دی همدارنگه ېې دی د افغانستان د ډېرو لرغونو اثارو پر لوټلو او د بیت المال پر خرڅولو هم د بشر د حقوقو له خوا تورن دی.

زده کړې[سمول]

وروسته له دې چې يې خپلې لومړنۍ زده کړې په بدخشان کې پای ته ورسولې نو بيا کابل ته ولاړ او هلته يې د ابو حنيفه په دارالعلوم شرعي کې خپلې زده کړې پرمخ بيولې. وروسته له دې چې نوموړی د همدغه دارلعلوم نه بری وواته نو بيا يې د کابل پوهنتون کې د اسلامي قوانينو او شرعياتو فاکولتې کې لاره وموندله. په کابل پوهنتون کې د څلورو کالونو د مودې وروسته يې په اسلامي زده کړو کې نوم ترلاسه کړ چې ډېر ژر بيا په ۱۹۶۳ ز.کال کې په هماغه پوهنتون کې د استاد په توگه دنده ترسره کوله. د دې لپاره چې خپله اسلامي زده کړه نوره هم پراخه کړي، نو په همدې تکل په ۱۹۶۶ ز. کال کې مصر ته ولاړ او هلته يې په قاهره کې د الازهر په اسلامي پوهنتون کې په زده کړو پيل وکړ او د هماغه پوهنتون نه يې په اسلامي علومو او اسلامي فلسفه کې د ماسټرۍ بری ليک ترلاسه کړ.

جميعت اسلامي[سمول]

کله چې برهان الدين رباني په ۱۹۶۸ ز. کال کې بېرته افغانستان ته راستون شو نو بيا يې د جميعت اسلامي افغانستان گوند لپاره په سياسي فعاليتونو پيل وکړ. هغه د پوهنتون په غولي کې د محصيلينو په جذب او منظمولو پيل کړی و. چې د همدغه فعاليت په پايله کې د ۱۹۷۲ ز. کال په گونديزو ټاکنو کې د يوه ۱۵ کسيزه ډلگۍ او د جميعت اسلامي د بنسټگر، غلام محمد نيازي لخوا د جميعت اسلامي د گوند مشر وټاکل شو.

کله چې په ۱۹۷۴ ز. کال کې افغان پوليس د کابل پوهنتون ته د ده د نيولو په تکل راغلل نو برهان الدين رباني د خپلو پلويانو لخوا پټ شو او پوليس و نه توانېدل چې هغه ونيسي او په همدې توگه هغه پاکستان ته په تښتېدلو کې بريالی شو. کله چې رباني پېښور ته ورسېده نو هماغلته يې د خپل گوند مرکز تاسيس کړ او له هماغه ځايه يې د جميعت اسلامي د گوند لارښوونه کوله. په پاکستان کې د نورو جهادي گوندونو تر څنگ يې د روسانو او د هغه وخت د حکومت په وړاندې د جهاد اعلان وکړ او بيا د امريکا په وسلو او پېسو او د پاکستان په پوځي او سياسي لارښوونو د روسانو د يرغل په واندې ودرېده. کله چې په ۱۹۹۲ ز. کال کې د ډاکټر نجيب الله دولت د يوې کودتا په ترڅ کې ړنگ شو نو د رباني په مشرۍ د مجاهدينو لومړنۍ ملېشې کابل ته راننوتلې چې بيا تر ډېر مهاله يې د کابل واک په خپل لاس کې نيولی وه.

په افغانستان باندې د روسانو د يرغل په وخت د برهان الدين رباني ونډه[سمول]

د يو عرب مؤرخ ليکوال وايي: په کال ۱۹۷۴ کې استاذ رباني د حج په موسم کې د سعودي له پاچا شا فيصل (رحمه الله) څخه د مرستې غوښتنه وکړه، او هغه ته يې د داود خان د سپينې کودتاه سره واک ته د کمونستانو د رسېدو وېره څرګنده کړه، شاه فيصل په دې خبره اهتمام وکړ، او اهتمام يې داسې څرګند شو چې په کابل کې د سعودي سفارت يو رپورټ خپور کړ چې په هغه کې داود يو مخلص وطنپال شخص معرفي شوی و، او دا چې له اړخه يې واک ته د کمونستانو رسېدل توجيه نلري، او دې سره استاذ رباني ونشو کولی چې د داود خان په ضد له سعودي څخه مادي او معنوي مرستې تر لاسه کړي. محمود المرداوي, أفغانستان والاجتياح الروسي، ص (14).

د برهان الدين رباني او غړو ېې روسانو سره پټ تړونونه[سمول]

د افغانستان په طبعي زېرمو د برهان الدين رباني يرغل او بې قانونه ېې پلورل[سمول]

په افغانستان کې د برهان الدين رباني هېوادمشري[سمول]

برهان الدين رباني پرته د ولسي رايو په کال ۱۹۹۲زېږدي کې د هېوادمشرۍ په څوکۍ کېناست. په پام کې وه چې دی به د شپږو مياشتو لپاره د حکومت چارې سمبالوي بيا به ولسواکه رايو ته لار هواروي ،

د سعودي عربستان په ملاتړ د اسلام د سپېڅلي دين په زېږنتون کې د برهان الدين رباني او نورو جهادي ډلو لوړه[سمول]

د افغانستان په کورنيو جگړو کې د برهان الدين رباني د ډلې ونډه[سمول]

Afghan Civil War began in 1992, on immediate effect, with the resignation of President Najibullah from the Government of Afghanistan and the entrance of the Mujahideen groups into Kabul. The fighting involved multiple factions and up until the Taliban entered the city in 1996, was largely fought on three fronts. The West of the city was controlled largely by Hezbe Wahdat and the Jamiat-allied Ittehad-I Islami The North of the city was under control of Ahmed Shah Massoud's forces and Jamiat-e Islami while the south was largely under control of Gulbuddin Hekmatyar's Hezbi Islami .

د نړېوالې بشر حقوق ټولنې لخوا پربرهان الدين رباني او ډلې ېې نيوکې[سمول]

د ملگرو ملتونو د نړېوالو حقوقي څانگو لخوا په ښاغلي رباني باندې د هغه د حکومت په وخت په عامه وگړو باندې د هر ډول تېريو د مخ نه نيولو نيوکه روانه ده او همدا رنگه د ده ډلو په حکومتي واک باندې خپلسري وېش اچولو او په منځ کې د نه جوړجاړي له لامله د خلکو شتمني ويجاړولو ، د خلکو ناروا وژنې او د کابل ښار ټولنيزه ښاري ودانيو د ورانيو تورونه پې لگېدلي دي .

د برهان الدين رباني امريکا سره تماس او پر افغانستان د بريد بلنه[سمول]

په ۲۰۰۱م زېږدي کال کې د رباني ډلې جمعيت اسلامي بې قانونه کابل ته ننوتل[سمول]

وروسته د ۲۰۰۱م زېږدي کاله په بشري حقوقو تېری[سمول]

دا وروستي کلونه[سمول]

مړينه[سمول]

برهان الدين رباني د ۲۰۱۱ ز کال د سپتمبر پر ٢٠ مه ، د ٧٠ کلو په عمر ، مازدیگر ناوخته د کابل په زړه وزير اکبرخان مېنه کې په خپل کور کې په يوه ځانمرگي بريد کې ووژل شو.

اخځونه[سمول]

  1. http://www.bbc.co.uk/pashto/afghanistan/2011/09/110920_rabani_killed.shtml
  2. http://www.bbc.co.uk/pashto/afghanistan/2011/09/110921_as_rabbani_fenural.shtml

دا هم وگورۍ[سمول]

واک اخيستنه له
صبغت الله مجددي
څخه
د افغانستان هېوادمشر
1992–1996
واک سپارنه و
ملا محمد عمر اخوند
de facto
تـــه
واک اخيستنه له
ملا محمد عمر اخوند
de facto
څخه
د افغانستان هېوادمشر
2001
واک سپارنه و
حامد کرزی
تـــه


باندنۍ تړنې[سمول]

  1. پیوستون : 1028171862  — د نشر نېټه: ۳۱ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. https://www.theguardian.com/world/gallery/2011/sep/23/funeral-burhanuddin-rabbani-kabul-pictures