Jump to content

بدخشان ولايت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له د بدخشان ولايت نه مخ گرځېدلی)
بدخشان ولایت
ولایت بدخشان
بدخشان د ولسوالیو یوڅو انځورونه
اړوند
پلازمېنه
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
وګړو شمېر
۱٬۰۵۴٬۰۸۷[۳] — ۸۲۳٬۰۰۰ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
پکي شاملې اداري سیمې
رسمي ژبه
ځايي ژبې
د حکومت مشر
اداري سیمه
هېواد
کچه او لوړوالی
د ځای کچه
۴۴٬۰۵۹ كيلومتر مربع ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
نور مالومات
کورډي‌نېشن
۳۸°۰′ شمال ۷۱°۰′ ختیځ / 38.000°شمال 71.000°ختيځ / 38.000; 71.000
Map

د بدخشان ولايت د افغانستان په شمال ختيځ كې پروت دى چې له گاونډيو هېوادونو سره پوله هم لري، شمال ته يې تاجکستان، په ختيځ كې يې يوه څنډه د چين له ولسي جمهوريت، ختيځ او سويل ته له کشمير سره پوله لري. په سوېل كې او جنوب كې د لغمان، كاپيسا او تخار ولايتونو سره نښتى دى.

د اوبو او هوا له مخې بدخشان سوړ او په ټول هیواد کط ډیر شهرت لری. لوړې څوكې لري چې له واورو ډكې دي. هغه ژوى چې ماركوپولو وموند او بيا يې وروسته دا ژوى هم ماركوپولو ونوماوه، همدلته موندل شوى دى. د بدخشان مركز فيض اباد دى. كشم، جرم، شهدا،بهارک، یفتل،خاش، زیباک، درواز، واخان، اشكاشم، راغ او شهر بزرگ يې د لویو ولسوالۍ بلل کیږې .بدخشان ولایت د افغانستان دنورو ولایتونو په پرتله زیاتره خلک یی با سواده او فرهنگی خلک دی. ځينې خلك اوس د بدخشان د اداري واحدونو شمېر زيات ښيي، بدخشان د پستې ځنگلونه لري، تر څنگ يې د څېړۍ، نمنځو، او سرو ځنگلونه هم لري. د بدخشان لال،زمرد، اوسپنه، سلفر او لاجورد په نړۍ كې ډېر شهرت لري.

مساخت او وګړې

د بدخشان ولايت ولسوالۍ

د بدخشان مساحت 57403 كيلو متره مربع دى، چې زياته برخه يې غرنۍ سيمې جوړوي. په 1359 لمریز كال كې د سرشمېرنې له مخې د خلكو شمېر یې 876500 ښودل شوى وو، چې بيا په 1379 كې يې شمېر 1134500 ته لوړ شو.د نړیوال بانک د احصائی له مخی، اوس په بدخشان کی 1665125 کسان ژوند کوی.

د بدخشان ولايت هغه خلك چې په اوارو ځمكو كې ژوند كوي په كركيله او [=مالدارۍ]] بوخت دي.خو زیاتره یی باسواده او د علم خاوندان دی. د دغه ولايت ځوانان د علم او پوهنې په ترلاسه كولو كې هم ښه پرمختيا كړې. هلته د هلكانو او نجونو د ښوونځيو شمېر ښه د پام وړ دى.

سیندونه

بدخشان ولايت ته، د كوكچه سیند، واخان سیند، سرغیلان سیند، پاميرسیند، جرم سیند، انجمن سیند، وردج سیند، تگاب سیند، تنگي سیند شيوا سیند، غوري سیند سنگ سیند، راغ سیند او نورو كوچنيو سیندونو ډېره ښكلا وركړې ده. خو د غرونو شتوالي د دغه ولايت د سيمو د نښلولو كار ستونزمن كړى. خلك د تگ راتگ لپاره له اسونو، كچر او نورو سورلۍ وړوكو حيواناتو څخه استفاده كوي.په اوسني کلونو کی په دغه ولایت کی ډیری پرمختیائی کارونه ترسره شود دی.

تاریخی ځایونه

بدخشان ولایت زیات تفریحی ځایونه لری چې "چشمۀ آسیچ" په نامه سیمه چې د سرغیلان په ساحه کی موقیعیت لری، په ورځنی توګه د زرهاو خلکو له خوا لیده کتل کیژی.

تاریخ

د سيمې او افغانستان په لرغوني تاريخ کې د ورېښمو لويې لار چې د لرې ختيځ (چين )او اروپا تر منڅ د افغانستان د ځينو سيمو په زړه کې پرتی وې ډېرې مشهورې وې.يو له دغو سيمو څخه بدخشان هم وو چې د ،،گرېکوبوديک ،،ښونځي اغېزې يې له افغانستان نه بهر د منځينۍ اسيا هېوادونو، ختن، کاشغر(کاسفر)، سينگيانگ او چين پورې رسولې وې. دغو سيمو ته د رسېدو لاره د بدخشان له زړه نه تېره شوې وه.

چينايي څېړونکو ددغو سيمو په تېره د بدخشان د لرغونتوب په اړه په بېلا بېلو مهالونو کې څېړنې برسېره کړي دي. له زېږد نه دوه پېړۍ (2ق م) د مخه چيني لرغونپوهانو د افغانستان مشهور ولايت بدخشان Is-Nag-Ling په بڼه کښلی دی او د زېږ دیز په پنځمه او شپږمه پېړۍ کې له تخار سره يو ځای يې د بدخشان د نامه يادونه هم کړې ده. ځينې څېړونکي بيا آريانا ويجه د بدخشان پخوانی نوم بولي.

د چين مشهوره تاريخپوه او جغرافيه کښونکی هېوان ځنگ چې د اريانا (افغانستان) ډېرې برخې يې ليدلي دي او بيا يې خپلې ليدنې او کتنې کره کړي دي نو په دغه لړ کې بدخشان يې د Po-To-Chang-No په بڼه ليکلی دی ددې سيمې د ځمکنیز (جغرافيوي)ارزښت په اړه ځينې څېړونکي په دې اند دي لکه څرنگه چې د ورېښمو په سوداگرۍ او د کلتور لېږدېدنه کې ددې سيمې رول مهم وو دا رنگه د امو سیند دواړو غاړو ته ان تر سمرقند ، ختن او چيني ترکستان پورې د بودايي مذهب په خپرېدلو کې هم ،،سفد،، واخان او ختيز پامير ټاکنده لامل دی.

ښاغلي برهان الدين کشککي په خپل ليکلي(کتاب) ،،رهنمای قطغن و بدخشان،، کې د افغانستان د دغه ولايت څلور خواوې داسې راپه گوته کوي ختيز ته پاميرونه او کوتل د ورايې، جنوب ته د پيريانو له کوتل نه تر خاواک پورې، جنوب لوېديز ته د غوري تر سيمو او لوېديز لورته تر دشت ابدال او ميرعلم پورې چې د کندز او تاشقرغان تر منځ موقيعت لري (هماغه اثر 7ـ8 مخونه).

څينې ځېړونکي کاږي چې بدخشان د اريانا د شمال ختیځو سيمو په لړ کې هغه مهمه سيمه ده چې څانگړی ځمکنیز (جغرافيوي) ارزښت لري چې د يوه پل په څېر يې ختيز له لوېديځ سره نښلولي دي.

په دې اړه يو نوم ورکې ليکوال څرگند کړې دی. ،بدخشان هغه شتمن ښار دی چې د سوداگرۍ ډېر توکي يې قيمتي معدنيات دي.، (حدودالعالم 150 مخ) چې د بدخشان لعل د بېلگې په توگه يادولای شو چې د نړۍ بېلا بېلو هېوادونو ته له دغه ولايت نه وړل کېدل.

ارواښاد مير غلام محمد غبار د ،،مقدسي،، د وينا له مخې په ډاگه کړې چې په بدخشان کې د بېلابېلو قيمتي توکو نه يوه کلا جوړه شوې وه او وېل کېږي چې دغه کلا د هارون رشيد د ښځې ،،زبيده،، په وړانديز جوړه شوې وه.

سیاسي حالات

(د افغانستان تاريخي ځمک پوه ميرغلام محمد غبار 205 او 206م مخونه). د پامير سرحدي کرښه د لوی افغانستان له پاره هغه گواښ وو چې د هېواد په شمال ختيز کې د روسانو د تيري په پايله کې وکښل شوه روسانو کوښښ کاؤ چې د افغانستان شمالي سيمې يو د بل پسې لاندې کړي انگرېزانو هم دا هيله لرله چې ځواکمن افغانستان په دغه سيمه کې ونه گوري نو خکه يې له يوې خوا د افغانستان جنوب او جنوب ختيزې سيمې يو د بل پسې لاندې کړې او له بلې خوا يې امير عبدالرحمن خان ته گواښنه وکړه چې د امو سيند آ غاړې روسانو ته پرېږدي نو ځکه د افغانستان په تاريخ کې دغه کرښه لکه د نورو کرښو په څېر يوه ښکېلاکي کرښه ده چې د بدخشان شاوخوا سيمې، شفنان، روشان او ځنې نورې سيمې له افغانستان نه بېلې شوې . ددې کرښې شمال ختيز لور ته (واخان) د يوې نرۍ تړانگې په حېر غوړیدلی دی او د چين له هېواد سره گډه پوله جوړوي دا کرښه ځکه وکښل شوه چې د روس امپراتوري د انگرېز له امپراتوري نه جلا کړي .

اوسنی جوړښت

د اوسني بدخشان څلور خواوې دا دي . شمال ته د امو سيند ، لوېديڅ ته قطغن(تخار)، ختيز ته چترال او ختيز ترکستان پورې نښتی دی او د هندوکش لړۍ هم تر دغه څايه غوڅېدلي دي . څنې ځېړونکي بلخ او بدخشان د باکتريانا Bactriana تر سرليک لاندې داسې راپېژني..،،د سترابون په حواله د دغه ايالت يوه برخه په شمالي اريا پورې تړلې وه خو د ختيز لورې ته يې ځلور خواوې پراخې شوې وې او تر ماگيانا يا مرغاب پورې رسېده، شمال ختيز لور ته يې چترال تر پامير پورې واقع وو.

(د آريانا موقيعت ...ډاکتر گلجان وردگ 71 مخ) که چېرې د لرغوني افغانستان طبعي جوړښت وځېړو نو ډېرې هغه سيمې چې اوس په افغانستان پورې اړه نلري د افغانستان برخې وې چې ځينې يې له بدخشان سره نږدې پرتې وې او د اسلام د سپېڅلي دين له خپرېدو وروسته بدخشان د تخارستان يوه برخه وه، يعنې د افغانستان د طبیعي او توکميز څرنگوالي او څومره والي له مخې که چېرې د اوسيني افغانستان ځينې برخې ځېړو نو په کار ده چې تخارا، سمرقند، خوارزم، خراسان، کرمان، سيستان او بلوچستان، سند، پنجاب، کشمير او له دې سربېره کاشفر(کاسفر) ختن ، پارس، د هندوستان تر گنگا او جمنا پورې سيمې چې په پخوانيو پېړيو کې دا د باختر، اريانه او اريا ورته نومونو يادېدې هم وڅېړو... هغه مهال چې د اسلام سپېڅلی دين خپور شو د يادو شوؤ سيمو څينې نومونه پدې بڼه وو چې په دې کې د بدخشان هم راخي.

پخواني نومونه

تخارستان، قطغن او بدخشان، باختر،(ميمنه او مزارشريف)، سفد بخارا او سمرقند، خوارزم، ايريا، هرات، اپارتيا خراسان، کارمانيا، کرمان، سکاستين يا سجستان (سيستان، فراهزابلستان، يا اراکوسيا (کندهار)، اوريشيا (بلوچستان)، اندس (سند)، زت کوش (پنجاب)، کشمير، بلورستان يا بولر (نورستان، چترال)، پاکتيا يا پاختيا، گندهارا (کابل، پېښور، سوات) او غور، (باميان، غور).

سرچينې

  1. "Statoids".
  2. Invalid <ref> tag; no text was provided for refs named cso
  3. "د هېواد د وګـړو اټکل ۱۳۹٩". June 2020.