ننگرهار ولايت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل
ننگرهار
ننګرهار
ولایت
ننګرهار
Refugees in UNHCR tents in Afghanistan.jpg
ننګرهار د افغانستان پر نقشه باندی
ننګرهار د افغانستان پر نقشه باندی
کورډيناټونه: ۳۴°۳۱′ غ ۶۹°۰۸′ خ / ۳۴.۵۱۷° ش ۶۹.۱۳۳° خ / 34.517; 69.133
هیواد Flag of Afghanistan.svg افغانستان
مرکز جلال اباد
حکومت
 • والۍ محمد گلاب منگل
اندازه
 • ټول 7,727 کلوميټر٢ (2,983 میله  مربع)
نفوس (2006)
 • نفوس 1,436,000
 • تراکم 2,006/کلوميټر٢ (5,200/ميله مربع)
سیمه ییز وخت GMT+4:30
مهمه ژبه پښتو

ننگرهار ولایت د افغانستان له ۳۴ ولایتونو د ختيځو سرحدي ولايتونو څخه دى چې په ختیځ کې د پاکستان له پښتونخوا ايالت، شمال کې له کونړ او نورستان، شمال لودیځ کې له لغمان، لویدځ کې له کابل، لوگر او پکتیا او په سوېل کې بیا د پاکستان له خیبر پښتونخوا ایالت سره گډه پوله لري. ددې ولايت منځى د جلالکوټ ښار دى. د اټکل له مخې دا ولايت له کابل څخه وروسته د هېواد گڼمېشتی ولايت گڼل کېږي، چې د وگړو شمېر يې له څه د باندې ۳۰۰۰۰۰۰ تنو هم پورته دی.

آرپوهه

په تاريخي لحاظ دغه ولايت په بېلا بېلو نومونو (نگار، نگارا ، نگاراهار، نگر....) ياد شوی . له دغه ولايت څخه پر ١٣٤٥ کي لومړی لغمان او بيا پر ١٣٤٨ ترې کونړ بېل او ځانگړي ولايتونه وگڼل شول. ددغه ولايت تاريخي سابقه يې د پخوانيو آريايانو له مدنيت سره اړيکه لري.د بوديزم دين په دې سيمه کې ډېره پرمختيا کړېده. د چينايي گرځند هېوان تسنگ له قوله، نگارهارا Nagarahara د کلمې يادونه د اوستا په کتاب کې شوېده چې مطلب يې همدغه د ننگرهارسيمه ده. د لرغون پېژندونکو له کيدنو څرگندېږي چې له پينځلس زرو څخه زياتې وړې او منځني کچ مجسمې په مختلفو حالاتو کې له ننگرهار، په ځانگړي توگه له هډې څخه په لاس راغلي دي چې ډېره برخه يې د پاريس موزيم ته وړل شوي دي.دامجسمې د مميلادي دوېمې او شپږمې پېړۍ پورې اړه لري. يو بل گرځند فاهبين دا آثار د دوهمې ميلادي پېړۍ دمخه بولي.

د بوديزم اهم ټاټوبې

ننگرهار دبوديزم اصلي او مهم ټاټوبې تشکيلوي. که چېرې له لعلپورې، باسول نه تر بهسودو او درونټې پورې سيمه په دقت سره وکتل شي د غرو په لمنو کې د کابل د سين په غاړه په زرگونو واړه او غټ غارونه او د بوديزم عبادت ځايونه ليدل کېږي چې په هريو کې يې مذهبي مراسم ترسره کول او له دې عبادت ځايونو څخه په زرگونو مجسمې او اثار په لاس راغلي چې ټول د قاچاق په ډول له ملکه بهر وړل شوي.

په ننگرهار کې يوه لويه عباده خانه چې هلته د بوديزم ښوونه کېده هډې ته نژدې پرده ده. د بوديزم د علماؤ او ډول، ډول ژوو انځورونه يې د عبادتخانو په دېوالونو انځورول او د مرمر له غټو کاڼو څخه به يې په ډېر مهارت مجسمې جوړولې او انځورولې. هډه د جلالکوټ د سوېل ختيځ لور ته د يو ستر ښار نوم ؤ چې د هند او باميانو ترمنځ يې موقعيت درلود. درې کاله مخکې هم د وچ ډنډ ترڅنگ د بوديزم د يوې مذهبي راهبې قبر د يو گنبذې لاندې موجود ؤ، چې د سړک پراخولو له امله ونړوله شوه.

د جلالکوټ سوېل لوري ته اته کيلو ميټره لري هډه پرته ده چي پکي د بودايي دوري ډير ښه په زړه پوري اثار خوندي وو. له ډير و لري لري ملکونو څخه به خلک د دي ليدو ته راتلل ، دي سيمي ته د اسلام تر رارسيدو پخوا ننگرهار د بودايي معدنيت مهم مرکز او د ساکياموني سرهر تاگونم بودا د کوپړۍ يو هډوکي دلته ښخ وو، ځکه هډه بلل کيدله

د ولايت پلازمېنه

د ننگرهار ولايت مرکز د جلالکوټ (جلال اباد) ښار دى. جلالکوټ پر (٩٨٩-٩٩٠ه ق کلونو کي او شمالي هندوستان د پاچا جلال الدين اکبر مغل (٩٦٣-١٠١٤ه ق ) په حکم د کابل صوبي ( ولايت ) ديوان ( مستوفي ) خواجه شمس الدين خواني( ١٠٠٨ ه ق ) جوړ کړي دی. دا ښار په ۱۸۸۰ زېږيز کال کې د سېلاب په اغيز وران شو او د نوي ښاري پلان له مخې بيا ورغول شو.

جلالکوټ پنځه ناحيې لري ننگرهار پخوا هغه سيمه وه چي له سروبي څخه د خيبر تر تورخمه غځيدلي وه او د جنوب لخوا سپين غر پري راگرځيدلي په تاريخي لخاظ ننگرهار د پښتو ژبي پلار خوشال خان خټک ( ١٠٢٢-١١٠٠ه ق کي هم داسي ياد کړي:

اپريدي مومند شينواري گوره څه کا
د مغلو لښکر پروت په ننگرهار دي

سراج العمارت او د امير شهيد بڼ چې هلته د امير حبيب الله خان او امان الله خان مقبرې هم شته چې د ليدلو ځايونه دي او په خوگياڼيو کې د نملې (مملې) بڼ يو تاريخي حثيت لري. جلالکوټ د افغانستان د پاچا اعلحضرت سراج الملت و الدين امير حبيب الله ( ١٣١٩-١٣٣٧ ه ق) ژمنی پايتخت و ، په جلا ل اباد کي د سراج العمارت باغ ،کوکب او باغ شاهي په نومونو باغونه لري ، نوموړي امير او زوی يې امان الله شاه غازي په باغ امير شهيد کي ښخ دي .

د ښوونې او روزنې وضعيت

په ننگرهار ولايت کي ښووني اوروزني ته دوگړو لاس رسى دپخوا په پرتله ښه شوى دى ننگرهارولايت ( ٨٨٣ ) ښوونيز اوروزنيز مرکزونه لري چي ( ٧٦٩ ) يي دعموميزده کړو ښوونځي ( ٢٧٧ ) بابه ليسي ، (٢٥ ) بابه دارالحفاظه او (٢ ) بابه دارالعلومونه شتون لري دغه راز ( ١٧ ) بابه د ښوونکو د روزني ښوونځي ( ١٦ ) بابه د تخنيکي او مسکي زده کړو ښوونځي ، (١ ) باب د ليک او لوست د زده کړي ښوونځى ، ( ٢) بابه تخنيکي د کوچنياو ټولنيز ښوونځي ، (١) باب د شپي ليسي ښوونځى ( ٦٩٤ ) بابه کليوالئ مرکزونه ، ( ١١٩ ) بابه دچټکو زده کړو ښوونځي ، ( ١٢ ) بابه گرځنده ښوونځي او ( ٢٩٩ ) بابه دليک او لوست د زده کړو دولتي او غير دولتي کورسونه په ننگرهار ولايت کي په فعاليت بوخت دي چي په ټول ټال (٧٢١٣٢١ ) تنه زده کوونکي زده کړه کوي . د ننگرهار په کرکز کليو او بانډو او لري پرتو سيمو کي داويدونکو دژوند او زده کړي کچه سره توپير لري چي ( ٦٠ ) سلنه وگړي يي په مرکزي او ښاري سيمو کي او ( ٤٠ ) سلنه وگړي يي په کليوالي سيمو کي دزده کړي له نعمت څخه برخه مند دي ، دغه راز دا ولايت يو دولتي پوهنتون لري چي دطب ، انجنييري ، اقتصاد ، حقوق ، کمپيوتر ساينس ، کرني ، وترنري ، ساينس ، ژبه او ادبيات ، شرعيات او دښووني اوروزني پوهنځي پکي فعال دي او يو شمير نور غير دولتي يا خصوصي پوهنتونونه لکه خراسان ، اريانا ، الفالاح ، سپين غر ، روښان هم په فعاليت بوخت دي . دننگرهار ولايت اقتصادي پرمختيايي پلان

د دولتي ليسو د ښوونکو( نارينه ،ښځينه ) شمېر په ( 1390 ) کال کي :

ټول ټال ٪ سلنه ښځینه نارینه کال
٩٢٣٢  % ١١ ٩٧٢ ٨٢٦٠ ٢٠٠٩ - ٢٠١٠
١١٠٠٥  % ١٢ ١٢٨٨ ٩٧١٧ ٢٠١٠ - ٢٠١١
١١٦٠١  %١٢ ١٤٠٠ ١٢٢٠١ ٢٠١١ – ٢٠١٢

د ننگرهار د پوهنې ریاست

د نجونو سلنه ټول ټال هلکان انجونې کال
% ٣٧ ٤٩٨٨٠٩ ٣١٣١٧٩ ١٨٥٦٣٠ ٢٠٠٩ - ٢٠١٠
% ٣٩ ٥٧٢٧٩٠ ٣٥١٦٧٠ ٢٢١١٠١ ٢٠١٠ - ٢٠١١
 % ٤٠ ٦٤٥٣٩٤ ٣٨٧٦٨٨ ٢٥٧٧١١ ٢٠١١ – ٢٠١٢

اقتصاد

دننگرهار ولايت دزراعتي محصولاتو مارکيټ :

دننگرهار ولايت ځيني زراعتي محصولا صرف دننگرهار ولايت لپاره بسنه کوي او ځيني نور يي نورو گاونډيو ولاياتو او گاونډي ملک پاکستان ته صادروي دننگرهار ولايت څخه کابل او نورو گاونډيو ولا ياتو ته صادريدونکي ===محصولات پلاندي ډول دي : === ستروس ، زيتون ، گچالو ، ليړوگان ، پالک ، ملۍ ، دڼيا ، پياز ، کرم ، بانجان ، کاهو اوداسي نور سبزيجات . دننگرهار ولايت ولايت څخه گاونډي هيواد پاکستان ته صادريدونکي محصولات په لاندي ډول دي:

شماره جنس واحد مقياس په ټن ارزښت په ډالر 1 پنبه 1200 37500 2 پياز 39300 2986800 3 روميان 3000 198869 4 کچالو 2000 164000 5 خربوزه 2500 731250 6 انار 1500 240000 7 کشمش 20 16220 8 وچ پياز 100 37000 9 ممپلي 450 31500 مجموعه 4443139 منبع : USAID د 1389 کال راپور ننگرهار ولايت ته دگاونډي هيواد پاکستان څخه وارديدونکي توکي : ميوه جات : مالټه ، کيله ، امروت ، ام ، هندواڼه ، املوک او داسي نور . غله جات : لوبيا ، دال ، غنم ، وريجي ، مۍ ، نخود اوداسي نور . سبزيجات : کريله ، روميان ، کچالو ، پياز ، کرم کدو ، کچالان ، بينډۍ ، مټر ، هوگه ، مرچک اوداسي نور . او همدارنگه نور همداسي نور ډيرزيات داسي شيان دي چي ضرورت دپوره کولو لپاره دپاکستان څخه په مستقيم او غير مستقيم ډول وارديږي .

په ننگرهار ولایت کې تولیدی فابریکی:

په ننگرها ر ولایت کې تولیدی فابریکی عبارت دي له:دیخ جوړولو فابریکی، د زیتونو د اچارو فابریکه، دگلابو نه دعطرجوړولو فابریکه، په محلی توگه دگنیو څخه د گوړی جوړولو فابریکی، د شړشمو څخه دتیلو ایستلو فابریکه، د شیریني جوړولو فابریکي، د مالگي جوړولو فابریکه، د پلاستیک جوړولو فابریکی، دتعمیراتو لپاره د چپسو او مرمرو فابریکي، دصابون جوړولو فابریکه، د بایسکل، ریکشا جوړولوفابریکی، د قالین بافی او داسی نوری فابریکی وجود لري، کرنه ، مالداری سوداگری، خدمات، او د کوچنیو لاسی صنایعو صنعت دښاریانو د ژوندانه د عاید دلاسته راوړلو اصلی سرچیني دي. دننگرهارولايت سيمه ايزه جغرافيه

ولسوالۍ

د ننگرهار ولایت په لاندې ۲۲ ولسوالیو وېشل شوی:

د ننگرهار ولسوالۍ
ولسوالۍ مرکز وگړي[1] مساحت[2] یادونې
هسکه مېنه 33,294 100% پښتانه,
اچین 95,468 100% پښتانه
بهسود 118,934 80% پښتانه, 20% عربان
چپرهار 57,339 پښتانه
دره نور 98,202 30% پښتانه, 70% پشه یي
بټي کوټ 31,308 پښتانه
دور بابا 13,479 100% پښتانه
گوشته 31,130 100% پښتانه
حصارک 28,376 100% پښتانه
جلالکوټ 205,423 پښتانه, عربان، پشه یي
کامه 52,527 100% پښتانه
خوگیاڼی 111,479 100% پښتانه
کوټ 52,154 په ۲۰۰۵ز کال له رودات ولسوالۍ رابېله شوه
ښېوه 42,823 80% پښتانه, 15% پشه یي
لالپوره 18,997 100% پښتانه
مومند دره 42,103 100% پښتانه
نازیان 16,328 100% پښتانه
پچیر او اگام 40,141 100% پښتانه
رودات 63,357 په ۲۰۰۵ز کال دوه برخې شوه.
شېرزاد 63,232 100% پښتانه
غني خېل 64,872 100% پښتانه
سره رود 91,548 95% پښټانه, 5% فارسيوان

جغرافیوي جوړښت

ننگرهار په ختيځو ولاياتو کې يو مهم ولايت دى. دا ولايت ۷۶۱۶ کيلو متر مربع مساحت لري. دا ولايت نژدې شپږ سو ه متره د بحر د سطحي څخه په جگوالي پروت دی. جلالکوټ ښار په ختيځ طول البلد ٧٠ درجي ٢٧ دقيقي ٥٤ ثانيي او شمالي عرض البلد ٣٤ درجي ٢٦ دقيقي او ٢٠ ثانيو کي واقع دي.

اقليم او هوا

ننگرهار د هغه د پېداوار له مخې د مديترانه يي اقليم لرونکې او د استوا د کرښې لاندې گڼل شوېدى. ځکه چې د مالټې، نارنج، خرما، شولو او گنيو پېداوار هلته ډېر دي. وچ او تود اوړې او معتدل باراني ژمې لري چې دا وضعه يې په هوارو ځمکو کې صدق کوي. مگر د سپين غره سيمې او د کنړ درې چې صنوبري او ستنې لرونکو پاڼو لکه لمنځه او څېړۍ په ځنگلونو پوښل شوي، ډېرې موسمي بارانونه لري، لېکن د بهسود او کامې په برخه کې ټيټ غرونه د تېرو پاڼو لرونکو ونو ځنگلونه لري. اورښت پکې زياتره په ژمي او د پسرلي په پېل کې اوري، د اورښت کلنۍ اندازه يې د ۱۲۵۰-۴۰۰ ملي مترو په منځ کې تغېر مومي او د تودوخې منځنۍ درجه ۲۱ او لوړه يې د اسد په مياشت کې ۴۸ درجو ته پورته کېږي.

جغرافیاوي او اداي جوړښتونه

د ننگرهار ولایت د افغانستان له کلیدي سیاسي، اقتصادي، علمي او سوق الجیشي ولایتونو څخه گڼل کېږي، چې اصلي لامل یې د پلازمېنې کابل او گاونډي هېواد پاکستان ترمنځ واقع کېدل دي. دا ولایت د سمندر له کچې ۶۰۰ متره لوړ پروت دی، چې په شمال کې یې کونړ او لغمان، لودیځ ته کابل او لوگر ولایتونه او ختیځ او سویل ته یې د پاکستان خیبر پښتونخوا ایالت پروت دی. ژمې یې وچ او سوړ مگر اوړی یې ډېر تود دی. د خوگیاڼو، شېرزاد، پچیر اگام، دور بابا، سپین غر او دری نور ولسوالیو باندې واوره ورېږي، پاتې نورې ولسوالۍ یې په ژمي کې یو څه لندبل او باران لري.

د ننگرهار ولایت له پورته ځانگړتیاوو سره سره د تورې بوړې نامتو غرییزو کمپلېکسونو له وجې هغه وخت په نړیواله کچه وپېژندل شو چې د ۲۰۰۱ز کال په وروستیو کې د القاعده او امریکې په مشرۍ د اتحادي ځواکونو سره د سختې جگړې مرکز وگرځېد. د تورې بوړې غزییزه سیمه باندې د لومړي ځل لپاره بي دوه پنځوس الوتکو ناتاره بمباري وکړه، مگر له ډېرې شدیدې بمبارۍ سره سره بیا هم د القاعده ځواک وسله کېښودلو ته غاړه کېنه ښوده او جگړې ته یې دوام ورکړ چې په همدې جگړییزو شېبو کې د القاعده مشر اسامه بن لادن هم له سیمې پښې سپکې او د جگړې له ډگره ژوندی ووت. د لومړي ځل لپاره د ۲۰۰۶ زېږیز کال د مارچ په مياشت کې په ننگرهار ولايت کې H5N1 وموندل شول.

نښلوونکي لوى لارې

د کابل تورخم لوى سړک له ننگرهار څخه تېرېږي. د کابل تورخم د سړک په دې تېر نېږدې کې پوره کرېړ شوې چې د نقليه وسيلو لپاره د گټې وړ وگرځېد. د جلالکوټ- اسمار د سړک کرېړ اچولو چارې لا پرمخ روانې دي چې په نږدې راتلونکي کې به بشپړ شي.

انځوریز البوم

سرچینې

  1. (په 2013-02-28 باندې). MRRD Provincial profile for Nangarhar Province. Mrrd.gov.af
  2. Andrew Ross . Afghanistan Geographic & Thematic Layers. Fao.org

بهرنۍ تړنې