بادغيس ولايت
Badghis بادغیس | |
![]() | |
پلازمېنه • کوارډيناټ |
قلعه نو • |
د وگړو شمېر (2002) • گڼه گونه |
301,000 • /km² |
مساحت |
20,591 km² |
وخت | UTC+4:30 |
اهمه ژبه/ژبې | دري او پښتو |
د بادغيس ولايت د افغانستان په شمال لوېديځ کې پروت یو ولايت دی. چې بادغيس د مرغاب او هريرو رودونو ترمنځ موقعيت لري. بادغيس د بادخېز په معنى هم راغلى دى، چې بادونه په کې زيات چلېږي، ځکه نو دغه نوم ورکړل شوى دى. د بادغیس ولایت مرکز د قلعه نو په نوم سره یادیږی. د غرب لخوا یی هرات ولایت ، د شرق لخوا د فاریاب ولایت ،شمال ته یی ترکمنستان او جنوب ته یی د غور ولایت موقعیت لری. دا ولایت ۲۰۵۹۱ کیلومتره مربع مساحت لری. او شپږ ولسوالۍ لری.
نوم ایښودنه
بادغیس یو تاریخی نوم دی چی د دریشتیانو لخوا د واییتی کئس په نامه یاد شوی دی چی معنی یی په څمکه د ۱۲ غره څخه اخستل شوی ده. په اوستایی ژبه کی د بندهش چی د وادگیس یا بادغیس په نامه یاد شوی دی. د بادونو د لیگدو او بادونو د پیدا کیدو په نامه هم ځینی خلک ورته معنی ورکوی.
نفوس
پدی ولایت کی په کافی اندازه اوبه نشته او د سړکونو کمبود هم لیدل کیږی نو ددی له امله پدی ولایت کی کمترین نفوس ځای لری او د نفوس د رشد له امله هم ډیره ضعیفه وده لری. داسی ویل کیږی چی پدی ولایت کی ۵۶ سلنه تاجک، ۴۰ سلنه پښتانه، ۴ سلنه ازبک ، ترکمن او بلوچ دی.
طبیعی منظری
پدی ولایت کی د غرنی موقعیت او جوړښت له کبله ډیری ښی منظری لری. غرونه یی اکثرا دارچی په ونو باندی پټ او ډیری طبیعی چینی لری. یوه بله دره د ولاړو اوبو لری چی د پوده اوبو په نامه یادیږی بل طبیعی ځای دی. په پسرلی کی یی د غرو لمنی د لاله د د گلانو څخه پټ وی.
ولسوالۍ
بادغیس ولایت ۷ ولسوالۍ لرې.
- قلعه نو ولسوالۍ
- آبکمري ولسوالۍ
- د جوند ولسوالۍ
- غورماچ ولسوالۍ
- مقر ولسوالۍ (بادغيس)
- قاديس ولسوالۍ
- بالا مرغاب ولسوالۍ