غزني ولايت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل
Incomplete-document-purple.svg دا يوه کوشنۍ ليکنه ده. ددې په بشپړولو کې تاسو د ويکيپېډيا سره مرسته وکړئ .۔
غزني
غزني
د افغانستان نخشه غزني  غزني نښه شوې.
پلازمېنه
 • کوارډيناټ
غزنی
 • {{{latd}}}° N {{{longd}}}° E
د وگړو شمېر (2002)
 • گڼه گونه
931,000
 • /km²
مساحت
{{{مساحت}}} km²
وخت UTC+4:30
اهمه ژبه/ژبې پښتو

پاړسي (دري او هزاره لهجې)

د غزني ولايت د افغانستان له ولايتونو څخه دى ، چې د شمال ختيځ له لوري له لوگر ولايت ، د شمال له لوري له وردك ولايت ، د شمال لوېديځ له لوري له باميان ولايت ، د لوېديځ له لوري له ارزگان ولايت ، له سويل لوېديځ له لوري له زابل ولايت ، له سويل ختيځ له لوري له پكتيكا ولايت او له ختيځ له لوري له پكتيا ولايت سره پوله لري .

د افغانستان هره لويشت خاوره د لرغونو مدنيتونو استازيتوب کوي ، کله يې د نورو ملکونو څخه راغلي تمدنونه په افغاني څيره اړولي او او بيا يې په نوي رنگ او ډول پراختيا ورکړې او د نړۍ د تاريځ ځلانده سرليک يې گرځولۍ دۍ ، او کله يې د خپلو ميشتو وگړو په زيار او ميړاني د نوي مدنيت بنسټ ايښۍ او د هغه د پراختيا لپاره يې دوياړ ه ډک گامونه پورته کړي چي د غزني لرغوني سيمه يې د ښه ثبوت بيلگه ده .

لرغونی پېښلیک

هغه سيمه چي يوناني مورخينو په تاريخي متونو کي د کرسانه په نوم ليکلې ده ، بيله شکه د اوسني غزني اړوندي سيمي دي ، چي لږ تر لږه درې سوه کاله پخواتر ميلاد يې څرک ترلاسه کولای شو( پالوال ؛ ص : ٣٦٤ ) .او که تر هغه وړاندي د ستاکيديا نوم ته ځير شو ، د دې لوی ايالت زياته برخه هم د اوسني غزني ولايت هغه ورشوگاني را نغاړي چي څه ناڅه پنځه سوه کاله پخواتر ميلاد په سيمه کي د نامتو ايالت په نوم پيژندل شويده . د هو_ سي _نه_ تر نوم لاندي د چيني زيارت کونکو او په ځانگړي توگه د هونتسنگ يادوني په څرگنده د اوسني غزني ولايت بيلا بيلي برخي را پيژني ( حبيبي ؛ ص : ٦٨٧ ) او په دې ډول نوري تاريخي پاڼي د لرغوني غزني په اړه د برم او ستايني زيات لاسوندونه لري چي د ټولو يادول په دې لنډه ليکنه کي شوني نه دي .

په افغانستان کي د لرغونو څيړنو د رسمي پيل سره يوځاي په غزني کي د لرغونپوهانو له خوا څيړني پيل شويدي . په پيل کي د فرانسوي لرغونپوهانو بيلا بيل څيړنيز هيئتونه د لنډي او اوږدې مودي لپاره د سپړنو او څيړنو په هڅو بوخت شول ، په دې برخه کي تر ټولو پخوانۍ فرانسوي هيئت په ١٩٢٣ زيږد کال د اغلی فوشه او ښاغلي گودار په مشرۍ د غزني تاريخي ښار ته د څيړنو په نيت ورسيدۍ ،سر بيره پر دې چي دا سپړني د لنډي مودي لپاره تنظيم او پلي شول ، خو په غزني کي د اسلامي پير زياتي وياړمني بيلگي يې را څرگندي کړې ( پولاديان ؛ ص : ٤٤ )، تر فرانسوي لرغونپوهانو وروسته د ايتالوي لرغونپوهانو څيړه نيز هئيت و چي د غزني په بيلا بيلو سيمو کي يې ارزښتمني سپړني تر سره کړيدي ، د دې څيړنيز ټيم لارښود ښاغلۍ موريزو تدي و چي په ١٩٦٧ ميلادي کال غزني ته ورسيدۍ . ( تدی ؛ ص : ١٥ ) د نورو لرغونپوهانو د څيړنو او پلټنو تر څنگ امريکايې لرغونپوه لويس دوپرې په ١٩٧٤ ميلادي کال کي د غزني ولايت ځيني سيمي او له هغې ډلي د ناور دښت تر څيړنو لاندي ونيوۍ ، چي په نتيجه کي د افغانستان تر ټولو زيات پخواني اثار تر لاسه شول . د دې اثارو تاريخي پير د ډبري دورې پخوانيو پيرونو پوري اړه لري ، چي تاريخي جرړي يې څه نا څه سل زره کاله پخوا زمانو ته رسيږي . ( دوپرې ؛ ص : ١٩ )

د غزني تاريخ په هر پاڼه کي د لرغونو مدنيتونو ، کلتوري وياړنو او ستروامپراتوريو بيلگي شته ، چي هر اړخيزه شننه او څيړنه يې زياتو او پر له پسې علمي هڅو ته اړتيا لري ، د دې سره سره چي د غزني په اړه څه ناڅه تاريخي او ارکيالوژيکي څيړني شويدي ، خو لا نور هم دزياتو او پر له پسې هڅو اړتيا شته چي د هيواد د دې تاريخي ولايت په اړه ناڅرگندي غوټي پرانستل شي . د دې لپاره چي د غزني ولايت تاريخي ارزښت مو را څرگند کړۍ وي ، يوازي هغه تاريخي ځانگړتياوي را يادو چي د هيواد او سيمي په کچه د غزني او اړوندو سيمو د تاريخي وياړونو په توگه منل شويدي .

لومړۍ ځانگړتيا  :

د افغانستان تر ټولو لرغوني توکي د غزني ولايت څخه تر لاسه شويدي ؛ د غزني ولايت لويديځ لوري ته د ناور دښت په نوم يوه نامتو لرغوني سيمه پر ته ده چي د د لومړي ځل لپاره د امريکايې لرغونپوه ، لويس دوپرې له خوا په ١٩٧٤ زيږد کال تر څيړني لاندي ونيول شوه او تر هغه وروسته بيا په ١٩٧٦ زيږد کال د لر غونپوهانو د يوه بل څيړنيز ټيم په وسيله سروې او وڅيړل شوه ، د ناور دښت په ( ٥ ، ٣٣ ) شمالې عرض البلد او( ٥٠ ، ٦٧ ) ختيځ طول البلد کي پروت دۍ . لر غونپوهانو د دې سيمي څخه د تر لاسه شويو اثار و د پيژندلو لپاره د غزني ١ ؛ غزني ٢ ؛ غزني ٣ ؛ او غزني ٤ ؛ نومونه ياد کړيدي ، چي په ټوليزه توگه د ناور دښت درې لويې برخي په برکي نيسي . لومړۍ برخه د ناوردښت هغه اواري سيمي را نغاړي ، چي د دريو لويو غونډوي په منځ کي چاپيري شويدۍ . دو يمه برخه د ناور دښت هغو لوړو حصار ډوله غونډۍ چي د ناور دښته يې احاطه کړيده ، او دريمه برخه د ناور دښت هغه ډبرين ځايگوټي دۍ چي په لرغونو زمانو کي انسانان پکښي ميشت وه .

د ناور دښت په شمالي برخو کي لا تر اوسه د ډبرو څخه د جوړ شويوحصارونو بيلگي شته چي په نږدې ليدلو يې د حصار ونو پرته بل شۍ نه شي گڼل کيدای . د دې ډبرينو حصارونو له لوړي برخي د ناور دښت ټولې خواې په پوره څرگندتيا ليدل کيږي . د دښت لويديځ خوا ته هم دفاعي ډبرين حصار ورنه شته چي د دښت پر سهيلي خوا د ليدلو او څار پراخه سيمه لري ، د دې حصارونو تر څنگ د يوشمير گردي ( دايروي ) برجونو بيلگي هم ليدل کيږي ، چي په جوړښت کي يې د لويو ډبرو څخه کار اخستل شويدۍ ، خو د دې ډبرينوبرجونو لپاره د جوړو شويو او تراشل شويو ډبرو څخه کار نه دي اخستل شوۍ بلکي ټولي ډبري په خپل طبيعي حالت او ساده ډول کارول شويدي . په ناور دښت کي د اسي بيلگي هم په سترگو کيږي چي ښايې د پخوانيو انسانانو هديرې به وي ، چي د ډبرو په وسيله ماجر ( احاطه ) شويدي . داسي بريښي چي د هر ي هديرې پر چار پيره لږ تر لږه شل پنخه ويشت دانې لويې او وړي ډبري راگرځيدلي دي .

د لرغونو انسانانو د اوسيدو ځايونه او د هغو انساني ډلو په وسيله کارول شوي د کار وسايل ، چي شمير يې تر زرگونو پارچو زياتيږي ، د ناور دښت څخه تر لاسه شويدي . په دې وسايلو کي ډبرين نوک تيزه پيکانونه ، دوڅوکي ډبريني چړې ، واړه ډبرين چاقوگان ، گردۍ تراشل شوي ډبري ، تراشونکي ، پريکونکي او سورۍ کونکي ډبريني وسلې او يو زيات شمير منځۍ ډبري ( هغه ډبري چي د نورو ډبرينو وسلو د جوړولو لپاره يې وړې اويا لويې برخي بيلي او غوڅي شويدي ) هم لاس ته راغلي دي . په ناور دښت کي د ميشتو لرغونو انسانانو له خوا په زياته پيمانه د اوبسيدان ډول ډبرو څخه کار اخستل شوي او تر څنک يې دکوارتيز او چقماقي ډبرو څخه هم کاراخستۍ دۍ .



د غزني په ناور دښت کي ډبرينو وسلو دوې بيلگي

د امر يکايې لرغونپوه لويس دوپري په باور د ناور دښت څخه دکار لپاره دو سيلو جوړولو دوه لوۍ مرکزونه چي په هغو کي د اوبسيدان ډبري څخه ډبرين وسايل جوړيدل ، د ډبرينو استحکاماتو او حصارونو شتون ، او د هديرو په څير د ډبرينو دايروي کوټنيو نښانې او نور په سلگونه د کار وسايل ، هغه لاس وندونه دي ، چي بيله شکه د ډبري پخواني دورې ( پاليو ليتيک ) کلتور څرکندوي او تاريخي جرړي هم د سلو زرو کالو پخوا زمانو ته رسيږي

دويمه ځانگړتيا : د بودا تر ټولو ستره پرته( نيروانا ) مجسمه په غزني کي پيدا شويده : بو دايې دين د لرغوني افغانستان هغه تاريخي پاڼه ده چي د نياو او عقيدې تر څنگ يې د يوه بشپړ کلتوري بهير په څير د دې هيواد د لرغوني تاريخ پاڼي رنگيني کړيدي . بوديزم هم لکه د نورو مفکورو او عقيدو په څير د زمانې په تيريدو سره بدلون وموند او په خپل لومړني شکل او دود پاته نه شو ، کله چي د پخواني افغانستان ميشتو اولسونو ته ورسيدۍ ، له هره اړخه يې د نوښت او بدلون نښانې را څرگندي شوې . په بوديزم کي د بدلون تر ټولو لومړنۍ نښانه او بيلگه د گندهارا په هنري مدرسه کي د پژۍ يا مجسمې په جوړولو کي را برملا شول . د لومړي ځل لپاره د بودا پژۍ يا مجسمه په بشپړه توگه د گندهارا په هنري مکتب کي رايج شول چي د ننگرهار اوسنۍ هډه يې دنوموړي مکتب د پلازميني په توگه د پيژندني لوړو پړاونو ته ورسول .

په غزني کي د سردار تپه د بودايې پير يوه بيلگه ده چي په ١٩٦٧ زيږد کال يې د ايتالوي لرغونپوهانو په مشرۍ د سپړلو او څيړلو هڅي پيل شوې ، چي د زياتو ارزښتمونو اثارو په وړاندي کولو سره يې سيمه بيز او نړيوال شهرت وگټۍ . سردار تپه يوه مستطيل ډوله غونډۍ ده چي د غزنوي پيرد دريم مسعود ماڼۍيې نږدې څنگ ته ودانه شويده . داسي بريښي چي د سر دار تپې نوم پخوانۍ نه دي ، ښايې دامير حبيب الله خان او اعليحضرت امان الله خان د پير سر تړاو ولري . په هر صورت هغه څه چي د دې تپي ارزښت زياتوي هغه د هغو لرغونو بوداي اثارو شتون دۍ چي د څيړنو په بيلا بيلو پيرو نو کي تر لاسه شويدي . لومړني سپړنې په ١٩٥٩ زيږد کال د داکتر ادم ستينو په مشرۍ تر سره شويدي ، په ١٩٦١ زيږد کال س. م. پوگليزې د لنډي مودې لپاره څيړني تر سره کړې ، چي د دې سپړنو راپور په ١٩٦٢ زيږد کال خپور شو . خو په ١٩٦٧ زيږد کال په سر دار تپه کي پر له پسې څيړني د ښاغلي موريزو تدې له خوا پيل شوې چي په پايله کي يې زيات شمير ارزښتمن اثار تر لاسه کړل .

د ايتالوي لرغونپوه ښاغلي تدې په نظر د جوړښت له مخي د سر دار تپه د کابل دمرنجان غونډۍ ، د لوگر د مسهې د پروان د نجراب او د ننگرهار د درونټې د اثارو سره ورته دي . نوموړۍ په دې باور دۍ چي د ډيزاين له مخي د مجسمو ورته والۍ په تاجکستان کي د تمشک د اثارو سره ورته والۍ لري ، خو لا نور هم په دې اړه د تيپولوژيکي څيړنو بهير ته اړتيا شته . موريزو تدې د هغه ورته والې يادونه هم کوي چي د سردار تپې او باميان څخه د تر لاسه شويو انځورونو او نقاشيو په منځ کي شته . د نوموړي په باور د نقاشيو تر منځ ورته والې سربيره د هغو ليکنو تر منځ هم ورته والۍ شته چي د باميان د سموڅواو د سر دار تپې د اصلي ستوپې څخه تر لاسه شويدي .لر غونپوهان په دې باوردي چي د تيپو لوژي ميتود پر بنسټ د سردار تپې اثار د اومي زيږدي پيړۍ په ورستيو او د اتمي زيږدي پيړۍ په لومړيو لسيزو پوري اړه لري .

د الماني لرغونپوه بورخارد برينتس په عقيده د سر دار تپې هغه ستره اوپرته ( نيمه خوبولۍ ) پژۍ يا مجسمه چي د ايتالوي لرغونپوهانو په وسيله تر لاسه شويده ، د تاجکستان له هغې پرتې مجسمې سره ورته ده چي د تاجکستان د سهيلې برخي اجينه تپې څخه تر لاسه شويده . چي په افغانستان کي تر اوسه د نيراوانا په حال کي داسي بودايې پژۍ نه ده موندل شوې .( بورخارد برينتس ؛ ص : ٦٤ ) د يادوني ده چي په دې ورستيو کي د افغان لرغونپوه ښاغلي طرزي له خوا د هغي ستري پژۍ د پيدا کيدو خبرورکړل شويدۍ چي د هونتسنگ له خوا يې په باميان کي د شتون يادونه شوېده

دريمه ځانگړتيا : د غزنې موزيم په افغانستان کي د اسلامي اثاروتر ټولو ستره زيرمه لري  : د دې سره سره چي د غزني موزيم د هيواد په ولاياتو کي دريم پرانستل شوۍ موزيم دۍ . د غزني موزيم د دولتي او يا حکومتي پلان له مخي نه دۍ پرانستل شوې . بلکي د دې ولايت په اړوندو سيمو کي د لرغونپوهانو پر له پسې څيړنو د زيات شمير اثارو د يوځای کيدو زمينه برابره کړه تر څو د يوه زيرمتون اړتيا وليدل شوه ، د اثار ورورو زياتيدل ، چي پايله يې د محلي واکمنو له خوا د يوه موزيم د پرانستلو هڅه شوه . هغه وخت چي په غزني او شا اوخوا سيمو کي د لرغونپوهانو په وسيله دڅيړنوبهير گړندۍ او ارزښتمن توکي تر لاسه شول ، له هغه وروسته د غزني موزيم ارزښت د پام وړشو . په 1338 لمريز کال د سلطان ابراهيم د مقبری څنگ ته د 42 مرمرينو ډبر ليکونو تر لاسه کيدلوپه وجه د غزني موزيم نور هم بډاي شو .

د لومړي ځل لپاره په 1340 لمريز کال د سلطان عبدا لرزاق ماڼۍ چي په غزني کي دهراتي تيموريانو د پير يوه ښکلې بيلگه وه ، د غزني موزيم په واک کي ورکړل شوه . په دې موزيم کي را ټول شوي اثار د دوو لارو تر لاسه شوي وه لومړي هغه اثار وه چي د حفرياتو او سپړنو پرته ترلاسه شوي وه لکه : يو شمير ډبريني ليکني ، په لاس ليکل شوي کتابونه ، ځني سکې يو شمير هغه ډبريني مجسمي چي د غزنوي پير په ماڼيوکي د ښکلا په نيت د اوبو پاشونو ( فوارو ) په توگه کارول شوي ، اوداسي نور يادولاي شو . دوهمه برخه هغه اثار دي چي د لرغونپوهانو په وسيله د سپړنو له لاري تر لاسه شويدي . په دي برخه کي د اسلامي پير هغه اثار چي د غزنوي پير هنري مهارتونه راڅرگنده وي لکه زينتي خاورين لوښي چي د گچو څخه جوړشوي ، يا هغه مرمريني نقاشۍ چي د غزنوي پير د پياوړو او بر لاسو هنرمندانو بيلگي دي ، او په دي ډول نور اثار چي د غزني په موزيم کي ساتل شوي وه ، يادولاي شو . د غزني موزيم لپاره د گرځندوۍ ادارې په ١٣٥٠ لمريز کال يوشمير اثار وپيرودل او هم د دواړو ادارو په گډ زيار د سيلانيانو د پام را اړولو په نيت پرله پسې نندارې پيل شوې ، چي د عايد څخه يې دواړو ادارو ته گټه ورسيدل . په ١٣٥٣ لمريز کال د ايتالوي لرغونپوهانو له خوا د موزيم د ماڼۍ د بياجوړيدو هڅه وشوه ، په ١٣٥٧ لمريز کال نوموړې موزيم د عبدا لا احد ولسي له خوا دغزني خلقي موزيم په نوم ونومول شو . دانوم بيرته په ١٣٥٩ لمريز کال د غزني موزيم شو او له بده مرغه د موزيم نندارې د ١٣٦١ لمريز کال وروسته وځنډول شوي او په ١٣٦٩ لمريز کال د غزني موزيم يو شمير اثار د امنيتي انديښنو له کبله د افغانستان ملي موزيم ته را نقل شوه ، اوپه موزيم کي پاته اثارد مصونيت او امنيت په نيت تر ١٣٧١ لمريز کال پوري دتړلو دروازو شا ته وساتل شوه . په ١٣٧١ لمريز کال د غزني نوي والي قاري بابا له خوا د موزيم د بيا پرانستلو هڅه و شوه ، خو له بده مرغه لا يې د پرانستلو هڅي بشپړي نه وې چي يو شمير هغه اثار چي تر اسلامي پير وړاندي زمانو پوري يې تړاو درلود په عمدي توگه له منځه ولاړل او يو شمير نور غلااو په بهرنيانو وپلورل شوه .

د لرغونو توکوقاچاقبرانو او توپکيانو يوازي د موزيم په لوټ بسنه ونه کړه بلکي د غزني پر هغه لرغونو سيمو او ځايونويې يرغل وروړ چي د غزني ولايت د لرغوني تاريخ زياتي بيلگي يې د ځان سره ساتلي وې . په١٣٧٤ لمريز کال د هغه کنفرانس په ترځ کي چي د سپک ټولني له خوا په ننگرهار کي جوړ شوۍ وو ، د غزني د تاريخي اثارو او موزيم په اړه د نانسي دوپرې له خوا ځني پوښتني واورول شوي ، چي په ځواب کي يې په غونډه کي د هغه وخت د طالبانو استازي عبد السلام طيب د غزني د اثارو او موزيم په اړه د غونډي برخه والو ته د هغو د ساتني او پالني ډاډ ورکړ ، چي د غونډي د برخه والو له خوا يې تود هرکلۍ وشو ، خو په ١٣٧٥لمريز کال نړيوالو رسنيو د غزني د لرغونو اثارو په اړه هغه ناوړه کړه وړه رسوا کړل چي په غزني کي د طالبانو چارواکو تر سره کول ، په همدې کال د پراته بودا( د نيراوانا په حال کي د بودا جوړه سوې مجسمه ) مجسمې ته د زيان اوښتلو خبرونه خپاره سول ، د طالبانو چارواکو لرغونو مجسمو ته زيان رسيدل ومنل او پړه يې د توپکيانو پر دورې واچول ، خو په غزني موزيم کي د شتو اثارو د ساتني هوډ يې يو ځل بيا ياد کړ . د دې وعدو سره سره هغه وخت د موزيم اثار نندارې ته وړاندي نه شول او د تړلي ورونو شا ته بندي وساتل شوه .


پايله او وړانديزونه

غزنۍ د افغانستان د يوه تاريخي ولايت په توگه د هيواد په ټوليز تاريخ کي ځانگړي بابونه او وياړلي سر ليکونه لري ، چي رښتينوالي يې په هغو لرغونو سيمو او تاريخي ودانيو کي څرگند دۍ چي د غزني په مرکز او اړوندو سيمو کي په سترگو کيږي . د غزني تاريخ زريني پاڼي د سيمي لپاره هم وياړني او د برمه ډکي لاس ته راوړني لري ، چي زيات شمير مورخينو او لرغونپوهانو يې په اړه په خپلو اثارو کي يادوني کړيدي . د غزني ولايت د نورو تاريخي وياړونو سر بيره داسي بيلگي هم شته چي څيړونکي يې د غزني ولايت او اړوندو سيمو ځانگړني بولي . د امريکايې لرغونپوه لويس دوپرې په باور ، د ناوردښت په افغانستان کي د پخواني انسانانو تر ټولولرغونۍ ميشت ځای دۍ ؛ د الماني لرغونپوه بورخار برينتس په وينا په عزني کي د بودا تر ټولو لويه پرته مجسمه د ايتالوي لرغونپوهانو په وسيله رابرسيره شويده ؛ او په دې ډول نوري ځانگړني شته چي د ټولو را يادول د دې ليکني تر توان لوړ دي .

وړانديزونه : د غزني ولايت د تاريخي برم او لرغونو وياړونو د ساتني او پالني لپاره ، په هيواد کي دکلتوري ادارو او سيمه ايزو چارواکو پام لاندي وړانديزونو ته راگرځوم  :

لومړۍ : په غزني ولايت پوري اړوند و ټولو لرغونو او تاريخي سيمو ليک لړ دي دلرغونپوهني د ارونو په پام کي نيولو سره بشپړ شي .

دويم : هغه شمير تاريخي ودانۍ دي په گوته شي چي دنړيدو او ورانيدو ويره يې شته ؛ د دا ډول ودانيو د بيا جوړولولپاره دې د بيا جوړولو او پايښت ورکولو بيړنۍ پروژې د سيمه ايزو ادارو او د هيواد د کلتوري چارو داړوندو ادارو په ملتيا بيړنې گامونه واخستل شي؛

دريم : په غزني کي د گرځندوۍ ادارې ته پوره پاملرنه وشي ، او د زايرينو ، گرځندويانو د اسانۍ لپاره ، ځانگړي ودانۍ ، پارکونه او هوټلونه په نظر کي ونيول شي ؛

څلورم : د غزني تاريخي موزيم د پياوړتيا او ودي لپاره دي د سيمه ايزو ادارو او د اطلا عاتو او کلتور وزارت اړوندو ادارو او نړيوالو کلتوري موسيسو پر له پسې مرستي وغوښتل شي ؛

پنځم : د غزني پوهنتون دي ، د لرغونپوهني په برخه کي د ځوانو محصيلينو د روزني لپاره د (( د اسلامي پير لرغونپوهنه )) تر نوم لاندي ځانگړۍ ديپارتمنت پرانيزي ؛

شپږم  : د اطلاعاتو او کلتور وزارت د اړوندو چارواکو په مرسته دي په غزني ولايت کي ټولي هغه ودانۍ او يا ښکلي طبيعي سيمي په گوته شي ، چي د نړيوال کلتوري ميراث په لړۍ کي د شاميليدو وړتيا لري ، د هغو نومونه او لنډه پيژندگلوي دې ، د يونسکو ادارې ته د رسمي منلو لپاره ورکړل شي ؛

ورستۍ خبره داچي ، د غزني چارواکي په ډير ښه دريځ کي دي ، که وغواړي چي خپل نوم د غزني او هيواد په تاريخ کي هميشنۍ کړي نو د غزني د تاريخي برم درا يادولو او پايښت لپاره دي کار وکړي ، او که نه نومورکي به شي .


دغزنی ولایت ولسوالۍ

  1. اندړ ولسوالۍ
  2. دهيک ولسوالۍ
  3. جغتو ولسوالۍ
  4. خوږياڼو ولسوالۍ
  5. دواغظ ولسوالۍ
  6. گيرو ولسوالۍ
  7. قرباغ ولسوالۍ
  8. مقر ولسوالۍ
  9. جاغوري ولسوالۍ
  10. آب بند ولسوالۍ
  11. اجرستان ولسوالۍ
  12. ناوی ولسوالۍ
  13. زنخان ولسوالۍ
  14. گيلان ولسوالۍ






















اخځونه

  • باوري ، رسول . موزيم پوهنه او په افغانستان کي د موزيمونو دودي بهير . ( سپک ټولنه : پيښور ) ١٣٧٤.
  • بورخارد برينتس . پښتانه او ورونه مليتونه . ژباړن : پوهاند داکتر زيار . ( کابل : دولتي مطبعه ) ١٣٦٦.
  • تدې ، موريزو . د سردار تپې لومړنۍ راپور . ژباړن : واسع فيروزي . د افغانستان لرغونپوهنه . ( کابل : ودلتي مطبعه ) ١٩٨٣ .
  • پالوال ، عبدالرزاق . د پښتنو نوۍ پخوانۍ تاريخ . ١٩٩٤ .
  • پولاديان ، عبدالجليل . په افغانستان کي د فرانسوي لرغونپوهانو څيړني . د افغانستان لرغونپوهنه. ( کابل : دولتي مطبعه ) ١٣٦٢ .
  • حبيبي ، عبدالحۍ . افغانستان بعد از اسلام ( کابل : دولتي مطبعه )١٣٥٧ .
  • ٧:Nancy Hatch Dupree . An Historical Guide To Afghanistan .(Kabul:A.T.Organization ) .1977