جوزجان ولايت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل
Incomplete-document-purple.svg دا يوه کوشنۍ ليکنه ده. ددې په بشپړولو کې تاسو د ويکيپېډيا سره مرسته وکړئ .۔
Jowzjan
جوزجان
د افغانستان نخشه Jowzjan  جوزجان نښه شوې.
پلازمېنه
 • کوارډيناټ
شبرغان
 • 36.665° N 65.752° E
د وگړو شمېر (2002)
 • گڼه گونه
441,000
 • /km²
مساحت
11,798 km²
وخت UTC+4:30
اهمه ژبه/ژبې ازبكي
ازبك (تركي لهجه)

د جوزجان ولايت د افغانستان په سوهيلي سيمې کې شتون لري . دغه ولايت په آسيايي نخشه کې منځينی شمال لورته ۳۷شو شاوخوا درجو کې پراخ پروت دی او د ختيځ لور ته په ۶۶شپېته درجو کې غځېدلی دی. په افغانستان کې ۴۵۴ کيلو مټره سوهېل کې شتون لري او همدا رنگه د افغانستان سوهېل ختیځ لورته ۳۹۸ کيلو مټره کې د پلازمېنې کابل څخه لرې پروت دی . د جوزجان ولايت ختیځ ته بلخ لویدیځ ته فاریاب جنوب ته سرپل او د شمال سنډو یی د آمو سین بهیږي او د د سین پوری غاړې ته د ازبکستان جمهوریت دی. د ا ولایت په۱۹۸۸ عیسوی کال کی د بلخ او سمنگان نه بیل کړی شو. او د دی لرغونی ښار شبرغانی مرکز دی. خو د دی سره تړی دسر پل سیمه ځان له بیل ولایت وگرځیده. د دی ولایت نفوس ۴۲۶۹۸۷ خلکوته رسیږی. د مختلفو اقوام خلک، ازبک،ترکمن،پښتون،تاجک او نور اقوام په کی ژوند کوی، مساحتی ۱۱،۷۸۹ کیلومتر مربع دی. او خلکی په ۳ ژبو دری، پښتو او ازبکی باندی غږیږی.

اداري وېش

جوزجان لس ولسوالي لری، چی خواجه دوکوه، درزآب ، منگجک، قرقین، آقچه، مردیان، فیض آباد، خماب، خانقاه، او قوش تپه دی. او ۳۰۴ کلې لری. جوزجان ولایت په ډیرو، نفوس او زراعتی ځمکو، طبیعی جنگلونه، معادن، د ځمکی لاندی نفت او گاز په در لودلو د هیواد شتمن په ولایاتو کی شمیرل کیږی. د جوزجان ولایت د خلکو عمده محصولات ، کرهنه او زراعت، د قره قل پوست، پشم، قالین، لاسی صناعی، دی. چی ډیر پخوا نه د دی ولایت خلکو په ژوند او د ملی اقتصاد د ودی کی ازښتمند رول لوبولی دی. مخکی د داخلی جنگونونه ۴۶ فیصده د هیواد بودیجه، د دی ولایت د گازو صادرولو نه تامین کیده. د جوزجان ولایت هوا او اقلیم وضعیت متناسب په شمال ولایاتو مساعد دی، مگر د زراعت او څکل اوبه د سرپل او بلخ د سیند څخه راځی، چی دا کافی نه ده. د ولایت د ښار او کلی اوسیدونکی بل خصوص بزگر همیشه د اوبو د کموالی څخه سر ټکویی. د دی ولایت زراعتی سیمی مواز په ۲۱۵۷۵۳ هکتار ځمکه ده، چی د دی جملی نه ۴۰۰۰۰ هکتاره ځمکه للمی ساحی تشکیلوی. په دی سیمو کی، جوار، زغر،کنجد، مالوچ،ماش، نخود،زیره، د بزگرو د کرهنیز عمده اقلامو څخه دی.

تاريخ

په لسمه پیړی کي د ابن سینا نامتو شاگرد ابوالعبید الجوزجانی د غور د واکمنو د تاریخی پیښو د لیکونکي په توگه وپیژندل شو. په یولسمه پیړی کي د نړی د جغرافي مشهور کتاب چی د جوزجانی حدودالعالم نومیږی د دی سیمی یو جغرافیه دان په عربی ژبه ولیکلو. په دیارلسمه پیړی کي د وینس سیلانی مارکوپولود خپل سفر په یو پړاو کی په شبرغان کی ایسار شو، او د دی ځای د شاتو په شان خوږو خټکو حال په خپلی یاداشتونو کی ولیکلي. د جوزجان په ډیرو ولسوالیو کي د نوی کال ، اختر او کله کله د وادونو په موقع خلک وز لوبه یا بزکشی کوی، په جوز جان کي د دی لوبی لپاره د آسونو ساتل او د د ښار نه بهر د آزاده او هوار میدانونوکی لوبی کوی.

د ۱۹۶۰ او ۱۹۸۰ عیسوی کلونو تر مینځ موده کي د پخوانی شوروی لخوا د افغانستان په جیولوژیکی سروی گانو کي جوته شوی وه چی د دی هیواد په شمال کي د گازو او خامو تیلو پینحلس زیرمی موجودی دی. په دوی کي د گازو دری لوی زیرمی د شبرغان په شاو خوا کی دی. د دری لوی زیرمی نه د گاز دراویستل پروژه په څوارلس کالو کي پوره شوه. په ۱۹۷۴ عیسوی کال کی د خواجه گوگردک د زیرمو نه شمال لوری ته دوه سوه کیلو متره د گاز پیپونه وغځول شل. یوازی د آمو سین د پاسه د پایب وگدوالي ۶۶۰ میتر وو. د گوگردک د زیرمی نه په کال کي څلورو او شپږو میلیاردو تر مینځ مکعب متر گاز راویستل کیږی . په دوی کی ۷۰ تر ۹۰ فیصده برخه پخوانی شوروی ته ورکوله دا معلومه نه ده چی په کومه بیه، خو په ۱۹۹۲ عیسوی کال کي د هغه وقت جمهور ریس، داکتر نجیب اله دا څرگنده کړه چی گوندی د روسی سره د گازو د پلورل په یو تړون خبری روانی کړی وی. په دی وقت کی د پښوانی شوروی اتحاد نا بیله شوو ځینی جمهوریتونو د افغانی گازوپه تیرولو او د دی د ویش د پاره د خپلو غونډو غوښتنه وکړه او دا معامله پّه ځای ودریده، د پښوانی شوروی اتحاد لخوا جوړ شوی د جار قودوک په ودانی ته په رسیدو خبر شو چی هلته یوازی ساتن دویان ولاړ وو او پروژه فعاله نه وه. د گازو هغه نل لیکه چی ختیځ لوری ته مزار شریف پوری غځیدلی ده. د افغانستان د دوه لسیزو په کورنی جگړو کی دی ته پاملرنه ونه شوه، خو په ۱۹۹۹ عیسوی کال کي دا لیکه یو سه ترمیم شوه او د گوگرډک گازپه لگ مقداری خلکوته ورسیدل .

د گازو پایب لان چی دی ولایت کی دی ، دی نه پخوا دغه ځینه شوروی ته گاز تلل او کله چی هغه قرارداتونه ختم شول ، بیا دا پایپونه وویستل شول ، اوس دغه پایپونه مزارشریف ته گاز ورکوی.

یو وقت د سر پل ولایت هم په جوزجان کي شامل وو، او دا پراښه سیمه د زردشت دین کتاب اوستا کي د نسایا په نوم یاده شوی ده. څوارلس سوه کاله پخوا چینایی سیالگر هوین چان چی دی سیمه ته ورغلو نو د دی سیمه نوم هوشنگان وو، روسته دا گوزگان شو، او کله چی عربان دی سیمی ته ورغلل او گاف يې نه شو تلفظ کوولی ، نو دی ته یی جوزجان نوم کیښوده

شماره ولسوالی نفوس 1 شبرغان 148327 2 خواجه دوکوه 72515 3 آقچه 99195 4 فیض آباد 112087 5 مردیان 75988 6 قرقین 57988 7 خمآب 52180 8 درزاب 53427 9 قوشتپه 51257 10 منگجک 4500 11 خانقاه 66783


نمبر ریاست نمبر ریاست 1 اقتصاد 20 ملي بس 2 انكشاف دهات 21 ارزاق 3 زراعت و مالداري 22 اتاق هاي تجارت 4 صحت عامه 23 گمركات 5 د اوبو رسولو 24 مستوفيت 6 معارف 25 راديو تلويزيون 7 فوايد عامه 26 معادن و صنايع 8 د ښځو چاری امور 27 سرحدات 9 مهاجرين 28 ترانسپورت او خصوصي سكتور 10 ښاروالي 29 افغان گاز 11 سره مياشت 30 مواد نفتي 12 شهدا معلولين 31 څارنوالي 13 محيط زيست 32 دولت قضاياي 14 برق 33 حج و اوقاف 15 فرهنگ او ځوانان 34 ښارجوړونه او مسكن 16 مخابرات 35 محكمه 17 تربيت بدني 36 مركزي احصائيه 18 نفت و گاز 37 د مخدره مواد و پر ضد مبارزه 19 فارمسي 38 اداري اصلاحات