پکتيا ولايت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د پکتيا ولايت

پکتيا د افغانستان د سوېلي ولايتونو څخه يو مهم ولايت دی چې د پلازمېنې نوم يې ګردېز او د افغانستان په جنوب ختیځه برخه کې موقعیت لري چې جنوب ختیځې خواته یې د خوست ولایت، ختیځ ته یې د ډیورنډ فرضي کرښې ها غاړه قبایلي سیمه پاړاچنار، جنوب لویدیځ کې د پکتیکا ولایت سره گډه پوله لري، په لویدیځ کې د غزني او په شمال کې له لوگر ولایت سره نښتی ده. په شمال ختیځ کې حتا د ننگرهار له ولایت سره هم یوه کوچنۍ پوله لري. د یادونې وړ ده چې پکتیا ولایت د جنوب ختیځ زون د مرکز په توگه هم ټاکل شوی ده.

ولسوالۍ

  1. احمد آباد ولسوالۍ
  2. ځاځي ولسوالۍ
  3. زرمت ولسوالۍ
  4. جانيخېل ولسوالۍ (پکتيا)
  5. چاوک ولسوالۍ
  6. څمکنۍ ولسوالۍ
  7. ډنډ او پټان ولسوالۍ
  8. سيد کرم ولسوالۍ
  9. شواک ولسوالۍ
  10. علې خیل ولسوالۍ
  11. ګرده څیړۍ ولسوالۍ
  12. گردېز ولسوالۍ،گردېز
  13. احمد خېل ولسوالۍ
  14. ميرزکه ولسوالۍ
  15. لژه والسوالۍ

تاریخچه

پكت: د اّريايانو د پېژندل شويو قبايلو نوم دى. دا قبايل د ميلاد څخه 1900/2000 كاله وړاندې د هندوكش جنوب ته له بخدي څخه رامهاجر شول. نوموړي مهاجر هغه وخت د (پنكه جانا) په نوم يادېدل. (پنكه جانا) د پينځگونو قبايلو نوم دى، چې د لسو قبيلو څخه جوړ شوى و او يوه برخه يې د پكت قبيلې جوړوله، چې د اّريانا په جنوب ختيځ كې د غرونو په لمنو، درو او شاو كې يې استوگنه كوله او هغه ځايونه، چې دوى پكې اوسېدل، د پكت په نوم وپېژندل شول.

(ريگ ويدا) د سپين غر په دواړو خواوو كې د پكت د قبيلې د اوسېدلو يادونه كوي او د همدغو لسو قبيلو په جنگونو كې يې د همدغې قبيلې يانې د پكت د قبيلې په ټينگه يادونه كړې ده.

(هرودوت) له ميلاد څخه وړاندې په څلورمه پېړۍ كې د پكتي، پكتيس او پكتيوس د قومونو او د دوى د اوسېدلو ځايونه يانې پكتيا او پكتيكا څخه يادونه كړې ده او همدا ډول د پكتيكا يا (پختيخا) نوم سم دم د نننۍ ورځې د پښتونخوا سره برابر دى. يانې داسې تعبيرېږي، چې هم دا د (پختيخا) نوم دى. د پښتونخوا سره تړاو ولري او د پښتونخوا نوم دې د پكت د قبيلې يا د هغوى د اوسېدلو د ځايونو له نومونو څخه اخيستل شوى وي لكه د هغه وخت د پختيخا له نوم څخه، چې اوس مهال په پكتيكا يا پكتيا باندې بدل شوى دي.

دا روښانه خبره ده، چې د پكت د قبيلې د اوسېدلو ځايونه د پكتيا او د پكتيكا سيمې بلل شوي دي، نو راځئ همدا مسئله له بله پلوه هم راوسپړو. هغه داسې چې د پكتيا او د پكتيكا نومونه په دوو برخو ووېشو او وگورو، چې څه لاس ته راځي. كه د پكتيا نوم دوه برخې كړو، نو لومړۍ برخه يې همدا د پكت د قبيلې نوم دى او دويمه برخه يې يانې (يا) د سيمې د نسبتي پسوند په توگه راغلى دى او د پكتيكا په نوم كې هم د (كا) زياتوالى هم همدارنگه تعبيرېږي. يانې (پكت) د قبيلې وم (يا) د سيمې د منسوبيت علامه ده. كه دا دوې كليمې سره يوځاى كړو، نو د پكتيا نوم ترې لاس ته راځي او د پكتيكا په نوم كې (پكت) د قبيلې نوم او (كا) د سيمې د منسوبيت علامه، چې له دغو دواړو كليمو څخه هم د پكتيكا نوم لاس ته راځي.

د (هرودت) د يادښتونو په قول له ميلاد څخه څلور پېړۍ وړاندې څلورو قومونو په پكتيا او پكتيكا كې څنگ په څنگ استوگنه درلوده، چې په منځنۍ دوره كې په لاندې نومونو ياد شوي دي.

1_ Gandari (گنداري) چې د (ويدي) په سرودونو كې هم ذكر شوي دي او تر ډېره په همدې نوم پاتې شوي دي.

2_ Aparytai (اپاريتي)

3_ Satgydae (ستاگيدي)

4_ Dadice (داديكي)

بايد ووايو، چې دې څلورو نومونو د وخت په تېرېدلو سره داسې بدلون موندلى دى:

1_ ( Gandari يا گنداري) چې اوس مهال ورته (كندهاريان) وايي.

2_ Aparytai يا اپاريتي) چې اوس يې نوم په "اپريدو" بدل شوى.

3_ ( Satagydai يا ستاگيدي) چې اوس مهال د ډېرو په تعبير د "خټكو" د قوم نوم دى.

4_ ( Dadicai يا داديكي، دادي، يا داديك) چې اوس مهال يې (تاجيك) بولي.

(ريگ ويدا) په خپلو يادښتونو كې نه يواځې د پكت د قبيلې او د اّريايانو له لسو نورو قبيلو څخه د لسو هېوادونو په جنگ كې يادونه كړې ده، بلكې په ډېرو ليكنو كې عين تر دې، چې د شاه پكت نوم هم ياد كړى دى. په دې مانا چې د پكت قبيلې د اّريايانو د همدغو لسو يادو شويو قبيلو مشري په غاړه درلودلې ده.

بايد وويل شي، چې د پوهاند علامه عبدالشكور رشاد په قول په دويمه ميلادي پېړۍ كې د بطليموس سيمه د پكتيانه په نوم نومول شوې ده يانې (پكت) د قبيلې نوم او (يانه) د سيمې د منسوبيت علامه ښودل شوې ده.

په دې برخه كې راځو د پكتيا ولايت د مركز د گرديز ښار او د نوم په هكله يې يو څو خبرو ته.

گردېز د پكتيا ولايت مركز دى، چې د (122) كيلومترو په فاصله كې د كابل ښار جنوب لوري ته پروت دى. نوموړى ښار د افغانستان يو زوړ او تاريخي ښار دى او په خاص ډول د گردېز د ښار بالاحصار، چې يو ځانگړى تاريخ لري، د گردېز ښار بالاحصار د يوې مستطيل شكلې خاورينې غونډۍ پر سر جوړ شوى دى، چې اوږدوالى يې تقريباً (350) متره او لوړوالى يې له هوارې ځمكې څخه د (40) مترو په شاوخوا كې اټكل شوى. چارچاپېره يې خندقونه (مورچې) تر سترگو كېږي. نوموړى بالاحصار له اسلام څخه وړاندې جوړ شوى دى، خو دقيقه نېټه يې نه ده معلومه، چې په كوم كال او كومه نېټه كې اباد شوى دى، خو تاريخ پوهانو ويلي، چې ډېره موده د بوديزم مركز پاتې شوى دى.

د تاريخ پوهانو له قوله ويل كېږي، چې د كابل شاه د اسلام د لښكرو د فتوحاتو پر وخت كې گردېز ته پناه وړې وه، چې هلته يې بيا په همدې بالاحصار كې پوځي مركز جوړ كړ او تر ډېره موده يې د اسلام له لښكرو سره جگړه وكړه او د ډېر مقاومت وروسته يې ماته وخوړه.

د (حدودالعالم) مولف د گردېز ښار په هكله ويلي دي:

"گردېز شهريست برحد ميان غزنين و هندوستان بر سرتلي نهاده و مراورا احصار محم است و سه باره دارد".

په دې مانا چې گردېز د غزني او هندوستان ترمېنځ داسې يو ښار دى، چې د يوې خاورينې غونډۍ پر سر جوړ دى او د يوې كلكې كلا درلودونكى دى او دا كلا درې برجونه لري. د گردېز ښار د بالاحصار په هكله ډېرې مختلفې نظريې موجودې دي، خو د ډېرو په تعبير دا بالاحصار د چنگيز خان د ظالمې بادشاهي په دوران كې جوړ شوى دى. په كومه غونډۍ، چې نوموړى بالاحصار جوړ شوى دى، داسې ويل كېږي چې نوموړې غونډۍ طبيعي غونډۍ نه ده، بلكې د ظالم بادشاه د بادشاهۍ پر مهال د نوموړي د بادشاه په امر د غلامانو په لاس جوړه شوې ده، خو دا چې دا خبره تر كومه رښتيا ده، دا يوه پوښتنه ده، چې تراوسه يې ځواب نه دى پيدا شوى.

خو موږ دلته د گردېز ښار د نوم په هكله خبرې كوو او همدې خبرې ته راځو، چې د گردېز نوم څه مانا لري؟ د گردېز نوم دوې برخې لري، چې يوه يې (گر) او دويمه برخه يې (ديز) دى. دا دواړه كليمې بېلې، بېلې ماناوې لري. د پوهاند علامه عبدالشكور رشاد په قول په اوستا او سانسكريت ژبو د (گير) كلمه د غره په مانا راغلې ده، چې بيا وروسته د منځنۍ دورې په ايراني ژبو كې رالنډه شوې ده او د (گير) نه په (گر) بدله شوې او تراوسه په پښتو، فارسي او دري ژبو كې د غره په مانا باندې معموله ده. د بېلگې په توگه په كهرد كې يو كوتل د (گردرې) په نوم يادېږئ او په كټواز كې هم يو لوى غر د (گرلامي) په نوم نومول شوى دى. همدغه د (گر) كلمه وروسته بيا په (غر) بدله شوې ده، چې اوس مهال په پښتو، دري او فارسي ژبو كې د ځينو لويو غرونو او كوتلونو په نومونو كې تر سترگو كېږي. د بېلگې په توگه د چونغر په نوم يو غر، چې د سمنگانو په جنوب ختيځ كې واقع شوى او دويم د چونغر په نامه يو غر د كابل په لويديځ كې د قلعه قاضي او چوكۍ ترمېنځ واقع شوى او درېيم د سپين غر مشهور غر دى، چې د پكتيا ولايت په شمال كې پروت دى.

د گردېز د نوم دويمه برخه يانې (ديز) د لومړي كسر له مخې د كلا په مانا ده، چې د (دژ) له كليمې څخه اخيستل شوې ده.

پوهاند علامه عبدالشكور رشاد وايي، چې دا كليمه په سانسكريت ژبه كې احصار يانې كلا ته وايي لكه په لاندې كليمو كې چې يې گورو.

(كهندژ) چې اوس يې خلك كندز بولي، د هېواد د يوې سيمې نوم دى او دوې برخې لري، چې يوه برخه يې (كهن) او دويمه برخه يې همدا د (دژ) كلمه ده. كه موږ ځير شو، په فارسي ژبه كې (كهن) د زوړ يا زړې په مانا دى او (دژ) د كلا په مانا، نو كه موږ دواړه كليمې سره يوځاى كړو، نو موږ ته په پښتو كې د زړې كلا نوم راكوي او يوه بله كليمه يانې د (دژبان يا دژدار) كليمه د كلا د ساتونكي يا څوكيدار په مانا راغلې ده، نو پورتنيو كليمو ته په ليدو سره موږ تر دې ځايه رسېږو، چې ووايو گردېز د غره پر سر احصار يا د غره پر سر كلا ته وايي.

جغرافیایی موقعیت

پكتيا يوه زړه او غرنۍ سيمه ده، چې د هېواد په جنوب ختيځ كې د سپين غر يا سليمان غر جنوبي لوري ته پرته ده. د پكتيا سيمه د شمال لويديځ لوري ته د لوگر او غزني سيمو سره، د جنوب ختيځ لوري ته د خوست او پكتيكا سيمو سره او د شمال لويديځ لوري ته د ننگرهار او د كرمې له پاړه چنار سيمو سره نښتې پولې لري. د پكتيا په سيمه كې د اوسېدونكيو لويه برخه د ځاځيو، منگلو، مقبلو، څمكنيو، ځدراڼو، احمدزيو او طوطاخېلو او همداسې نور قومونه جوړوي. ځينې كرماشي او سعادات افغانان هم په دې سيمه كې استوگن دي. پاتې دې نه وي، چې د پكتيا په سيمه كې يو شمېر اهلهنود افغانان هم شتون لري.

لرغونتیا پکتيا

د افغانستان په هره سيمه او هر لوري کې د لرغونو زمانو نښانې او بيلگې په ستر گو کيږي ، چې د ټولو څخه يولږ شمير تاريخي او لرغوني سيمي د کورنيو او بهرنيو څيړونکو له لوري پيژندل شوي او څيړل شوي ، او له نيکه مرغه د دې څيړنو پايلې نه يوازې د هيواد لپاره ارزښتمنې گڼل کيږي ، بلکې د سيمې او نړۍ د تاريخ لپاره هم گټور لاسوندونه گرځيدلي دي . زيات شمير پوهانو د همدې لرغونو توکو او تاريخي لاسوندونو د څيړنو پر بنسټ افغانستان ته ، د نړۍ د تمدنونو د يوځای کيدو ټا ټوبي لقب ورکړی ، يو شمير نورو افغانستان د تمدنونو زانگوبللې او يوشمير نور بيا افغانستان د لرغونو مدنيتونو د پيدايښت او پراختيا مرکز گڼي . دياد شويواو دې ته ورته نورو القابو څخه په ډاگه کيږي چې په اوسني افغانستان کې د لرغونو زمانو زياتې بيلگې شته چې کورني او بهرني څيړونکي يې د يادشويو عنوانونو په ويلو او ورکولو يوه خوله پاتې شوي دي . تر هغه ځايه چې په لرغوني پکتيا پورې اړه لري ، د افغانستان دا دوياړه ډکه سيمه د دې لاسوندونو هغه برخه ده چې د هيواد پر معاصر تاريخ سر بيره يې د منځنيو پيړيو او لرغونو زمانو زياتې برياوې په خپل غيږ پلي کړي اوتاريخي وياړنې يې په خپلې پښتنې لمن کې ساتلي دي . په دې لنډه ليکنه کې شونې نه ده چې د پکتيا ولايت هر اړخيزه تاريخي څيړنه وشي ، يوازې هڅه کيږي چې په لرغونې پکتيا کې د تاريخي ابداتو او يوشمير نامتو اثارو بر سيرن جاج واخستل شي . لرغونې پکتيا د افغانستان سهيل ختيځ لورې ته پرته غرنۍ خو په شنو ځنگلونو پوښلې سيمه ده او ميشتو وگړو يې د هيواد په جوړښت او دفاع کې ټاکونکې ونډه لرلې ده . اوسنۍ پکتيا درې لسيزې وړاندې د هيواد هغه سهيلي زون و چې سهيل ته يې بهرنۍ اوږده کرښه ، ختيځ لور ته يې ننگرهار ، شمال خواته يې د لوگر او غزني ولايتونه او لويدځ لوري ته يې د زابل ولايت پروت وو ، خو د تيرو دريو لسيزو په ترڅ کې د نفوسو زياتوالی ، د سيمي ارت والی او د اداري سهولتونو او سوق الجيثي اړتياوو پر بنسټ د هيواد په نوي اداري ويش کې د خوست او پکتيکا ولايتونه په رسمي توگه پرانستل شوه .

د پکتيا ولايت اداري ويش نقشه

دوتنه:Paktya.PNG
د پکتيا ولايت

د لرغونې پکتيا په اړه د دې لنډې ليکنې منځپانگه پر دريو برخو تاويږي ، لومړی به د هغو لرغونو توکو جاج واخلو چې د لرغونې پکتيا د بيلا بيلو برخو څخه تر لاسه شويدي ؛ ورسته به په پکتيا کې يوشمير لرغونو او تاريخي سيمو ته يو ځغلندنظر وکړو او په پای کې به اړين وړانديزونه وليکل شي . لومړی : د لرغونې پکتيا څخه د تر لاسه شويو لرغونو توکو څرک : په پکتيا کې د غير رسمي سپړنو له پيره مالومات نه دي خپاره شوي ، ښايي لا ميل به يې دا وي چې په هغه پير کې د پکتيا ولايت او هغې حوزې ته د بهرنيانو پام نه دی اوښتی او يايې د غير رسمي سپړنو مهال نه دی تر گوتو کړی ؛ نو ځکه يې په اړه خپرونې هم نه دي شوي . په داسې حال کې چې د پکتيا له گاونډيو سيمو لکه ننگرهار ، لوگر ، غزني او د پښتونخوا د بيلا بيلو برخو څخه په زياته پيمانه لرغوني اثار وموندل شو او د يوشمير اثارو په اړه څيړنيزې ليکنې هم په برتانوي هند او اروپايې هيوادونو کې خپرې شويدي . د لومړي ځل لپاره په ١٣٣٦ لمريز کال په تصادفي توگه د ميرزکې څخه يوشمير اولس کيزي ( مسکوکات ) را بر سيره شول . د دې خبر په اوريدلو د وخت چارواکو يو گډ هېئت د گرديز ښار ته وليږلو . په دې هېئت کې استاد احمد علي کهزاد او په کابل کې د ( دافا ) موسسې غړو برخه درلوده . ميرزکې ته د لرغونپوهانو د رسيدو سره سم لومړنۍ څيړنې اوسپړنې پيل شوې چې په نتيجه کې يې د لسو زرو څخه زياتې اولس کيزي ( مسکوکات ) تر لاسه کړې ، چې د هيواد په ملي موزيم کې د اولس کيزو ( مسکوکاتو ) تر ټولو ستره خزانه گڼل کيده چې له بده مرغه د خپل منځي جگړو پر مهال د ملي موزيم د نورو اثارو په څيرد داړه مارانو په وسيله لوټ شول . د ميرزکې څخه تر لاسه شوي اثار د فرانسوي لرغونپوهانو له خوا په زيات پام وڅيړل شوه او د څيړنو پايلي يې د مسيو گيرشمن او مسيو کوريل له خوا ( په افغانستان کې د اولس کيزو زيرمه ) په نوم يو داسې کتاب خپور کړ چې نه يوازې د ميرزکې څخه تر لاسه شوي اولس کيزي په پوره تفصيل پکې پيژندل شوي دي ، بلکې د هغو څيړنو پر بنسټ يې دپکتيا او شا اوخوا سيمو تاريخي بهير را برسيره او د پوهيدو وړ وگرځاوه . داسې بريښيدل چې د ميرزکې په دې لرغونې خزانه کې تر ٥٠ زره زياتې اولسکيزې موجودې وې ، له دې ټولگې څخه يې تر لس زره زياتې ملي موزيم ته ورسيدې چې يوشمير يې دپاکولو اومينځلو پر مهال د کيمياوي موادو په کارولو سره له مينځه ولاړې او يو شمير نور يې هم ښايي د ځايي اوسيدونکو له خوا په ناپوهۍ کې بيځايه شوې وي . هغه څه چې تر ١٣٧٢ لمريز کال پورې د ملي موزيم په ويترونو نو کې د ميرزکې د اثارو په نوم ساتل کيدې ، د هغو شمير لس زرو اولس کيزو ته رسيدلی .
د لرغونپوهانو څيړنو وښول چې د ميرزکې په لرغونې ټولگه کې تر ټولو پخوانۍ اولس کيزي ، ( ٥٠٠ ) پنځه سوه کاله تر زيږد وړاندې زمانو پورې اړه لري او تر ټولو ورستۍ يې په ( ٢٢٠ ) دوه سوه شل زيږد کالونو پورې اړوند گڼل شويدي . د دې لرغوني ټولگې يوه بله ځانگړتيا دا ده چې په ټولو اولس کيزو کې د هغو واکمنو اولس کيزي نه شته چې د هندوکش په شمالي برخو کې يې واکمني درلوده ، خو د هغو ټولو واکمنو اولسکيزي په دې ټولگه کې شته چې د هندوکش په لويديځو برخو واکمن وه . د بيلگې په توگه د هر مايوس ، ميناندر ، سترکنشکا او يوشميرنورو نومونه يادولای شو . دا اولس کيزي په زياته پيمانه مسي او نقره يې جوړې شوي دي . لرغونپوهانو دا ټولگه د جوړښت او ارزښت له مخې پر دوو برخو ويشلې ده ، يوشمير هغه اولسکيزي دي چې د اوږدو ميلو په څير جوړې شوي اويوازې په سيمه کې د ورکړې راکړې لپاره کارول شوي دي ، چې تر ټولو پخوانۍ بلل کيږي او بله برخه يې د سپينو زرو پرې شوي او قطعه شوي اولس کيزي دي چې د وخت د واکمنو نومونه او پر يوشمير يې نښانې او علايم حک شويدي . د ميرزکې څخه يوازې د يادې شوې خزانې اولسکيزي نه دي را برسيره شوي بلکې په تصادفي توگه د سروزرو داسې يوه ټولگه هم تر لاسه شوه چې د وزن پيمانه يې تر دوه نيم ټنه زياته ويل کيږي . دا طلايې خزانه هغه وخت را برسيره شوه چې په هيواد کې د خپل منځي جگړو اور زور اخستی و . دا خزانه د افغانستان څخه په زياتې بې رحمۍ بهرنيو هيوادونو ته په قاچاق وليږل شوه . په دې اړه د يونسکو يوتن چارواکي د بي. بي. سي سره د مرکې په ترځ کې و ويل چې د ميرزکې څخه وړل شوي يوشمير سره زر د يونسکو له خوا پيرودل شويدي ، کله چې په هيواد کې حالات او امن ښه شي ، دا پيرودل شوي زيورات به بيرته افغانستان ته ورکړل شي . د لرغوني پکتيا په لمن کې يو بل ارزښتمن لرغونی اثر ، د گنش مجسمه ده چې هغه هم په اتفاقي توگه تر لاسه شويده .

د گرديز څخه تر لاسه شوې د گنش مجسمې يو انځور

د گنش مجسمه په يوې ډبرينې ستنې درول شوې او په لاندنۍ برخه کې يې په سانسگريت دوې کرښې ليکل شوي چې تاريخ يې د هندي لرغونپوه داکتر سرکار په اند په شپږمه او اومه زيږدي پيړۍ پورې اړه لري . دا مجسمه تر پيداکيدو وروسته سمدستي کابل ته وليږل شوه او په کابل کې د هندوانو پير راتنات درمسال ته وسپارل شوه . د گينش يوه بله مجسمه د کابل د خير خانې کوتل شمال لورې د شکر درې ولسوالۍ اړوند سيمې څخه تر لاسه شويده ، د همدې سيمي څخه د سوريا او شيوا مجسمې هم په لاس را غلي دي ، چې د هندي لرغونپوهانو سرکار او اگروال له خوا په خپل وخت په پوره او هر اړخيزه توگه وڅيړل شوې . هندي لرغونپوهانو د خپلو څيړنو په پايله کې څرگنده کړله چې د گرديز څخه پيدا شوې دگنيش مجسمه څوارلس انچه سورلري او لوړوالی يې څلورويشت انچه ته رسيږي . د مجسمې ډبر ليک يې چې په سانسگريټ ليکل شوی ، داسې بيانوي چې : دا لويه او ښايسته (( ماها وينا ياکا )) د نامتو شاهي کورنۍ واکمن (( ساهي )) له خوا وقف شوې او د نامتو پاچا (( ساهي خنکالا )) د واکمنۍ په اتم کال جوړه شوه . د اوستايي ژبې څخه په دې ژباړه کې د خنکالا پاچا پيژندل ستونزمن شويدي ، د يوشمير تاريخ پوهانو له نظره ښايي دا خنکالا د کشمير هغه واکمن وي چې په يوه لږ تغيير يې په نورو اسنادو کې نوم د (( وخانيلا )) ياد شوی دی ، بله هم دا چې د دې مجسمې د جوړيدو پير هم د همدې کشميري پاچا دواکمنۍ مهال سره برابر دی . دا مجسمه په سيمه کې د هنري جوړښت له مخې بې سارې گڼل شوې ده ، سر يې د يوه پخواني هندي رب النوع چې فيل ته ورته مخ يې درلود ، يوشان ده او د همدې جهته يې د گنش په نوم يادکړې او منلې ده . د هنري سبک له مخې دا مجسمه يوه انتقالي دوره څرگندوي ، هغه وخت چې د هند په لويه وچه کې گوپتايې هنري خوځښت پيل شو ، په سيمه کې د هلنيستيک هنر وروستي کلونه تر شا پريښودل ،چې په همدې مهال کې د گرديز څخه تر لاسه شوې د گنش مجسمه جوړه شوې ده ، نو ځکه ورته د انتقالې پير لاس ته راوړنه ويل کيږي . د يادونې وړ ده چې د د فيل په شان مخ لرونکي مجسمې د افغانستان په نورو سيمو ، لکه کاپيسا او شکر دره کې هم تر لاسه شوي دي ، خو د گرديز څخه تر لاسه شوې مجسمه هم د هنري جوړښت له مخې او هم د زمانې پير له مخې د نورو سره ورته والی نه لري . دويم : په پکتيا کې دلرغونو او تاريخي ابداتو څرک ؛ تر اوسه په رسمي توگه د پکتيا د تاريخي او لرغونو سيمو سروې او پلټنه نه ده شوې ، او د هغو لرغونو ودانيو او دهغو د پاتې شونو په اړه هم لا تر اوسه خپرونې او ليکنې نه دي شوي ، په داسې حال کې چې د پکتيا په هره برخه کې د لرغونو ودانيو او د هغو د پاتې شونو نښانې او بيلگې په ستر گو کيږي . په دې برخه کې يوازې د پکتيا ولايت مرکز گرديز ښار د هغو تاريخي او لرغونو ودانيو ، يادونه کوو چې اوس يې پاتې شونې د بيان پرته د تاريخي برم ښکارندويي کوي . د گرديز ښار د پکتيا ولايت اداري مرکز دی چې د ختيز طواللبلدپه ٢٩ درجو او ١٩ دقيقو او د شمالي عرض البلد په ٣٢ درجو او ٣٧ دقيقو تر منځ پروت دی . دا ښار د شا او خوا کليو په گډون ٦٥٣ مربع متره پراخوالی لري ، چې د بحر له سطحې څخه يې لوړوالی ٢٣٠٠ متره ته رسيږي . د گرديز ښار شمال لور ته د لوگر ولايت د تيرا غاښۍ او د سهيل لور ته يې د سپاهي خيلو سټي کنډو پروت دی ، د ختيز پلوه د سيد کرم ولسوالي او د مچلغو او غړک سيمي او لويدز لور ته يې د زرمت ولسوالي پرته ده . په گرديز کې د لرغونوودانيو نښانې په زياته پيمانه ليدل کيږي . دبيلگې په توگه د گرديز بالا حصار يادوو ، دا لرغونی عسکر کوټ اوس د يوه مستطيل شکله خاورينې غونډۍ په څير د ليدونکو پام ځان ته را اړوي . دا لرغونې ودانۍ د اوسني گرديز ښار په منځنۍ او لويديځه برخه کې جوړه شوې ده . د دې تاريخي غونډۍ پراخوالی ٣٥٠ متره او د مځکې له سطحې څخه يې لوړوالی ٤٠ متره ته رسيږي . دبالاحصارپرشااوخوادپخوانيومخنيونکو مرچلو ( خندقونه ) اوکيندل شويو جرونو نښانې لا تر اوسه په پوره بيل والي ليدل کيږي . د دې جنگي کلا جوړښت او د هغې ستراتيژيک موقعيت دا په ډاگه کوي چې په تيرو زمانو کې دوسله والو خوځښتونو ستر سمبال ونکی او لار ښونکی مرکز و . د بالا حصار پر څنډو دوې نورې تاريخي کلاوې شته چې اوس يې د غونډيو بڼه خپله کړيده . د ٥٠٠ متره په واټن ختيز لور ته يوه تاريخي غونډۍ واقع ده چې اوس پکې د ميشتو افسرانو لپاره د اوسيدو ځايونه او ودانۍ جوړې شوي دي . د بالا حصار لويديز لورته يوه بله تاريخي غونډۍ شته چې د سر سنگ کلا په نوم ياديږي . د دې کلا پر سر هم نوې ودانۍ او کورونه جوړ شوي دي . د سر سنگ کلا مخامخ لورته د گرديز سند پرغاړه دوې نورې تاريخي غونډۍ هم شته چې د محمودي او نادري غونډيو په نوم ياديږي چې تاريخ او ستراتيژيک ارزښت يې څرگند او د پام وړ دي . په افغانستان کې د اسلام دين د خپريدو وروسته ديوشمير مورخينو په اثارو او ليکونو کې د ځينو تاريخي پيښو په اړه د گرديز ښار يادونه په واروار شويده ، په ځانگړي توگه د رتبيلي پاچاهانو د جگړو پر مهال ، د يعقوب ابن ليث صفار، غزنوي او غوري پاچاهانو د واکمنۍ پر مهال او له هغو پيرو وروسته په متواتره توگه په تاريخي اثارو او متونو کې د گرديز په اړه يادونې شته چې د بيلگې په توگه د حدودالعالم ، سيستان تاريخ ، تاريخ مرصع ،تحقيق ماللهند او يوشمير نور يادولای شو . لنډه دا چې د پکتيا په هره برخه کې د لرغونو ابداتو او تاريخي ودانيو بيلگې په گوته کولای شو . د دې وينا د ريښتينوالي لپاره دادی د هغو يوشمير لرغونواثارو او تاريخي توکو انځورونو ليدلو ته تاسو درانه لوستونکي رابولم چې د پکتيا د غونډۍ له سيمي څخه په تصادفي توگه تر لاسه شوي دي . دا انځورونه د کابل پوهنتون د فارمسي پوهنځي پخواني استاد ښاغلي ډاکتر گل افضل غونډیوال ماته راليږلي چې د مرستې څخه يې د زړه له کومي مننه کوم . ]]== د قومونو له پلوه نوموړې سيمه په لاندې ډول بیله يا وېشل شوې ده ==

1) د احمدزيو قوم له زرمت څخه نيولې بيا تر ششگروهي (شيژنك)، گردېز او كوهسين پورې پروت دى.

2) د طوطاخیلو قوم له ميرزكي څخه نيولې بيا تر سيد كرم او كوهسين پورې استوگن دي.

3) د منگلو قوم له ميرزكي څخه نيولې بيا ځاى پرځاى د خوست تر متون پورې استوگن دي، چې په ځينو ځايونو كې د منگلو قومي نوم په هغو سيمو، چې دوى پرې استوگن دي تاثير كړى دى او اوس مهال يې خلك د منگلو د سيمې په نوم پېژني. د بېلگې په توگه موږ له هغو سيمو څخه د لجې منگلو د سيمې نوم يادولاى شو.

4) د ځاځيو قوم، چې يو لوى او تاريخي قوم دى، له ميرزكي څخه نيولې بيا د سپين غر تر لمنو او د سپين غر له لمنو څخه بيا د هېواد تر سرحد پورې استوگن دى او د خوست په ولايت كې هم يوه لويه سيمه د ځاځي ميدان په نوم يادېږي او په دې سيمه كې هم همدا د ځاځيو قوم استوگن دى.

5) د ځدراڼو قوم له سټو كنډو څخه نيولې تر المره او د خوست تر اسماعېل خېلو پورې پروت دى، چې مخامخ له اورگون سره تړلې پولې لري.

6) د څمكنيو قوم د جاني خېلو ولسوالۍ له ختيځ څخه بيا د پټان ولسوالۍ پورې، چې د هېواد په پولې كې پرته ده، استوگن دي.

لكه څنگه چې مو وويل پكتيا يوه غرنۍ سيمه ده، نو بايد يادونه وشي، چې دا سيمه له ځنگليزو غرونو څخه برخمنه ده. شنې درې، رڼې او روانې اوبه لري او طبيعت يوه رښتونې ښكلا وربخښلې ده. د نوموړې سيمې ځنگليز غرونه پر نښترو، لمنځو، څېړيو، زرغونځيو، اوبښتو، بيجورو، غوړشتيو او د خوون په ونو مشتمل دي.

قدرمنو لوستونكيو! لكه څنگه مو چې وويل پكتيا يوه زړه او لرغونې سيمه ده، نو ضرور خبره ده، چې د پكتيا د سيمې په اړه يو څه څېړنه وكړو. د نوموړې سيمې په نوم باندې بايد پوه شو او د نوموړي ولايت مشهور ښارونه او قومونه وپېژنو، نو راځو د پكتيا د نوم لرغونتيا ته!

د تاريخ له نظره د پكتيا نوم ډېر زوړ او لرغونى دى. لكه څنگه چې د پكتيا نوم له پكت څخه اخيستل شوى، نو ضرور ده چې د پكت كليمه وپېژنو او د هغې په مانا باندې ځانونه وپوهوو.

د ځاځيو ولسوالۍ:

درې وړانديزونه

  1. د پکتيا ولايت سيمه ايزو چارواکو ته وړانديز کوم چې د ولايت د مرکز او ولسواليو لپاره د تاريخي او لرغونوسيمود سپړنو په نيت د سروې يوه بيړنۍ پروژه ترتيب او د پلي کولو لپاره دي د هيواد داطلا عاتو او کلتوري وزارت لوپوړي چارواکي ژمن کړي .
  2. د کارپوهانو په مرسته دې هغه سيمي په گوته شي چې د سپړنو په لړ کې لومړيتوب ورکول کيږي ، او د علمي سپړنو او څيړنو عملي چاري دي پيل شي .
  3. اړينه ده چې په پکتيا کې د يوه تاريخي موزيم د پرانستلو لپاره وړ شرايط برابر شي ، د هغو هيوادوالو څخه دي د موزيم د بډايني لپاره غوښتنه وشي ، چې يا پخپله لرغوني توکي لري او يا يې د تر لاسه کولو سهولتونه په اختيار کې شته ؛ په پای کې د پکتيا ولايت ښاغلو چارواکو څخه هيله کوم چې د لرغونو اثارو د خپلسري سپړنو او قاچاق په مخنيوي کې لا زيات گړندي گامونه پورته کړي.

اخځونه د الفبا په ترتيب

  • باوري ، رسول . د افغانستان لرغوني مدنيتونه . (کابل : د کابل پوهنتون ) ١٣٧٥ .
  • تڼيوال ، ظريف . پکتيا ته يو ځغلند نظر . ( کابل : د کابل پوهنتون ) ١٣٦٧ .
  • دواليکار، ک. م . په افغانستان کې د گنش دوې مجسمې . ژباړونکۍ عتيق زوی . د افغانستان لرغونپوهنه ( کابل : دولتي مطبعه ) ١٣٦٠
  • کهزاد ، احمد علی . افغانستان در پرتو تاريخ . ( کابل : مطبعه دولتي )


اړوندې لیکنکې