گردېز
گردېز | |
---|---|
پاړسي: گردیز | |
بالا حصار د گرديز په مرکز کي
| |
![]() |
|
کورډېناټونه: ۳۳°۳۵′۳۵″شمال ۶۹°۱۳′۴۷″ختیځ / 33.593055555556°شمال 69.229722222222°ختيځ | |
ادارې وېش | |
هيواد | کينډۍ:Afghanistan |
ولايت | پکتیا ولایت |
ولسوالۍ | گردیز ولسوالۍ |
پلازمینه د: | |
سیمه | |
لوړوالی | ۲٬۳۰۰ ميټره (۷٬۵۰۰ فوټ) |
د نفوس شميرنه (2008)[۲] | |
• ښار | ۷۰,۰۰۰ |
• منطقة حضرية | ۷۰,۶۴۱[۱] |
آخر معلومات | |
وخت زون | د افغانستان معياري وخت (ه.ن.و+4:30) |
جيو کوډ | 1141857[۳] |
سمول ![]() |
گردېز د افغانستان د پکتيا ولايت پلازمېنه ده، چې د ۱۲۲ كيلومترو په فاصله كې د کابل ښار سويل لوري ته پروت دى. نوموړى ښار د افغانستان يو زوړ او تاريخي ښار دى.
د گردېز نوم
د گردېز نوم دوې برخې لري، چې يوه يې (گر) او دويمه برخه يې (دېز) دى. دا دواړه كليمې بېلې، بېلې ماناوې لري. د پوهاند عبدالشکور رشاد په قول په اوستا او سانسكريت ژبو د (گېر) كلمه د غره په مانا راغلې ده، چې بيا وروسته د منځنۍ دورې په ايراني ژبو كې رالنډه شوې ده او د (گېر) نه په (گر) بدله شوې او تراوسه په پښتو، فارسي او دري ژبو كې د غره په مانا باندې معموله ده. د بېلگې په توگه په كهرد كې يو كوتل د (گردرې) په نوم يادېږئ او په كټواز كې هم يو لوى غر د (گرلامي) په نوم نومول شوى دى. همدغه د (گر) كلمه وروسته بيا په (غر) بدله شوې ده، چې اوس مهال په پښتو، دري او فارسي ژبو كې د ځينو لويو غرونو او كوتلونو په نومونو كې تر سترگو كېږي. د بېلگې په توگه د چونغر په نوم يو غر، چې د سمنگانو په جنوب ختيځ كې واقع شوى او دويم د چونغر په نامه يو غر د كابل په لويديځ كې د قلعه قاضي او چوكۍ ترمېنځ واقع شوى او درېيم د سپين غر مشهور غر دى، چې د پكتيا ولايت په شمال كې پروت دى.
د گردېز د نوم دويمه برخه يانې (دېز) د لومړي كسر له مخې د كلا په مانا ده، چې د (دژ) له كليمې څخه اخيستل شوې ده.
بالا حصار
د گردېز د ښار بالا حصار، چې يو ځانگړى تاريخ لري، د گردېز ښار بالا حصار د يوې مستطيل شكلې خاورينې غونډۍ پر سر جوړ شوى دى، چې اوږدوالى يې تقريباً ۳۵۰ متره او لوړوالى يې له هوارې ځمكې څخه د ۴۰ مترو په شاوخوا كې اټكل شوى. چارچاپېره يې خندقونه (مورچې) تر سترگو كېږي. نوموړى بالاحصار له اسلام څخه وړاندې جوړ شوى دى، خو دقيقه نېټه يې نه ده معلومه، چې په كوم كال او كومه نېټه كې اباد شوى دى، خو تاريخ پوهانو ويلي، چې ډېره موده د بوديزم مركز پاتې شوى دى.
د تاريخ پوهانو له قوله ويل كېږي، چې د كابل شاه د اسلام د لښكرو د فتوحاتو پر وخت كې گردېز ته پناه وړې وه، چې هلته يې بيا په همدې بالاحصار كې پوځي مركز جوړ كړ او تر ډېره موده يې د اسلام له لښكرو سره جگړه وكړه او د ډېر مقاومت وروسته يې ماته وخوړه.
د (حدودالعالم) مولف د گردېز ښار په هكله ويلي دي: "گردېز شهريست برحد ميان غزنين و هندوستان بر سرتلي نهاده و مراورا احصار محم است و سه باره دارد".
په دې مانا چې گردېز د غزني او هندوستان ترمېنځ داسې يو ښار دى، چې د يوې خاورينې غونډۍ پر سر جوړ دى او د يوې كلكې كلا درلودونكى دى او دا كلا درې برجونه لري. د گردېز ښار د بالاحصار په هكله ډېرې مختلفې نظريې موجودې دي، خو د ډېرو په تعبير دا بالاحصار د چنگيز خان د ظالمې بادشاهي په دوران كې جوړ شوى دى. په كومه غونډۍ، چې نوموړى بالاحصار جوړ شوى دى، داسې ويل كېږي چې نوموړې غونډۍ طبيعي غونډۍ نه ده، بلكې د ظالم بادشاه د بادشاهۍ پر مهال د نوموړي د بادشاه په امر د غلامانو په لاس جوړه شوې ده، خو دا چې دا خبره تر كومه رښتيا ده، دا يوه پوښتنه ده، چې تراوسه يې ځواب نه دى پيدا شوى.
سرچينې
ر
|
- مخونه د غیر شمېريزو فارمیټینم دلایلو سره
- مخونه د غبرګونيزي تيروتنې سره
- د خاصيت کارولو پاڼې P1566
- د ويکيډاټا توکو کارونکي مخونه
- په ويکيډاټا کې غير پښتو نښانونه
- ليکنې په کومو کې چي د فارسی ژبې توري موجود دي
- د ويکيډټا ډاټا سره مخونه
- د ويکيډاټا څخه سايټ نقشه
- د P625 کاروونکي مخونه
- د خاصيت کارولو پاڼې P1376
- مخونه د ويکيډاټا د سرچينو سره
- جيو کوډونه
- صفحات تستخدم قالب:معلومات مستوطنة مع وسائط غير معروفة
- د پکتيا ولايت
- د افغانستان ښارونه
- نیمگړی لیکنۍ
- نخشه لرونکي مخونه