ځاځي ولسوالۍ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ځاځي د افغانستان د پکتيا په ولايت پورې تړلې ولسوالۍ ده ، چې د عليخېلو په نوم هم يادېږي . دلته د افغانانو د عليخېلو ټبر ، ادم خېلو ټبر، احمدزيو ټبر ، او داسې نور خېلونه ، ټبرونه اوسېږي . دغه ولسوالۍ د شمالي (سوهېلي) عرض البلد په ۳۳ درجو ۵ دقيقو ۲۱ ثانيو او د ختيځ طول البلد په ۶۹ درجو ، ۵۴ دقيقو او ۱۲ ثانيو کې شتون لري ، سوهيل ختيځ ته يې سپین غر چې د افغانستان له مشهورو غرونو څخه دی پروت دی . همدغسې د دې سيمې ختيځه برخه د کرمې توتکۍ (پاړه چنار) سره چې د منځني پښتونستان سيمه ده متصله ده ، او د کنډؤ سيمې سره چې يوه لرغونې سيمه ده ، دواړه خوا پوله ييزه نښتې ده . لوېديځې خوا ته يې د احمدزيو د سيمې غرونه (مچلغيو) سرې تيږې کړکين ، ميرزکه پراته دي چې ددې غرو لمنې تر لوگر پورې غځېږي .د دې سيمې سوهېل خواته د مټونکي ، تخيکتو او سپين غر لمنې ، سوېل ته د منډيير غرونه چې په ځنگلو پټ دي او دڅمکنيو سيمه پرتې دي . د ځاځيو منځی (مرکز) د علي خېلو کلا او د گردېز څخه کابو ۴۱ ميله واټن لري چې همدغه سيمه د ځاځيو د حکومت منځی دی او د ځاځيو د سيمې منځينۍ برخه کې شتون لري . ځاځۍ سيمې ته پورتنی اريوب هم وايي ، ښې زرغونې او خړوبې ځمکې لري ، چې ډېری کرنې يې غنم دي ، اوربشې ، جوار ، غټې وريجې ، مۍ ، لوبيا ، شاخل ، دال ، شوتله ، رشقه او نورې غلې هم دي . همدا رنگه سابه لکه کچالو ، گازره ، ټېپر ، جوغندر (لبلبو) ، پالک ، تور او سره بانجان ، کدو ، او بادرنگ دلته پیدا کېږي . مېوې هم لري لکه توت ، خوبانۍ (زردالو) ، الوچې، گيلاس ، مڼې، انگور، شفتالو ، ناک، بادام او سنځلې يادېږي . په غرونو کې يې لمنځه ، جلغوزي ، نانگه ، نښتر ، سرب، اولښتی ، پښۍ ، ښوون ، ښنگ ، څېړۍ او طبعي توکي او زېرمې شته .

مشهور غرونه يې په لاندې ډول دي

ـ سپين غر : د دې سيمې يو لوی غر دی . د پکتيا او ننگرهار ولايتونه يو له بل سره بېلوي .

ـ د منډيير غر : دغه غر په گڼو ځنگلونو پټ دی ، چې په اقتصادي لحاظ او د حاصلاتو (ترلاسه شوو طبعي توکو) له مخې د افغانستان مهم لوی غر گڼل کېږي .

ـ د منگياړ غرونه : دغه غرونه د ځاځيو او څمکنيو سيمې يو له بل سره جلا کوي چې سطحه يې زياتره ړنې او گڼ ځنگلونه لري.

ـ د کټه سنگ غر : دغه غر د دې سيمې په لوېديځه او سوهېل لوېديځه خوا کې شتون لري چې ځاځي او لوگر يو له بله جلا کوي.

ځاځيو کې سيندونه

د سورگل سيند : دغه سيند له هغه تنگي څخه چې سپین تنگی نومېږي سرچينه ترې اخلي له هغو اوبو سره يو ځای کېږي چې د پيواړ کنډو څخه راوتويېږي ، لوېديځ خواته بهېږي . په لوېديځه برخه کې چې په (لرنيو) سيمې سره شهرت لري ، له بل سيند سره چې د (لولی دار) په نوم يادېږي او د سپین غر له زېړې څنډې او لکړې کنډو څخه راتويېږي يو ځای لوېديځ خواته خوځېږي او د بيانخېلو په ختيځه برخه ‍ې د خرشتل سيند سره چې د خششق کنډو څخه راځي نښلي وروسته بيا د ځاځيو مرکز خواته بهاندی ک‍ېږي .

د ځاځي ولسوالۍ پولې او سرشمېرنه

د ځاځيو ولسوالۍ سوهيل ـ ختيځ ته ېې سپين غر چې د افغانستان له نامتو غرونو څخه شمېرل کېږي پروت دی . همدغسې ددې سيمې ختيځه برخه د کورمې ، توتکۍ (پاړه چنار ) سره چې د منځني پښتونستان سيمه ده نښتې ده .

د ځاځيو ولسوالۍ کرکېلي

زېرمې او سيندونه

لرغونتيا او مهم ځايونه

د ولسوالۍ اداراتي جوړښت او وټه

دا هم وگورۍ

سرچينې