بغلان ولايت

Permanently protected article
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
بغلان
د بغلان ولایت انځور
د بغلان ولایت انځور
د بغلان ولایت انځور

موقعیت
موقعیت
موقعیت

Map
کورډېناټونه: ۳۵°۵۲′شمال ۶۸°۵۶′ختیځ / 35.87°شمال 68.93°ختيځ / 35.87; 68.93  د (P625) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
اداري وېش
هیواد  افغانستان
مرکز پلخمری
اداري وېش
حکومت
 • والی عبدالحی نعمتی
پراخوالی
 • پراخوالی ۲۱٬۱۱۸ کلوميټر٢ (۸٬۱۵۴ میله  مربع)
لوړوالی 2013 متر  د (P2044) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نفوس شمېرنه (2013)
 • ټولټال ۸۶۳٬۷۰۰
 • د نفوسو کثافت ۴۱/کلوميټر٢ (۱۱۰/ميله مربع)
وروستي مالومات
وخت زون UTC+4:30
رسمي ژبه دري
پښتو
اوزبکي ژبه
ترکمني ژبه  د (P37) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جيو کوډ 1147537[۱]  د (P1566) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
آی اېس او 3166 AF-BGL
رسمی دری
پښتو

بغلان د افغانستان د 34 ولایتونو له جملې څخه دی چې ددی هیواد په شمال کې موقیعت لرې. پدی ولایت کې مختلف قومونه او سیږې چې په ترتیب سره د پښتانه، تاجک، ازبک، ترکمن، او [[هزاره وو څخه دي.

تاريخ

دا ولایت د مخه د قطغن او بدخشان په ډله کې شامل وو. وروسته یې د څانگړې ولایت تشکیل غوره کړ. دا ولایت لرغونی تاریخ او د کتلو وړ لرغونی مرکزونه لرې لکه سرخ کوتل یي یو لوی تاریخې مرکزدی، چی د پلخمرې په ۱۲ کیلومتری کې موقعیت لرې او په لومړی میلادې پیړی کې د لوی کوشانې امپراطور کنیشکا له خوا جوړ کړای شوی. دا ولایت د روسي ترکستان د هوا له تاثیراتو، د آمو سیند له رطوبتونو او د سایبریا د هوایی کتلو له اورښت څخه متاثره کیږی. کلنی اورښت یې په همواره سیمه کې د ۲۰۰ او ۳۰۰ ملې مترو په منځ او د خنجال او غرنیو برخو کې د اورښت کلنی اندازه له ۴۰۰ څخه تر ۶۰۰ ملې مترو رسیږی. د اوړی تودوخه یې د ۳۰ او ۴۰ ترمنځ او ژمی صفر او -۵ ته راښکته کیږی. د دې ولایت مغلان غر،مختارغر او د چنغور غرونه مشهور دي. همدا راز د اندراب سیند، خنجان سیند، بامیانو سیند، د پلخمري د سیند مرستیالان یي مشهور سیندونه دي او د دې سیمې د ښکلا سبب گرځې. په دې ولایت کې د اوبو لگولو سیستم ډیر منظم، بندونه او نهرونه یی هم تړلې او منظم دي. ښې فابریکې او صنعتې دستگاوي لری. وزلوبه د نوي کال میله، آس سپرلی او پهلوانۍ د هغوی لرغونی دود دی، چی دا تقریبا د ټولو شمالی ولایتونو میراث دی. په دي ولایت کې دکیله گي هندواڼی، خټکی، غنم، پنبه، لبلبو،د د ډنډغوري پیاز او وریجی ډیر حاصل ورکوي. دا ولایت د سمنټ یوه لویه فابریکه لري. چي د ورڅی ۴۰۰ تڼه تولید لري او د پلخمري د نساجي فابریکه د ورڅې ۷۴۰۰۰ متره ټوکر او بدلی شي. په دي ولایت کي ۴۰۱۰۰۰ اکړه ابي او ۷۴۸۰۰۰ اکړه للمي څمکه موجوده ده. په غرنیوبرخو کي یې د الپاین، څیړی او پنجه چنار ونې دیرې لیدل کیږی او د خنگلونو ساحه یې ۴۳۷۷۰۰ جریبو ته رسیږي. د اداري تشکیل د واحدونو ویش یي په لاندې ډول دی: د بغلان ښار د ولایت مرکز، پلخمری ولسوالي، دهنه غوري علاقه داری، دوشي ولسوالي، تاله و برفک علاقه داري، خنجان علاقه داري، اندراب ولسوالي، خوست اوفرنگ ولسواي، نهرین ولسوالی، بورکه علاقه داري.

ولسوالۍ او نورې سیمې

د بغلان ولايت ولسواليگانې
ولسوالۍ مركز وگړي سيمه[۲] ژبي="ریښه"
اندراب ۲۴۸۰۰ بغلان
برکه ولسوالۍ ۵۲۲۰۰ بغلان
پل حصار ولسوالۍ ۲۶۸۰۰ بغلان
پلخمري ولسوالۍ ۲۰۳۶۰۰ بغلان
تاله او برفک ولسوالۍ ۲۹۴۰۰ بغلان
خنجان ولسوالۍ ۲۹۶۰۰ بغلان
خواجه هجران ولسوالۍ ۲۳۲۰۰ بغلان
خوست او فرنگ ولسوالۍ ۶۱۳۰۰ بغلان
ده صالح ولسوالۍ ۳۱۱۰۰ بغلان
دهنه غوري ولسوالۍ ۵۷۳۰۰ بغلان
دوشي ولسوالۍ ۶۵۵۰۰ بغلان
فرنگ او غارو ولسوالۍ ۱۶۱۰۰ بغلان
گذرگاه نور ولسوالۍ ۹۹۰۰ بغلان
ناهرين ولسوالۍ ۶۷۲۰۰ بغلان
نوی بغلان ولسوالۍ ۱۶۷۲۰۰ بغلان

زمكنې جوړښت

نفوس

ټول وگړي ۴۸۴۴۷۵ ټول مساحت ۱۷۱۰۶

فرهنگي، علمي او اجتماعي حالت

تاريخي ځايونه

د اوبو سرچينې

لاسته راوړنې

اړيكتيايي سېسټم

ځنگلونه

جگړې وراړولي زيانونه

سرچينې

  1. پیوستون : 1147537  — منښتلیک: Creative Commons Attribution 3.0 Unported
  2. Afghanistan Geographic & Thematic Layers
  • د افغانستان د ولايتونو جغرافيه، ژباړه: اورنگزېب ارشاد، كال۱۳۷۹ه ل، خپرندويه ټولنه: د اريك د گرځنده كتابتونونو اداره
  • د افغانستان تاريخي زمكپېژندنه، ليكوال: مير غلام محمد غبار، كال ۱۳۷۷هجري لمريز، د مېوند نشراتي مركز، صبا كتابتون-پېښور ښار