Jump to content

قطغن ولایت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

قطغن ولایت ( پارسی : ولایت قطغن ) د افغانستان یو ولایت وو چي په 1963 کي پر اوسني بغلان ، کندز ولایت او تخار ولایت باندي وویشل سو. [۱]

له نولسمۍ پېړۍ څخه تر ۱۹۶۳ کال پوري قطغن او ګاونډي بدخشان ولایت په یوه واحد ولایت کي حسابېدل چې نوم یې د قطغان-بدخشان ولایت وو. دا سیمه هغه وخت د یوه والي لخوا اداره کیده، خو په 1963 کي په دوه جلا ولایتونو وویشل سوه. [۱] د قطغن ولایت مرکز بغلان وو، چي اوس د بغلان ولایت په شمال کې یو ښار دی.

نوم[سمول]

د قطفن نوم د افغان واکمنانو له لوري ځکه ایسته کړل سو، ترڅو په افغانستان کي د قومي زورواکۍ او قدرت جزیرو مخه ونیول سي او ټولي سیمي له هره پلوه د مرکزي حکومت د اوامرو پر اساس اداره سي.

نفوس[سمول]

د قطغن لوی نفوس اوس وخت د بغلان ولایت په دره نیکپا کي ژوند کوي.

اقتصاد[سمول]

د قطغن اړوند سیمو کي تر ډېره د وریجو کرنه شتون لري، همدارنګه له ۲۰۰۳ کال راهیسي خلکو د انګورو کرنه هم پیل کړې. د اوسني بغلان ولایت په ځینو سیمو کي د سرو زرو ډېر کانونه هم سته.

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ Ludwig W. Adamec. Historical and political gazetteer of Afghanistan Vol. 1. Badakhshan Province and northeastern Afghanistan. Graz : Akad. Druck- und Verl.-Anst., 1972.