کندز ولايت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
 دا ليکنه نابشپړه ده، تاسې ددې ليکنې په بشپړولو کې د ويکيپېډيا سره مرسته کولای شئ.
کندز

د کندز ولایت یو د افغانستان د شمال ختیځ ولایتونه څخه دی. چی مرکز یی د کندوزښار دی، یو د افغانستان د مهم تجارتی اوبندری ولایتونو څخه دی . ددې ولایت شمالي سرحد د آمو سیند تشکیلوي. تر اویا کالو د مخه یې نفوس ډیر کم و او مرکزیې د خان آباد ښارو. اوس د کندوز ښار ډیره گڼه گوڼه لري، ځکه چې ارواښاد محمدگل خان مومند او ارواښاد شیرخان خروټي د هیواد له ختیځو،جنوبي او نورو سیمو څخه هلته ډیرنواقل واستول او خلکوته وړیا او یا هم په ډیره ارزانه بیه ځمکې ورکړل شوې. ددې ولایت نفوس ډیرشو، په پخوانیو وختونوکې د آمو د سیند په غاړه یوه کلکه او مستحکمه کلا موجوده وه، چی هغه کلا مغلو ورانه کړه او بیا د امان الله خان په وخت(۱۳۰۰ هجری شمسی کې) دوباره جوړه کړای شوه. ده ولایت ډیرسمسور،اباد او ښیراز دی. ډیره ابادی او ښه زراعت لري. د کندوز ولایت یو د ښه آب هوا لرونکی ولایتونه څخه دی چی د دې ځای آب او هوا په هر قسم زراعت ته مناسب دی. د اوړی په موسم کې یې تودوخه تر۴۳ سانتي گراد پورته په اوسطه توگه ۳۰ درجې او د ژمي تر صفر درجي راښکته کیږی. کلنی اورښت یې د ۳۰۰ – ۴۰۰ ملې مترو په منځ کې اټکل شوی. له بهر نه ۴۳۳متره ارتفاع لري، پسرلی یې تود او ژمی معتدله هوا لري. دا ولایت د غبرکوه، د قره باتور او خواجه عبدالقاسم په نوم مشهور غرونه لري. د خان آباد سیند، د گاوکش نهر، د کندز نهر، د کندز سیند، نهر تقي او دعلې آباد نهرونه د دې ولایت د سمسورتیا سبب گرځي. ددې ولایت خلک د ډیر ښه فرهنگ لرونکي دي او د نواقلو فرهنگ هم په دې ولایت ژور اثر کړی دی. دا ولایت ښې لیسې او حرفوي ښونځي لري. پهلواني، بزکشی، نیزه بازي او سیمه ییزې لوبې پکې ډیر دود دي. دقلعه ذال او د کندز زړی کنډوالې یې تاریخی ځایونه تشکیلوي، چی د بودیزم د دورې او د گریکو بودیزم او گریک و باختري سکې ترینه ترلاسه کیږی. د کندز ښار یو زوړ مسجد هم لري، چی تقریبا ۳۰۰ کاله قدامت لري. په دې ولایت کې د افتاب پرست گل، وریجې، کونځلې او زغر ښه حاصل کوي او پوره شل کاله یې د پنبې تولید لومړی مقام درلود. دا ولایت د غوړیو یوه ښه فابریکه هم لري، چې د ورځی یې څو ټنه غوړي تولیدول د وریښمو صنعت هم هلته پرمختیا کړی ده، چې د چپنو، دستمالونو او جامو په جوړولو کې ترې کار اخلي. د دې ولایت خټکی، چی د امام صاحب په نوم یې پیژنو،نړیوال شهرت لري. نومړی ولایت ۱۰۴۸۰۰۰ اکړه آبی او ۴۲۸۰۰۰ اکړه للمي ځمکه لري او ۱۷۴۷۰۰ جریبه ځمکه یې د پستې، بادام، سنځلو،عکاسی، پنجه چنارونو او ځنگلونو نیولې ده. ددې ولایت ولسوالی او علاقه اری په لاندی ډول دي.

ولسوالي نفوس د ۱۹۹۰کال اټکل

او ‏په ۱۴۰۱ کال کې د کندوز ولایت د وګړو اټکل له مخې، د کندوز ولایت ټول وګړي ۱ میلیون ۱۸۴ زره او ۲۴ تنه دی، چې له دې ډلې ۵۹۹ زره او ۹۸۵ تنه نارینه او ۵۸۴ زره او ۳۹ تنه یې ښځې دي. ‎

د ولايت په اړه

زمكنې جوړښت

ولسوالۍ او د وگړو شمېر

د کندوز ولايت ولسوالۍ
ولسوالۍ پلازمېنه آبادي Area[۱] خلک[۲]
علي آباد ولسوالۍ 45،851 47% پښتانه، 33% تاجک، 12% هزاره، 8% اوزبک[۳]
ارچي ولسوالۍ 99،000 40% پښتانه، 35% اوزبک، 15% تاجک، 10% تورکمن
چاردره ولسوالۍ 69،251 35% پښتانه، 25% تورکمن 25% تاجک، 15% اوزبک،
امام صيب ولسوالۍ 250،000 35% تورکمنs 30% اوزبکs، 20% پښتانه، 15% تاجکs،
خان آباد ولسوالۍ 110،000 40% پښتانه، 25% تاجک، 20% هزاره، 10% اوزبک، 5% پشای
کندوز ولسوالۍ 259،497 پښتانه، تاجک، تورکمن، اوزبک، هزاره
قلا زال ولسوالۍ 120،000 95% تورکمنs، 5% پښتانه

فرهنگ

تاريخي سيمې

د اوبو سرچينې

موهمې لاسته راوړنې

اړيكتيايي سېسټم

ځنگلونه

جگړې وراړولي زيانونه

سرچينې

  • د افغانستان د ولايتونو جغرافيه، ژباړه: اورنگزېب ارشاد، كال۱۳۷۹ه ل، خپرندويه ټولنه: د اريك د گرځنده كتابتونونو اداره
  • د افغانستان تاريخي زمكپېژندنه، ليكوال: مير غلام محمد غبار، كال ۱۳۷۷هجري لمريز، د مېوند نشراتي مركز، صبا كتابتون-پېښور ښار
  1. Afghanistan Geographic & Thematic Layers
  2. "Ethnic data taken from UNHCR Kunduz District Profiles on aims.org.af". د اصلي آرشيف څخه پر ۳۱ مې ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ سپټمبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Aliabad District، Kunduz Province. Afghan Biographies.