نورستان ولايت

Permanently protected article
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
 دا ليکنه نابشپړه ده، تاسې ددې ليکنې په بشپړولو کې د ويکيپېډيا سره مرسته کولای شئ.

د نورستان ولایت و هندوکش په جنوبي برخه کي هغه ښکلي ولايت دي چي لرغوني ،اصيل ارېاي کلتورلرونکي دي ددي امله دزياتو پوهانو ،سياحينواوانتربالو جستانو دتو جه وړ ګرځيدلي دي ځلورخواوي:دنورستان ختيځ ته ې چترال-ديرسيمه غرب ته ي دپنجشر ولايت پريان حصه اول ولسوالي شمال ته يي‌‌ دبدخشان ،کران منجان انجمن او جنوب ته ي دکنړولايت شيګل وټه پور پيچ دره چپي دره ولسواليو او دلغمان علينګار عليشنګ اودولتشاه ولسواليوسره ګده پوله لر جغرافياي ځانګړتياوي


Nuristan
نورستان

د نورستان ولایت موقیعت
د نورستان ولایت موقیعت
د نورستان ولایت موقیعت

Map
کورډېناټونه: ۳۵°۱۵′شمال ۷۰°۴۵′ختیځ / 35.25°شمال 70.75°ختيځ / 35.25; 70.75  د (P625) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ[۱]
اداري وېش
Country کينډۍ:Afghanistan
مرکز پارون
اداري وېش
حکومت
 • والی حافظ عبدالقیوم
پراخوالی
 • پراخوالی ۹٬۲۲۵٫۰ کلوميټر٢ (۳٬۵۶۱٫۸ میله  مربع)
لوړوالی 3471 متر  د (P2044) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نفوس شمېرنه [۲]
 • ټولټال ۱۴۰٬۹۰۰
 • د نفوسو کثافت ۱۵/کلوميټر٢ (۴۰/ميله مربع)
وروستي مالومات
وخت زون GMT+4:30
رسمي ژبه دري
پښتو
نورستاني ژبه  د (P37) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جيو کوډ 1444363[۳]  د (P1566) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
آی اېس او 3166 AF-NUR
ایداري ژبه پښتو

بومي نورستاني

نورستاني

نورستان ولايت دهيواد ختيځ طولبلد له ٦٩ درجواو ٥٠ دقيقو څخه پيل او لويد يځ طولبلد ٧١درجو٥٥دقيقو ١٠ثانيو پوري رسيږي اودشمال عرض البلد٣٤درجواو١٠او٥ ثانيو عرض البلد کي پاي ته رسيږي . دنورستا ولا يت ټول مساحت ( )700 km2کيلو متربع او ٧ولسوالي لري اوتشکيل.

جغرافیه

د نورستان دره
د نورستان يو کلی

تاریخ

ژبې

اقتصاد

فزيکي بنه Shap sical Phy نورستان ولايت ټول دهندوکوش لړيوپه واسطه راګيرشوي دي . دهيوادپه شمال ختيځ برخه کي يوغرني اولرې پرو ت ولايت دي.دغرونو لړيو اومستوسېندونواوقلېم تورستېکي شکل ورکړي دي چي معتدل ا قليم ښکلي منظري اودصآف هوآ درلودونکي دي الف غرونه:Mountain په نورستاني ژبه کي غرونوته(پشي)اوکوتلونوته(دا)واي ا لبته دغه غرونو،درواوناونوکي ګن شمير وګړي اباددي . ددي غرونوتر 3600مترولوړوالي پوري دژوندامکان ليدل کيږي ډ يرخلک خواره واره دلته ژوند لري دمثال په ډول پڅي ګرام په شرقي نورستان، اواشتوي پارون(پريسون)دره کي اوکاننواکي چمن ا وغربي نورستان کي دپوشال دره ( شلشوا) پورتني وينا لپاره ډير ښه ثبوت کيداي شي : [سميع الله تازه ص ١٢-١٣ چاپ ١٣٦٧] نورستان د غرو نولړيو په واسطه فوق ا لعاد ه را ګير ولا يت دي . دهند وکش لړيو په ذ ريعه ستراتژيک اوسوق الجيشى اهميت ځانته غوره کړي دى دلته لازم دى چي ځني مشهورغرونو څخه يادونه وکړم نورستان ولايت غرونو څخه په لاندي لاندي ډول سر ه يادونه کولاي شو. ١- دوراغاښي :چي شرقي نورستان له ديوانه بابا سيمي اوتو رچينه ختيځ برخي دکته ګل رود اودچترال سيند لوي معاون [بندررود]په مينځ کي له شمال څخه جنوب لورته غزيدلي دي . [رازقي ٧١مخ] دنموړي فرعي لړيو په لوړوبرخوکي دايمي واو ره يخچالي سيمي په سترګو کيږي چي چي لوړ و الي يي دسمندر سطحي څخه ٤٥٨٠ مترو ته رسيږي او پاکستان هيواد شما لي اوګران هيواد افغانستان شرقي برخه کي موقعيت لري زيدک اوپچکيون: داغرونه هم د ورا غاښي لړي ده چي هندوکش غرونو څخه رابيله شو ي دې کامديش او چترا ل په مينځ کي پولي حيث لري او له دي لارې خلک تګ راتګ کوي. دوهمه لړ ي سودروم دا : دهغه غرنۍ سلسه ده چې نورستان ولايت جنوب څخه پيل او دکنړ ،اسعد اباد ټول شمالي برخي يعني چغسراي څخه تربريکوټه پوري يي رانيولي دي. دغرونه دغه لړي دشرقي نورستان وادي يعني کته ګل اوکامديش له مرکزي نورستان کلښوم اوکانتوا چپي دري ،ننګلام اوپيچ څخه جلا کوي. نوموړي غردوايګل درود شمالي برخه کي لوړالي زياتيږي چي دالوړ والي تر٤٦٤٠مترو پوري رسيږي . دادي لړيو لوړو څوکو کي همشني واوري اويخچالي سيمي ليدل کږي ددي لړي لوړوالي بحر سطحي څخه٤٠٠٠متره دي ددي لړيو په ټيټو برخو کي زيات ګن ځنګلو نه ليدل کيږي چي دي سيمي ښکلا سبب شوي. داغر دپپروک اوسودروم دا کنډاو د پارون،کته ګل ناونو سره نښلوي همدا رنګه زيات شمير غاښي اوصعب العبو رلاري هم دلته چي دادي سيمي ډيري دري يوله بلي سره نښلوينومو ړي غرونو لړي دشرقي نورستا ن ا و مرکزي نورستان په مينځ کي پولي حيثيت لري. دريمه پردم لړي: داغا ښي اصلي هند وکش څخه بيل شوي دجنوب په استقامت وړاند ي راغلي دګمبير (ګمبيري) او دره نورشمال پوري کشمندغر په نوم ياديږي چي اږده پرته ده. دغه غرني لړي درمګل ناوه [غربي نورستان ]کانتوا ،پارون،چپي دري په کونړ کي يوبل سره جلا کوي ددي لوړه څوکو غر لوړه څوکه دکوله تن سيمه شمالي برخو کي دممګل په سيمه کي پرته ده اود٤٨٣٦ متروپوري لوړوالي لري او بله څوکه يي مرکزي نورستان وايګل دشمالي سيمه په دره نورکي پرته ده چي ٤٣٢٠متره لوړالي لري. ددي لړي په لوړو څوکو کي دايمي واوري اويخچالي دري ليدل کيږي ددي کړي د٢٥٠٠ او ٤٠٠٠لوړو سيموکي زيات ځنګلونه موجود دي ددي تنګو دروکي زيات اوګني ځنګلونه ليدل کيږ ي اغاښي يي يواځي داوړي په موسوم کي دتک راتک دپاره مساعد دي . څلورمه لړي: داغرونولړي انجمن دغاښي دجنوب شرقي برخو څخه هندوکشدغره دفرعي لړيو جنوب استقامت ته غزيدلي ده اوډير ساحه ييرانيوده. دا لړي له پيل څخه ترپايه ډير نمونو پيژندل کيږ ي لکه: مرسمر غر،کيوشت غر، او کاون غر،په نومونه سره ياديږي . دهندو کش په جنوب کي دنورستا غرونه داسي څوکي هم لري چي ٣٠٠٠څخه تر٥٠٠٠ مترو پوري لوړوالي لري مر سمر  : غر انجمن دکوتل دجنوب شرق په لس کيلو متري اصلي هند وکش څخه رابيلي شوي داريو (اريوب)ترکوتله چي پنجشير لوړي برخي دلويد يځ نورستان لينر دري سره نښلوي دهندوکش دافرعي لړي دنوروفرع لړيو په نسبت جګه ده اوپه جګو څکو کي يي همشني واوري اويخچالونه پرتي دې ،ددي غرډيرلوړه څوکه دچمار غاښي ته نژدي يعني هم هغه لا ره ده چي امير تيمو ردغربي نورستان خلکو ايل کولودپاره چي په هغه وخت کافرستان په نوم ياديدلي په مخکي ونيوله اوهغويي قتل عام کړل دهغي څکه٦٠٦٠مترو څخه لوړه ده ددي لړي ٤٠٠٠مترو راټيټه برخوکي يي زيات څنګلونه موجود دي.پريان وادي يعني پنجشير دناوي پاسني برخه وايګل دناوي لويديځ ته پرته ده هغه کنډاونه چي نورستا ولايت خپل ګاونډيوولايتونواونوروسيموسره نښلوي

په لاندي ډول درپيژندل کيږي.

١ – زيدک غاښي:داغاښي ختيځ نورستان چترال سره نښلوي چي دبحر دسطحي ځحه ٤٨٥٠ متروځحه زيات لوړوالي لري. ٢ _ مندال کوتل :دکنډاو ختيځ نورستان دبدخشان و لايت منجان سره نښلوي چې ٤٥٠٠ متره پوري لوړوالي لري . ٣ کتيوي (کانتوا )غاښي: داغاښي په دخشان کې منجان دره مر کزي (پارون)سره نښلوي چي کابو ٤٣٠٠ متره لوړوالي لري. ٤-پارون غاښي : دپارون غاښي مرکزي نورستان دبدخشان ولايت څخه بيلوي او څه نا څه ٤٤٥٠ متره لوړوالي لري ٦-دچمارغاښي:داغاښي لويديځ نورستان پنجشير دري نښلوي اولوړوالي ٤٧٠٠ متره پوري رسيږي () رازقي٩١مخ) دنورستان هغه کوتلونه چې دننه دنورستا ن کې مختلفې سېمې سره نښلوي: پردم غاښي :په لويديځ نورستا ن کې واقع دې ٤١٠٠متره لوړوالي لري 1 -څښين غاښي: داغاښي په غربي نورستان کې واقع دي او ٤٥٠٠ متره لوړوالي لري .2 -کاما کوتل: دغه کودپارون (ښتون)په لويديځ کې پروت او ٤٦٥٠ متره لوړوالې لري 3 - دمامين غاښي: داغا ښي ٤٦٥٠ متره لوړوالي لري اودنورستان مرکزي(پارون)شمال شرق دپاشګل جنوبي برخوکي4 موقعيت لري . - جوداغاښي :داغاښي دپارون او وايګل شمالي برخوسره سره نښلوي او٣٤٥٠ متره لوړوالي لري 5 - کنجيل واټ:په شرقې نورستان کي پرته او ٤٦٠٠ متره لوړوالي لري 6 -سا واټ:په شرقي نورستان کي پروت او٤٦٠٠مره لوړوالي لري 7 -دبامي کوتل : په ختيځ نورستان کي موقعيت لري لوړوالي يي٤٤٠٠متره دي8 - پريت غاښي : شرقي نورستان په چترال کي دکلا ښ سيموسره نښلوي داغاښي٤٦٠٠ متره لوړ وا لې لري 9 - داګښا غاښي :داغاښي په شرقي نورستان کي پروت او ٣٢٥٠ متره لوړ والي لري .10 -پچکيون غاښي : داغاښي ٢٤٠٠ متره ارتفاع لري( )11 )Rivers ( ب: سيندونه نورستان سيندونه معمولا صاف او پاک اوبه لر ي چي دمختلفو چينو ،خوړونو ،اويخچالي سيمو څخه سرچينه اخلي چي دغرونو لوړوبرخو څخه مخ ځړوب په تنګو درو بهيږي . اونوموړي سيند ونه دسيمي ښيرازي اوسر سبزۍ کي فوق العا ده تاثير لري نورستا ن ولايت څو مشهور سيندونه په لاندي ډول يادونه کولاي شو .

   لنډۍ سيند چي پا شګل سيند نوم هم ورته واي   Landay Rvers  ١- لنډۍ سيند  

عمو ما په کا مديش کې بهيږي داسيند چې ختيځ هندوکش له يخچالي اوبو څخه بړاېه کيږې دنورستان په جنوبي برخو کي بهيږ ي اوسودروم دا ته نژدي له ٤٠٠٠ مترو لوړ والي څخه چې دبرګمټال دپڅي ګرام ( پڅې ګام ) اوپيچ دري سره نښلو ي . يا په بل عبا رت دغه سيند ( ښکور ي ) او( ښتلي ) رودو نو څخه تشکيل شوي اودهندوکش دلړيو برخو څخه سرچينه اخلې . ښتلي رود : ښتلي په نورستاني ژبه کې سيده معني ورکو ي چې دا رود هم سيده ده او دارود دشرقي هندوکش لوړو څوکوڅخه سرچينه اخلي کوم چي نورستا ن واخان اوچترال حدود سره بيلوې اوښکوري رود دپڅې ګرام دسيمې ( سودروم دا ) دغاښي ته نژدي ٤٠٠٠مترو لوړوالي چې برګمټال اوپارون دري سره نښلوي سرچېنه موندلي ده . اوکله چي دپڅي ګرام ( کجلوک) شال اوسمري ګرام سيمو څخه تيرشي په اټېيټې ښتلي رودسره غاړي وځي او پاشګل سيند ورځني جوړ يږي . ددي سيند بهيدولوري دنور ستان شمال څخه جنوب خواته دي چې پسرلۍ ،اوړي موسومونو کي دابو جګيدني حالت لري . اوپه خپل توند اوچټک بهيد و سره دپريګرام اوکامديش ښيرازي وادي په مخ نيسي اودبرګمټال ،منډه ګل، کامديش ،تيريدولو په وخت خپلو دواړوغاړو کي سر سبزۍ لوي عامل ګنل کيږي پاشګل سيند په بديوا کې دبريکوټ په شمال په يو نيم کيلو مترۍ کې واقع ده دچترال دبليانګل ( بليام ) په رود ورګړيږي . همدا رنګه اټيټي څخه تيريدلو پوري دپڅي ګرام ،شدګل، منډه ګل ،بر نشياپر اودپپروک رودونه هم په لنډۍسيند (پاشګل) ور تويږي همدارنګه دکشتوز رود چي پخنګل دغرونو څخه سرچينه اخلي همشنۍ اوبه لري . اوپه پايله نوموړي سيند بريکوټ ،دوکلام اوبديو ا سيمه کې دکونړ سيند سره يوځاي کيږي بليانګل اوبه ډير رڼي امعدني ګټو او مودو درلودونکي دې،پوره هاضمه لرونکې اڅښلو کي څوک نه مړيږ . رازقي نړي وال وايګل خوړ :دغه خوړونو سرچينه دويګل خوړ ترينه تشکيل شوي دي تقريبا دهندو کش جنوبي لمنو په ٤٠٠٠ مترو لوړ وا لي کې پرته ده ويګل خوړ لاند ي خوړونو څخه رامينځته شوي دي لکه : ده کوي،ژاک کوي،څام کوي،چي دري واړه خوړونه دوايګل کلي سره يوځاي کيږ ي کوي په نورستاني [وايګلي ] ژبه کې خوړته واي . ده کوي :ددي خوړ سرچينه داشدال دا دغرونو څخه دي خوژاک کوي : ددي نورو کوچنيو خوړونو څخه لکه لوپنګ کونټ[لوپنګ کونډ]غرونو لړيو څخه سر چينه لري اوبلي دبيران اوتله خوړونه دي چې دواړه خوړونه دواي د لړيو څخه سرچينه لري ددغي لړيو نوري کوچني او لوي مرستيا لان شته چې لنډ ډول يادونه تري کوو. سون کوي ، ژنجيګل، همشوزخوړ ،نيشه اي رود ،قلعه ګل رود، هيره دي نه چي وا ي ګل خوړ ننګلا م سيمه کې دپارون سيند سره يوځاي کيږي ، pruson river پارون سيند دپارون سيند چې دپا رون اوپيچ دري له شمالي برخو د٤٠٠٠ مترولوړ والي څخه سرچينه اخلي . وروسته له هغي چې دپارون دروڅخه تير شي کانتو ا رود سره چي پارون په ديرش کيلو مترۍ کي قرار لري يوځاي کيږي . نوموړي سيند دسودروم دا لوړوبرخوخوڅخه سرچينه لري اوددغې سيند تګ لوري له شما ل څخه جنوب په لور دي . کانتوا خوړ چي دوا ما په شمال اودواما دکلي په لس کيلو مترۍ واټن کې موقعيت نور کوچنۍ خوړونو ترکيب سره په چپې دري کې لږشرق په لور ميلان کوي اوښي کنې خوا دکليو څخه تير او ننګلام سيمه کې وايګل خوړ سره يوځا ي کيږي . بعد د غې سيند بيا خپل او لنۍ مسير ته ادامه ور کولوسره دکونړ لوي سيند سره يوځا ي کيږي .. Rmagal River رمه ګل ،وم ګل ،رميګل نوموړي سيند چې له ٥٠٠٠ مترو لوړ وبرخو څخه سر چينه اخلي غربي نورستا ن کې موقعيت لري . رمه ګل سيند چې په غربي نورستا ن کي دلوړو برخو څخه سرچينه اخلي منډول جهيل شمال کې

نوموړي سيند هغه کتلونه چې دايمې يخچالونه لري سر چينه لرې چې  بيشمره دايمي اوبه لرونکې خوړونه لر ي يادونې وړدي چې دغه سيند دنورستا ټول  سېندونو نه ژوره اوپخوانۍ
ده .   

هغه کو تلونو څخه چې نورستا ن دمنجا ن سره وصلو ي راځې . درمه ګل سيند مرستيلان : الف: وم ګل سيند کوچني کوچنې خوړونه : نوموړ ي دره ډير پر اخه دره ده چې په غربې نو رستا ن کې ځانګړ ي نومونو يا دشو ي لکه (ډنډ)،آلي ګول ،پوشال دره . دنو موړ ي دري په غيږه کې دتقد ير وړ شخصيتو نو هم سر پورته کړې دي او دهيواد خدمت اوجهاد ښه رهبرا نو په قطا ر کې شميرل کېږي لکه شيخ الحديث ولقران مولا نا عبدالر زاق (ګزينې) او دا کتر عبدالحمن هم داسي نور.چې پوشا ل دره وربا ندي ويا ړي. هغه کوچني خوړونه چې پوشا ل سيندسره يوځاي کيږ ي او پوشال دنورو سيمو سره يوځاي کوي. په لاند ډول يادونه کولاي شو کرنه:چې لينر دري سره په لوړوبرخو کې وصليږې چطور:کلې او با لا چطور دنېلا ب سيمې سره وصليږي ګډوال :دبالا ګډوا له لينر سره يوځاي کيږي بګو ل : چې دشتيرلوي سحد سره يوځاي کيږي منګو ر:داهم دشتير مشهوره څړ ځاي سر ه يو ځاي کيږي چې لينر خلکو بانډه ځاي دي پچا گ،ګزين ،خوړونه چې دا ټول دايمي اوبه لرونکې خوړونه دي . ب :لينرسيند:

 .لينر سيند منډول جهيل شمال   لورته په درې کيلو متر ۍ واټن کې   پرته ده چې دوه لو ي خوړونو څخه ترکيب موندلې ده اود ټول مرستيالا نو څخه لو ي او دا يمي اوبه لري. 

لينر سيند نور دوه لوي خوړنه لري چې په لا ندي ډول سره يا دونه کوو. موچوم کنډاخوړ ١ بسيد ر خو ړ. ٢ موچو م کنډا خوړ يو شمير کوچنې مرستيالان لري لکه ( پرنر )دپرنر لوړوغرونو نه سر چينه اخلي بدرګا و نا ) دغه خوړهم دبدرګا نا لوړوبرخونه سر چينه لري ( نوموړي خوړ نورعادي خوړونو څخه لوي دي لا رو په اږدو کې بي شميره زراعتې زمکې ،باغونه، علف چرونه اودسيمې ښيرا زي او ،سر سبزۍ په برخه کې فو ق العاد ه تاثير اچوي چې دپريان کوتل يخچالي ساحو څخه [غربي نورستا ن پنچشيرڅخه بيلوي]سر چينه اخلې او دشتير مشهور سرحد ،درين ديش،مټا که بورز ،موچوم کونوک،کليو څخه تير اود ارنشا په سېمه کې دبسيد ر لوي خوړ سره يو ځاي کيږي . بسيدر خوړ : دغه دغربي نو ر ستا ن هغه څوکو څخه سرچينه لري چې نورستا ن دپنجشېر درى سره نښلوي . دمثال په ډول پنجشير کې ددري سيمه يا اريو غرونه چې پنجشير اونورستا ن په مينځ کې حايل په توګه پيژند ل کيږي ،ياد شوي خوړ دګلنشا ،اڅه ګر، بسيدر ،شله در کليو څخه تيريږي اوارنشا په سيمه کي موچوم کنډا خوړسره يوځاي خپل مسير له لينر دري نه منډو ل جهيل په لور حرکت کوي . هيره دي نه وي چې دغه دواړه خوړونو پر ته نورې لوي او کوچنې خوړونه شته چې لينر سيند ورڅخه سيند ى جوړيږ ي . دلينر سيند کوچني کوچنې خوړونه : پميه، پرال،پارپل ، ګر دنه ،اوهمداسي نو ر کوچني کوچنې خوړونه شته چي دلته اختصا رلپاره يادولو څخه ډ ډه کوو .

يادوني وړ دي چې لينر سيند دنور ستا ن ټول سيندونو په څير ډير افشارونه لري اوپه مونډول
ده سوخته کلې کې دوم ګل سيند سره يو ځا ي کيږي .

(اول لاس معلومات) د رمه ګل سيند کوچنې مرستېالا ن: پکاول اوکيويشت خوړونه او له دکيويشت غرو نوڅخه سرچينه اخلي --باندول خوړ :دغه خوړ هم دکيوشت غر څخه سرچينه اخلي کوراج سيمه کې درمه ګل لوي سيند سره يوځاي کيږي. ماي خانه خوړ او دا سې لوي او کوچنې خوړونه شته چې درمه ګل سيند سر ه يو ځا ي کيږ ي اودايمې اوبه لري کولم اوکولتن خوړونه : دغه خوړونه چې دممګل دغرونو لړيو څخه سرچينه اخلي درمه ګل سيند لوي مرستيالانو څخه شميرل کږي دغه سيند دګنده له بو ک خوړسره يو ځا ي نورګرام ولسوالي کې کله ګوش سيمه يعني کوم چې م کال امير حبيب الله خا ن ووژل شو دنورستا ن ولا يت څخه وځې دمنګو سيمه کې الينګار 1919 سيند سره پيژند ل کيږي نوموړي سيند دکابل سېند لوي مرستېالانو څخه دي چې دننګر ها ر ولايت کا مه ولسوالۍ کې کونړ سيند سره يوځاي کيږي. محمد اکبر شور ما چ 8مخ دمنډول جهيل: نوموړي جهيل ته عام خلک حوض منډو ل واي چې تقريبي طول يي پنځه لس متره اوعرض يي دري کيلو متره دي چې په ټول کال کې عمق له يوسل و پنځوس متر و څخه تجاوز نه کوي او نوموړ جهيل په پنځه لس سوه پنځه دبابر په زمانه کې دځمکې د خويدو په نتيجه منځته راغلي ده چې دغې زلزلۍ دکابل او هيواد شمال شرقي برخې ته سخت ټکا ن ورکړه

                    يادوني وړ دي چې تر اوسه دنوموړي جهيل په اړه لکوالانو  علمې څيړنه ندي ترسره   البته مبالغه به نه وي که وويل شې چې دغه جهيل هيواد ته ډير ښه اقتصادي ارزښت لر ي په دي معني که چيرته دلته دبريښنا بند جوړشې په فې سا عت کې څومليون کيلو و اټه دبرق تو ليد امکان شته . محمد اکبر شورماچ 

نورستان جهيل ډنډونه (سور) نورستان ټول غرونو ،سيند ونو ،سرشارو افشا رونو ښايسته کړي ده ددغې ولا يت ته ځانګړي اقتصادي ،سوق الجيشي او جيو پولوتيګ اهميت ورکړي ده نو لاز مه مي اوبلله چې پدي برخه نور هم توضيح ورکړم . اوبه کليمه په نورستاني ژبه کې مونث راغلي ده چې موږ ه دغه مسله په دوه بڼو څيړو اول دنورستاني ليکوال خاغلې سميع الله تازه په قول چي په خپل [ادبيات شفاهي نورستان ]اثر کې واي چې پخوانۍ خلکو داسلام مقدس دين ورتګ څخه وړاندي نورستانيان په جهيلو نو باندي ډير عقيده لرله چې دغه ښاپريانو او پريانو دغه جهيلونو کي لمبي اوکوم جهيل چې بي ا ثره وو هغوي به ويل چې دغه جهيل بې اثره ده .امکان ولري چې دا وبو مونث کيد ل همدي اصل نه وي اودوهمه نورستان خلکو نه

Climit اقليم نورستان ولا يت په شمال شرقي بر خه کې هغه ښکلې ولا يت دي چې نورستا ن اوسيد ونکو ته مناسبه ښکلي او طبعي منظري جوړ کړي ده . او دهيواد هرډول اقليمې شرايطو تا ثير څخه مستثنا نه دي په سرطان کرښه کې لمر وړانګې عمود واقع شې په نورستا ن کې دلمر زاويه ٧٠ درجه اړ ٥٠ دقيقه وي او دحمل ورځو اودمني په موسوم کي دلمر وړانګو زاويه ٢٥درجه ٤٥ دقيقه دي نوپدي وجه نورستان معتدله سيمه کې واقع ده پدي معني چې ژمي يخ اومني متوسط او له ٢٠٠٠مترو څخه کم ساحو کي وړي ګرم لري اونورستان دجغرافياي ځانګړتيا و له مخې يو ه متوسطه ساحو کي موقعيت او معتدله اقليم لري نورستان يو مطلقه غرنۍ سيمه ده دهندوکش لړيو چي له شرق څخه غرب لورته دي او په نورستان کي له شما ل څخه جنوب په لور دي چي دبحرسطحي څخه ١٥٠٠ مترو څخه رانيولي تر ٦٠٦٠مترو پوري رسيږي او دنورستا ن اقليم باندي مستقيم تاثيرلري لکه څرنګه چې ګران هيواد افغانستان په وچه راګير دي داقيانوس جريانونه ورباند ي تاثير نلر ي نورستان هم له دغي جريان څخه مصؤن دي . يادوني وړده چي هواي طوفانونو کله کله دنورستان لوړو برخوکي تاثير اچوي دواوري وريدلو سبب کيږي همدارنګه په ټول کال کي دري ضعيف او قوي مرکزونو څخه هواي کتلي هيوا د ته راننوځي ، او خپل وار سره نورستان هم دغه اقليمي تاثيراتو څخه مثتثنا نه دي . هغه هواي کتلۍ په لاند ي ډول سره يادونه کولاي شو .

١- دهند اقيانوس 

٢- سايبريا ٣- دغربي هواي کتلۍ چې هغي مرکز يي آيسلند دسايبريا يخ بادونه دقوس ،جدي































بشر ي بڼه : نورستان ولايت پيړيو پړيو را په ديخوا په ځانګړي جغرافيا ي حدوداتو کې قبا يلې ژوند درلو دل چې ګا ودنډيا نوسره هميشه په جنګ جګړه په کوله پوهاند رازقي نړي وا ل په حواله نورستانيا ن دولس سوه کاله دخپلو ګا ونډيانو سره مخالفت درلودل اويودبل سره جنګيدل.دغه مخالفتونه اوجګړي دنولسمي پيړيو تر اخره پوري دوام درلود خپل طبعې سنګرونو په واسطه دخپل ځانه دفاع کوله . په دغه خاوره امېر تيمو ر ،سکندر مقدونې ،حتې سلطا محمود غزنو ي يرغلونه کړي دي خو موفق شوي نه دي . لکه چې په روضت الصفا کتاب کې لکلې دي :خا صۀ تيمور نيز به اين تر تيب از بالا ي کوي پاين آوردند بعضې ازان بالا رفتند وتلف شدند .مردم آن ديار قوي هيکل بودند بيشتر ايشا ن برهنه پا وکلانتر ايشان را عدا وعدا شو مى ګويند وزبا ن شا ن زبا ن است جز ترکې ،پارسي وهندي . قلعۀ داشتند رود ي بسيا ربزرګ مي ګذشت واز ان سوي اب کو هي بلند قرار داشت مردم قلعه که از رسيدن تيمو ر آګاه شده بوده اند جاي خود را ترک کرده از ان اب ګذشته به بالا ي ان کوه رفته بودند وچون تيمو ر انجا رسيد کسي در قلعه نبود بعضې ازمردم تيمور به ان دره تنګ رسيده بودند وبعضي ګذشته وبعضې فرود امده واسپ ها را رها کرده بودند . سيا پوشا ن ناګهان از کمين درامده بر سرايشان ريختند( برهان اغلان) سلاح انداخته فرار کرد وشکست بر شک افتا د وجمع از امراي تېمو ر کشته شد ند . په خلاصه ډول با يد يادونه وشې چې پخوانۍ نورستان خلکو ډير په ميړانه خپل کلتو ردين څحه دفاع کوله هيچا جراءت نه کوله چې دي خاوري ته حمله اوکړي لکه اوس هم داسلام مقدس دين په ساتنه کې د نورستانيانو په مينځ کې دغه بيلګه ليدل کيږي م کال کې دامير عبد الرحمن خان وتوانيد چې دغه خاوره تسخير او اشغال کړې 1896 او ګران هيواد افغانستان پوري رسما وتړل شو ديا دشوي کا ل څخه تر مخه پد ي خا وره کې هيڅ يو ارګا ن ددولت مفهوم افاده کړي موجود نه وو په هفه وخت کي نورستان يو آزاد قبايلي دود اودستو ر درلود . محمد اکبر شور ما چ 27مخ روسته له دي چې نورستان ګران هيواد افغانستا ن پوري وتړل شو دمشرقي اعلي دولت پوري مربوط وو اوڅه وخت بعد دافغانستا ن اداري ويش کې نايب الحکومت باندي تبديل شو دظاهرشا ه منځنې دوره کې هيواد په نه ويشت ولايتونو باندي ويشلې وو اومشرقي نايب الحکومت په دري ولايتو نو با ند ي تجزيه شو . او نورستا ن دکونړ او لغمان په مينځ کې تقسيم شو چې غربى برخه يي لغمان اوشرقي ،مرکزي برخه يي دکونړ ولايت پورې وتړل شو . م کلونو په مينځ کې دنورستا ن قومي او دولتي مشرانو پرله پسې غوښتنو له امله 1358 په کال

م کې واما او يګل ولسواليو خپل رسميا ت ترلاسه کړه اوروستي کلونو 1359   منډو ل اودواب

کې يوځل بيا نورستان اقوامو او قبايلو په غوښتنه دوزيرانو شورا د وړانديزله مخې او دهيوادپه

کچه  د سرتا سري امنيت په موخه دافغانستان اداري واحدکې نورستان ولايت په توګه څرګندڅر ګند شو .

محمد اکبر شور ماچ 40 مخ نورستان ولايت مرکز سره اته ولسوالي لري چې هريوي په لاندي ډول سره يادونه کولاي شو: - کامديش ولسوالي1


نورستان ولايت د افغانستان له ختيځو ولاياتو څخه گڼل كېږي، چې ډيره ځمكه يې غرونو نيولې ده. دا غرونه په طبيعي څنگلونو پوښل شوي، چې دې كار نوموړي ولايت ته لا ښكلا وربښلې ده.

د نورستان ولايت ولسوالۍ

د نورستان ولايت ایداري وېش) نورستان په ٨ اداري واحدونو ويشل شوي دی چي عبارت دي له:

  1. پارون د ولايت مرکز
  2. وايگل ولسوالۍ
  3. کامدېش ولسوالۍ
  4. دو آب ولسوالۍ
  5. واما ولسوالۍ
  6. منډول ولسوالۍ
  7. برگمټال ولسوالۍ

وگړي

د نورستان ولايت څه باندې ۱۲۰۰۰۰ تنه وگړي لري.

نورستان په درې برخو ويشل شوې. مركزي، د نورستان ولسوالۍ عبارت دي له: پرون، كامدېش، واما، برگ مټال، غازي اباد.

نورستانۍ جلۍ
نورستان نارينه
نورستان نارينه

نورستانيان د افغانستان يوه توکميزه ډله ده. د دې توکم خلک د افغانستان په ختيځ د نورستان په ولايت کې مېشت دي.

تاريخي ځايونه

سرچينې

  1.   د (P402) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ "د نورستان ولايت اړوند په اوپن‌سټرېټ‌مېپ کي". OpenStreetMap. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ مارچ ۲۰۲۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); تحقق من التاريخ في: |تاريخ الوصول= (مساعدة)
  2. پیوستون : 1444363  — منښتلیک: Creative Commons Attribution 3.0 Unported
  • د افغانستان د ولايتونو جغرافيه، ژباړه: اورنگزېب ارشاد، كال۱۳۷۹ه ل، خپرندويه ټولنه: د اريك د گرځنده كتابتونونو اداره
  • د افغانستان تاريخي زمكپېژندنه، ليكوال: مير غلام محمد غبار، كال ۱۳۷۷هجري لمريز، د مېوند نشراتي مركز، صبا كتابتون-پېښور ښار