پکتيکا ولايت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
پکتيکا ولايت
د پکتيکا ولايت انځور
د پکتيکا ولايت انځور
د پکتيکا ولايت انځور

پکتيکا ولايت
پکتيکا ولايت

Map
کورډېناټونه: ۳۲°۳۰′شمال ۶۸°۴۸′ختیځ / 32.5°شمال 68.8°ختيځ / 32.5; 68.8  د (P625) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
هېواد افغانستان  د (P17) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لوی وېش افغانستان  د (P131) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پلازمېنه ښار شرن  د (P36) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
اداري وېش
پراخوالی
 • پراخوالی 19482.0 کیلومتره مربع  د (P2046) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لوړوالی 2306 متر  د (P2044) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نفوس شمېرنه 393800 (۲۰۰۹)[۱]  د (P1082) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
وروستي مالومات
رسمي ژبه پښتو  د (P37) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جيو کوډ 1131256[۲]  د (P1566) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
آی اېس او 3166 AF-PKA  د (P300) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

پکتيکا د افغانستان يو سوېل ختیځ ولايت دی.

څلور خواوې[سمول]

دپکتيکا ولايت شمال اوشمال لوېديز لوري ته دغزني ولايت او دلوېديز لوري په يوه څنډه کې يې زابل ولايت او د د پاکستان هيواد دبلوچستان ايالت موقعيت لري. جنوب اوجنوب لوېديزته له شمالي اوجنوبي وزيرستان سره اوږده پوله لري. پکتيکا ولايت له پاکستان هېواد سره د 360 کيلومتره اوږده پوله لري. مساحت: 36360 کيلومتره مربع.

نفوس[سمول]

ديوې تقريبي احصايې له مخې په پکتيکا کې (430000) او د واکسيناسيون دگروپونو دسروې له مخې دپکتيکا نفوس شاوخوا (870000) کسان دي، ددې تر څنگ په پکتيکا کې دکوچي قومونو پنځه ويشت زرو په شاوخواکې کورنۍ داوړي په موسم کې استوگنه کوي.

ميشت قومونه:[سمول]

په پکتيکا ولايت کې لاندې لوی قومونه او کوچنۍ قبېلې مېشتې دي:

  1. - سلېمانخېل.
  2. - خروټی.
  3. - علي خېل.
  4. - ځدراڼ.
  5. - وزير.
  6. - اندړ.
  7. - اورگوني.
  8. - سلېمانځی.
  9. - دېگان.

په پکتيکاکې لوې قبيلې لمړی سلېمانخېل اوبياخروټي دي چې سلېمانخېل يې ډيری په کټوازکې اوخروټي قوم يې په سرروضه، سروبی، اومنه، چهاربران، گومل، برمل، شکين او اورگون ولسوالي کې استوگن دي. اورگوني قوم يې يوازې په اورگون کې دخروټو او ځدراڼو سره يوځای مېشت دي. ځدراڼ يې په گيان، زېړوک، نکه او اورگون کې ژوندکوي. علې خېل يې په مرکزښرنه او يوسف خېلوکې. اندړ يې په مرکزاو مټاخان کې او همداشان دېگان ياتاجک قوم يې يوازي په مرکز، او وزير يې يوازې په برمل او شکين کې اباد دي. اوهمدارنگه کوچيان يې په بېلابېلوسيموکې ژوندکوي.

د کليو شمېر[سمول]

د پکتيکا ولايت دمرکزاو ولسواليو دکليوشمېر (2370) دی او دمرکز په گډون يې هره ولسوالۍ قومي شوری لري.

فصلونه[سمول]

پکتيکا په گڼو پراخو دښتو سربېره، گڼ غرونه اوځنگلونه لري چې خلک يې دکاريزونو اوخوړونو داوبو ترڅنگ په ژوروڅاه گانو خپلې کرنيزي ځمکې اوباغونه خړوبوي. په پکتيکاکې غنم، جوار، اوربشې للمي ريشې، شفتلې، او د انگورو، مڼو، بادامو، زردالو په باغونو سربېره دبېلا بېلو ميوو اوسبزيو پالېزونه لري. په غرونوکې يې دسون اوپه نجارۍ کې داستعمال دلرگيو گڼ ځنگلونه لري چې ميوه جات يې دپکتيکا، نورو ولايتونو او له هېواد نه دباندي هم صادرېږي.

ژبې يې[سمول]

په پکتيکا کې پښتو او دری ژبې ويل کيږي.

د سيمو نومونه، تاريخي او فرهنگي ځايونه[سمول]

په پکتيکا کې ډيرتاريخي ځايونه شتون لري، چې له دې جملې څخه دپکتيکا ښار ختيځ ته پطنه غونډۍ يادولی شو چې دغه غونډۍ داسلام نه وړاندي د زمردوخت تاريخ لري او د پخوانيو خلکو له قوله ويل کېږي چې په دې غونډۍ دپطني په نامه يوې مشهورې مېرمنې قبيله اباده وه، او دحضرت علی (رض) په راتگ سره له دې ځايه څخه داسلام خورېدل پيل شول. دې ته ورته دپکتيکا ولايت په نوروسيموکې هم تاريخي ځايونه شتون لري، چې دگومل ولسوالۍ هم ډېره مشهوره ده اودخروټو دقوم له پيدايښت سره تړاو لري ځکه چې گومل دټولو خروټو (مور) ده اوله همدې ولسوالۍ څخه دخروټو د نسل شجره راپيل شوېده. دسيمې يوليکوال وايې،چې دگومل په اړه دسلطان محمود غزنوي په وخت کې دفوځ د يوه افسر په سر يوې مېرمنې دگومل په اړه دا ټپه هغه وخت وويله چې خاونديې دهندوستان دفتح کولو لپاره تللی ؤ او دغه افسر خالو نومېده.

که دخالولښکرې راغلې زه به گومل ته دخپل يارديدن ته ځمه

مشهورې حرفې او کسبونه[سمول]

نجاري، اهنگري، ټغر او ليمڅي جوړولو سربېره ځيني نورې کوچنۍ لاسي صنايع هم لري.

مشهور ځايونه او زيارتونه يې[سمول]

په پکتيکا کې زيات مشهور زيارتونه اوځايونه شتون لري چې په لاندې ډول دي:

  • اويس قرني بابا زيارت
  • باباجي صاحب زيارت
  • حيات بابا زيارت
  • ديوانه بابا زيارت
  • حاجي بابا زیارت چې د همدې ولایت مرکز خواجه خېلو سېمه د مسواس په لویه هدیره کې شتون لري
غنې ابا زیارت چې په ګومل والسوالۍ کې واقع دی.
  • د عبدالقدوس آغا صاحب مبارک زیارت چي دهمدې ولایت د وازه خوا ولسوالي دبرج په کلي کښي شتون لري.
  • د آغا صاحب مبارک د زوی شهید عبدالباسط آغا صاحب زيارت.
  • د اغا صاحب مبارک د بل زوی عبدالرؤف آغا صاحب زيارت.
  • کاکامبارک زيارت
  • زاهدبابا او جبارنيکه زيارتونه
  • سيدجلال بخاري (رح)
  • میلال بابا زیارت چی په زرغون شهر والسوالی بکخیلو کی ده

او يو شمېرنور مشهورځايونه شته.

مروجې لوبې او تکړښت[سمول]

نېزه بازي، خوسی، کرکټ، واليبال، فوټبال ، بېډۍ، او داسې نورې...

شاعران او ليکوال[سمول]

سلېمان لايق، مقتصد ستړی ، عبدالمصور درمل، خيال محمد کټوازی، امير محمد منصوري، محمد نعيم نسيم زئ، غلام جان زرغون، استاد حاجي محمد مير، عبدالرحمن غضري، مولوي محمد نبي حق پرست، سلطانخېل، استاد صادق خوارمل، خالد ريحان،

بختيار ځدراڼ،
عبدالجبار عابد،
عبدالرحمن اندړ،
مولوي اسدالله،
مولوي بشېر مدني،
محمد ياسين ياسين، 

عبدالباري نعيمي،

  • عبدالحق فقيرزاده
  • دوست محمد ځونډی
  • شېرمحمدمهد
  • فدامحمد صميم يار
  • کلاخان حيران
  • عبيدالله سرروضه وال
  • قاري گل حسن اسير
  • محمدايوب شاه خواجه
  • رحيم خوشال
  • فضل الرحمن زرغونی
  • عبدالعزيز سرتېر
  • جميل غاور
  • حاجي عبدالعزيز
  • گلزاده حميدي
  • علي محمدنظري
  • شهيدمحب الله بهرام
  • شهيدنعمت الله ذبير
  • محمدنبی همدرد
  • خيرالدين ذکي
  • سيف الله حقمل
  • استادعبدالحميد
  • گلزار تنها
  • سيدعباس ايوبي
  • مېرحسن ذهين
  • ملاابراهيم
  • ظريف نثار
  • محمداکبر سرروضه وال
  • خالد "ریحان "
  • سیدخان "سلیمانخېل"
  • محبت الله سالار
  • ملالۍ سيرت
  • غرغښته سلېمانخېله
  • موسکا
  • زرکه

او يوشمېر نور ليکوالان اوشاعران موجود دي.

کتابخانې:[سمول]

په پکتيکا ښار او ولسواليو کې دځينو فرهنگي کړيو له لوري وړې کتابخانې پرانيستل شوې دي، خو هغه ډول چې لازمه ده استفاده ترې نه کيږي. په پکتيکا کې دا مهال د اطلاعات اوکلتور رياست له عامه کتابتون، شال کتابپلورنځي، دپښتون غږکتابخانه ، د غازې ادې عامه کتابتون، د ښوونځيو اولېسو کتابخانو سربېره او يوشمېر نورو وړو کتابتونونو څخه دمطالعې مينه وال استفاده کوي.

بوختې رسنی:[سمول]

په پکتيکا کې دامهال يوه دولتي پکتیکا ملي رادیو تلویزیون او یو شمېر نورې خصوصي پښتون غږ، تلوسه، یاران ايف ايم، او انسان غږ راډيوګانې فعاليت ترسره کوي. همدارنګه په دې ولايت کې يوه چاپي رسنۍ د کټواز مهالنۍ په نوم فعاليت لري‌.

ښوونيز بهير:[سمول]

په پکتيکا کې دوې دلوړو زدکړو مؤسسه اوترڅنگ يې يو ښوونيز مرکز شتون لري،چې نومونه يې دي. 1- دپکتيکا پوهنتون"دپکتيکا عالي دارلمعلمين 2- لمرښوونيزمرکز 3- شال

ښوونځي:[سمول]

په پکتيکا کې نږدې شاوخوا 332 ښوونځي دي 259 يې لمړني شوونځي، 36 منځني، 31 يې لېسې او 12 يې ديني مدرسې دي. يوه خصوصي ليسه لري. او دټولو ښوونکو شمېريې 3300 تنه دي چې يوازي 200 تنه يې رسمي دي.

په ټولو دولتي اوخصوصي ښوونځيو کې تقريباً ... انجونې اوهلکان درس وايې، چې د زده کونکو نهمه برخه يې انجونې دي.

طبعي زيرمې:[سمول]

پکتيکا ډيرې طبيعي زيرمې لري، چې په ځينو سيمو کې يې د تېلو زېرمي، دمسو زېرمي، اوسپينې، او کوهېلې زېرمي شتون لري.

زراعتي پيداوار:[سمول]

  1. جوار
  2. غنم

چلغوزه

  1. اوربشې
  2. لوبيا

.

ميوې:[سمول]

پکتيکا دجلغوزيو او بادامو ترڅنگ، انگور، مڼې، او زردالو لري. جلغوزي يې په سروبي، اومني، گيان، گومل، زېړوک، نکه، چهاربران اوسرروضه کې موجودې دي. انگورپه مرکز يوسفخېل او مټاخان کې په زياته اندازه موجود دي. مڼی او زردالو يې نږدې په ټولوسيموکې موجود دي.

مشهور حيوانات او دمالداري حالت:[سمول]

اهلی: وزې، ميږې،غوايي اوغوا، ميښي،خر، کچرې، چران او .. وحشی: دپکتيکا په ولايت کې هغه مهال چې غرونه يې گڼو ځنگلونو پوښلي وو، بې شمېره اوډول ډول وحشی حيوانات لکه پړانگان، زمري، ليوان، هوسۍ او داسې نور حيوانات موجود وو خو په دې وروستيوکې دپکتيکا ولايت دڅوولسواليو چې غرونويې وهل شوی په غرونوکې دحيواناتو کميت هم خورا کم شوی دی، حتی چې په ځينو سيموکې په نشت حساب دي، دپکتيکا ولايت په لرې پرتوسيمو او د ښار په شاوخواسيموکې خلک زيات مالونه لري.

مدني او فرهنگي ټولني:[سمول]

  • شال مدني او فکري بنسټ
  • غاټول ادبي ټولنه
  • پکتيکاخپلواکو ژورناليستانوټولنه
  • دگلاب گل ادبي ټولنه
  • پکتيکا ځوان خوځښت ټولنه
  • شکین د ځوانانو ټولنه
  • داورگون دځوانانوټولنه
  • دسرروضې دځوانانوټولنه
  • ديوسف خېلودځوانانوټولنه
  • مټاخان دځوانانوټولنه
  • دمرکزښرنې ددوکاندارانواتحاديه
  • د پکتيکا د محصلينو ټولنه
  • دخېرکوټ دځوانانوټولنه

طبعي زيرمې:[سمول]

پکتيکا ډيرې طبيعي زيرمې لري، چې په ځينو سيمو کې يې د تېلو زېرمي، دمسو زېرمي، اوسپينې، او کوهېلې زېرمي شتون لري.

ميوې:[سمول]

پکتيکا دجلغوزيو او بادامو ترڅنگ، انگور، مڼې، او زردالو لري. جلغوزي يې په سروبي، اومني، گيان، گومل، زېړوک، نکه، چهاربران اوسرروضه کې موجودې دي. انگورپه مرکز يوسفخېل او مټاخان کې په زياته اندازه موجود دي. مڼی او زردالو يې نږدې په ټولوسيموکې موجود دي.

مشهور حيوانات او دمالداري حالت:[سمول]

اهلی:[سمول]

  • وزې
  • ميږې
  • غوايي اوغواميښي
  • خر
  • کچرې
  • چران

او نور

وحشی:[سمول]

دپکتيکا په ولايت کې هغه مهال چې غرونه يې گڼو ځنگلونو پوښلي وو، بې شمېره اوډول ډول وحشی حيوانات لکه پړانگان، زمري، ليوان، هوسۍ او داسې نور حيوانات موجود وو خو په دې وروستيوکې دپکتيکا ولايت دڅوولسواليو چې غرونويې وهل شوی په غرونوکې دحيواناتو کميت هم خورا کم شوی دی، حتی چې په ځينو سيموکې په نشت حساب دي، دپکتيکا ولايت په لرې پرتوسيمو او د ښار په شاوخواسيموکې خلک زيات مالونه لري.

  1. https://web.archive.org/web/20100128120310/http://www.cso.gov.af/demography/population.html — آرشيف اصل په ۲۸ جنوري ۲۰۱۰
  2. پیوستون : 1131256  — منښتلیک: Creative Commons Attribution 3.0 Unported