مقتصد ستړی
مقتصد ستړی د پښتو ژبې شاعر او لیکوال دی.
د خوند او رنګ په لټون ستړی شاعر
[سمول]لیکنه: عصمت الله زهیر
څه ثبوت د هغه خدای غواړې کافري ! خوشبویي او ستا خندا ده له جنته
په واقعیت کي مقتصد ستړی تر خپل عمر څو چنده مشره شاعري کوي که څه هم بسیاره شاعري کوي خو ښه شاعري کوي مقصدي شاعري کوي د یار د غم سره ، سره د روزګار غم هم ژاړي د ژوند ستړیاوي د سوزي شعر په وسیله راسپړي … د مطالعې د پراختیا لکبله یې ( په خصوصیت د اردو معاصر شعر او ادب مطالعه ) پر شعر هیڅ پردی سوری پریوتی نه ښکاري نه د ړندو مقلدینو په کتار کي ولاړ ښکاري ځکه خو یې په لنډه موده کي د شعر په مینوالو او لیکوالو کي ځان ته خپل جوت شناخت موندلی دی . په پردي قام ، پردۍ ژبه او پردي ښار کي د شعر ژبه دومره سوچه او د پښتني کلیوالو سمبولونو او اصطلاحاتو پریمانه ساتل هم د ځوان ، هڅاند انتهايي شریف مقتصد ستړي کمال دی … زه داسي فکر کوم د مقتصد ماشومتوب زیات دردمن او کړاوجن هم دردونکی دی ، امکان لري د شوخۍ ، خندا، ټوکو ټکالو شیبې یې د حالاتو جبر ورځني تروړلي وي چي اوس یې په ځواني کي په خندا کي هم هغه د درد شدت احساسولی سو او د دې درد ارتعاش ته یې د تخیل د رنګنیووسعت وربخښلی دی … شاهد دا به یې عادت وي چي ډېره ژوره او پېچلې خبره هم په ساده او اسانه انداز کي وکړي په سوچه کلیواله اصطلاح کې وکړي چي د لوستونکي په ذهن او زړه یې تصویرونه تر ډېره نقش پاته سي … عطایي ملا هر وخت چي د ستړي شعر لوستی وو راته ویل به یې … ( ستړی دي خدای ستړی نکړي ښه شعر لیکي نظر په ساته ) … مقتصد ستړی د پښتو ژبي د هغه ځوانانو شاعرانو څخه یو دئ چي په شعر یې د لوستونکو تنده ماتیږي او ذهن یې د تصوراتو په ژور سیند ورګډیږي … مقتصد سره تاندي هیلي او د نوو، نوو امیدونو ګلدرې دي د رنګونو او ښایستونو یو ویړ جهان لري خو مقتصد بیا هم ستړی دی ولي ؟
سولیدلي خاطرې دي هر سهار پیل د جنګ سو لمر د میني په لفظونو کي تړمه نوي کال ته د مقتصد هر ګام په جګړه کي دئ او په جګړه کي را ځلمی سوی دئ ، بې کوري ، در بدري ، یتیموالی چي دا سفر په دردونو کي را پیلیږي او تمامیږي نه … د هیلو لمن نیول څوک د دردونو سفیر شاعر نیولی سي ځان به سوځوي د درد له آه به دود سوي د هیلو څراغونه روښان ساتي … د ژوند د واقعیتونو ترجمان شاعر پزړونو کي د هیلو موجونه را پاروي د لوستونکو د ذهنونو افق ته پراختیاهم رڼا او زړونو ته اسودګي وربخښي ، په خلګو کي د ژوند سره د میني احساس پیاوړی کوي او د دردونو سفیر شاعر دا هرڅه د خپل ژوند په قیمت نذرانه کولی سي ځکه د ژوند نذرانه کول له هنري پلوه مبالغه امیزي زندۍ کوي او شاعري سپېڅلې هم د خوند او رنګ ډکه ګرځول دي او دا قرباني مقتصد په تانده ځواني د خپل دننه ناست شاعر د سپېڅلتیا لپاره ورکړې ده ځکه یې شعر نېغ زړونو ته لار کوي هم ساده کلیوال او لوستي ذهنونه په خپل ، خپل انداز خوند ورځني اخلي او رنګ ورپکي لټوي .
ستړي روح مي د سینځلو خوشبو واخیست معطرې ! په عطرین بشر دي وسوم ـــــــــ له دوزخه سرې سکروټي را پیرزو دي او د ټول حسن اروا ده له جنته ـــــــــ پرما باندي دروند نه وي دا دروند د غربت پیټی مایوسه مي کړي ستا له خولې پيغور د شنو بنګړو ــــــــــ دا له جنګ نړېدلي دیوالونه د بنسټ ډبره کیږدئ چي اباد سي ـــــــــ په زړه مي ټک خوړلی ځان به څرنګه راټول کړم زخمي ، زخمي په هر یوه اندام سوم تمامېږم په درنښت
مقتصد ستړی او ګنهګار
[سمول]لیکوال: ډاکټرلیاقت تابان
د شلمي پیړۍ وروستۍ دوې او د یوویشتمي پیړۍ په لومړۍ لسیزه کي د نړۍ خونړۍ پېښه افغان جنګ دی چي ټوله نړۍ یې ولړزوله ، د روس ماتیدل امریکا ته دا موقع په لاس ورکړه چي هغه دي د نړۍ واحد واکمن او بدمعاش هیواد وګرځي ،په دې موده کي چي پر افغانانو او افغان وطن کوم قیامت تېر سو هغه ډېرو لیکوالو د خپل بحث موضوع وګرځوله خو دا هرڅه پخپله لیدل، سهل او زغمل که یو لیکوال پخپله کړي وي او بیا یې هغه ته د قلم ژبه ورکړي وي نو په هغه لیک کي به څومره زور وي ؟ مقتصد ستړی د ژوند په هغه پړاو کي دی چي موږ ورته د مستي ځوانۍ پیل ویلای سو ، که څه هم ما دی د مخ په سترګو لیدلی نه دی یوازي مي ږغ اوریدلی او عکس لیدلی دی خو دومره پوهیږم چي د اتلسو کالو څخه به زیات نه وي د ټولنیزي رسنیو له لاري د ده شاعري یو جهان د ځان کړی دی په دومره کم عمر او مهاجرت کي د یو شي ادراک کول او پرهغه لیک کول که موږ په نظرکي ونیسو او بیا د ده کیسې ته ځیرسو نوهر لوستونکی باید پوه وي چي هغه د کوم معیار لیکوال کیدلی سي ؟
د دې کیسې د هنري ژانر په هکله به خبره وروسته وکړو خو په دې مرحله دا ویل به بې ځایه نه وي چي رښتیا لیدل ، زغمل او لیکل د نن سبا په مطلبي نړۍ کي تر ټولو مشکل کار دی ځکه د رښتیا ویلو انجام ښه نه و ي.
تر ډېره وخته دا خبره کېدله چي افغان جنګ د اسلام او کفر جنګ دی ، چا به دې جنګ ته یوه پیمانه ایښوله چا به بله په اصل کي دا جنګ د دوو مستو غوایانو جنګ وو، چي یوازنۍ او یوازنۍ موخه یې پر نړۍ خپل سیاسي ، پوځي او اقتصادي واک تر لاسه کول وو، د مستو غوایانو سره د دوئ څو نور وږي مطلبي سخوندران هم ګډ سول او پر افغان خاوره یې داسي غوبل جوړ کړی چي د څلورو ملینو څخه زیات افغانانو ژوند له لاسه ورکړی ، پدغومره شمېر افغانان ټیپان او په هم دغومره شمېر له کوره بې کوره سو .
په دې ټول غوبل کي د هر افغان د ژوند کیسه ځان له بیلا بیل مضمون او لیک غواړي خو خپلي کیسې ته د قلم او جرات ژبه ورکول که د ټولو لپاره ناممکن نه وي نو مشکل ضرور دی .
د مقتصد ستړي دا کیسه څه ده ؟ د ژوند د تلخو حقایقو څخه پرده پورته کول ، د خپلي خاوري خاینان په ګوته کول، پردي ګوډاګیان غندل، د افغانانو د قربانیو او بې وزلیو داستان لیکل او تر ټولو مهم هغه افغاني هیت ، مړانه او جرات نړۍ ته ښکاره کول دي چي د دې ټول غوبل وروسته هم افغانانو خپل افغاني او ملي هوډ بایللی نه دی هم دا د دې کیسې ټوله خلاصه ده ، خو د دې کیسې کمال دا دی چي لوستونکي له مړي مخ څخه نیولې تر پایه له ځان سره داسي لاس تړلي بیایي چي بلي خوا ته یې نظر او فکر اوښتی نسي هغه ځکه چي دا ټوله کیسه رښتونې ده ، بل د لیکوال دا کمال دی چي هغه دومره سوچه، مهینه ا خوږه ژبه کارولې ده چي سړی یې په څکلو نه مړیږي ښه جمله بندي ، مکالمه نګاري ، زور ور پلاټ او تلوسه د دې کیسې هغه ځانګړني دي چي لږ تر لږه په پښتو ادب کي د دې عمر په بل لیکوال کي موندل که ناممکن وي نو مشکل به ضرور وي خو زه چي کوم شي زیات وځورولم هغه ، هغه درد ونه څړیکي ، اوښکي او غمونه دي چي پر دې تنکي ځوان تېرسوي او موږ ته یې په هغومره هنر د قلم په ژبه وړاندي کړي دي لکه دا هرڅه چي لوستونکي پخپله لیدلي او سهیلي دي هم دغه کریډټ د دې ځوان په برخه دی او په راتلونکي کي له ده څخه نور زیاته طمع کېدی سي .
د دې کیسې د ژانر په هکله به دومره ووایم چي دا د یو ژوندي لیکوال خپله کیسه ده ، دې ته ژوند لیک ویل کېدی سي لاکن ژوند لیک د یو چا د ټول ژوند احاطه کوي ، دلته تر اوسه د ژوند ډېر پړاونه تر سره سوي نه دي ځکه دا بشپړه ژوند لیک نسي کېدی . دویم داستاني اوچرک دی ، اوچرک د هغه انسان کیسې ته ویل کیږي ، چي کار او جنګ کوي او له نورو ژانرو څخه یې یوازینی توپیر دا دی چي په جګړه ، وطن دوستي او حماسه پنځونه کي ګرم زړونه او تودې میني زیږوي خو تر اوسه په پښتو ادب کي په بشپړه توګه د اوچرک د ځانګړنو ټاکنه سوې نه ده ، یوازي دومره چي لیکوال به په هغه کیسه کي پخپله موجود وي او د داستان په ډول به وي او د جنګ سره تړلي خبري به پکي تکراریږي ځکه تر اوسه موږ په پښتوکي په بشپړه توګه د اوچرک داسي مثال نلرو ، یوازي د پښتو د دوو کیسو په اړه ویل کیږی چي دا اوچرک ته ورته دی .
خو زما په اند د مقتصد ستړي دا کیسه د ناولټ په ژانر بشپړه پوره خیژي ځکه خپله کیسه په دومره مقدار په افسانويي انداز د بشپړه پلاټ، کردارونو ، مکالمه نګاري ، جمله بندي او تلوسې سره بیانول د ناولټ تعریف کېدلی سي خو دا هم هیرول نه دي په کار چي د یو ژانر هنري توکي هلته ارزښت لري چي په کیسه کي نور څه نه وي نو لوستونکی د ژانر و ځانګړنو ته به ځیر وي خو یوه کیسه چي د لوستونکي په ذهن او زړه دومره اغیز وکړي چي ګوتي یې د کیسې د پاڼو په اړولو بوختي ، سترګي یې د کیسې له زوره پُرنمي د زړه درزا یې د کیسې د تلوسې او فکر یې د هغه جرات او پېغام سره څنګ په څنګ روان وي نو بیا د ژانر دې ضمني توکو ته د چا پام نه اوړي ، هم دغه ټول توکي د مقتصد په ګنهګار ناولټ کي موجود دي ...